موږپه دی ليګنه کې همدی وروستيوپوښتنوته لنډځواب واېو،دنيمګړتېاوپوره کول ستاسوکاردۍ،زه په دی هکله نه ېوازې چې نه خفه کېږم،بلکه خوشحاله کيږم،ځکه:
«----------«دقتيل»احترام واړه خپل دلبردۍ»
دنوم کږون
نوم په(اوستا)او(سانسګرټ کی له خپلې سټی(۸)رنګه بدلون کوي. په روسی کی(۶)په المانی کی(۴)اوپه لاتين کی هم(۸)ډوله بدليږي.
دپښتوژبې دنوم بدلون،دپورتنيوژبوسره په شريکوالي،ځنې بنسټيزې ځانګړتياوې هم لري. موږاول دپښتوژبی نوم دبدلون حالتونه بيانوو اوبيابه تبصره ورباندې کوو،په هره ژبه کې دنوم کږون له سوال څخه پيل کيږي.
په پښتوکې دنوم کږون
۱-نومولی حالت
پوښتنه نارينه ېو ښځينه ېو ضمير جمع
څوک؟ زمری زرکه زه زمري زرکې موږ
څشی؟ زمری زرکه ------- ------ ------- ---------
په ډېروژبوکې نومولی حالت فاعلی حالت هم دۍ، خوپه پښتو کې سره بېل دي.
په( سانسکرټ)او(اوستا)کې هم دنوم سټه اوفاعلي حالت بيلوالی لري.
په پښتوکی:
نومولی: داڅوک دۍ؟ دازه ېم.
فاعلی: داچاوليدلو؟ داماوليدلو.
په سانسرټ کی:-
سټه: رام
-----حالتونه ------- : رامه،راما،راماسايا،-------
دتېری زمانې حالتونه
۲- دلازمی فعل والا زه ولاړلم بدلون نه کوي.
۳- دمتعدی فعل والافاعل ما وليدلو (زه په ما)بدل شو.
۴- = = =مفعولي زه ېې وليدلم بدلون نه کوي.
دحال زمانې
۵-لازمي: زه ځم بدلون نه کوي.
۶-متعدي فاعل: زه وينم بدلون نه کوي.
۷-= مفعول ماويني (زه په ما)بدل شو.
دادوه زمانې،دوه ډوله(لازمي،متعدی)فعلونه اودوه ډوله دفعل تطبيق کونکي دغيرپښتنودپاره لويه ستونزه ده.دوی تل واېي:
ناسم: ماولاړلو،زه وخوړ،زمری زه ګوري.
سم : زه ولاړلم، ماوخوړ، زمری ماګوری
ولی پورتنۍ ستونزه حل نه لری؟
ځکه: چې ماوليدلو.تېره زمانه فاعلي (ما)
او ما ګوري. حال زمانه مفعولي (ما)
که(ما)په دواړوزمانوکي يا(فاعلي)واي،اوياهم(معول)واي نوبيااسانه وه. همدارنګه(ته) (تا)کېږي.
مفعولی حالت نژدې په ټولوژبوکي شته په روسي کي ورته
(وينيتېلنۍ پديژ)اوپه نوروژبوکي ورته
واېې.په عربي کي ورته(منصوب)واېې.(Accusative)
(اوستا)او(سانسګرټ)هم فاعلی حالت لري.
۸- دڅښتن والي (اړوند،تړلی---)حالت:دی حالت ته په روسي
کی(رديتلنۍ)اوپه نوروژبوکی
حالت واېي،په عربي کي ورته اضافي حالت هم واېي،(Genitiv)
خوپه حقيقت کی همغه(مجرور)حالت دی.
۱۱- درابيلتون حالت:
،لاتين ،سانسکرت اوستاېې لري. (Ablativ)
تاړی ېې: له، له- - - تر
له کابله ، له پېښوره ، له کابله ترپېښوره
له سره تر پاېه ، له کوم لوري(له کومه لورېه)
له سهاره ترماښامه