(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلی نظری طنزونه تازه شول

دخرو کراسي
خوب نه وینم عالمه دلته راغلې ګډوډي
   یږان شنه بڼونه  یو د بل پسې پی وي
ټانکونه  دخلکو  کورونو لوټې لوټې کوي
دپېریانوجشن دی  باران دمرمیو اوروي
 مشره ! ددې  کړو مانا څه ده   سهي
ته نه وینې چې راغلې ده  دیموکراسي !!
 
خوب نه  وینم عالمه   دلوټمارانو دی نصرت
تر پښو لاندې کیږي د ولسونو بشارت
زورمټي  د هر کار کولو لري اجازت
 کازي  نه لري واک که څه وي یو په طهارت
مشره ! ددې  کړو مانا څه ده    سهي
ته نه وینې چې راغلې ده  دیموکراسي !!
 
خوب نه وینم عالمه نظام  دی بې واک
یوه ډله  لیون حاله  ده  دلته لري واک
 عدالت دی تر ټولو  ډنګر او  باړ واک
هر مجرم د قانون  سره دی بې باک
مشره ! ددې  کړو مانا څه ده    سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده  دیموکراسي
 
 خوب نه  وینم عالمه سړیخور ه  شوی بزرګان
  ټول واکداران شوی د بډو ښکاریان
  آزاد او  آباد ګرځي محترم مجرمان
د رډ سترګو  مقام شوی  دننه پارلمان 
مشره ! ددې  کړو مانا څه ده    سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده  دیموکراسي !!
 
خوب نه  وینم  عالمه هر کام ږغوي خپله غیچکه
 غل غدود ازاد شوی   چې هر چیري  وکړي شوکه
ټول کامونه پارول کیږي د یو بل په  کرکه
  له دې څخه نه  جوړیږي نوره بله  سپکه
مشره ! ددې کړو مانا څه ده    سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده  دیموکراسي !!
 
خوب نه  وینم عالمه هر کلپ لری لوی مقام
هر پلار مور ازاره لري یو مستقل زمام
هر خیټور دی د یو  داړی ځانګړی امام
د پردو له توخ توخه شوی ټول ولس زکام
مشره ! ددې کړو مانا څه ده    سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده  دیموکراسي !!
 
خوب نه وینم عالمه په شورا کې  ده بزکشي
کوي بې قانوني ، بې ادبي او سرزوري
کله کله په کښې وي  بوټونه اوبوتلونه جنګي
ږیریور  دي مګر کړه  یې دي د خالپوڅي کوشني
مشره ! ددې کړو مانا څه ده    سهي
ته نه پوهیږې چې راغلې ده  دیموکراسي !!
 
  خوب نه وینم مشره دملت په مال  یې ډیر سخي
په جرت دی سر ګرولی دی د پړانګ  ،ببر اوزمري
 
 ستا د مخه دی حیا وی  اوهم ډیره معافي
 له دیموکراسي څخه تا جوړه کړه دخروکراسي
ولس ستا کراسي ته وایي د خرو کراسي
 مګر ته او خدای ګوره داسې وي  دیموکراسي!؟
محمودنظری
 
که وي نوداسې دي   وي چم ګاونډ!!
 
خدای دی کافر وساتي  دداسېګاونډ
چې ګڼي تل ګاونډ خپل سیاسي کلابند
که  خدای ورکړ ه هغه ته ګوډ خر
په ګاونډيې مني  په   شل سلنډره موټر
که پڅه چاړه په لاس کې ورکړه چا
له څټه حلالوی لومړی ګاونډ بیا بیا
که خوارګاونډ په څیری کمیس ورکړسلام
 دګنډولو پر ځای یې باسي  پرتوګ بې کلام
مار نه وي خو چیچل یې دما ر وي
په سترګو کې یې زهر شندل کار وي
د چم ګاونډهر څه ځان ته ګڼي غنیمت
خپل هر ښکنځل بولي  هغه ته محبت
مشران  د چم ګاونډ روږدوي په رشوت
د څرمه ټول ارکان یې باید وي په خدمت
په کابینه کې غواړي  د پلار نیکه سهمیه
دوستانوته د ترور لپاره ورکوي تمانچه
خدای دی ان کافر وساتي دداسی غویمنډ
چي هم تیری کوي هم وي  تل ګیله مند
خدای دي وساته دداسې مکارې
چې هم منګاچې اچوي هم وهي بوغارې
 چم ګاونډیان  مني خپل دپلار مرییان
هغوی استوی  په یوه بهانه لورته د  زندان
د هغو په ځورولو کوي سیاسی تجارت
خوار ګاونډ  نچوروي په ډول ډول مهارت
دچم واړه په واوره کې لوڅي پښې شړي
د غړو د کاروبار لپاره ځوانان پانسي کوي
مهاجر لکه   دسیلاو خزلی په پښو کې  مړوړي
الوی شوی تش بدن يې  په پلرونو پلوري
خپل ادبیات په چم ګاونډ هرومرو ټپي
د هغه  ټول ادباد خپلي بوچې آنا زامن ګڼي
 پر ګاونډ لکه ماشوم هر ګړی لاره بندوي
 هر مهال  یې چې زړه شی  مهاجر نښتیځي
خپل  دشمنانو ته ګوري ،ګاونډ ز مولوي
خپله  باتوري او غیرت خپل بدو ته ښېي
 دګاونډ  سفیر  لکه ماشوم وهی  په چپلاغه
د چم مشر ورته وهی له خوشالی دوه کلملاغه
د مرد او نامرد تر منځ  یوازی ده یوه نا
زموږ مردان نا لري  مشران مو دی ایجړا
 ګاونډ مو د امریکا سره خره نه څري
 هغه ته ګوري زموږ مهاجر څیري
 چې  د بې هاضمی يي په کلمو کې شي  څړیکه
 چم ګاونډ ته جوړه وي یوه  نه یوه غوړپکه
 تل  چم ګاونډ د  خوږې ګوتې  نیسي
د خوارګاوڼد مشران  ورته دي تړتړي
دا ټوله غبرګون دی د مشرانو د رشوت
بډی خور کله لري پروا   د شرم  اوذلت
 بد ګاونډیان  ګڼې  چې درانه یې په کې اچولي
 پام که مشر نه لري داوطن ،لوی خدای لري

 

محمودنظری

-
بېرته شاته