(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبې ننګه پښتنو ننګيال خوشحال بابا

هاغه ورځ په ډيره موده پس مې زړۀ ډير زيات هوسيدو ماوئيل چې دستربابا خوشحال خان خټک روضې ته لاړ شم خو زړۀ کښې به مې يوه يره غوندې هم تله راتله پته نشته چې ولې راباندې اګهى شوې وه لکه چې څه خاص خبره وى ټينګ نۀ شوم! او کلکه اراده مې وکړه په يو ملګرى خورشيدعلى پسې لاړم هغه مې ځان سره واخستو او نيغ داکوړى په لور روان شو داکوړى نه چې بهر شو نو ايسوړى پايان نوم کلى په مينځ کښې دخوشحال بابا مزار ته لار تلې ده. چې څرنګه بنده ددغه کلى په مينځ ورداخل شى نو پخپلو راتلو لږ غوندې ستومانه شى بيا چې دايسوړى پايان کلى نه بهر شى او په ظاهره پوخ سړک باندې يون کړى. نو توبه توبه تش په نوم پوخ سړک کندې کپړې پکښې دومره دى چې زړۀ بنده له ټک چوى دغه روډ داسې ښکارى لکه چې په موده مودو راسې پرې هډو څوک کلى ته راغلى نۀ وى کۀ ګاډے دې دچا يار دوست نه بوتلے وى نو بيا هم لا څۀ خبره ده ځکه چې په پردۍ ساه دعزرائيل څه، بس خو وران ويجاړ به ئې ورته اودروې دګاډى مالک پوهه شه او دهغه کار، او بيا چې هغه غريب زما غوندې دشمير څو روپو ته ناست وى خير قرض پور خو چرته تلے نۀ دے، نو خبره مې کوله دخوشحال بابا مزار ته دسړک خو يوازې دسړک نه دخپلې بې حسۍ هم ځکه چې هسې خو مونږه په خُلۀ پښتو پښتو ډيره کوؤ خو چې کله وخت دپښتو کولو راشى نو بيا راباندې سترګې پټې شى نو په څۀ شواخون دبابا مزار ته وخو رسيدو خو درسيدو سره سم لکه تندر زمونږ په سرونو راولوئيدو ځکه چې دخوشحال خان خټک مزار چې داسې عظيم الشان نه ؤ جوړ نو ډير ښه ؤ دغره په لمن کښې دخوشحال بابا دقبر څلے دڅه فاصلې نه خوبه سپين سپين ښکاريدو دبنده زړۀ ته به څه لږه ډيره تسلى خو رسيده چې دا زمونږ دستر بابا روضه ده. چونکې پښتانۀ غريبانان اوس بې وسه دى ورسره څه لږ ډير بې حسه هم ځکه به زړۀ ته دومره دړد نه رسيدو نو اوس چې زمونږ دپښتو او پښتونولۍ دعوې تر اووم اسمان پورې رسى. اوس چې دخوشحال بابا دمزار جوړولو دپاره په لکونو روپۍ دصوبې حکومت هم له خپلې پنګې څخه دبابا مزار جوړولو دپاره ويستى دى ټيکيدار ته دمزار ګنبد جوړولودپاره ټيکه هم ورکړے شوې، نو بيا دخوشحال بابا دمزار داسې حال ولې دے؟ داخو داسې ښکارى لکه چې دخوشحال بابا نه وروستو هډو څوک پاتې نۀ دى لکه چې ددۀ هډو قام قبيله نشته ځکه چې دخوشحال بابا مزار ته کله ورسيدو نو خدائې شته چې ماته خو دا ثابته شوه چې دلته جوړې مودې وشوې يو خټک هم پيښه نۀ ده کړې. کۀ چرته پښتون دلته راغلے ګنې نو ددومره ستر مبارز، محقق، ميرنى جرنيل، بهادر، ننګيال ، جنګيال په پښتو او پښتنو مئين دروضې به داسې حال نۀ ؤ تۀ به وائې چې لکه دغرۀ دالمن هم په دې خفه وى چې دومره لويه هستى ئې په غيږ کښې په ابدى خوب اودۀ ده ولې څوک ئې هم دتپوس پښتنې نشته. دخوشحال بابا دقبر نه چاپيره چې هاغه جنګلې ته ما وکتل دپاسه هاغه ګنبد ته خومې کتلے نۀ شو ولې ژړادغلته ډيره راغله چې دقبر په خازه چې دمرمرو کوم کاڼى لګيدلى دى په هغې باندې په چړو چاکوانو پښتنو ګلالو زلمو خپلې نامې ليکلى دى ماته خو داسې ښکاريده ان لکه چې دغه چړې چاکوان دخوشحال بابا په سپينه کښې چا ښخ کړى وى او بيا چې دمزار نه چاپيره هاغه سبزه زار (چمن) ته مې نظر شو نو په سترګو مې يوه شيبه لاسونه کيښودل دځان دنور زهيرولو دپاره دهاغه هال په لور ورغلم چې دلکونو روپو په فنډ جوړ شويدے تاله ورته نۀ وه ورننوتم چې دهاغه هال ديوالونو ته مې وکتل نو هډو هم حيرانه نۀ شوم چې مونږ دبابا په سينه خنجر ښخولے شو نو دغه دکور ديوالونه څه دى عجيبه عجيبه نعرې رنګارنګ خبرې او قسماقسم شعرونه، په ديوالونو ګلالو بچو داسې په خوش خطۍ سره ليکلى وؤ چې ورنه زمونږ دخوشحال بابا سره مينه ښه په ډاګه کيده دغلته هيڅوک هم نۀ وؤ ځکه دخوشحال بابا دمزار سره خلقو داسې ټوقې کړى دى چې دغلته څوک دنا منع نشته ديو سړى نه مې تپوس وکړو چې دلته هيڅوک نۀ وى چې دبابا دمزار ساتنه کوى هغه وئيل شته خو مونځ له تلے دے، داښه ده چې دمونځ بهانه خو مونږ مسلمانانو سره شته ځکه چې مونږ دغلته يوه ګينټه تيره کړه ولې هاغه بنده دخدائې هډو دبابا مزار ته رانغے کيدے شى چې په عبادت کښې دومره غرقاب ؤ چې هډو داترې هير شوى وى چې هلته دخوشحال بابا څلے نعرې وهى چې څوک شته چې ماته په رښتيا بابا جان ووائى، زما په خيال خوشحال بابا چې دابادۍ نه دومره لرې دخپل څلى جوړولو وصيت کړے ؤ نو مغل خو هسې بهانه وؤ هغه جوړې هم زمونږه نه خپل څلے هم لرې جوړول غوښتل يادا چې هغه خپل ژوند دټول پښتون قام په مجموعى توګه او دخپلو خټکو په خصوصى توګه بې ننګى ليدلې وه او ښه په جار ئې وئيلى وؤ چې : په زرګونو راته لاف کړو اوس يو نيشته اشنائى دهرچا ښه ده بې خټکه حقه خبره داده چې ډير دلويو کرسو خاوندان دخپلو نومونو سره ((خټک)) دبابا سره دتړون په حواله ليکى خو چرې هم داسوچ نه کوى چې مونږ دخپل بابا تر کومې قدر کړيدے ډاګ بې سود - بېرته شاته