(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشمشاد ټی وی او ټول افغان ویبپاڼی څخه مننليک

رالیږونکی. ښاغلی احمد رشاد امین د رياض سادات لخوا د فيس بوک په پاڼه د مننې خپور شوی ليک

زه د ټولو ملګرږ،مشرانو، قلمپالږ، فرهنګپالو او په ځانګړی توګه ټول افغان ویبپاڼې او شمشاد تلویزیون د زړه له کومې منندی یم چی د اړتیا په مهال ئی خپلي ټولي وړتیاوی پّ کار واچولي. ستاسو د مینی، هڅو او ملاتړ یوه نړئ مننه

د هندوستان په پوني ښار کې پوليسو افغان محصلينو ته ويلي دي چې د دوی د شړلو لړۍ یې نوره ودرولې ده. د هندوستان پوليسو اعتراف کړی دی چې د محصلينو په اړه ورته د دوی سرچينو غلط معلومات ورکړي دي خو نه وايي چې د دوی سرچينې څوک دي چې د افغان محصلينو په اړه ورته له تعصب او کينې په اساس لايقه محصلين ښودل کېږي او له هندوستان څخه شړل کېږي. د هندوستان حکومت او په کابل کې د هندوستان سفارت افغان حکومت ته ژمنه کړې وه چې تر نن ماښامه پورې به ورته د خپل رد عمل پوره راپور ورکړي. افغان محصلين ننه خورا خوښ وو چې د رسنيو او په افغانستان کې د چارواکو او ملي شخصيتونو فشارونه او هڅو مثبته نتيجه ورکړه او په پايله کې د هندوستان مقاماتو د عقل غږ ته غوږ ونيوه او د محصلينو د شړلو لړۍ یې ودروله. نن پوليسو افغان محصل محد رياض سادات ورغوښتی و او ورته یې ويلي دي چې پاسپورت او نور اړين اسناد یې به ورته زر وروسپاري. هندوستاني پوليسو له محصلينو بښنه غوښتې ده چې د ناسمو معلوماتو په اساس یې دوی وزورول او ورته یې له هندوستان څخه د شړلو وويل. رياض سادات وايي چې په ده شپږ تورونه و چې مهم یې پاکستان ته ټيلي فون کول، د ((چينه مجله)) چاپول او په کې د هندوستان خلاف ليکنې کول، او سږه کال د افغانستان د سفر په مهال د پاسپورت بدلول شامل وو. دا ټول ډېر خندونکي تورونه په دې دي چې د ډېرو محصلينو کورنۍ يا په پاکستان کې اوسېږي او يا هلته خپلوان لري، افغان محصلينو په ((چينه)) مجله کې د هندوستان په اړه مثبتې ليکنې کړي دي او دومره څېړنه یې هم نه ده کړې چې رياض سادات په تېرو څلورو کلونو کې پاسپورت نه دی بدل کړی. د يادونې ده چې د رياض سادات پاسپورت پنځلس ورځې کېږي چې د هندوستاني پوليسو سره بند دی خو دومره یې هم نه دی کتلی چې ايا دا پاسپورت بدل شوی او که پخوانی دی. رياض سادات ټول افغان ته وويل چې ټول شپږ تورونه یې ورته په کم وخت کې ناسم ثابت کړل. رياض زياتوي چې خوښ دی چې سبقونو ته به دوام ورکړي. نوموړی وايي چې ((اوس به دوی هم پوه شوي وي چې لا افغانان دومره ړانده او کاڼه نه دي، یو څوک پکې د کار شته چی ددوی غم وخوري)) رياض سادات ټول افغان ته وويل چې دی د افغان چارواکو، ملي شخصيتونو، ملګرو زده کړيالانو او رسنيو ځانګړې مننه کوي چې د دوی په ستونزو یې رڼا واچوله. نوموړي د ټول افغان او شمشاد تلويزيون او نورو ملي رسنيو څخه څانګړې مننه وکړه. د يادونې ده چې شمشاد تلويزيون څو ورځې سر په سر په هندوستان کې د افغان محصلينو په ستونزو پروګرامونه وکړل او د افغانستان ګوټ ګوټ کې چارواکي له دې ستونزو خبر کړل. زده کړيال محمد رياض سادات وايي چې نن سهار ورته افغان ليکوال اسماعيل يون هم ټيلي فون کړی او ورته یې ډاډ ورکړی و چې افغان چارواکو د هندوستاني مقاماتو سره خبرې کړي دي او له هندوستان څخه یې څوک نه شي ويستلای. نوموړی وايي چې په تېرو څو ورځو کې ورته د ولسمشر کرزي مشاور زلمي هېوادمل او په هندوستان کې افغان سفير هم ټيلي فونونه کړي و چې په ستونزه یې ځانونه پوه کړي. د رياض سادات کورنۍ هم د يو برېښليک په ترڅ کې چې ټول افغان ته یې کاپي رسېدلې ويلي دي چې نوموړی ((به له هندوستان څخه نه شړل کېږي او د ماسترۍ زده کړو ته به دوام ورکوي.)) د ريا ض کورنۍ وايي چې ((ستاسو د کوښښونو او مهربانيو مننه کوو چې ستاسو پيغامونه د دې لامل شو چې يو انقلاب یې راووست او نه يواځې د رياض سادات د شړلو د مخينوي هڅې یې پياوړې کړې، بلکه په هندوستان کې یې د نورو افغان زده کونکو د شړلو مخه هم ونيوله.)) په کابل کې يو شمېر ملي شخصيتونو هم په بېړه په کابل کې د هندوستان سفارت او په هندوستان کې دافغان سفارت سره اړيکې ونيولې او د ستونزو په حل کې یې خورا زحمت وګاله، د دې شخصيتونو په جمله کې ټول افغان لږ تر لږه د ليکوال اسماعيل يون او ډاکتر اشرف غني احمدزي له هڅو خبر دی. د يادونې ده چې تر دې مهاله يو شمېر افغان محصلين شړل شوي هم دي او معلومات نشته چې د دوی د برخليک په اړه به څه کېږي. دا لا روښانه نه ده چې دوی ته به بېرته حق ورکړل شي چې خپلو زده کړو لپاره هندوستان ته ستانه شي او که څنګه. د زده کړيالانو د شړلو لړۍ که له يوې خوا زده کړيالانو ته ستر زېری دی، له بله پلوه د ډېرو په باور د ملي رسنيو زياتېدونکی اغېزه په ګوته کوي. د يادونې ده چې نن په پوني کې پوليسو افغان محصلينو ته ويلي دي چې د ((چينه)) په نامه مجلې چاپولو ته دې دوام ورکړي. دا مجله هندوستاني پوليسو د افغان محصلينو په ضد د دليل په توګه د دوی په دوسيه کې ايښې وه. پوليس وايي چې دوی ته د دې مجلې محتويات چې په کې د هندوستان او افغانسستان ترمنځ په کې په ښو اړيکو ټينګار شوی و او د هندوستان په اړه په کې ښه مطالب راغلي وو سرچپه ژباړل شوي و. د تورنو محصلينو د سمې ژباړې وروسته پوليس په خپله غلطۍ پوه شوي دي. معلومه نه ده چې پوليسو ته ناسم معلومات چا ورکړي دي او دا غلطې ژباړې ورته چا کړي دي. د هندوستان پوليس خپلې سرچينې نه ښايي خو داسې ښکاري چې ورسره د سخت چلند کولو هوډ لري. د يادونې ده چې يو شمېر متعصبه او ستمي حلقو سره تړلو او د افغانستان په مصرف او بورسونو تللو کسانو په پوني ښار کې مخکې هم د ((چينه)) مجلې د بندولو هڅې کړې وې. ټول افغان به په راتلونکو ورځو کې د دې څېړنه کوي چې دا کسان ومومي چې د افغان محصلينو شيطاني ګانې کوي او زده کړو کولو ته یې نه پرېږدي. ازاد ژورناليست ايمل يوسفزی چې په هندوستان کې زده کړې کړي دي او موده مخکې هېواد ته راستون شوی دی نن د شمشاد تلويزيون په ((تاوده بحثونه)) پروګرام کې وويل چې په هندوستان کې سفارت او په بمبيي کې کونسلګري د افغان محصلينو ترمنځ اختلافاتو حل کولو هڅه نه ده کړې. نوموړی وايي چې په هندوستان کې د افغانستان په استازو کې دوه ډوله ستونزې دي: يو یې تخنيکي او بل یې سياسي دي. د تخنيکي ستونزو په اړه نوموړي وويل چې افغان حکومت هلته داسې خلک ګمارلي دي چې په انګليسي هم نه پوهېږي او د هندوستان له وضعيته خبر نه دي. چې د محصلينو د ستونزو په حل کې هم مرسته نه شي کولای. د شمالي ټلوالې سياست مداران څه کوي ؟ احمد ظاهر وحدت لکه څنګه مو چې وړاندې وويل د شمال ټلوالې په اصطلاح سياست مداران په دغې تش په نوم ډموکراټيکه پروسه کې په نوي فکر ورننوتل ، او د پکول ميراثي فرهنګ يې چې د په اصطلاح ملي اتل څخه ورته په ارث پاتې ؤ څنګ ته او د نکټایۍ او پتلون فرهنګ ته يې مخه کړه . دوی هغه د دوی په اصطلاح جهادي ږيرې کوچنئ او وړې فرانسوۍ ! ږيرې يې پرېښودې ، که تاسو د يونس قانوني ، جنرال داؤد ، ډاکټر عبدالله ، د بلخ د ټولواک او د دولت د کنټرول او ولکې وتلي والي عطا محمد ، حفيظ منصور ، چکري ، فهيم ، د مسعود وروڼو ( ضيا مسعود ، ولي مسعود ) او نورو ږېرې ليدلې وای او د اوسنيو ږيرو سره چې اوس يې دوی لري پرتله کړې وای پوه شوي به وئ چې دوی څوک دي ؟. له نېکه مرغه د ځېنو خو خپل شخصيت او اصالت د لباس څخه دومره له ورايه په ډاګه کيږي چې سړی نه اړ کيږي په اړه يې له بېلا بېلو منبعو څخه معلومات را غونډ کړي . د دوبۍ په يوه ډېر نا متو سوداګريز مرکز( ا مارات مول ) کې مې يوارې مارشال فهيم د لباس خرڅونې په يوه پلورنځي کې په داسې حال کې چې لباس يې اخيست وليد چې د يوه پتلون او کوټ بيه يې ٥٠٠٠ زره ډالره وه . دوی بېچاره ګان اړ ؤ چې دا ډول د جګې بيې لباس واخلي ځکه چې لباس هم د شخصيت په لوړولو کې ځېنې مهال بشپړ مهم رول لوبولی شي . د طالبانو پرېوتنې ځينې بهرنئ او کورنئ سياسي حلقې وهڅولې چې د يوه سياسي پلاټفورم او چوکاټ جوړونې هڅې پيل کړي ، ترڅو د رباني د حکومت واک يوې نسبتا استاځې سياسي مؤقتې ادارې ته ولږدوي . د المان د بن په ښار کې د ملګرو ملتونو د استاځي لخضر ابراهيمي او د امريکا په ګډون د ځينو ګاونډيو هېوادونو استاځيو لخوا يو جريان په لاره واچول شو ، دغې جريان ته د هېواد څخه د شمالي ټلوالې ، د روم څخه د پخواني پادشاه ، د پاکستان څخه د مهاجرينو او د قبرص د هېواد څخه د قبرېص د سولې د جريان په نامه مختلف سياسي جريانونه ورغلل . خو دځېنو هېوادونو چې متاسفانه د حقيقت په پټولو کې ځانګړی مهارت لري او د ځينو داخلي مغرضو او متعصبو حلقو شعاع پدې کانفرنس کې دومره قوي وه چې وتوانېدل د کانفرنس پايلې بې ثمره کړي ، يوه غټه ناقيصه چې پدې غونډه کې هر چا محسوسوله هغه د حزب اسلامي او طالبانو نه بلل ؤ ، که دوی واقعا غوښتلی چې په افغانستان کې تل پاتې صلح راشي او نور افغانان په خپله خپل سرنوشت وټاکي بايد چې حزب اسلامي او طالبانو ته يې پدې غونډه کې د برخې اخېستنې بلنه ورکړې وی . دغه غونډه د څو ورځو لپاره پرله پسې و ځنډېدله ، چې يواځنی علت يې د شمالي ټلوالې نا مشروع او بې ځايه غوښتنې وې ، د هېواد وتلی ليکوال او سياسي کارپوه محترم غلام محمد زرملوال په خپل کتاب ( افغانستان تر وروستي افغانه ) څلورم ټوک کې د شمالي ټلوالې لپاره امريکاي سفيرجېمز ډابنز د ليکنې په قول ليکې چې شمالي ټلواله په سلو کې د اتيا کرسيو غوښتوونکي ؤ دوی د کورنيو ، بهرنيو ، دفاع او د دولت د رياست چې پخوا له د دوی په لاس کې وې ټولې څوکۍ غوښتلې . نړيوالو غوښتل چې د پخواني ټولواک ظاهرشاه څخه د افغانستان د روانې غميزې په پای ته رسولو کې او يوې تل پاتې سولې ته د رسيدلو لنډې لارې چارې و ازمويي ، خوشمالي ټلوالې د نوموړي مشري او افغانان پر يوه واحد محور را ټوليدل و نه منل ! . دوی به دواړه پښې پر يوې موزې ننباسلې ، يا به موږ ته دغه کلييز وزارتونه راکوی او يا به غونډه موږ پرېږدو !!!. نور بيا په کورنيو چارو وزارت کې نوې ټاکنې که په شمال کې د ملوک الطوايفي پيل ښایسته میر د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزات نوي وزیر او د شمال ټلوالې تر ټولو ستره جنایکاره څیره په کورنیو چارو وزات کې یو لړ بدلونونه راوستل،چې په ترڅ کې په شمال کې ایکي یوازې یو پښتون چارواکی (په شمال کې د پامیر ۲۰۲نومبر قول اردو قومندان)له دندې ګوښه کړ،جنرال غلام مصطفی پتنګ یادوم،چې په شمال کې د غلو قاچاوړونکو،فاشیستانو،جنسي تیري کوونکو،د افغانستان تجزیه کوونکو او په شمال کې د مصنوعي یاغي او په حکومت کې د ننه مخالف واکمن عطا محمد نور د سترګو ازعی و. جنرال پتنګ له ډیرې مودې راهیسې د شمال ټلوالې تر څار لاندې و،تر څو چې د بسم الله محمدي د وزارت په نیولو سره په لومړي ګام کې تر ښکار لاندې راغی. او پر ځای یې د شمال ټلوالې یو بل جنګي مجرم جنرال داود داود،چې تر دې مخکې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین و په دندې وګوماره. اوس کرزی صاحب دې په شمال کې د ریښتینې ملوک الطوایفي نندارې ته انتظار وباسي،د جنرال پتنګ په شتون کې هم د عطا محمد په خولې ډیر پښتانه قومي مخور د نړیوالو ځواکونو لخوا یا ووژل شول او یا هم تر ننه په بګرام کې پراته دي،یوازني چا چې له عطا سره ښکر جنګاوه همدا پتنګ و،اوس به څه چل کیږي ؟اوس به له پښتنو او شمال سره جنرال داود او عطا څه کوي؟ ایا دا لوبه په برلین کې د افغانستان د تجزیې د غونډې عملي برخه نه ده،چې « په امریکې کې امریکايي سناتورانو احمد ضیا مسعود،ذکي او محقق ته ویلي و،چې په خپلو سیمو کې خپل خلک منظم کړی او د امریکا له وتو سره سم به شمال له افغانستانه بیلوئ»دا متل خو دروغ نه دی،چې وايي :از ګپ ګپ میخیزه،دا ځل له ګپ نه عمل ته خبره ورسیده،پښتانه چارواکي دې ښه ځیر اوسي چې د دې کاسې لاندې بله کومه نیم کاسه هم شته،زما غوښتنه له پښتنو چارواکو څخه داده،چې د دې پر ځای په کابل کې د یوه جنګي مجرم احمد شاه مسعود په کالیزه کې له پښتونضد عناصرو سره کیني مهرباني دې وکړي د دې ځپل شوي قوم راتلونکي ته فکر وکړي. «په بلخ کې د یوه پښتون په وینا،چې یوازې تیر کال د بلخ ولسوالۍ په اژده نار سیمه کې چې ټول پښتانه دي شاوخوا لس قومي پښتانه مخور د عطا محمد نور په سپارښتنه د نړیوالو ځواکونو لخوا وژل شوي دي.»دا چې اوس د یوې ډیرې قوي ستراتیژۍ پر بنسټ په شمال کې دوه ضد پښتانه جنایتکاران(اعطا او جنرال داود)، په شتون کې چې دا مهال د شمال زون خدایان دي څه به کیږي.اوس هلته د شمال ټلوالې ټولې پروژې په اسانۍ سره پلی کیږي،ځکه چې هم ملکي حکومت د دوی شو او هم نظامي. همدا ډول نن هم په کابل کې ځینو رسنیو خبر خپور کړی،چې دا څو ورځې کیږي،چې په هند کې امرالله صالح،عبدالله عبدالله او عبدالرشید دوستم له هندي چارواکو څخه غوښتي ،څو پخوانۍ شمالي ټلواله دې بیرته ژوندۍ کړي،د رسنیو په وینا عبدالله عبدالله او امر الله صالح بیرته کابل ته راستانه شوي،عبدالرشید دوستم لا هم په هند کې پاتې دی، د دې رسنۍ په قول چې دوی هڅه کړې څو په اړه د عبدالله او صالح نظر تر لاسه کړي خو هغوي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې یوازې د دوستم ویاند فیض الله ذکي ویلي،چې عبدالرشید دوستم هند د درملنې لپاره تللی دی. د سیاسي کارپوهانو په آند افغانستان په دې ورځو کې تر ځانګړو بیلا بیلو توطیو تر ښکار لاندې دی او که چیرې دولت د دغو کړنو ، ناستو او دا ډول حکومتي بدلونونو مخنیوی ونه کړي نو شونې ده،چې افغانستان یو ځل بیا د ۱۹۸۰یمو کالونو تجربه بیا تکرار کړي چې په ترڅ کې به یې د اوسني حکومت نهه کالنې لاسته راوړنې به هم له خاورو سره خاورې شي. - بېرته شاته