(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مینې سبق

دمینې سبق لولم، څوک کتاب نه راکوي
له تندې څخه مرمه، څوک شراب نه راکوي
 
کالونه په ما تیر دي، دروازګۍ ته دې ولاړ یم
فریاد ته مې د کور خاوند ځواب نه راکوي
 
په ساز کې د بنګړویې، پیغلې هیلې په نڅا شوې
محفل د نڅا جوړ دی، څوک رباب نه راکوي
 
د عشق په سمندر کې، بې ګدره یم ګډ شوی
ماڼو راته لاسونه، د ثواب نه راکوي
 
ازل کې مې شامیت چا په ترخوکې ؤ لیکلای
ترخې پیالې څکمه، څوک کباب نه راکوي
د
زلفو تور ماښام یې، راته ورځ توره تیاره کړه
سلګۍ وهم تیارو ته، څوک آفتاب نه راکوي
 
د مینې لامبوزن یم، د نوحیانو په توفان کې
لامبو مې غوره کړې څوک دریاب نه راکوي
 
تقدیر په ما بار کړي، د ګناه پیټۍ بارونه
بارونه مې درانده دي، څوک حساب نه راکوي
 
ګدا د میکدو یم، پاچاهي مې غوره کړې
رقیب دې له ګدا پرته خطاب نه راکوي
 
رنځور د محبت یم او یا کوډې په ما شوي
دانا راته تفسیر، په دغه باب نه راکوي
 
(پویانه) داغزله که شفیع ستا د ګناه شي
(نو قبر به څپیړه د عذاب نه راکوي)

د شیخ وینا

شیخ راته په غوږ کې- وینا کړله رندانه
زیب کا د ساقي په لاس کې ډکه پیمانه
 
دیر د خرابات کې- واړه خپل دي، پردي نه دي
مه راوله څوک، زمونږ محفل ته بیګانه
 
شرم او پیغور دی، چې اغیار په کې نڅا کوي
پریږدی چې مې سوځي، اور دمینې پروانه
 
راشه،  له نشو سره، سبا او هم بیګاه راشه
بزم دشرابو- راته جوړ که جانانه
 
عقل ظاهر بین دی، د ریښتیا سترګې ړندې ښکاري
وایي شیخ ملا په موعظو کې افسانه
 
ما چې حق ویلې- د منصور په څیر په دار کې شوم
نه وي په دې باب کې- فیصلې عادلانه
 
نه مني دا خلک- د ریښتیا خبرې نه مني
څومره په کږه ځي، دا دروغو زمانه
 
زه چې لیونی شوم، عشق شهره د کلي کور کړمه
خود به خلک وایي، دا سړی دی دیوانه
 
نشته د هر زاغ په خولې کې، غږ د عندلیبو
ؤ وایه (پویانه) د خوند نوې ترانه
شاعر :عنایت الله پویان
ترتیب کوونکی :عبدالقادرمسعود
-
بېرته شاته