pashtoonkhwa:pashtoons social democratic party د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند پښتونخوا/ افغانستان
که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د كيرهالی غمېزه نه لومړى وه او نه وروستۍ شوه

په کونړ کې دکراړې دشهيدانو ٣ کلني پوره شوه خو ددغه پېښې ځيني عاملان لا اوس هم ژوندي ګرځي ليک : اكرام الله اكرام د ( ١٣٨٨ ) دحمل ٣١ په کونړ کې دکراړې دشهيدانو ٣ کلني پوره شوه خو ددغه پېښې ځيني عاملين لا اوس هم ژوندي ګرځي که څه هم سږکال ددغه شهيدانو په ياد په دغه ولايت کې کومه غونډه جوړه نشوه خو تېر ١٣٨٧ دحمل ٣١ ددغه شهيدانو په سلگومو خپلوان دولتي چارواکې او ددغه ښار ځينې نور وګړي راټول شوې وه او ددغه پښې دعاملانو دمحاکمې غوښتنه يې کوله د غونډې ګډونوالو قومي مشرانو، ديني عالمانو، ولسي وګړو او دولتي چارواكو غوښتنه وكړه، چې دپيښې اصلي عاملين دې په نښه او محاكمه كړاى شي. گډون والو، چې دا غونډه د كيراړې د عام وژنې د لمانځنې لپاره ترتيب کړې وه يو پرېكړه ليك هم صادركړ. په پرېكړه ليك كې راغلي، چې په دې ټول وژنه كې ۱۳ تنو لاس درلود، چې اوس يې لس تنه مړه شوي او درې نوريې ژوندي دي. د پرېكړه ليك په نكل په ژونديو كسانو كې د ۱۳۵۸ لمرېزكال د كونړ د ۴۴۴ كومانډو لوا د قوماندان صادق عالميار، چې اوس په هالند كې دى، د ۱۱ مې لوا قوماندان جګړن ګلرنګ چې اوس په پاكستان كې دى او د شمشېرنړيوال په نوم يوتن ياد شوى دى. دا نو له نن څخه د دېرش كلونو وړاندې خبره ده. د ۱۳۵۸ لمرېزكال په پسركي كې، چې د كونړ سيند په سيمه كې د خوښۍ زيرى وركاوه دياد شوي ولايت په كيراړې نومې كلي كې د وخت د كمونيستي چارواكو له لوري د سيمې د اوسېدونكو په خبره د ظلم انتها ترسره شوه. د ۱۳۵۸ كال د وري وروستۍ نېټه او د جمعې د مباركې ورځې د سهار لس بجې وې، چې د كيراړې په كلي كې ډله ييزې وژنې صورت وموند او نږدې ۱۲۰۰ كليوال پكې ووژل شول. د كيراړې كلى د كونړ د مركز اسعد اباد له مركزي كليو شمېرل كېږي، چې له ښار سره د يوه لوى پله په وسيله نښلول شوى دى. دا كلى په داسې موقعيت كې پروت دى، چې د كونړ د دوو لويو درو( اسمار، پيچ) څخه كه هرڅوك مركز ته راځي، نو د ياد شوي كلي نه په تېرېدو سره به د اسعد اباد ښارته داخلېږي. دا كلى ، چې اوس د مركز يوه برخه شمېرل كېږي هغه مهال په كې لسګونه كورنۍ اوسېدلې، چې ډيرو يې د بزګرۍ چارې پرمخ بوولې د دې كليو خلكو ترعام وژنې وړاندې د سيمې د اوسيدونكو په وينا نږدې يوه مياشت په خورا بې وزلۍ ، فقر او اقتصادي محاصره كې تېره كړې وه او د وخت واكمنانو پرې د هرډول خوراكي توكو د لېږد رالېږد مخه له دې كبله نيولې وه، چې ګواكې د دولت ضد عناصربه ترې ګټه واخلي. كه چېرې په افغانستان كې د ډله ييزو وژنو ماضي ته نظر وكړو، جوتېږي چې دغه لړۍ د ظاهرشاه د حكومت له نسكورېدو سره جوخته پيل شوې، چې ځورونكي كيسې يې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلكو په ذهنونو كې را ژوندۍ كېږي. ډېرى تاريخ ليكونكي د ظاهرشاه ۴۰ كلنې پاچاهۍ ته د افغانستان په تاريخي بهېر كې له جګړې څخه د لرې دورې لقب وركوي او ورسره وايي، چې په دغه دوره كې خلك د پام وړ هوسا ژوند خاوندان نه وو، حال دا چې تر نورو دورو ښه بلل شوېده. له ۱۳۵۰كال راهيسې، چې په افغانستان كې ګوندي سياليو ته زمينه برابره شوه، د وخت حكومتي چارواكو خپل زيات شمېر مخالفين بند ته ورغورځول. په ۱۳۵۲كال كې هغه وخت چې شهېد سردار داودخان د حكومت واګي په لاس كې واخيست د حكومت د يو شمېر مخالفينو پر ګډون يې د اسلامي ګوندونو يو شمېر غړي زندان ته ورغوځول او د هغوى پر ځپلو او كړولو يې لاس پورې كړ. ډېرى كارپوهان د بې ګناه وګړيو د وژلو نېټه پرهمدغې دورې پورې تړي، خو په رښتنې مانا د عامه وژنو لړۍ هغه وخت زور واخيسته، چې د يوې خونړۍ كودتا په ترڅ كې په ۱۳۵۷ لمرېزكال داودخان شهيد كړاى شو. د سردارد داود له وژل كيدو يو كال وروسته د كونړ ولاړيت دكيراړې په كلي كې دوخت د رژيم له لوري ډله وژنه رامنځته شوه. د كلي اوسيدونكي وايي، چې په دې وژنه كې له ۱۲۰۰ څخه زيات عام وګړي وژل شويدي، ګلزاده، چې اوس مهال نږدې ۷۵ كلونه عمر لري هغه مهال يې دكونړولايت د مخابراتوپه رياست كې دنده ترسره كوله په ژړا ژړا يې د خپلې كورنۍ د اتلسوتنو د وژل كيدلو خبره وكړه، هغه وايي: (( مجاهدين د شپې له مخې په كلي راننوتل او په ولايت يې جګړه پيل كړه، خو سهارچې هغوى ولاړل خلقيان راغلل او خلكوته يې وويل، چې والي غوښتې ياست، تاسې راووځئ، چې پركلي بمباري كېږي، ټول خلك يې په دې چل له كورونو راوويستل او چې يوځاى يې كړل په مرك يې لاس پورې كړ.)) د كونړ ولايت د وخت د واكمن رژيم والي نظام الدين خان و. ګلزاده وايي، چې مجاهدين په خپلسري توګه كلي ته راننوتي وو، خو حكومت يې په ټس كې د دوى بې ګناه كليوال او خپلوان ووژل. د ګلزاده په ياد دښت په وژل شويو كسانو كې د ابراهيم خان، اسدالله، امان الله، عبدالغفار، عرب خان، شاه نادر، عبدالرحمن، حبيب الرحمن، نوررحمن، فقيرمحمد، عبدالقيوم او د باورخان په نومونو د سيمې څو تنه بزګران هم شامل وو. د هغه په وينا دى لا د وژنې ځاى ته نه و رسيدلى، چې پركليوالويې ډزې پيل شوي ، خو د له يوې بلې لارې ځان سيند ورساوه او سيند په توپاني څپو ورګډ شو او پورې وت. ګلزاده زياتوي: (( څوتنه په ګوتو شمار كليوال ژوندي پاتې شول او نورد ټول كلي نارينه ختم شول.)) د هغه په خبره په وژل كسانو كې د وخت د واكمن رژيم څوتنه خلقيان هم شامل وو. له بلې خوا د كيراړې دعام وژنې پخلى په خپله د وخت يوشمېرچارواكي او عسكرهم كوي او دا له بشري حقونو څخه بربند تيرى ګڼې،خو وايي چې په وژل شويو كې يوشمېر داسې كسان هم موجود وو، چې عملا يې د دولت پرضد په وسله وال پاڅون كې لاس درلود، د كيراړي پرسيمه كې د عام وژني عيني شاهد او د وخت د واكمن رژيم يوتن عسكر، چې د نوم له ښودلو يې ډډه كوله وويل: (( په كيراړه كې د ولسي وګړو وژل د بشراو جګړې له قانون څخه سرغړاوى و، خو په دغو كسانو كې يوشمېرداسې خلك وو، چې د دولت پرضد يې په وسله وال پاڅون كاوه.)) خو كليوالو په يوه خوله د هغه خبرې رد كړې دي او وايي، چې د كيراړي په پېښه كې د دولت ضد پاڅون كوونكي نه و راښكېل، د دغې سيمې يوتن اوسيدونكى انعام الحق وايي: (( وژل شوي ټول د كلي اوسيدونكي او له شيګل، مرورې او پيچ درې څخه هغه راغلي كډوال وو، چې له خپلو سيموڅخه د جګړې له كبله كډه شوي وو.)) په پورتنيو درې تنو، چې د سيمې د اوسېدونكو په پرېكړه ليك كې يې نومونه راغلي د كلي اوسيدونكوټولو په يوه خوله د نورالرحمن په نوم د يوه بل تن يادونه هم وكړه، چې هغه مهال د واكمن ګوند د كونړ د ولايتي شورا منشي او د قبايلو د چارو رئيس و، چې ګواكې د هغوى په وينا په دا پيښه كې يې لاس درلود. د وخت د واكمن رژيم په حكومت كې د ځوانانو د سازمان مشرګلرحيم شيردا پخلى وكړ، چې نورالرحمن هغه وخت د كونړ د سرحداتو مسوول و او اوس په ماسكوكې استوګنه لري. هغه دا هم ويلي، چې د سيمې خلك د نورالرحمن په اړه مثبت نظرنه لري او هغه په پيښه كې راښكېل بولي، خو ده يې په اړه له زياتو ويلو ډډه وكړه، هغه وايي: (( نورالرحمن هغه وخت د كونړد سرحداتو مسوول و، اوس په ماسكو كې شخصي كاروبارلري. زه هغه وخت په كابل كې د ځوانانو د سازمان مشروم او د پيښې په اړه نورمعلومات نه لرم.)) د كيراړې د كلي يو بل اوسيدونكى شمس الرحمن، چې د پيښې عيني شاهد دى او هغه مهال لا كوچنۍ ماشوم و وايي، چې د شپې هم د دوى پركلي جګړه تېره شوې وه، له يوې خوا مجاهدينو او له بلې خوا دولتي سرتېرو ډزې كولې، خو سهارچې مجاهدين په شا شول دولتي ځواكونو كليوال له كورونو راوويستل او هغو ژورو پټيو او كندو ته يې ورټول كړل، چې د جګړې پروخت د كليوالو پتنځاى ګڼل كيده. هغه وويل: (( له نارينه وو سره زه هم وم، خو زه يې ځكه وشړلم، چې ماشوم وم، له ما سره څونور ماشومان يې هم راوځغلول، نور نو په ناستو او ولاړو كسانو ناڅاپه ډزې پيل كړي او زموږ د سترګو په وړاندې يې زموږ وروڼه ، ترونه، پلارونه او تربرونه شهيدان كړل.)) د هغه په خبره د ډزو له قوماندې څخه د انكار په تور څو تنه سرتيرې هم ووژل شول. د هغه په وينا د دې عامه وژنې وروسته د بلډوزرونو په ذريعه پر وژل شويو او ټپيانو خاورې واړول شوې، حال آدا چې د څو ساعتونو لپاره د خاورو ډيرۍ خوځيدلې. د يادونې ده، چې په دغه پيښه كې د شمس الرحمن د كورنۍ پنځلس تنه غړي هم وژل شويدي. شيرين، چې پروژل شويو او ټپيانو د خاورو د اړولو عيني شاهد و، داسې وويل: (( لامې په غوږونوكې د وژل شويو او ټپيانو نارې سورې دي. كله چې به يوټپي له كندې نه سرراپورته كړ، نو د بلدوزاوسپنيزې ښه ورې به پرسروواهه او كندې ته به يې د ابد لپاره ټيل واهه.)) هغه وايي، چې پرسيمه د عسكرو له خوا د څو ورځو لپاره پيره ولاړه وه او څوك يې نږدې نه ورپرېښودل. دم ګړۍ په سيمه كې د دغوشهيدانو په ياد يو سترڅلى جوړ شوى دى، چې خلكوته د تېروخت ترخې خاطرې او زړه بوږنوونكي پيښه وريادوي. پردغه څلي په څرګندونو الفاظو داسې ليكل شويدي: (( د خپلواكى د لارې دا زړول شهيدان د كمونيستانو د سرې كودتا پردوهم كال( ۱۳۵۸ د وري پر۳۱مه) د سره رژيم له خوا په زياته بيرحمۍ په ډله ييزه توګه په شهادت ورسېدل او د بلډوزر په وسيله د خاورو لاندې شول.)) انعام الحق هم د همدغې سيمې بل اوسيدونكى دى، چې هغه مهال د نهو كلونو په منګ و او دا خونړۍ پيښه يې په خپلو سترګو ليدلې ده، هغه وويل: (( كليوال يې يوځاى راټول كړل او وسله والو ته يې د ويشتلو امر وكړ. د كليوالو په منځ كې په لسګونه داسې كسان هم وو، چې په دغه وخت كې د دولت مامورين وواو په حكومت كې يې خدمت كولو.)) هغه د محمد ياسين په نوم د وخت د واكمنې ادارې د يوه چارواكي يادونه وكړه، چې د وژل كيدلو پرمهال هغه له دولت سره د ماموريت تثبيت پاڼه عسكروته هم وښوده، خو هغوى بيا هم وواژه. انعام الحق زياتوي: (( د كيراړې په ټول وژنه كې له ولايتي چارواكو سره مركزي حكومت هم ملګرى و، ځكه چې په دومره لويه كچه وژنه ولايتي چارواكي په خپل سرنه شي ترسره كولى.)) خو پوښتنه دا ده، چې آيا په رښتياهم په دغه پيښه كې د وخت د مركزي حكومت چارواكي راښكېل و او كه نه؟ دا هغه پوښتنه ده، چې لايې هم مناسب ځواب نه دى موندل شوى. كه څه هم چې د كونړ د كېراړې پېښه په سيمه او بالاخره په ټول افغانستان كې يوه ناوړه پېښه ګڼل كېږي دافغانستان په اوسني حكومت كې دمشرانو جرګې يوه غړي او د همدغه كلي يوه اوسيدونكي حاجي مشواڼي، چې هغه مهال يې د وخت د واكمن رژيم پر وړاندې سنګرنيولى و وايي، چې دا ډول كړنې د معمول په څېر د دوو ښكېلو ډلو ترمنځ پيښېږي، چې په كې په ټېټه او لوړه كچه ولسي وګړي زيان مومي، هغه وويل: (( موږ د كېراړې پېښه، چې په كې سلګونه تنه ولسي وګړي ووژل شول غندو او له دولت او نړيوالو مو غوښتې دي، چې په پېښه كې راښكېل كسان ونيسي او د محاكمې په كټاره كې يې ودروي، خو هغوى هم تردې دمه نه دي توانيدلي.)) د كيراړې د كلى ډيرى ژوندي پاتې اوسيدونكي د دغې ټول وژنې د عاملانو د محاكمې غوښتنه كوي او پرهمدې بنسټ وايي، چې دا كسان بايد د جمهور رئيس كرزي حكومت محاكمه كړي واى، د كونړ ولايت اوسيدونكى ۳۵ كلن خان محمد دا هيله درلوده، چې د جمهور رئيس كرزي د حكومت په واكمنتيا سره به د افغانستان ټول جنګي جنايتكاران د محاكمې مېزته كش كړاى شي. د هغه په خبره نه يوازې د افغانستان د خلكو دا هيله ترسره نه شوه ، بلكې د ولسي جرګې د غړو له خوا د داسې يوه منشور تصويب ته لاره پرانېستل شوه، چې دا وړ جنايتكارانوته يې له قانون څخه د تېښتې لارخلاصه كړه. دا منشور د ۱۳۸۶ لمرېزكال د ( ) نېټه د ولسي جرګې له خوا تصويب شو. د دغه تصويب شوي منشور له مخې په تېرو جګړو كې د ښكېلو ډلو لپاره د يوه داسې ضمانت غوښتنه شوې، چې راتلونكى مهال يې له هرډول عدلي او قضايي څارڅخه خلاصوي، حال داچې خلك پردې باور دي، چې د جګړې جنايتكارانود بښلو پرېكړه يوازې او يوازې د افغانستان ملت كولاى شي نه دولتي شوراوې د بشري حقونو او چاپيريال ساتنې د سازمان رئيس عبدالرحمن هوتكي دا سند د سياسي ګروپونو ترمنځ يوه داسې لاسليك شوې مصوبه ګڼې،چې د افغانستان دخلكو لپاره نه پايله لري او نه هم رسمي بڼه خپلولى شي، هغه وويل: (( د دغو جنايتكارانو بښنه د افغانستان دمظلوم ولس حق دى او هېڅوك يې ترې نه شي اخيستلاى.)) خو په افغانستان كې يو شمېر كسان دا دليل راوړي، چې د هېواد قوانين داسې نه دي چمتو شوي، چې د جنګي جنايت كارانو محاكمې ته لار پرانېزي، حال دا چې ډېرى حقوق پوهان او هغه كسان، چې د بشري حقونو د سازمانونو غړي دي دا باور لري كه چېرې د يوه هېواد ملي قوانين د جنګي جنايتكارانو د محاكمې لپاره يا كافي نه وي او يا يې د محاكمې قوت ونه لري، بيا دا ډول اشخاص په نړيوالو محكمو كې محاكمه كېږي. غلام سخي څاڅكى چې كلونه كلونه د بشري حقونو په سازمان كې دنده ترسره كوي وايي، چې په افغانستان كې د څارنوالانو او قاضيانو ستونزې ډېرې دي ، نو پردې بنسټ پكارده، چې د هاګ د نړيوالې محكمې قاضيان او څارنوالان په دې برخه كې مرسته وكړي او د مجرمينو د محاكمې چارې په نړيواله محكمه كې سمبال كړي. هغه وويل:" موږ له دولت نه غوښتې دي، چې د دغو جنګي مجرمينو د محاكمې له پاره لارپرانېزي، خو متاسفانه چې دولت په دې برخه كې ډېر بې تفاوته دى." خو ښاغلى هوتكي د جنګي جنايتكارنو د محاكمې لپاره د قوې ارادې اړتيا ويني او وايي چې د قوانينو له شتون سره سره به بې له يوې قوې اداري د دغو كسانو محاكمه كول ګران وي، هغه وويل:" ولو كه قوانين هم موجود وي او اراده نه وي بيا به هم موږ ونه شو كړى، چې دغه سياسي مجرمين محكمې ته كش كړو." غه راز د بشري حقوقو نړيواله اعلاميه هم د دې خبري سپيناوى كوي، چې انسانان د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره عدالت ته د رسيدلو حق لري او كه د نړۍ په هر ګوټ كې دا ډول پرېكړې ترسره شي، هغه ټولې د بشرحقونو خلاف عمل دى. بل خوا د ملګرو ملتونو منشور هم په خپله مقدمه كې د ټولو وګړيو او انسانانو حقوق خوندي ساتلي او د هغو تضمين يې كړى دى. نو پر دې بنسټ دا پر افغان دولت پورې ده، چې په هر ډول كېږي بايد د دغو جنايتكارانو محاكمې ته لار پرانېزي او د ملت دغه غوښتنه پوره كړي. د يادونې ده، چې د كيراړې پېښه په افغانستان كې نه لومړنى پېښه ګڼل كېږي او نه هم وروستى پېښه وه، چې په كې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال په ډله ييزه توګه ووژل شول او خاورې پرې امبارشوي. د كابل پليګون، د ليلې دښته او په دې وروستيو كې د چمتلې د دښتې د ډله ييزقبرموندل كيدل پرټولو ګواه دى. Source:http://tolafghan.com/amel/index.php?action=detail&post_id=7831&b_id=62
- دپښتونخوا خبریال -

 بېرته شاته