(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اورکوره

مونږ چه مات دروس قوت کړو،ټول جهان راته حيران شوو
وې یی سور ښامارهلاک شوو،پس له دې امن وامان شوو
مونږ دسره ښامار له جنګه،سمه ساه اخيستي نه وه
لا مو سترګې وچې نه وې،راپه برخه بل خفګان شوو

مونږ وې سور ښامارمومړکړو،پوروړئ مو جهان شوو
خود سره ښامار په پورکې،په مونږ تور ښامارتاوان شوو

چه له سره ښاماره خلاص شوو،بيا راوړاندې تورښامارشوو
ماران ډلې ډلې راغلل ،تورښامار یی قومندان شوو
بيا یی بل کړل سره اورونه،لوګي پورته شول اسمان ته
اوس په سره اورکې اوسيږو،په اور لولپه افغان شوو
اوس مو کور داور کوره شوه،دې کور ه کې مونږ پخيږو
دجنت په تمه تمه،مونږه واړه ه دوزخيان شوو
چه هرڅومره وهل کيږو،مونږ ه لا پسې کلکيږو
له فولا دو نه محکم يو،ټکوئ مو اوس سندان شوو
زه قيام به کړم سوالونه،که په مونږ خدای مهربان شوو
دملي وحدت له لارې،بيرته جوړ افغانستان شوو


الحاج الهام الدين قيام والدورف،جرمني
١٣٨٩ دجدي ٦
-
بېرته شاته