(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کويټې د اووم اکتوبر ۱۹۸۳م شهيدان

لیک: فايق خان يوسفزی چې اتالويانو د ليبيا د ازادی لارښود عمر مختار د ځړولو لپاره د مرګ تختی ته بوتللو نو هغه دومره وېستلی سينه روان و، چې اتالويان ويرېدل او وړانديز يې ورته وکړو چې که عمر مختار د ازادﺉ مبارزه پريږدي نو هم به يې ژوند وروبخښي او هم به ورته دومره دولت ورکړي چې د هغه راتلونکي نسلونه به ورباندی مزې کوي. عمر مختار ورته وخاندل وييل زه په خپل مرګ دومره خوشاله يمه چې شايد په بل هيڅ هم دومره خوشاله نه شمه. ما خو د مرګ ويره پاﺉ ته ورسوله اوس خو به زما د هېواد خلکو ته د ازادﺉ په لار کې مرګ ټوقې ښکاري او دغه د مرګ څخه بې فکري به به هغوي خپلواکۍ ته رسوي. پښتانه مرګ او جنګ مني خو غلامي او مريتوب منل د پښتون د فطرت په ضد خبره ده. د تاريخ پاڼې د پښتنو د خپلې ازادﺉ سره د مينې او د دغه ازادﺉ لپاره د سرښندنو نه ډکې دي. کله چې فېرنګي استعمار د ګران افغانستان څخه يو لاکهـ او څلورويشت زره مربع ميله خاوره رابيله کړه او د هغه وخت په هند او اوسني پاکستان يې ګډه کړه نو کېدلی شي فېرنګي دا فکر کړی وي چې دا خلک به اوس غلامي ومني خو داسی ونه شول او په هر دور کې په ازادﺉ او خپلواکۍ ميينو پښتنو افغانانو د خپلو سرونو قربانۍ ورکړي دي او د ازادﺉ او خپلواکې د مبارزی سنګر يې تود ساتلی دی. خان شهید خپله ځواني د فېرنګي او بيا د پنجابې په زندانونو کې زړه کړله. د ايوب په مارشلا کې خان شهيد څوارلس کاله زندان په روڼ تندي تېر کړلو خو د پنجابي د پوځ ناروا او غېر انساني او غېر قانوني حکومت يې ونه منلو. او دغه شان يې پښتنو ته د ازادﺉ د پاره د مبارزی لاره روښانه وساتله او بيا د افغان ملت دښمنانو خان شهيد اودل سمد خان اڅکزۍ په دی نيت شهيد کړلو چې د ازادﺉ دا ډيوه به مړه شي خو د دښمن فکر بيخي غلط ثابت شولو او د خان شهيد کاروان نن د نړﺉ په هر ګوټ کې د ملي يوالي، ملي ازادﺉ او خپلواکی مبارزه مخ په وړاندی بو ځي. د خان شهېد اودل سمد خان اڅکزي د شهادت نه وروستو دا خيال بيخي غلط ثابت شو چې ګنې د پښتنو د ازادﺉ او خپلواکۍ مبارزه پاﺉ ته ورسېدله. هغه مبارزه په اووم اکتوبر ۱۹۸۳م کال هغه وخت نوره توده شوله کله چې پنجابي پوځ پريکړه وکړله چې د خان شهيد ننګيالی ځوﺉ ملي مشر ګران مامود خان اڅکزی هغه وخت شهید کړي. کله چې هغه د ضياالحق د پوځي واک د نه منلو اعلان وکړلو او د زرګونو ملت پالو پښتنو سره د جمعې د مانځه نه وروستو د کويټې په ښار کې راوتلو. او د مارشلا مرده باد او پښتونستان زنده باد نعره يې پورته کړه. غيرتمندو پښتنو خپل ګران مشر د سينو په ډهالونو د پنجابي پوځ د ګولو نه بچ کولو او دغه قافله په مخ روانه وه. غېرتمند وطنپال کاکا مامود، ننګيالی رمضان خان، ملتپال داود خان او په وطن ميين اسلم اولسيار خپل ځانونه د وطن په ننګ قربان کړل او د پنجابي غرور يې په خاورو ولړلو. د وطن په ننګ يې کېښوده ککره سر يې لاړو تر اسمانه ناببره هسې مه وايه چې مړه شو تل ژوندي دي نه يې ياد مري نه يې مينه نه خبره د غه سپين سترګي او جابر پوځي حکومت په ګران مامودخان اڅکزي دوه غټ تورونه ولګول چې يو يې دا و چې مامود خان او ملګري يې پوځي واک نه مني او دويم دوي د افغانستان دفاع کوي او په ډاګه وايي چې د پاکستان استخبارات په افغانستان کې لاس وهنه کوي. په ډيره سپين سترګي دغه پوځي واکدارانو په مامود خان د مرګونو او بغاوت مقدمی جوړی کړی. او دا يې خيال و چې د خان شهيد قافله به ودروي. خو دا خپال غلط ثابت شولو.ګران مامود خان اڅکزی فراري شولو او په لومړي وار په جلال اباد کې د ارواښاد باچاخان په جنازه کې راښکاره شولو او يوه تاريخي وينا يې وکړله. مامود خان په خپله وينا کې ټولو ملتپالو ته خواست وکړلو چې راځي د باچا خان په دی جنازه سوګند وکړو چې تر هغه وخته به په قلار نه کښينو تر څو چې مو لر او بر وطن د دی بدمرغېو څخه نه وي خلاص کړی. ترڅو مو چې د افغانستان استقلال نه وي خوندي کړی. تر څومو چې د چتراله تر بولانه خوره وره، دانه وانه پښتنه خاوره نه وي يو ځاﺉ کړی.او د پښتون اولس واک مو ورباندی نه وي بحال کړی. شايد د ګران مامود خان اڅکزی دا خبرې په هغه خلکو ښې نه وې لګيدلی څوک چې دا ملي ارمان پوره کيدلو ته نه پريږدي. نو د مامود خان اڅکزي وينا د هغه ويډیو نه په هغه ساعت لېری کړل شوه. هغه وخت به هم خلکو دا خيال کړی وي چې مونږه ګټه وکړه خو کله چې قدرت په ضياالحق د بهاولپور خاوری وخوړلی او په پاکستان کې سياست ازاد شولو نو مامود خان اڅکزﺉ بيرته راغلو. او د کويټې په ښار کې يې په يوه تاريخي غونډه کې د ګران او تاريخي افغانستان د دفاع، د پښتنو د ملي يووالي، د چتراله تر بولانه د يو خپل واکه ايالت پښتونخوا، پښتونستان، يا افغانيه د جوړولو، د پښتنو په شتمنيو د پښتون اولس د اختيار د راوستلو او د پښتو ژبې د ساتنی او پرمختګ هوډ تازه کړلو .دا د پښتونخوا ميپ محترم مشر مامود خان اڅکزۍ و چې د محکوم افغان وطن خلکو ته يې ووييل چې د ازاد افغانستان خلک د چتراله تر بولانه په يوه سيمه او کلي او ښار کې مهاجر نه دي ، دا زمونږه کډوال وروڼه دي، د دوي سره خپلې حجرې شريکې کړﺉ، د دوي سره غم او ښادي شريکه کړﺉ، د دوي سره ورورولي شريکه کړﺉ. په پاکستان کې دا واک هيڅوک نه لري چې د پښتون په خاوره د ازاد افغانستان د اوسېدونکو نه پوښتنه وکړي. دا د دوي وطن دی، و او د تل لپاره به وي. که ظالم مې ژبه غوڅه کړه تيره شوه توره څومره چې تيره شوه لا خوږه شوه که اوس نر وي نو غوږونه دی خپل پريکړي چې زمونږه نغمه سړه نه شوله سره شوه. خو اوس د پښتنو ملت پال ګوند تر پېښوره غزېدلی و، د بونير په غرونو ختلې و، د اباسين په چپو ګډ شوی و. د سوات په مرغزارونو خپور شوې و. نن د کاکا مامود شهيد، د داود خان شهيد، د رمضان شهيد، د اسلم اولسيار شهيد په درناوي هر کال د نړﺉ په هر ګوټ کې په اووم اکتوبر د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي د هغوي وياړلی تلين نمانځي او د هغوي د پاره دعاګانی کوي، او ورته د عقيدت پيرزونې وړاندی کوي. دغه د شهيدانو ګلدسته اوس د خان شهيد اودل سمد خان اڅکزي په مشرۍ کې د اودل رحيم کليوال شهيد ، صابر شاه شهيد،حسين شاه شهيد، بازمامد شهيد، سعيد خان اڅکزي شهيد، ډاکټر سمداڅکزي شهيد، مهتاب خان افريدي شهيد، شاه عالم کاکاوزير شهيد، فاروق وزير شهيد. ابراهيم وزير شهيد او نورو مالومو او نامالومو شهيدانو ډيره درنه کړی ده. دغه ډول نن ټوله نړﺉ دا خبره کوي چې د پاکستان استخبارات په ګران افغانستان کې لاس وهنه کوي. نن هر پښتون په دی خبره پوهه دی چې پښتانه په پاکستان کې د مريانو په څير ژوند کوي، د پښتنو په ټولو وسايلو د پنجابي قبضه ده او پښتانه د روزی په لټون کې لکه د مارغانو په ټوله نړي کې ورک دي. د پښتانه د وينې په پاکستان کې هيڅ قيمت نشته او لکه د اوبو بهېږي. خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکونکي شپه او ورځ د ملت د يو کولو په موخه لګيا دي خلک خبروي، اولس رابيداروي، سازمانونه جوړه وي او د ازادي لښکر ورځ په ورځ پياوړې کيږي.او هغه ورځ نېزدی ده چې د آمو نه تر اباسينه به د افغان خاوری لمن د امن، خوشالی، سوکالی او پرمختګ د نعمتونو څخه ډکه وي او د افغانانو او افغانستان د دښمنانو به مخونه تور وي. ښکلی مستقبل زمونږه په حق کې دی منزل ته ځو ورو کله په دو کله پريوتي خو اودريږو نه - بېرته شاته