(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځونډي

د عندلیب د«ځونډي» په مخکتنه کې واورول شو
دا د ښکلا رنګونو ځونډي
دا ګلکاري او د ګلونو ځونډي
دا څړیکه څړیکه د دردونو ځونډي
دا هغه نه دي د تارونو ځونډي
دا د ژوندو ژوندو لفظونو ځونډي
***
د عندلیب د ژوند ارمان دی پکې
بلابلا غم د دوران دی پکې
لمبه لمبه درد د جانان دی پکې
مزاحمت دی هم رومان دی پکې
په پاڼه پاڼه لیک داستان دی پکې
دا ګلکاري او د ګلونو ځونډي
دا هغه نه دي د تارونو ځونډي
دا ژوندو ژوندو لفظونو ځونډي
***
دا چې د ټولې نړۍ غم ژړوي
د خپل بې وسه اولس سم ژړوي
دا قلمکار چې مات قلم ژړوي
د زړه بامیان کې خپل صنم ژړوي
هم غنم رنګی هم غنم ژړوي
دا څړیکه څړیکه د دردونو ځونډي
دا هغه نه دي د تارونو ځونډي
دا د ژوندو ژوندو لفظونو ځونډي
***
په ښایستونو باندې ورک لیونی
په محبت کې دومره کلک لیونی
هم د غیرت پښتو نه ډک لیونی
لیونی داسې چې بیشک لیونی
خو د ادراک او د درک لیونی
د محبت د ښایستونو ځونډي
دا هغه نه دي د تارونو ځونډي
دا د ژوندو ژوندو لفظونو ځونډي
***
لمحه لمحه د درد شدت دی پکې
لحظه لحظه ټول محبت دی پکې
نظر نظر دومره الفت دی پکې
لکه لکه سیماب سیمابیت دی پکې
هم عندلیب دی هم نکهت دی پکې
دا ښکلا ښکلا رنګونو ځونډي
دا هغه نه دي د تارونو ځونډي
دا د ژوندو ژوندو لفظونو ځونډي
نیټه15 جنوري
پروفیسر شیر زمان سیماب /تاڼه ملاکنډ ایجنسي
-
بېرته شاته