(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دري غزلي

غزل

نجيب الله اكرامي

چې يې له ماسره ټول عمر ناځواني كړې ده
عجيبه نه ده ما رقيب سره دوستي كړې ده

هيڅ نه پوهيږمه چې څه يې لټول ور پكې
نن يې زما د دواړو سترګو تالاشي كړې ده

ژوند يې راوښوده او ژوند يې رانه واخيست بيرته
هغې په ما باندې بس دا  مهرباني كړې ده

په هغه لارو باندې مهځه چې وركيږم درنه
دغه خبره راته هر وختې زړګي كړې ده

اوس به يې راكړي په دې سپين سهار دا سپينه خولګۍ
ځكه بيګا مې ورته ټوله شپه زاري كړې ده

 

غزل

نجيب الله اكرامي

دلته چې نوم څوك د عشق واخلي په سزا وخيژي
موږه چې چاله زړګى وركړو بې وفا وخيژي

نه په سنګر نه په جومات او نه په بل كوم ځاى كې
دا مې ارمان دى چې د يار غيږ كې مې ساه وخيژي

دا يې څوم كال دى، چې د سپينې خولې وعده راكوي
ملګرو چېرې دا خبره به رښتيا وخيژي

ما ويلى ما به هڅوي راته به مينه ښايي
زما چې يار شي بيا ناصح شي بيا ملا وخيژي

دا خو نو ته وې چې دې پوى كړمه د يار په ارزښت
رقيبه زړه نه مې والله درته دعا وخيژي

 

غزل

نجيب الله اكرامي

تا پسې له كلي، ښاره وتى دى
زړه مې بس له خپل اختياره وتى دى
 
دغه ليونى په كاڼو مه ولئ
اوس ايله تازه له داره وتى دى
 
بيا به چېرته پروت په ميكده كې وي
ستا له دروازې بيزاره وتى دى
 
نه لري زړه تاب سترګې دې واړوه
دا له  غلچكي ګوزاره وتى دى
 
هغه اكرامي چې ياديده به ځوان
خدايږو اوس بيخي له كاره وتى دى

 

-
بېرته شاته