(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

محمد ابراهيم حقمل ساپى


نور دې ښاېست ته ټينګېدلاى نشم
دا قدردانې سترګې مه توره

چې فيصله کوې دا ستا په خوښه
دا ظالمانې سترګې مه توروه

خون دې د ډېرو لېونو واخيسته
دا قاتلانې سترګې مه توروه

په يوه ورځ کې درې څلور جنازې
تا کړې روانې سترګې مه توره

پېغلې چې ستا مقابلې ته راتلې
شوې پښېمانې سترګې مه توروه

زموږ د کلي دا ساده جونګړې
تا کړې ودانې سترګې مه توروه

زما د حقمل ساپي منه خبره
نورې دا ځوانې سترګې مه توروه.



 

-
بېرته شاته