(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علمی ادبی تخليقی او سياسی جمود

علمی جمود زمونږ د ټولنې د زوال په اسبابو کې بنيادی سبب دے.د دنيا هيڅ يوه ټولنه د سوچه علمی رڼا نه بغير د ژوند په لارو د پرمختګ سفر نه شی کولے.دلته د علمی جمود بنيادی څو بنيادی اسباب دی .وړومبنے سبب ي مورنۍ ژبې ته سپک کتل دی.د ماشوم تنکے ذهن د ګڼو پردو ژبو د يادولو بوج نه شی زغملے.تعليم ورته ګران کړے شوے دے.ځکه خو چوټۍ ته ډير خوشاله وی.او سکول ورته د سزا ځاي ښکاری.زمونږ د تعليم نظام تر دولسم ټولګی تشې پردۍ ژبې يادول دی .او چې صرف د [کينو او کوياټيټو]قيصه ګوټه کړې.او د يو څو اياتونو ترجمه ياده کړې.نو ګريجويټ به شې.او دغه ګريجويټ د قام بچو ته درسونه ورکول شروع کړی.بله وجه ي طبقاتی نظام تعليم ده.که د چا وس رسيږی نو خپل ماشومان په انګلش ميډيم سکولونو کې داخل کړی.ددغې سکولونو معيار هم ښه نه وی خو د سرکاری سکولونو نه په شل برخې ښه وی .زه داسې د سرکاری سکولونو استازان پيژنم چې خپل ماشومان پرايويټ سکولونو ته د زده کړو د پاره ليږی.ددې ښه ښکاره اندازه لګيدے شی چې د سرکاری سکولونو معيار څومره پريوتے دے.په کومو کې چې د قام اتيا فيصده ماشومان سبقونه وای.بل هغه ماشومان دی چې په دينی مدرسو کې زده کړې کوی.د اکثر د غريبانو خلکو اولادونه وی.د ژمی په سخته يخنۍ او د اوړی په ټکڼه غرمه کې په کوڅو کې وظيفې راټولوی.او چې کله په کلونو کلونو سبقونه اوواي او فارغ شی.نو وړومبے خو چرته د جومات امامتی لټوی.او بيا د سرکاری سکولونو د دينياتو په استازۍ پسې ي پښې ماتې شی.د انګلش ميډيم فارغ شوے.د سرکاری سکول فارغ شوے او د دينی مدرسې فارغ شوے.چې کله يو ځاي شی نو يو اچار معاشره په وجود کې راشی.بيا دې ملنډې ته وګورۍ .چې د دولسم پاس کولو نه پس که پيسې لرې نو ښه په اسانه ډاکټر يا انجنير جوړيدلے شې.د سيلف فنانس[خپله خرچه پخپله]پروګرام نه ښه په اسانه ګټه اخله.په غريب اولس پورې ددې نه لويه ملنډه بله نشته.ولې چې که د غريبانو ځلمے يوه يا دوه نمبرې د ټاکلو نمبرو نه کمې واخلی.نو ټول ارمانونه او د مور او پلار خوبونه ي سيند يوسی.زمونږ تعليم مونږ ته د انسانيت په ځاي د انسان د استحصال درس راکوی.او دا جمود د ټول انسانيت د پاره د زهر قاتل نه کم نه دے.د سرمايه دارۍ نظام هسې هم د هر انسان نه د پيسو ګټلو مشين جوړکړيدے.پوهان واي چې سوچه نظام تعليم دا هر څه بدلولے شی.خو زمونږ بې واکه واکداران به څوک او څنګه پوهه شی.چې د قوم ټولو بچو ته په حکومتی سرپرستۍ کې يو رنګ تعليم ورکړے شی.نو د عوامو سره سره به د واکدارانو راتلونکے بې خطره او روښانه شی..چې د تعليم دا حال دے نو ددې بدې اغيزې په ادبی او تخليقی استعدادونو هم وشوې.اردو د اقبال او غالب او پښتو د خوشحال نه وروسته داسې سړی پيدا نه کړل چې سړے ي مثال ورکړی.تخليقی قوت که شل نه دے نو ګوډ خو ضرور دے.د نن تخليق نه په ښه توګه د خالق سره په چوتو سترګو خبرې کولے شی.نه د مخلوق د دردونو سمه ترجمانی کوی او نه د کايناتو د تسخير په لور چټک ګامونه اخلی.تر اوسه د نقاد کوټلے تعريف ونه شو.او تنقيد د څو جملو قافيو او رديفونو په خټو کې نښتے دے.زما يو شعر دے[نقاد ددې دور لا پوهه نه دے/اواز ته نه ګوری انداز ته ګوری]که څوک ښه تخليقی شعر يا نثر وليکی خو د خيال په پرې ما نقد ډير کم ليدلے..د نن نقاد دې ته نه ګوری چې دې سړی څه اوييل خو زور ي دې له ورکړے چې څنګه ي اوييل.که په لنډو ټکو کې درته اوايم نو د نن تنقيد په بحرونو او سيلابونو ډوب شويدے.نو دروغ به نه وايم.په تنقيدی مقالو کې د تعلق او ملګرتيا ډير خيال ساتلے شی.د عام او کم فهمه ليکوال نه لوي اديب جوړ کړی.په دې حواله د ميډيا رول هم منفی دے.چې د دولت او تعلق لرونکو ليکوالانو ته خو د فن د ښکاره کولو ډيرې موقې ورکوی.خو ښه استعداد لرونکی پوهان او ليکوال د ګمنامۍ په تيارو کې ورک کړی.ښکاره خبره ده چې عامو خلکو ته هغه ليکوال ښه ښکاری کوم چې په ميډيا بيا بيا راځی.او خلک ي خبرې د دليل نه کمې نه ګڼی.په دير کې يو ځل مشاعره وه نو د افغانستان يو شاعر[شاداب صيب]يو شعر اويلو.چې يوه مصرعه ي داسې وه [ښاغلی غلی غلی دی او غله سندرې واي]په دغه وخت دغلته د ميډيا يو مشهور شاعر هم موجود وو.درې مياشتې پس ددغه معروف شاعر نوے کتاب چاپ شو.نو دغه شعر ي لږ په بدل انداز کې د کتاب مشهور شعر شو.که زه اوس سل ځله چغې اووهم نو زما دا خبره به څوک نه تسليموی چې دا د شاداب شعر دے په کتاب [ګل دے د ريدی]کې چاپ هم دے.دا خو صرف يو مثال شو که په تفصيل کې ځم نو دا مضمون به رانه د بوريت تر حده اوږد شی.. ددې او نورو ګڼو لاملونو له کبله دلته يو تخليقی او ادبی جمود رامينځ ته شويدے..چې تعليم او ادب داسې شويدی.نو اثر ي زمونږه په سياست هم پريوتے دے.د ملک ګڼ وګړی خپل حقوق هډو پيژنی نه.نو د غوښتلو مرحله خو وروسته راځی.د ټول برصغير[هند و پاک]سياسی ډانچه په څو کورنو ولاړه ده.نيکه ي قربانی کړی وی او نمسی او کړوسی ي پرې مزې او چرچې کوی.د رياست ټولې مهمې چوکۍ ددوي په ولقه کې دی.که کوم سړے ووټونه ګټی هم ددې خاندانونو وی او چې کوم بايلی نو هم ددې کورنو وی.په سرو او سپينو کې لوبې کوی.د سرمايه دارۍ نظام د غريب او عام سړی د پاره سياست کول ډير ګران کړی دی.د سياست د پاره نن سبا د ډيرو پيسو شتون ضروری دے.ددې وجې نه پارليمنټ.صوبای اسمبلو او مقامی کونسلونو کې د غريبې او درميانه طبقې نمايندګی د نشت برابر ده.د عام اولس خوبونه اګر چې د برسراقتداره طبقې د پاره واړه واړه وی .خو فام ورته په دې نه کوی چې ددوی موتازی به بيا څوک کوی.او پټی او بچی به ي څوک سمبالوی.له دې کبله په ټولنه کې سياسی جمود رامينځ ته شويدے.د ګاندی او باچاخان نه پس ما داسې سياستدان ونه ليدو چې سړے ي مثال نورو قامونو ته ورکړی.پخوا به خلکو سياست ته په درنه سترګه کتل او اوس چې څوک د چا سره دهوکه وکړی نو واي سياست دې راسره وکړو..پخوا به سياست د اولس د ښيګړې د پاره وو.او اوس ي د صنعت شکل اختيار کړيدے.يعنې يو کروړ ولګوه او شل کروړه وګټه.هم دا وجوهات دی چې ژوند هم د جمود ښکار شويدے.سکون متره شويدے.د رشتو قدرونه تالا ترغه شويدی.بې اعتباری زياته شويده.بد امنی ده.لوږه دومره ډيره ده چې خلک خود کشيانې کوی.ډيپريشن او تناو ډير شويدے.جهالت زورور شويدے.خودکش دهماکې کيږی. مونږ ټول د يو غير يقينی صورتحال سره مخ يو.د خپل سبا نه بې غمه او ناخبره يو.خو زه بيا هم په سوچه او معياری تعليم کې ددې ټولو مسايلو حل وينم.که زمونږ دردونه ژبه ور شول.نو ددې ظالم نظام يو ديوال به ي هم لار ونه نيسی.او خپل مرام ته به د شعوری جذبې په زور ځانونه ورسوو فضل حکيم عندليب دير تالاش - بېرته شاته