(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحرم شريف په لور

ليک: قارى نويد احمد هسې خو سعودى عربستان ته روزانه خلق دمختلفو کارونو دپاره ځى خو ځينې خلق کال کښې يو ځل دالله ج دخاص عبادت ( حج) دپاره ځى حج داسلام دپنځوؤ بناؤ څخه پنځم بنا دے. حج په هر يو مسلمان روغ عاقل بالغ او چې دحج ته دتلو وس ولرى په ژوند کښې يو ځل فرض دے. الله تعالى دقران کريم سورة ال عمران په ٩٧ ايت کښې داسې فرمائى ترجمه (( په هغو خلقو (څوک چې دالله دکور (کعبې) ته دتللو استطاعت او وس توان ولرى) باندې دالله تعالى دا حق دے چې دحج فريضه ادا کړى خوش قسمته دى هغه خلق چاته چې الله تعالى دخپل کور (کعبه) دزيارت کولو استطاعت ورکړے دے دحج مقصد صرف او صرف تقوا ده ځکه حاجى هغه چاته وئيلے شى چاچې دتقوا سره حج کړى وى، دحج درې قسمونه دى. ١: افراد: چې يوازې حج وکړى عمره ورسره ونۀ کړى ٢: قِران: حج او عمره دواړه يو ځائې وکړى، ددواړو يو ځائې نيت وکړى وړومبے عمره وکړى او داحرام پرانستلو نه بغير بيا ورپسې حج وکړى ٣: تمتع : وړومبے عمره وکړے شى بيا مينځ کښې وقفه وکړى بيا وروسته حج وکړے شى ديو حاجى دپاره لازم دى چې په لاندې ذکر شوؤ اصطلاحاتو باندې ځان پوهـه کړى ايام تشريق ايام تشريق هغو ورځو ته وائى په کومو ورځو کښې چې تکبير لوستے شى، يعنې د ٩ ذوالحجې دسهار نه تر ١٣ دذوا لحجې تر مازيګره پورې يوم الترويه دکومې ورځې نه چې دحج عبادات شروع کيږى چې دذوالحجې داتمې ورځې نه يوم عرفه دعرفې ورځ، په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان دعرفات په غونډۍ خيژى يعنې دذوالحجې نهمه ورځ يوم نهر په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان قربانۍ کوى دې ته يوم نهر وائى ميقات دمکه معظمه څلورو غاړو ته په نښه کړے شوى مقامات دى ، چرته نه چې حاجيان دعمرې يا حج باقاعده نيت کوى حرم دمکه معظمې څلورو خواؤ ته تر څه اندازې لرې پورې زمکې ته دحرمت او تقدس په وجه ((حرم)) وئيلے کيږى په دغو حدودو باندې نخښې لګيدلى دى په دغه علاقه کښې ښکار کول، ونې، بوټې او واښه پريکول منع دى احرام دحج يا عمرې دباقاعده نيت کولو نه وروسته چې کوم مخصوص لباس اغوستے شى هغې ته احرام وئيلے کيږى. دغه لباس په دوؤ څادرونو مشتمل چې ګنډل شوى نۀ وى، ددې اغوستلو سره ځينې حلال څيزونه هم په حاجى باندې حراميږى ځکه ورته ((احرام)) وئيل کيږى تلبيه هغه الفاظ دى چې دحج او عمرې په دوران کښې داحرام په وخت کښې بار بار لوستل کيږى يعنې: لبيک اللهم لبيک، لاشريک لک لبيک ان الحمد والنعمت لک والملک لا شريک لک طواف دالله تعالى دکور ( کعبه) نه اووۀ ځلې تاويدلو ته وائى، يو ځل تاويدلو ته (شوط) وائى کوم ځائې نه چې طواف کيږى هغې ته ((مطاف)) وائى دطواف څلور قسمونه دى ١: طواف قدوم مکه معظمه کښې داخليدو سره په وړومبى ځل طواف کول، دافراد يا قران حج نيت کوونکى دپاره سنت دے نورو دپاره مستحب دے ٢: طواف زيارت د١٠ ذوالحجې دصبح صادق نه تر ١٢ ذو الحجې پورې کيدے شى مګر په ١٠ دذوالحجې باندې کول افضل دى. دا حج يو مهم رکن دے ٣: طواف وداع بيت الله شريف نه د رخصتيدو په وخت کولے شى دا په هر چا واجب دے ٤: طواف عمره څوک چې عمره کوى په هغوى باندې فرض دے سعى دصفا او مروه دغرونو په مينځ کښې څلور چکرې لګولو ته وائى رمى دشيطانانو ويشتل، هدى هغه څاروے کوم چې دقربانۍ دپاره وقف شوے وى قصر يا حلق دسر خرئيل يا ويښته کټ کول دا وؤ هغه مشهور اصطلاحات کوم چې ديو حاجى يا عمره کوونکى دپاره لازم دى چې په دې باندې دمخکښې نه ځان پوهى کړى ځينې نور اصطلاحات هم شته خو دهغې ذکر کول دلته نۀ کيږى دحج ورځې د ذى الحجې د اتمې نيټې نه تر ١٢ پورې ورځو ته دحج ورځې يا ايام الحج وئيل کيږى. داتم ذى الحجې په شپه حاجيان منى ته دتللو دپاره تيارۍ کوى، وړومبے حاجيان غسل کوى کۀ غسل نه شى کولے نو اودس هم کولے شى، احرام دې وتړى او دوه رکعته نفل دې وکړى او مونځ نه وروسته دې دحج نيت وکړى ، نيت څه په داسې شکل دے ((اللهم انى اريد الحج فيسره لى وتقبله منى، واعنى عليه وبارک لى فيه نويت الحج واحرمت به لله تعالى ترجمه: اے الله ، زۀ دحج نيت کوم، نو ما دپاره ئې اسان کړه، او مانه ئې قبول کړه، او ددې ادا کولو کښې زما مدد وکړه، او برکت پکښې واچوه، دحج نيت مې وکړو او احرام مې وتړلو خاص دالله تعالى دپاره)) دې پسې به تلبيه شروع کوى ٨ ذوالحجه دحج وړومبۍ ورځ په اتم ذوالحجه به سحر وختى دمونځ نه فارغيدو سره سمدستى به دمنى په طرف روانيدل وى، دسفر په دوران کښې به تلبيه په کثرت سره وئيل کيږى، په دغه وخت کښې دغه کلمات (تلبيه)) دالله تعالى ډير خوښ وى، دغرمې نه وړاندې منى ته رسيدل وى، منى کښې به داتمې ورځې څلور مونځونه يعنې غرمې، مازيګر، ماښام، ماسخوتن او دنهمې ورځ دسهار مونځ ادا کول وى. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم پنځه مونځونه په منى کښې ادا کړى وؤ. منى کښې دا دعا لوستل پکار دى سبحان الذى فى السماء عرشه، سبحان الذى فى الارض موطئه، سبحان الذى فى البحر سبينه، سبحان الذى فى النار سلطانه، سبحان الذى فى الجنة رحمته، سبحان الذى فى القبر قضائه، سبحان الذى فى الهواء روحه، سبحان الذى رفع السماء ، سبحان الذى وضع الارض، سبحان الذى لا ملجاء ولامنجاء الا اليه ترجمه(( پاکى ده هغه ذات لره دچا عرش چې په اسمان کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا چې ځائې زمکه کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا لاره چې په سمندر کښې ده، پاک دے هغه ذات دچا حکمرانى چې په اور باندې ده، پاک دے هغه ذات دچارحمت چې په جنت کښې دے، پاک دے هغه ذات دچا چې اخرى حکم په قبر کښې ظاهر دے، پاک دے هغه ذات دچا حکم چې په هوا باندې دے، پاک دے هغه ذات چا چې اسمان پورته کړيدے، پاک دے هغه ذات چاچې زمکه غوړولې ده، پاک دے هغه ذات دچا نه بغير چې نۀ کومه سهاره شته او نۀ دپناه ځائې ٩ ذى الحجه دحج دويمه ورځ په منى کښې دفجر دمونځ کولو نه وروسته عرفات ته روانيدل همدغه شان رسول الله صلى الله عليه وسلم هم کړى وؤ. نن دمغفرت او دبخښنې ورځ ده، نن دعرفې ورځ ده، دحج رکن اعظم، دمسئلې دمخه په ميدان عرفات کښې د ٩ ذى الحجې دغرمې نه د ١٠ ذى الحجې تر صبح صادق پورې لږ وخت ايساريدل دحج رکن اعظم دے، ددې نه بغير حج نۀ کيږى دمنى نه عرفات ته تګ دوران کښې په لاره په خشوع او خضوع سره دعا ګانې کول پکار دى وقوف عرفات دوقوف عرفات يعنې په عرفات باندې ودريدل يا ايساريدل دغرمې دزوال نه شروع کيږى او دماښام پورې جارى وى، ښه خبره داده چې سړے قبلې ته مخ کړى کۀ ټول وخت ود ريدل مشکل وى نو څومره چې سړے ودريدے شى ودې دريږى، کښيناستل او څملاستل هم جائز دى، دغه ځائې او وخت ددعاګانو دقبليدو وخت حاجى له پکار دى چې څومره کولے شى دعا او استغفار ووائى دلمر پريوتو نه وروسته مزدلفې ته روانيدل دى ، مزدله دعرفات او منى په مينځ کښې مشرق طرف ته دحرم حدودو کښې داخل ددريو ميلو يو ميدان دے دې ته مزدلفه وئيلے کيږى، ددې ميدان په اخرى برخه کښې يو غر دے کوم ته چې مشعر حرام وئيل کيږى، مزدلفه کښې دماښام او ماسخوتن مونځونه يو ځائې کول دى، شپه به مزدله کښې تيريږى په مزدله کښې عبادت کول افضل دى کۀ څوک ډير ستړے وى هغه دوه درې ګينټې اودۀ کيدے هم شى ١٠ ذى الحجه دحرج دريمه ورځ نن دحج دريمه او داختر لومړۍ ورځ ده، دحج دفرائضو او ارکنانو داداکولو دستړتيا په وجه حاجيانو دپاره داختر مونځ معاف کړے شويدے، نننۍ ورځ ډيره مصروف ده په دغه ورځ هر حاجى ته ډير زيات کار کول وى ١: وقوف مزدلفه مزدلفه کښې دسهار دمونځ ادا کولو نه وروسته څو منټه وقوف کول پکار دى توبه، استغفار او دعا کول پکار دى، ٢: دغټ شيطان ويشتل په لسم دذى الحجې دلمر راختلو نه وروسته حاجيان بيا منى طرف ته ځى په دې ورځ صرف غټ شيطان ويشتل دى، دکاڼو ويشتو نه وړاندې وړومبے تلبيه لوستل دى دکاڼو ويشتلو سره دا دعا لوستل پکار دى بسم الله الله اکبر رغماً للشيطان دالله په نوم شروع کوم، چې دټولو نه لوئې دے، ترڅو شيطان ذليل شى ٣: قربانى دکاڼو ويشتلو نه دفارغيدو نه وروسته حاجيان صاحبان قربانى کوى، ٤: حلق يعنې سر خرئيل، دقربانۍ نه دفارغيدو نه وروسته دحاجى (سړى) ويښته خرئيل يا څه ويښته پريکول واجب دى، دويښتو خرئيلو نه وروسته احرام پرانستلے شى او حاجى عام دورځنے لباس اغوندى، طواف زيارت دحج دټولو ارکانو واجباتو ادا کولو نه وروسته چې حاجى فارغ شى نو په لسم دذى الحجې طواف زيارت کوى په لسمه ورځ افضل دے تر دولسم پورې هم کيدے شى، - بېرته شاته