(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په زړه خوږمن اوپه ذهن باغي شاعر

عندلیب صیب دې رب راته تر ډېرو ژوندی لري چې ترې ښکلې ښکلې سندرې ،زمزمې ،ترانې ،غزلې او نظمونه اوروکه څه هم دشعر اوشاعرۍ په هکله مو ډېر څه لوستلي او اوریدلي بلکه دنړۍ په هره ژبه کې پرې ډېرې مقالې اوکتابونه لیکل شوي ،خویوه خبره چې زه یې مهمه بولم او د شعر اعجاز یې ګڼم هغه دا چې شعرتر اوسه ځانګړی تعریف نه لري . دا هغه څه دي چې وګړي نویوتجربوته اړباسي اوشعر ته پرمختګ اوخوځښت وربښي ،شعردقدرت لورینه ده او افاقیت یې په ریاضت مشاهده اوژوره مطالعه کې خوندي دی هرچاچې زیار اوخواري و ېیسته اودشعر لطافت ،ظرافت اوطروات ته یې توجو وکړه هغه په زړونو،ذهنونواوکتابونوکې په هنري اونه هیرویدونکي ډول ځای پیدا کوي ځکه خو پوهان وایي :(چې عام شي هغه خاص شي ) له نیکمرغه فضل حکیم عندلیب صیب به دخپل پیاوړي شعر پر مټ تر پیړیوپیړیو ژوندی وي ،کله مې چې دده دویمه شعري ټولګه په لومړي ځل ولوسته ترډېره بریده راته پکې درد،زړه سوی ،مینه ،فلسفه ،ورورولي ، دوینې شراکت او د ډېرو مسایلودحل لارې مې پکې وموندې چې نن سبا لر او بر پښتون ورسره لاس اوګریوان دی ،اوترڅنګ مې ډېرې داسې کلمې هم پکې ولوستې چې یا خو دورکیدوپه حال کې دي اویا دعصري دور دتمدن له مخې په پښتوقاموس کې نه دي ځای په ځای شوې ، مګر په ځونډي کې په ډېرهنري ډول دلوستوالومخ ته راوړل شوي دي . عندلیب صیب دوخت په نزاکت پوهیږي ځکه یې دوخت په نبض ګوتې ایښي او په ډېرمهارت اوذهنت یې هغو مسایلوته دپښتنوتوجوراګرځوالې چې په راتلونکي کې به ورسره مخ کیږي اودنړېوالو له پاره به دلاسترو مسایلومشکلاتوسبب ګرځي چې په لومړي سرکې یې دپښتانودسواد اوناخوندګۍ،غربت،اوبدمنۍ مسئله ده ځکه خوعندلیب صیب وایي : فېصلــــه په تاســــــــو پاتې چې دابدکـوي که ښـه کړي چې دږېرې ناپ مې اخـلي اودګېډې غـم مې نـه کړي اویاهم دا: دې بې جنونه بې جانانه فــــــــــــکر ژوندون ته ډېرې ناخوالۍ راوړې دسرمــایې نظام دځـــــــــــــــانه سره داخـــــــــــــلاقي زوال ډالۍ راوړې اویاهم دا : چې دشرعلاج په شرکوي لګیا دي خیـــال دامن دې دذهن نه بهر کړي دعندلیب صیب په شاعرۍ کې د سوز اوحسرت داسې بېلګې لولوچې په لوستولویې، په سړي غونی ځیږ شي لکه چې وایي : دسفرژونده !بېګانۍ شپه به لاڅنـګ هېروم مادمورچېغه کړه خو چا راته قربان اونه وې یا هم : غټانودمېووپوستـکي مه ولئ کوڅو ته ژړا دخورېکښوماشومان چرته ونه کړي »» حیابه داظهار مـخې ته جـوړ کړلــــــــو دېوال له شرمه پټــــه پټــــــه لوئیـــــــــــدله مجـبوري که سل ځله مې ستوني کې ساتله مجـبوري له سترګومې بې واره څڅېـــــــدله مجبوري »» راته مه وایه چې عمر دې خدای ډېر کړه دې حالاتوکې خودا سمــــــــــــــه ښیره ده كله مې چې په دویم ځل دلیکنې دلیکلوپه موخه دښاعلي عندلیب صیب شعري ټولګه ولوسته دلومړي ځل په پرتله مې دا ځل لاډېرنوي رنګونه پکې وموندل ښاغلی عندلیب صیب راته یوباغي شاعر ښکاره شوکه واویوچې عندلیب په زړه خوږمن اوپه ذهن باغي شاعر دی نو درواغ به نه وي دپښتون فطرت اوطبیعت له مخې دحالاتوجبراوستم ته سرنه ټیټوي او په ډېره مېړانه بغاوت کوي وایي : چې تندی ږدمه نوزمکه رانه تښتي باغي سر مې ددنیا دتماشې شـــــــو اویاهم : که شونډې راله وګنډي اوژبه راله پرېکړي پیغام زما قلم دخپلـــــــــــواکۍ ورکړی دی »»» غلامي راته پېغورښکاري پښتون یم دادنیا رانه په دې ټکي خفــــــــــــــــه ده »»» ددې نظام هر تمغــه اوانعام پخپله سپینه لمن داغ ګڼمه »»» رنګ دبغاوت دومره لرمــــــــــــه چې داغ دغلامۍ به دې پرې وران کړمه ښاغلی عندلیب صیب دشاعرۍ په لټه کې نه دی بلکې په ټوله مانا یونازکخیال مبتکرشاعر دی په شاعرۍ کې یې دنازکخیالۍ او ښې مشاهدې ډېرې عالي بیلګې ترسترګو کیږي او ددې ترڅنګ دخپلې نظریي اوفکرپه مټ دپښتو ادب دبډاینې له پاره هڅه کوي لکه چې وایي : انسانه!داسې یې چې فن کې د چا نه ځـائېږې دې منظرونوله رنګونه ستـــــــــــــانظرورکوي »»»» کوه بالغ ته پـــــــــــه دلیل خبره خودماشوم دپاره پند ښه دی »»» یادې ساقي جامــــونه نه کړنګــــوي یا دسپرلی په پښتونخـــــواراشي دتن لمبې مې پکې نه وینې څوک ښارکې به څنګه اوس رڼا راشي »»» چې حـــالات راته دغنوبالخت کیږدي ستایادونه راله سرپه غېږ کې واخلي »»» حاکم چې یې پخپله له وحشتــــــــــــه ګرځي پټ دچانه به اوس دلته کوي وېره قـــــــــــــــــــــــاتلان »»» دخیالــــونورنګینۍ چې پرې بوج کیږي یاره څـــــه وکړم په زړونوتنګو تنګــــــــــو که په اوړي کې به ښې یخې شوملې وې په جړۍ کې به پیتي وه دمشنګـــــــــــــــو »»» په دلاسه اوتپــــــــــــــــــــــوس نه رغیږي مرض چې اوږد شي بیمار ستړی کړي »»» دلته خـــــــــــــــــــــــــدایان په زمکه ډېرشوربه دوی نه مې خلاص کړه چې دې خواله درشم »»» په سر کې که مې مینه دپښتو او پښتنو ده دازړه مې دیثرب یخې هـــــوا ته ایښی دی »»» چرته پرې دامـــــــــــــن سحر رانغی یاره زمونږ ښه سپیره کورونه دي »»» ددې ټولګې ډېره برخه غزل تشکلوي او په اخري برخه کې یې نظمونه ،قطعې اوهایکوګانې مینه والوته وړاندې شوې دي چې هریو یې ځانګړی خونداورنګ لري په اخرکې ددې ټولګې لیکوال ښاغلي فضل حکیم عندلیب صیب ته مبارکي وایم ځان ته یې مبارکي وایم او ټولولراوبرپښتون ولس ته یې مبارکي وایم په ځونډي کې کُلهم رنګونه شته تاسوهم ترې رنګ اوخوندواخلئ . په مینه : - بېرته شاته