(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو پرمختيا دپاره هڅى

پكار دي چى موږ په ګډه باندى پښتو پرمختيا دپاره هڅى وكړو. په دى كښې شك نښته چې پښتو يوه پخوانى او لرغونى ژبه ده چې په كروړو وګړى د هغه ژبه وائى چې لوئى مركز ې افغانستان او په پاكستان كښې دپښتو مركزونه پيښور كوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دى خو ددې د څنګه د دهغه ملكو څخه د باندى په نورو ملكو كښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره كار كيږى او په يوه كال كښې په سلاو سلاو كتابونه تر چاپ لاندى تيريږى خو د هغه كتابونه شاعران ليكوالان او د خپلې مورنى ژبى سره مينه لرونكى په خپل لګښت چاپ كوى خو د بده مرغه د دولتى لورى لخوا كتابونه نه چاپ كول كيږى نه ې دومره كار دپښتو دپاره د دهغه دولتو لخوا كيږى و لكه كه هغه افغانستان دولت دى كه څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتى ژبه هم نومول شوى ده او داناخواله د پښتو سره د نيمى پيړى څخه را روانه ده پهوارو وارو د وخت ولسى جرګى د مشرانو جرګى د وخت دولت د دى منظورى وركړى خو تراوسه دا د لوړى كچى پريكړى نه دى عملى شوى اونن هم دپښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره او نن هم د پښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره ګوندى او سيالى كول نه غواړى نه غواړى چې د نورو ژبو برخه دى د پښتو دپاره ووهل شى بلكى د پښتو په ګډون دى د نورو ژبو د پرمختيا دپاره دولت كاروكړى دټولى نړۍ ژبى په كاردې چې نه يواځى وده وكړى بلكى دولت دى دخپلې بوديجى يوه برخه د دهغه ژبو د پرمختيا دپاره بيله كړى ولې چې د ملګروملتو د ژبو كلتور او دود دخوندى كولو څانګه يونيسكو غوښتنه هم داده اوددې سره سره هغه ژبى چې مخ په وړاندى روانى دىدولت ې بشپړه ملاتړ او مرسته كوى هغه دى هم د نورو ژبو څخه خپل ضد او ګوندى د كولو څخه لاس په سر شى ځكه چې د هغه ټولى ژبى زموږ لويه تاريخى او دودى پاته او وراثت دى د يوى ژبى د مينځ څخه د وړولو څخه ټوله نړۍ د ولس څخه ډېر څه وركوى چې د هغه اټكل موږ دا وخت نه شو كولى. موږ په وازه خوله داخبره كوو او كړى ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنى ژبو و پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه كوى چې د دهغه ژبو ويونكو ته د منلو وړنه ده او هميش ې د دهغه عمل په ضد ږغ پورته كړى دى او تر هغه وخته به د هغه ږغونه پورته كوى تر كله چې دوى ته د هغه حق نه وى وركړى خو ددې سره سره موږ ته په كاردې چې هغه كومى ناخوالى اوكمزورى دى چې زموږ ژبه پښتو وده نه كوى موږ ته په كاردې چې د خپله وسه مبارزه وكړو چې نه يواځى خپله مورنى ژبه د مينځ څخه د وړولو د سيسي ناكامه كړو بلكى دا ژمنه وكړو چې پښتو به د نړۍ د پرمخ تللو ژبو په ليكه كښې دروو خو په كاردې چې د هغه كار د يوى تګ لارې لاندى وكول شى او په هغه باندى بشپړه عمل وكول شى او كه دا كار موږ په رښتنې ډول وكړونو هيڅوك نه شى كولى چې زموږ ژبه دمينځ څخه يوشى بلكى د هغه پياوړى ژبه به نوره وده وكړى ولې چې پښتو زموږ پيژنده ده. په كاردې چې په ګډه موږ دا هڅه وكړو چې پښتو د لوست ژبه په هر هغه ځائى كښې جوړه شى چيرى چې پښتانه استوګن دى اوپه دى غوښتنه دى يو ډول راكړه وركړه نه كيږى بلكى دولتونو ته دى وخت په وخت خبردارى وركول كيږى ددې دپاره دى لاريونونه كيږى ليكوالان دى په دى اړه ليكني كوى تر هغه وخته چې په ښوونځيو كښې د پښتو لوست نه وى پيل شوى كوم څوك چې د ملك د پارليمان وچوكى ته دريږى د هغه څخه دى دا غوښتنه كيږى چې مورنى ژبه دى د لوست ژبه شى ځكه چې دا يواځى زموږ غوښتنه نه د بلكى دا د هر وګړى بشرى حق دى او نړۍ والو تعليم او زده كړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه كړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دى په مورنى ژبه زده كړى كيږى ولې چې دا يوه لوستكو ته ډېر ارزښت لرى. خپله د خپلې ژبى ويونكى ليكوالان شاعران او رڼ انده كه يوه خواته و پښتو ژبى ته ډېر كار كوى خو بلې خواته په پوهى او ناپوهى وخپلې ژبى ته زيان رسوى چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو كښې ګارول دى كه څه هم پښتو دهر شى دپاره خپلې تورى لرى بيله د هغه سائنسى نوو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد كيږى زموږ د هغه ملګرى دومره نه شى كولى چې لږ خوارى په ځان يوشى او پښتو تورى ولټوى داردو ژبى په اړه پوهاند داوائى چې ديش كاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وى ولې چې په اردو ژبه كښې د انګريزى ژبى تورى په دونى لويه كچه ګارول كيږى چې د هغه ژبه به د مينځ څخه وړى د بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليك كښې بلكى خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبى تورى هم نه ګاروو بلكى د نورو ژبو ټكى ګاروو دا وخت د پښتو شميرنه او ګتنى بشپړه د بلې ژبى شميرنى ګاروو او يو هم داهڅه نه كوو چې خپلې شميرنى ګار كړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندى راځى اود نورو ژبو تورى ګارول زموږ د افغانستان او خيبر پښتونخوا دواړو باندى د هغه پړه راځى چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوئى جبر دى د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره كوى چې د دوى د ژبى حق وهل كيږى خو كه په كابل كښې په يوه ناسته كښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو كښې درې ژبه خبرى اترى كوى كه څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه كوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليكوالانو اخستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټكى په نورو ټكو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلكى لويه پړه ده (جنايت) لكه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليكل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور.. تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى كتابونه نه وى ليكلى يا مو د نورو ژبو څخه كتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوكو كولو څخه د كار پخپله كيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوكاټ كښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليكوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى وركړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره كتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيكنالوجى ډاكټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو كه داو وايو چې يو كتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وكړو او ځانګړى ليكنې وكړو چې پخپله د لوستونكو پام راواړوى نن بې شميره شاعران كتابونه چاپ كوى خو د بده مرغه لوستونكې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى كښې ځائى وركول شې او ددې د څنګه دى حكومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره كتابونه ليكل كيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليكونكې ته به پيسې وركوى نو هر وګړى چې يو د لوړى كچې معيارى كتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول كيږى او ښه ښه كتابونه به ليكې چې دا د ليكوال او د دولت د دواړى دنده ده. - بېرته شاته