(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بابا په چورنګۍ کې

لیک: فضل حکیم عندلیب جګ جګ ويښتان . شليدلې سپينه ټوپۍ .د پلاسټک زاړه چپل .بې تڼو ګريوان . د دوړو ډکه ږيره .په يو لاس کې بيلچه . په بل لاس کې کرنډۍ او د نسوارو پوڼۍ..د سړک په غاړه په داسې حالت کې ناست دای چې د موټرو د سلينسرو نه وتونکي تور لوګي يي نيغ سپيږمو ته ننوځي .او د نامعلوم ګاک په انتظار د څلور لارې سړکونه څاري.چې کله کوم موټر ودريږی نو بابا ورمنډه کړي خو دده نه بې شميره ځوانان وړاندې د موټر خواته ور رسيدلي وی.نو مايوسه خپل ځاي له راشی او کښيني. دا تماشه مې دا حساس او نازک مزاج هره ورځ د عربو په مشهور چوک [شميسي]کې ګوري.او بيا دا تماشه هله لګه نوره هم دردونکې شي چې يو تورپوستی افريقن په موټر کې راشي او د چوک په مينځ کې هسې په بريک زور کړي دا سپينګيري او ځوانان چې پرې څنګ راټوليږي نو هغه ترې موټر تيز وزغلوي په دوي کې څه پښتانه راوغورزيږي او څه ورته د شا نه تيزې تيزې کنځلې وکړي.او بيا خپلو ځايونو ته لاړ شي او تر مازيګره د مزدورۍ دغه ستړی انتظار کوي. هاي هاي هاي هاي پښتنو وروڼو ................... چا راته وييل د پښتنو په خاوره د زمرودو او ملغلرو کانونه راسرګند شوي دی..................چا راته ويل په پښتونخوا کې بجلۍ[بريښنا]پيدا کيږي ............چا راته ويیل په کرک کې د غاز[ګيس]کويان کنستلی شوي دي..............چا راته وييل په پښتونخوا کې ګڼې ګڼې او ګورې ځنګلې دي........چا راته وييل چې د بورې[چينو]د نړۍ لويه کارخانه په پښتونخوا کې ده............چا راته ويل اباسين زمونږ دی...چا راته ويل هلته تماکو او ګني ډير کيږي..........چا راته وييل د پيښور په صدر کې نوې نورې او دنګې پلازې جوړې شوي دي.او نوې نوې او ناشنا ناشنا موټرې اوړي راوړي............او رښتيا چا راته وييل په پښتونخوا کې پښتنو قام پرستو کرسۍ[چوکۍ]ګټلي دي............. خو دې ميرمن چپي زړه مې ددغه بوډا پښتون سپين ګيري د تندی په کوتونو کې د غلامۍ غلامۍ غلامۍ غلامۍ غلامۍ خوله ليدلې ده اوس د چا څه کړې د هيچا خبره ناوری....... لالا فام دې داي [د بابا بچوړي څومره ارزان شوی دی؟] د بابا جی سپينو ډکو ته مې روغ اباسين لوګی شه [email protected] دير تالاش - بېرته شاته