(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناز او نیاز او ساقي ته

ناز او نیاز
خدایږو څه د سترګو جنګ و مازدیګر
چې آشنا مې ناست تر څنګ و مازدیګر
 
غماز نه وو، رقیب نه وو، اغیار نه وو
د سرو سپینو شرنګ و پرنګ و مازدیګر
 
بی غمی وه، خوشحالی وه، نازو نیاز وو
لری شوی د زړو زنګ و مازدیګر
 
د فراق او د بیلتون کاسه چپه وه
له وصاله ډک پالنګ و مازدیګر
 
اندېښنه وسوسه نه وه ډاډ کامل وو
د یار شوندی څه وی؟ بنګ و مازدیګر
 
لرو بر شا اوخوا واړه معطر وو
تور زلفان لا چې لونګ و مازدیګر
 
د خوندونو عشرتونو کمی نه وو
له مزو جوړ شوی ترنګ و مازدیګر
 
د بلبلو د توتیانو ترانی وی
په غماز چپه ګړنګ و مازدیګر
 
سر تر سره خوشحالی میلی چړچې وی
د غمونو بازار ړنګ و مازدیکر
 
هم پارسا او هم پادشاه وومه (سیلابه)
چې راغلی یار قشنګ وو مازدیګر
د سرطان ۱۱ شپږ بجی مازدیګر ۱۳۳۴
 
ساقي ته
راشه ساقي یو ځلی ډک د میو جام راکړه
خمار د عشق نیشه جذبه د انتقام راکړه
 
خدایږو دنیا نه یم مایوس سترګی می تاته اوړي
نسیمه پریږده تغافل نوی پیغام راکړه
 
څو به خوږمن په زړه دردمنداو لوغړن ګرځمه
مطربه راشه د خوشی نوی الهام راکړه
 
ناصحه ته افلاطونی درسونه ځانته وایه
ماته دخیال په نندارتون کې ګل اندام راکړه
 
چې حوصلی مې فیصلی د مشکلاتو وکړي
ماته په دغه سلسله کې لوړ مقام راکړه
 
چې پړاوونه کړاوونه راته یو قدم شی
داسې نظر داسې وزر د عشق په نام راکړه
 
یا مې زر پورته کړه له خاورو د خودی معراج ته
یا مې کړه شمار په لیونو کې نوم د سرسام راکړه
 
په کار مې نه دی سره او سپین ماڼی بنګلی نه غواړم
لیونی مینه د مجنون او د بهرام راکړه
 
یا مې په برخه کامیابی کړه چې ښادی وګورم
یا خودی ژوند د ناکامی لره انجام راکړه
 
چې د پتنګ غوندی لوګې شم په طواف د اشنا
خدایه (سیلاب) ته زر قدرت د دی احرام راکړه
کابل- باغوان کوڅه ۹ د عقرب- ۱۳۳۵
شاعر : امان الله سیلاب ساپي
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
-
بېرته شاته