(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو سیاسي شعور د خوشحال بابا ...

د پښتنو سیاسي شعور د خوشحال بابا دیوه غزل په هنداره کې پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دي كوټه سپي د قصابانو د جوس دي بادشاهي يې د مغول په ټنګو باېله د مغول د منصبونو په هوس دي اوښ له باره په خپل كور كې وراغلى په اولجه د اوښ د غاړې د جرس دي د نفرين لايق په نام سړه بني دي له اوله كه دا نور ورپسې پس دي چې دا وار په دا دوران ورڅخه ولاړ شو د مغولوستانې لويې يو په لس دي بې ننګان د بې ننګيه كاروبار كا ننګيالي د ننګ په كار كې پرې عسس دي له دې بابه ويل ډېر وشول خوشاله! خاموشي وكړه، دا هومره ويل بس دي. خوشال خان خټك په پورتني غزل كې د پښتنو يوې عمومي نيمګړتيا ته ګوته نيولې ده. پښتانه يې د سرښندنې، مېړانې او نظامنتيابه په ډګر كې تر ټولو دمخه، خو د عقل و پوهې او سياسي ويښتابه له مخې د خپلو سيالو قومونو په پرتله وروسته پاتې او هېڅ بللي دي. پښتانه يې د قصابانو د غولي له سپو سره ددې قرينې له مخې تشبيه كړي دي، چې سپي هم اكثره زړور، جنګي، زياركښ او څښتن ته وفادار وي، خو د يوې ګېډې ډوډۍ په تمه تل د څښتن سترګو سترګو ته ګوري. د هغه تر تګ دمخه د هغه لارې څاري او كه كوم خطر ورته پېښ شي، تر څښتن دمخه پرې سپى بريد كوي او په دې توګه خپل څښتن ته خپله وفاداري څرګندوي. خوشال خان هم خپل قوم پښتانه په دې ګرموي، چې دوى هم يواځې د مغولو د هغو مادياتو د منصبونو په تمه، چې له همدوى يې غصب كړي دي، دوى پرې بېرته د اجيرانو او غلامانو په توګه استخداموي. بيا نو دوى د خپل قوم پر ضد جنګېږي، خپل وروڼه پښتانه پاچاهان له پښو غورځوي او خپلې پښتني واكمنۍ په خپل لاس له منځه وړي. د خوشال خان ددې ادعا ښه ثبوت د بابر په لښكرو كې د ډېر شمېر پښتنو سرتېرو موجوديت و، لكه چې دولت خان لودي يې له ځان سره ملګرى كړ او د پاني پت په لومړي جنګ كې يې د پښتانه په توره پښتون ابراهيم لودي، په هند كې وروستنى پښتون واكمن وواژه. زما په اند خوشال خان خټك هم په پورتني غزل كې اوښ له پاچاهۍ او واكمنۍ سره تشبه كړي او منصبونه او ماديات يې د اوښ له نورو سامانو سره. يانې پښتنو ته وايي، چې كه سياسي واكمني يا پاچاهي مو په لاس كې وي، هرڅه ستاسې دي، هم اوښ او هم پرې بار سامان. خوشال خان پښتانه په دې غندي، چې د اوښ د خپلولو پرځاى يې يواځې د غاړې د غږې )جرس( په ولجې يا د مغولو د منصبونو په ترلاسه كولو اخته دي. كه د هند واكمني د دوى په لاس كې وي، نو د هند د لويې او شتمنې وچې ټول ماديات او مانويات به هم د دوى په لاس كې وي، خو كاش چې له مېړانې، سرښندنې او زړورتيا سره يې څه سياسي او علمي پوهه هم په برخه واى. خوشال خان په پورتني غزل كې لومړى له سربڼي پښتنو او بيا له ټولو پښتنو ګېله من او كركجن دى. خوشال خان وايي، چې د مغولو د واكمنۍ په منځ كې پښتنو ته سياسي واكمني په لاس ورغله. دا د دوى لپاره بهترين وخت او طلايي چانس و. دوى دا چانس له لاسه وركړ، نو نوره كمه هيله شته، چې پښتنو ته داسې وخت په لاس ورشي، ځكه پښتانه ناپوهان دي، ژر غولېږي، بې اتفاقه دي او پر يوه مشر نه راغونډېږي. له بلې خوا مغولو هم د خپلو كرغېړنو موخو لپاره د پښتنو په منځ كې د نفاق جرړې ځغلولي دي او ډېرې بې هويته او ځان پلورې كورنۍ يې د )ستانه و، پيرانو، سيدانو، اخونزادګانو او...( په نومونو په پښتنو كې ځاى پرځاى كړي دي. همدغه بې هويته كورنۍ د اسلام او مذهب تر شعار لاندې، د سياسي پردو تر شا د مغولو د واكمنۍ ټينګولو هڅې كوي او په ډول ډول پلمو پښتانه غولوي، ښې بېلګې يې سيد علي ترمذي )پير بابا( او اخون دروېزه دي. خوشال خان خټك بيا له پښتني مزاج سره سم يوه خپلواكه پښتني واكمني درلودل د ننګ پر ځايونه بولي او څوك چې دغې سترې موخې ته د رسېدا لپاره هلې ځلې نه كوي، له پرديو سره په منصبونو او ټنګو لاس يو كوي او د خپل قوم واكمني پخپله ختموي. خوشال دغه كسان بې ننګه بولي. خوشال خان د همدغه غزل په ترڅ كې د پښتنو مېړنو اّر ټاټوبى كندهار په ګوته كوي، چې رښتيا هم د پښتنو په تاريخ كې ټولو حماسه زېږوونكو اتلانو له همدغه ټاټوبي سرونه راهسك كړي دي. د مغار د پښتنو مېړنو وروستى ټاټوبى بولي او په دې منځ كې پراته پښتانه يې هغه جنګيالي ګڼي، چې څو ځله د تورې په خرپ او د وينو په نذرانو د هند تر زړه ډهلي رسېدلي او په پېړيو پېړيو يې هورې پښتني عادلې او له برمه ډكې واكمنۍ درلودلي دي. کونړ غـږ مـجـله Kunar Ghag - بېرته شاته