(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ ولایت د څوانانو د ښوونې روزنې ....

په سر كې بايد ووايم، چې ټول افغان ملت د يوې كورنۍ حيثيت لري او افغان كه په هرځاى كې مېشت وي، ددغې لويې كورنۍ غړى دى. كه نن په هلمند كې يو افغان وژل كېږي، كه نن په پېښور كې يو افغان زنداني كېږي او كه نن په خوست او كندهار كې د يو افغان كور ورانېږي، درد يې زما وجود په هماغه كچه دردوي لكه په كونړ كې چې د يو افغان په درد دردېږم. همدارنګه كه نن په كندز كې يو ښوونځى جوړېږي او كه نن په باميانو او بدخشان كې د پرمتګ لپاره يو ګام اوچتېږي، دغه د ټول افغان پرمختګ ګڼم او د ټول افغان د مټو غښتلتيا يې بولم. دا چې ولې زه يواځې په كونړ ولايت كې د ځوانانو په پوهنيزو ستونزو ليكنه كوم، لامل يې دا نه دى، چې زه د كونړ ولايت اوسېدونكى يم، بلكې لامل يې دا دى، چې زه د يو افغان په توګه وينم، چې د افغان كور دغه برخه نه يواځې په اوس مهال كې د ژوند له ډېرو سترو ننګونو سره مخ ده، بلكې د راتلونكيو نسلونو ژوند ته يې هم يو لوى ګواښ متوجه دى. ډېرو ته به دا پوښتنه ذهن ته راځي، چې دا يو نورمال طبيعي بهير دى، چې له جګړې راوروسته د ژوند په هر اړخ كې ستونزې موجودې وي، دا هم منم چې د كونړ ولايت ته سړك جوړ شو، يو څو ودانۍ په مركز كې ورغول شوې او يو څه خلك په خپل كاروبار بوخت دي، خو خبره يواځې په دغه څو ټكو كې نه لنډېږي، په دغه ولايت كې ډېرې داسې ستونزې شته، چې زموږ نن او سبا په هغې پورې تړلى دى. په طبيعي ډول هغه ستونزې، چې د ژوند په مادي برخه كې ورسره انسان مخ كېږي، ډېر ژر د هغې په وړاندې لاس په كار كېږي او هڅه كوي، چې له منځه يې يوسي، خو ډېرې هغه ستونزې چې د انسان مانوي اړخ جوړوي، سره له دې چې تر ټگولو مهمه ده، ډېر انسانان يې د ژوند د اړتياوو په ډول نه پېژني او يا خو هم له دغسې ستونزو سره په وړاندې بې باكه برخورد كوي. د كونړ ولايت اوسېدونكي د ژوند په دغه دواړو برخو كې يانې د ژوند په مادي او مانوي اړخ كې ډېرې ستونزې لري، خو زه غواړم دلته يواځې په هغو ستونزو خبرې وكړم، چې ددې ولايت ځوانان ورسره د ښوونې روزنې، او لوړو زده كړو په برخه كې لاس او ګرېوان دي. ددې لپاره چې د ځوانانو دغه ستونزې په پوره ډول پلټل شوې وي، ښه به دا وي چې د كونړ د ځوانانو د ښوونې روزنې او لوړو زده كړو بهير د بېلګې په ډول په درې بېلابېلو ساحو كې وپلټل شي: 1_ په كونړ كې د ځوانانو د ښوونې روزنې او لوړو زده كړو بهير: دا چې ما خپله كونړ ته سفر كړى و، د كونړ ولايت له ډېرو كليو څخه مې ليدنه وكړه او د بېلابېلو كليو له اوسېدونكيو څخه مې د ښوونځيو د شتون او څرنګوالي په اړه پوښتنې وكړې، دا راته جوته شوه چې په ډېرو كليو كې ښوونځي يواځې په سمبوليك ډول جوړ شوي دي، د ښوونځيو تشكيل يواځې د معاش اخيستلو لپاره د كاغذ پرمخ موجود دى او هغه كم تعداد ښوونځي، چې د ولايت او ولسواليو په مركزونو كې موجود دي، په هغوى كې د درسي كتابونو او مسلكي ښوونكيو د نشتوالي او درسي خونو د كموالي له امله د زده كوونكيو د زده كړې كچه په نشت حساب ده. د بېلګې په توګه د عمراخان لېسه، چې د كونړ ولايت مركزي او لويه ليسه ده، زده كوونكي يې د نورو ډېرو ستونزو ترڅنګ د اساسي مضمونونو كتابونه، نه لري، مسلكي ښوونكي نه لري، همدا لامل دى چې له كونړ ولايت څخه په تېر كانكور ازموينه كې ډېر كم شمېر د دولسم ټولګيو فارغينو برخه اخيستې وه او له دغه جملې څخه يواځې د ګوتو په شمېر ځوانان پوهنتون ته بريالي شول. دا په داسې حال كې ده، چې له بدخشان ولايت څخه شاوخوا څلور زره كسانو د كانكور په ازموينه كې برخه اخيستې وه او نژدې درې زره (3000) كسان د لوړو زده كړو په موْسسو كې جذب شول. زه فكر نه كوم، چې د بدخشان او كونړ د ځوانانو ترمنځ دې د ذهني زيركتيا دومره توپير موجود وي، كه توپير موجود وي يواځې په دې كې دى، چې د بډخشان ځوان ته د پوهنې په برخه كې ټولې اسانتياوې برابرې شوي دي، خو له بده مرغه د كونړ ځوان له دغه نعمت څخه بې برخې دى. ددې لپاره چې د كونړ په ولايت كې تاسې ته د ښوونې روزنې او لوړوزده كړو بهير ښه روښانه شي، ما د كونړ ولايت يوه لويه كورنۍ، چې په مركز كې اوسېږي او له پخوا څخه يوه روڼ اندې او منوره كورنۍ ده، ما دغه كورنۍ دكونړ ولايت د پوهنيز حالت د اټكل لپاره په نظركې ونيوله او لاندې پايلې ته ورسېدم: له دغې كورنۍ څخه )36( ځوانانو چې عمر يې د 18_32 كلونو پورې وو، اوس په كونړ كې ژوند كاوه ددغې جملې څخه يواځې يو (1) تن په پوهنتون كې په زده كړو بوخت و. كه ددغې كورنۍ ځوانان د ټول كونړ ځوانانو لپاره د معيار په توګه ومنو، نو سړى اټكل كولاى شي، چې په ټول كونړ ولايت كې يواځې دوه په سلو كې ځوانان په پوهنتوني زده كړو بوخت دي، خو بايد يادونه وشي، چې دغه فيصدي كېداى شي له دې څخه نوره هم ټيټه وي، ځكه چې د مركز په پرتله په ډېرى كليو كې ځوانانو ته لا د لومړنيو زده كړو اسانتيا هم برابرې نه دي. 2_په پېښور كې د مېشتو كونړ ځوانانو د ښوونې او روزنې بهير: موږ كولاى شو په پېښور كې ميشت كونړيان په ټوليز ډول په درې ډلو ووېشو: الف : هغه كورنۍ چې اقتصادي حالت يې خراب دى: دغه ډله كورنۍ تر ټولو غټه برخه جوړوي، ددې ډلې كورنيو ځوانان او تنكي ځوانان د ژوند د تېرولو په موخه په ورځنۍ مزدورۍ بوخت دي او ډېر كم ماشومان يي يواځې لومړنۍ زده كړې كوي او له ثانوي او پوهنتوني زده كړو څخه بې برخې دي. ب: هغه ډله كورنۍ چې د ژوند اړتياوې تر يوې كچې پورې پوره كولاى شي او يا په غربي هېوادونو كې د مېشتو خپلوانو په مرسته متكي دي: په دغه ډلې كورنيو پورې تړلي ځوانان تقريباً نيمايي د لومړنيو زده كړو ترڅنګ ثانوي زده كړې هم كوي، خو په پېښور كې د پوهنتوني زده كړو وس نه لري. ج : ددې دريمې ډلې پورې د تړلو كورنيو كچه ډېره كمه ده، دا هغه ډله د ګوتو په شمېر كورنۍ دي، چې د نسبتاً ښه اقتصاد درلودونكي دي، سره له دې چې ددغې كورنيو ځوانان له اقتصادي پلوه د لوړو زده كړو وړتيا لري، خو له بده مرغه تقريباً ټول يې په سوداګريزو چارو بوخت دي او له زده كړو سره ډېره مينه نه ښايي. نو په دې ډول ويلاى شو، چې په پېښور كې له مېشتو كونړيانو څخه د راتلونكي لپاره په پوهنيز ډګر كې كومه تمه نشي كېداى. 3_ په جرمني او نورو اروپايي هېوادونو كې د مېشتو ځوانانو د زده كړې بهير: دا چې د كونړ ولايت يو زيات تعداد كډوال په جرمني كې مېشت دي، اړينه ده چې دغلته هم د ځوانانو روزنيز بهير ته يوه كتنه وشي. سره له دې، چې په جرمني كې مېشتو افغان ځوانانو ته د دولت له خوا پوره اسانتياوې برابرې شوي دي، خو له بده مرغه زموږ ځوانان له دغو اسانتياوو څخه پوره ګټه نشي اخيستلاى او لامل يې دا دى، چې په جرمني كې زموږ ډېرى ځوانان په افغانستان كې د خپلو پاتې كورنيو د اعاشې او اباطې د پوره كولو لپاره په داسې سختو او درندو كارونو بوخت دي، چې د ځان د پرمختګ او زده كړو لپاره د فكر كولو وخت هم ورته نه پيدا كېږي. ددې ادعا د ثبوت لپاره كولاى شو د نمونې په ډول د كولن په ښار كې چې زموږ ډېر كډوال هلته مېشت دي، د ځوانانو پوهنيز حالت وڅېړو او پايلې يې په ټوله اروپا كې زموږ د ځوانانو د پوهنيز حالت په توګه ومنو: د كولن په ښار كې زموږ (116) يوسل او شپاړس هغه ځوانان مېشت دي، چې عمر يې د (18) او (30) كلونو ترمنځ دى. له دغو (116) ځوانانو څخه يواځې (9) نهه تنه د لوړو زده كړو په پوهنتونونو كې په زده كړو بوخت دي او يواځې (7) اووه تنه د مسلكي كارګرو زده كړې كړي دي او پاتې (100) سل ځوانان له مسلكي او لوړو زده كړو څخه بې برخې دي. كه د كولن په ښار كې زموږ مېشت ځوانان په ټوله اروپا كې د مېشتو كونړي ځوانانو لپاره د معيار په توګه ومنو، نو اټكل كولاى شو چې په اروپا كې شاوخوا (85) په سلو كې هغه ځوانان، چې عمر يې د (18) او (30) كلونو ترمنځ دى، له مسلكي او لوړو زده كړو څخه بې برخې پاتې شوي دي. بايد يادونه وشي، چې دغه ډله ځوانان نه يواځې دا چې دلته بي مسلكه پاتې شوي دي، بلكې د افغانستان لپاره نالوستې ډله تشكيلوي او په راتلونكي كې د ټولنې بار جوړوي. د پورته اټكلونو له مخې ويلاى شو، چې د كونړ ولايت په اوس مهال او راتلونكي كې د پوهنې په ډګر كې له يو ستر ناورين سره مخ دى او كه دغه حالت ته تغيير ورنكړل شي، نو په راتلونكي كې به د كونړ ولايت اوسېدونكي نه يواځې دا چې د هېواد په كچه په جوړېدونكي نظام كې بې برخې وي، بلكې د خپل ولايت په كچه به كدري اړتياوې پوره نه كړاى شي. دا چې په يوه ټولنه كې د داسي سترو ټولنيزو چارو سمون د دولتونو دندې وي او له بلې خوا د افغانستان د اساسي قانون له مخې دولت په هېواد كې د معارف په متوازن پرمختګ مكلف دى، خو له بده مرغه موږ وينو چې د اوسني دولت په پېنځه كلنه دوره كې د كونړ ولايت ته د نورو پښتون مېشتو ولايتونو په څېر ډېره كمه پاملرنه كېږي. موږ په دې خوښ يو، چې د هېواد په شمالي ولايتونو كې په لسګونه د لوړو زده كړو عالي موسسې او پوهنتونونه جوړ شوي دي، موږ په دې خوښ يو چې د شمالي ولايتونو ځوانانو ته په هر كلي كې پاخه او مجهز ښوونځي جوړېږي، خو ددې خپګان حق هم ځان ته وركوو، چې زموږ د كليو ماشومان دې د ښوونځي په نوم يوه خامه كوډله هم ونه لري او ښوونځي ته د تګ پرځاى دې په غرونو كې رمې وپېري. كونړ ولايت چې يو وخت د خپل ټول غريب ژوند سره سره د پوهې او علميت نمونه وه او د سيد جمال الدين افغان په څېر بچى يې خپلې ټولنې او ټولې اسلامي نړۍ ته وړاندې كړي دي، خو نن يې بچي د زده كړې لپاره ښوونځي نه لري، نن يې بچي د لوستلو لپاره كتاب نه لري، نن ددغه ولايت ماشوم ته د پرديو په مدرسو كې د اسلامي زده كړو په نوم د ورور وژنې او د هېواد د ورانۍ لپاره زده كړې وركول كېږي. داسې ښكاري چې زموږ دولت ددغو ستونزو له ليدو څخه عاجز دى او يا خو دا چې دغه دولت ته د څو ولايتونو پرته، چې خپلې ټولې پرمختيايي چارې يې هلته متمركزې كړي دي، زموږ ولايت د افغانستان كومه برخه نه ښكاري او ددې ولايت بچو ته د افغان په سترګه نه ګوري. ددې پرځاى، چې زموږ ځوانانو ته د زده كړې اسانتياوې برابرې كړي، زموږ ځوانانو ته د دوى په سپارښتنه د نړېوالو مرستندويه موسسو له خوا د "بزو" رمې اخيستل كېږي. دا سمه ده، چې زموږ خلك غريب دي، خو د بزو رمې زموږ ستونزې په اوږد مهال كې نشي حلولى. زموږ ځوانان بزو ته نه، بلكې ښوونځيو ته اړتيا لري، پوهنتون ته اړتيا لري او كتاب ته اړتيا لري. زموږ ځوانان غواړي په راتلونكي كې خپلې ټولنې ته يو "سيد جمال الدين" او يو "مجروح" وړاندې كړي، نه يو نالوستى بزوګر!. کونړ غـږ مـجـله Kunar Ghag ) Timely Magazine ) Dr. Shir Wali Shir - بېرته شاته