(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ایا دسولي عالي شورا په هیواد کي سوله راوستلای سي؟

د سپوږمۍ رادیو دڅارپه خپرونه کي : دلیکوال او سیاسي چارودشنونکي الحاج غرزي خواخوږي څرګندوني زموږ د هېواد او ټولنې اوسنی ستونزې د بن د كنفرانس څخه پیل سوي دي، ځكه چې د ټولنې يوه لويه برخه (طالبان) چې هغه وخت په واك كې وه د هغوى موجوديت بيخي استثنا وګڼل سو او دوى ته په غونډه کی ګډون ورنكړل سو. كله چې د بن كنفرانس جريان درلود او ښاغلي كرزى د روزګان څخه کندهار ته په لاره كې وو زما په ياد دي زه په كندهار كې د طالبانو په محبس كې بندي وم چې واموورېدل طالبانو ته ښاغلي كرزي عفوه اعلان كړه. ده ويلي وو حتى كه ملا عمر اخوند هم راځي عفوه دى. اما څه وخت نه و تېرسوې چې د امريكا ددفاع وزير ډونلډ رمزفيلډ وويل چې طالبان زموږ دښمنان دي، د نیویارک د پېښو عاملين دي او موږ ورباندې قيمت ايښى، چې نيسوې او بندیان کوو يې. دهغه څخه وروسته طالبان د وطن څخه پردی وګڼل سوه چې د همدی لکبله اوس د یو لوى ځواك په توګه ټول افغانستان كې موجوديت لري. پوښتنه : ايا طالبان خپل عادي ژوند ته پرې نښودل سوه؟ بلی، دوى عادي ژوند ته پرې نښودل سول په داسې حال كې چې ښاغلی کرزی د ولسمشر په توګه هغه وخت نومول سوى وو خو كابل ته لا نه و راغلى، قدرت يې نه و تر لاسه كړى خو بیا یی هم د ټولو د عفوه اعلان وكړ چی ونه منل سو. د طالبانو د واکمنی د سقوط په لمړی ورځ کله چه زه د محبس څخه آزاد سوم او د کندهار ښار ته راووتلم طالبان اكثراٌ په خپلو كورونو كې وه اما درې ورځې نه وې تيرې سوې چې ډلې ډلې اول د موټر او بیا د دوې پسې ولاړل چه طالبانواړیستل سویوطن پریږدی، دوى مجبور شول چې وتښتي او كويټې ته ولاړ شي. د كويټې په ښار كې د اجتماع مركزونه جوړ سول. كله چې هر څوك د بیری بل ځاى ته ولاړ سي نو هلته چې مركز جوړسی نو د هر چا څخه تقويه او مرسته غواړي او كله چې يو ډله په ځواك بدله سي نو هغه ته هر څوك لاس وركوي او مرسته ورسره كوي. كله چې څوك قدرت او توان په دې ولري چې په اكثرهٌ ځايو كې خپل فوځي محكم استحكامات ولري او په سيمو كې ولس ورسره مرسته ولري نو د هغوى لپاره د سولې خبرو اترو ته كومه ا ړتیا مطرح نده. دوهم دا چې د افغانستان د سولې د عالي شورا دا ليست ته چې موږ ګورو دغه کسان د طالبانو پخوانی چارواكي دی: ۱- د ملګرو ملتونو په سازمان کی د طالبانواستازی مولوی عبدالحکیم مجاهد ۲- په سعودی عربستان کی دطالبانو سفیر قاضی حبيب الله فوزي ۳- د طالبانوداسلامی اماراتو د حج او ارشاد وزير مولوی ارسلا رحمانی ۴- د طالبانود اسلامی اماراتود د امربالمعروف مشر مولوی قلم الدين ۵- د طالبانو داسلامی اماراتو د پلان وزرات معين حاجي موسى خان هوتک ۶- د طالبانو داسلامی اماراتو د کابل غربي سيمو قوماندان حاجي نعيم خان كوچى ۷- د ایران په سرحدونو کی د طالبانو پوځی لوی مشرريس عبدالواحد بغرانی ۸- د طالبانو داسلامی اماراتو دمشر ملا محمد عمر اخند نژدی قریب امیر محمد اغا ۹- د طالبانو داسلامی اماراتو دکابل پوهنتون رییس مولوی پیرمحمد روحانی چې دا ټول اوس په كابل كې ژوند کوی او دوى اوس نسي كولاى چې طالبانو ته ولاړ سي. زه په اطمینان سره وايم چې دوی و ميدان ښار ته چې يو نږدې ځاى دی هم د طالبانو یو کوچنی دلګی ته نسى تللاى نوردشوراغړی چې په ليسټ كې راغلي دي هغه خو پر خپل ځای پریږده. زه فكر كوم په هر ځاى كې چې د سولې لپاره هڅه كيږي دا ضروری ده چې جرګه وسي خو د جرګی لپاره هغه منځګړي ته ضرورت سته چې بې طرفه وي يعنې يو طرف ته نه وي اوس نو دا كسان چې د عالی شورا په لست كې دی او د دولت لخوا استاذی ونومول سوه نو منځګړی به څوک کوی؟ زما په خیال كه شورا ته دینی عالمان، قومی مشران، سپين ږيري، منورین او مخور نيول سوى واى چې داسې مشران كه د میدان وردګو د هری ولسوالۍ څخه شروع وكړو، بيا غزني، بيا زابل، بیا كندهار، بيا هلمند، بيا ارزګان، بیا فراه، بیا هرات، بیا....او نورو ولایتونو کې سته داسې مشران سپين ږيري او شخصیتونه چې واستووی طالبانو ته چې خبرې وكرې. كه د سياسي مشرانو پر ځاى په قومي مشرانو باندی اتكا سوې واى نو بهتره به واى. دولت که دا نظر لري چې په دغه د سېاسی مشرانو پخواني دښمني پاكوو دا نا ممكنه ده ځکه دا محترمين چې نوم به يې نه اخلو که طالبانو ته ورسي د منلو وړ نه دي. دوى کلونو کلونو جنګونه كړي او په زرګونو خلك د دوی په امر ووژل سوي دي. څلیرويشت زره کسان په ليلې دښته كې له منځه تللي او څه د پاسه شل زره کسان په كندوز كې شهیدان سوی دی دهغو قربانیانو ځواب به څوك وركوي؟ ايا دا هغه ځوانان نه وه چې جبري شپږ مياشتې جنګ ته راوستل سوي وه؟ د طالبانو د حاکمیت په مهال پرولس جبری جلب و احضار و چې د سلو نفرو په سربه يې يو نفرتشکیل ته وركاوه كه چا پيسې درلودې پيسی به يې ټولولی او یو نفر ته به يې ورکولی ترڅو چه جلب و احضار ته ولاړسی. ولس اوس هم د طالبانو څخه د خپلو زامنو پوښتنه كوي چې زموږ زامن څه سول؟ دهغوی زامن وژل سویدی، دا د چا په لاس وژل سوی دي؟ د دغو محترمينو په امر وژل سوی دی چه اوس دسولی عالی شورا ته مخته کیږی. زه فكر كوم چې په هیواد کی د سولی د راوستلو لپاره د دغې شورا تركيب اصلا جوړ نه دى او د بلی خوا طالبانو ته اوس دسولې موضوع مطرح نه ده ځکه چی دوى خپل اهداف لري او اهداف يې څرګند دي چې: - بهرنیان دې د افغانستان څخه ووزي. - د افغانستان اوسنی اساسي قانون چه زموږ د منلې وړ، په افغانستان كې متمركز او نافذ دى د طالبانو لپاره اصلأ د منلو وړ ندى. په قانون کې تغير غواړی او تغير بايد د هغو د فكراوتګلاری سره برابر وی. د بلې خوا بيا مدني ټولنې او ډيموكراټيك بنسټتونه د دغو هیلو سره موافق ندي چې د دواړه طرفو تر مینځ ډیر واټن سته. د دې واټن د لمنځه تلو لپاره د سولې ټینګښت بهترينه خبره ده. د سولې غږ او تامين لپاره کیدای سی چې د افغانستان هغه بی طرف، بی جری او بې پرې سپين ږيري، روحانیون، قومی مشران، علما او د هیواد خواخوږو شخصیتونو په ذريعه دا مذاكرات شروع سي. د سولی دعالی شورا اوسنی ترکیب د ځینو ملحوظاتو له مخی په فورموليتيك ډول سره پاته كيداى سي که چیری د پخلاینی بهیر د دې مخلصو مشرانو او شخصیتونو لخوا پیل سي. دغه مشران دی بايد مرورو وروڼو ته ولاړ سي، د مظلوم ولس د سولی غږ دې ورته ورسوي. كه تاسو متوجه ياست د امن په جرګه كې وويل سول چې سپين سرې ښځې راولو چې دوى دې ولاړې سي د طالبانو له ښځو سره دې كښيني او هغو ته دې پوړنى واچوي چې زموږ بچيانو ته نجات وركړئ. نو دغه آغلی چې اوس په دغه ليست كې راغلي، زه فكر نكوم چې دوى په دی وتوانیږی چی د مرورو وروڼو كور ته ولاړی سي. د بلی خوا دواړه لوری یوبل ته په هغه سترګه نګوری چه واقیعیت دی، دولت وسلوالو مخالفینو ته داسی ګوری چه څوکسان دی او د خپلواک ژوند کولو حق نه لری او طالبان داسی خیال کوی چه بری د دوی په برخه دې او دولت ته سقوط ورکوی. په رښتيا سره طالبانو ته په تیټه سترګه كتل چه یو څو دلګی او یا څو کسان دی هم د منلو وړ نه دی ځکه په اول کی د طالبانو یو څو مشران او کسان وه چه پاکستان ته ووتل د كوټی په ښار كې يې ژوند كاوه يا بل چیری تنظيم سول او له هغه ځایه اوس و ټول افغانستان ته غزیدلی دی. تاسو وګوری هر چیری چې طالبان ونيول سی ورڅخه پوښتنه كيږي، نو څرګندیږی چی د كومې ولسوالۍ یاولایت دی؟ ولسوال، والی او یا قواندان دی چی وشمالی ولایاتو او په ټول افغانستان كې د دوى قوتونه که څه هم لږ دي، خو ځواكمن ښکاری. مهمه خبره دا ده چې په طالبانو كې يوه اسلامی عقيده موجوده ده چه تر اوسه پوره هغه كسان چې جنګيږي فكر كوي چې دا جهاد دى او له بهرنیو پوځونو سره چی جنګېږم یا شهیدکیږم یاغازی. زموږ افسرانو اوعسكرو ته ملی روحيه نده وركړل سوې. زموږ پوځېان او قوتونه جنګېږی خو يواځې د معاش لپاره نو دهمدې کبله ښه جنګ نه كوي. ښوونه او روزنه چې په ډيره بیړه او اتومات ډول تر سره کیږی او سمدلاسه يو کنډک یا لوا جوړېږي او مستقيم و جنګ ته استول كيږي. د پوځی پرسونل لپاره بايد ملی روحيه او اسلامی عقيده وركړل سي ترڅو دوى په ښه ترتيب او لوړ مورال سره وجنګیږی نو د دې لپاره عسكر و جنګ ته زړه نه ښه كوي او سوال کوي چې که چيري زه مړسم نو زما كورنۍ به زما په تقاعد باندې چه لږ پیسی کیږی ژوند وکولاي سی؟ د دوى په مغزو كې تل دا خبرې وي او صحيح نه جنګيږي. دوي د هېواد دوستۍ روحيه نلري، د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت په دی برخه کی پاته راغلی دي او دي ته توجه نده سوې چې عسكر په هیواد پالنی روحیي وروزي له بلې خوا طالبان په عقيدوي لحاظ جنګيږي چې زه په اطمينان سره درته ويلى سم کوم چېری چه يوه حادثه کیږی نو دوى یوڅو کسان وی خو د پوځ يوه ډېره منظمه ټولګی چې ډېره ښه وسله او مهمات هم لري د عقيدې سره نه جنګيږي. خو اوس نه پوهېږم دا د سولې د عالی شورا ايجنډا څه ده او د څه لپاره كار كوي؟ د جنګ او جګری د ختمیدلو لپار ضروري ده چې د سولې د ټینګښت یوه قوی ډله رامنځ ته سی تر څو چه په خبرو كې د دواړو اړخونو لخوا قومی مشران، علما او ملی منل سوی شخصیتونه سره كښينوي، د سولې خبرې سره وكړي او يو د بل د اړخونو نظريات او وړاندیزونه راواخيستل سي او يو بل ته انتقال سي نو دوى تر توافق پورې هلی ځلی وکړی. اول خو دا موضوع ډېره مهمه ده چې د دواړو اړخونو نظريات واخيستل سي او بيا دې غور پرې وسي او د هغوى د وړانديزونو پر اساس كولاى سي چې لويه جرګه راوغواړي، د لویي جرګی د راتګ سره بايد د دواړو اړخونو اوربند هم اعلان کړی تر څو چې د دوى اعتماد هم ترلاسه سی او په لويه جرګه كې سره ګډون وكړي. له هغه څخه وروسته كيداى سي چې په توافق سره تصميم يو څه یو اړخ او یوڅه بل اړخ ومنی او د يو څه څخه دى دوي تېرسي او د بل څه څخه دي هغوي تېر سی په دې شكل باندې كيداى سي چې د ښځو او بشري حقوقو په برخه کی هم چې د بين المللي ټولنې پري ډیر تاکید کیږی او رښتیا هم د پاملرنی وړدی، خپلي هیلی ترلاسه کړی. د سولی ملی مشورتې جرګی جوړېدلو په مهال د ښځو غږ را پورته سوى چی برخه يی لږ ده، واقعاً حق د دوی سره وی، خو د سولی په عالی شورا كې اووه اته ښځې ګډون لري ترڅو چه د دوى حقوق وساتل سي او پايمال نسي . لويه جرګه دی عنعنوی لويه جرګه وي چی په مجموع كې د ولس رښتنی نماينده ګان راسی او تصميم دي ونيسي يو څه دی دولت او یو څه دی بل لوری د زغم څخه کار واخلی او د سولی د تامین لپاره دي لاره پيدا كړي. دا چې وخت ضايع كيږي او د افغان د ولس زامن وژل كيږي، ويني ېي تويږي خو ګټه او نتيجه نلري، دا د ټول هېواد په زيان ده. په اوسني حالاتو كې كه رهبري د هرچا په غاړه وي كه ډېر قوي او توانمند هم وی بيا هم نسي كولاى چې اوسنی ستونزی حل كړي. دا موضوع ډېره پراخه او ستونزمنده ده. په نهو كلونو كې د ملي ګټو پر ځاى د اشخاصو د ځاني ګټو لپاره كار اول دی چه د ولس او ملت ترمينځ لوى واټن رامنځته سوى، ولس دا فكر كوي چې حكومتي چارواکي زموږ دښمنان دي او ځینی سیمیز واکمنان داسې فكر كوي چې ولس زموږ مريان دي چې موږ پرې هر څه وكړو كولاى يې سو. په داسې حال كې چې د ډيموكراسۍ غږ هم سته او د بيان ازادي هم سته په سلهاوو ورځپاڼې، مجلې، په لسګونو ټلويزيونه او انترنتی ویپاڼی هم سته چې د دې ټولو په موجوديت سره ولس ځان برمته ګڼي. مونږ تنها د كابل ښار د ټول هیواد بیلګه نسو ګڼلای، تاسو په اوسنيو ټولټاكنو كې وګوري چه په شمالي ولايتونو كې چې ډېر امن هم وو هلته هم پر ټاكنو د ټوپكسالارو سيوري غوړيدلي او ټولټاكني یي د خپلو هیلو لپاره وکارولي. د ستونزو د حل لاره دا ده چې ټول افغانان سره راټول سي، دواړه لوري سره خبرې وكړي او لويه جرګه دايره سی، پريکړه د ټولو لپاره د منلو وړ او عملی سی، نړیوال پوځونه او ټولنی دې د سولی د بهير څخه بشپړ ملا ټراو مرستندوی سی. په افغا نستان کی دتل پاتی سولي په هیله ۷/۹/ ۱۳۸۹/۷کابل-افغانستان - بېرته شاته