(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بايد اوسني انتخابات باطل شي

په هيواد کې ورسته د بن د کنفرانس څخه دا دوهم ځل وه چې د ولسي جرګې انتخابات تر سره شول. په لومړي ځل انتخاباتو کې هم تر يو حده پورې ستونځې وې، د اکثريتو پښتون ميشتو ولاياتو ته کمې څوکۍ په پام کې نيول شوې وې او د نورو سيمو خلکو ته په ځانګړې توکه د شمال ولاياتو ته ډير څوکۍ په پام کې نيول شوې وې خو په هر صورت په تيره ولسي جرکه کې تر يوه حده پورې د پښتنو حقوق په نظر کې نيول شوي ول خو په اوسني انتخاباتو کې په قصدا د پښتنو راى باطل يا د پښتنو په سيمو کې انتخابات ونشول لکه د تخار، کندوز، غزني او داسې نورو پښتون ميشتو سيمو کې، د انتخاباتو د کميسيون رئيس هم په يوه ځانګړي ګروپ پورې تړلى شخص دى چې د خپل قوم او د خپلو مشرانو لکه ډاکټر عبدالله او رباني او داسې نورو په غوښتنه او خوښه کار کوي. او تر ډير حده پورې کوښښ کړى چې خپل پلويان لکه څنګه چې په لومړنيو پايلو کې راوستل، غواړي په پارلمان کې راولي. او کوښښ روان دى چې هغه پښتانه کامياب کانديدان په يو نوم او په بل نوم لومړينو برياليو کانديدانو د لست څخه نومونه ئي حذف کړي. د حقوقي لحاظ څخه دغه انتخابات بايد باطل شي د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ بايد حکومت د خلکو لپاره په انتخاباتو کې د ګډون زمينه برابره کړي ولې اوسني کميسيون په قصدا پښتون ميشتو سيمو ته د رايو اچولو مرکزونه د بې امنيتي په نوم بندې کړي دي چې په دې پروسه کې ځنې معتصب حکومتي چارواکي او د کميسيون مشر په مستقيمه توګه لاس درلود،. اساسي قانون په دې انتخاباتو کې نقص شوي دى. بايد ١٢ ميليونو په شاوخواکې خلکو په دې انتخاباتو کې ګډون کړى وه چې ١٢ ميليونه خلک د شرايطو وړ خلک دي، ولې د خلکو ګډون د انتخاباتو د کميسيون د رئيس په وينا ٤٣٣٢٨٧١ کسان ښودل شوي دي، د يونيم ميليونو رايو باطله ول يوازې د انتخاباتو د کميسيون لخوا، تر اوسه معلومات نشته چې د شکاياتو کميسيون به څومره راۍ باطلې کړي فکر کيږي چې دوه ميليونو په شاوخوا کې رايي باطليږي د ٥٤٢ مرکزونو بندول د انتخاباتو د کميسيون لخوا هغه هم د پښتون ميشتو په سيمه کې، نو دا څنګه د افغانستان ولس ته د منلو وړ ده چې د ١٢ ميليونو کسانو څخه يوازې د دوه ميليونو خلکو په رايو باندې د هيواد پارلمان وټاکل شي او هغه راى هم شفافې نه اوسي. او تر ډير حده پورې ورکې ګوندي او قومي اړخ په پام کې نيول شوي دى په غزني کې چې د ٨٠ فيصدو څخه زيات خلک پښتانه اوسيدونکي دي ولې د هغوي ولسواليو ته د بې امنيتي تر نامه لاندې مرکزونه خلاص نشول او ټول هزارګان چې ٢٠ فيصده خلک په غزني کې ندي ټول دوى کامياب شول ايا دا انتخابات مشروعيت لري. په کابل کې حفيظ منصور کامياب شوي او عصمت قانع ناکام ايا دا شفاف انتخابات ول منصور په ټول کابل کې ١٠٠ راي نلري هغه کامياب شوي ولې قانع چې پښتون دى تر څلور زرو څخه ډيرې راي ګټلي دي هغه ناکام شو، نو دا معلومه يږي چې د انتخاباتو کميسيون رئيس نه غواړي چې پښتانه په پارلمان کې لکه څنګه چې اکثريت دي، اکثريت اوسي او غواړي چې خپل هغه شوم اهداف چې لري په دې نوي پارلمان باندې د افغانستان په جمهور رئيس باندې ومني چې دا ډير خطرناک عواقب لري نو بايد دغه انتخابات د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس لخوا رد شي په تخار کې درې ولسوالى کې اکثريت ټول پښتانه دي د هغوي څخه هيڅ استازى نشته په اوسني انتخاباتو کې همدارنګه په بلخ، کندوز، بادغيس ، بغلان، پروان او نورو ولاياتو کې چې هلته پښتانه په زياته کچه ژوند کوي يا په قصدا د دوى راي باطلې شوې او يا يي هم د دوى مرکزونه د بې امنيتي تر نامه لاندې بند کړي دي .چې د دوى استازي هم په پارلمان کې ګډون نلري نو دا انتخابات څنګه مشروعيت لري بايد او بايد ولس خپل غږ اوچت کړي ستره محکمه او جمهور رئيس چې دا صلاحيت لري انتخابات باطل کړي که داسې ونشي عواقب به يي د افغانستان لپاره ستر توان وکړي او تاريخ به دغه ستر خيانت هيڅ کله هير نکړي - بېرته شاته