(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه افغان يم

زه هيڅکله چــا خپـل کــــــړئ پـه زور نه يم
زه افغان يم په مرګ خوښ په پيغور،نه يم

لــه ازلــه خــــداي ازاد يم پيداکړئ
زيږولې دزلت په ورځ مور نه يم

زه دجنګ په اورکې سوئ لوغړن يم
خو په زورکې يم غښتلئ ،کمزور نه يم

دوطن په لارکې مرګ ته لبيک وايم
په دې لاره کې زه کم له منصور نه يم

دنړۍ پهلوانان په غيږه راشي
وارپه وار يي څملوم ،لا نسکور نه يم

زه دزغم په ورځ پيدا يم فرياد نکړم
درقيب په څير زه روږدې په شورنه يم

که ظالم په جنګ راغلې زما کورته
له سرتيرېم خوتيرشوئ له کور نه يم

رقيبان مې دپرديوپه زور وياړي
زه پخپل زورمطمين يم،مغرورنه يم

رقيبان مې واړه غورې په پردوکړي
زه مې فخر په ملت کړم،منفور نه يم

دپردو دلاسه کور راته سور اوردئ
دومره وايم چه بښونکئ دپور نه يم

درقيب مې خپله خوښه چه څه وايي
زه دسولې طرفدار ،دترور نه يم

زه قيام په دې وياړېږم چه افغان يم
پدي نوم کې مې لويي ده،پرې ووړنه يم


الحاج الهام الدين قيام

-
بېرته شاته