(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خلکو خدمتونه او د وزګارو خلکو بی بنسټه نیوکی

درنو لوستونکو سره د هغی چی زه د بی بنسټه لیکنو د ځوابونو ډیر پلوی نه یم ځکه دا زمونږ د خلکو دردنه شفاه کوی خو بیا هم می وغوښتل چی خپله خبره ټولو سره شریکه کړم ستر خوشال بابا وایی که هر څو یی سمومه نه سمیږی پښتانه دی د لمدو خټو دیوال زما په اند د ستر خوشال بابا ددغه شعر تو ضیح ته به کومه اړتیا نه ویی خو دومره به ووایم چی د ادم نه تر دی دمه پوری دغه شعر دافغانانو د کړو وړو سره سل په سلو کی سمون خوری او دا به ووایم چی خدایه کله به مونږ د هاتی له غوږه پاڅیږو او نور به د ښو او بدو توپير کله وکړو نه غواړم چی مقدمه اوږده کړم او غواړم دواره سره خپلو خبرو ته راشم یو څو ورځی مخکی می د انترنیت په پاڼه بوه مقاله ولوسته چی زما په ګومان به حتمان په مستعار نوم وه په مقاله کی ښاعلی لیکوال داسی کښلی وه چی شمشاد تلویزون ګویا پاکستانی تلویزون دی او همدارنګه په ضمیمه کی یی لیکلی وه چی ښاغلی نظری په اریانا او شمشاد کی څه وکړل چی په ملی کی به یی وکړی د پورتنی محترم لیکوال په اړه ماته هغه د جماعت کیسه راپه یاد شوه ځکه له بده مرغه ځینی کسان غواړی چی په یو څه ناڅه ځان مشهور یا خپلی لیکنی پخی او یا دا چی له بی روزګاری څخه حیران وی چی څه وکړی او څه ووایی محترم لیکوال صیب زه د شمشاد تلویزون نه کوم مشر نه کشر نه ریس نه مامور نه اجیر او نه کوم پیاده یم خو یو متل دی چی خبره د خدای لپاره او کوتک د ورور لپاره حقیقت دا دی چی هر هغه څه چی شمشاد تلویزون د پښتو او پښتنو او یا په ټولیزه تو ګه د ا فغان ولس لپاره په دغه لنډه موده کی کړی تاسی محترم لیکوال صیب یی په خوب او یا خیال کی هم نشی کولای دا خبره به ناسمه نه وی که ووایو چی د پښتنو د خدمت په برخه کی د شمشاد مشران وروسته د مومند بابا نه د احترام وړ دی که تاسی لیکوال د شمشاد تلویزون خپرونی لیدلی وی او یا یی ګوری نو لږ څه ورته ځیر شی نو پدی به پوی شی چی نوموړی تلویزون په ریشتیا یو سوچه افغانی تلویزون دی که نور له هر څه څخه تیر شوه او یواځی لباس یی په نظر کی ونیسو نو د دغه لباس ځخه اندازه لګیږی چی دغه یو افغانی تلویزون دی د نوموړی تلویزون خپرونی ټولی افغانی دی او هر هغه څه خپروی چی نور تلویزونونه یا میډیاګانی یی په شعوری توګه یا له ډاره او یری یو ټکی په خیال کی هم نشی راوستلای او حتی د دی جرت او میړانه نلری چی د واقعاتو او ریشتیاو بیان وکړی او یا دی د افعانیت کوم څرک پکی وی ځکه هعوی یا پحپله د افعانیت ضد او یا د وخت د داړمارانو او ټوپک مارانو نه ډار او یره لری خو شمشاد سر په لاس کی نیولی او دو خت د ټولو ناخوالو څخه په میړانه پرده پورته کړی او کوی او د هر ظالم داړه مار جنګسالار او هر هغه څوک چی د افغانانو به وینو نه مړیږی څیره ټولو ته په کراتو کراتو افشاه کړی او په دغه لار کی یی کوټلی ګامونه پورته کړی غواړم د شمشاد تلویزون هغه چوپړ چی تر کومه ځایه ماته مالومات دی له تاسو سره شر یک کړم لومړی د خواجه بهاولدین د ولسوالی پیښه چی تر ډیر وخته پوری پری هیڅوک خبر نه وه همدا شمشاد تلویزون وه چی پخپله میړانه یی پر هغو خوارو غرییو پښتنود ظالمانو ظلمونه دتلویزون له لاری تل ښودلی وه او ټو لو افغانانو ته یی د خبل وس تر بریده د هغوی غږ رسولی او تر هغه پوری یی پی خپرونی کولی چی دولت ار شوه او هیت یی ورته وټاکه دا چی دولتی هییت څومره ناکا م راغی دا بیله موضوع ده او پدغه وخت کی نورو تلویزونونو حتی جرت هم ونه کړ چی د یو خبر په شکل یی خپور کړی دوهم یوه ورځ شمشاد تلویزون په کوچیانو یوه خپرونه درلوده او له نیکه مرغه دغه خپرونه ښاغلی کرزی لیدلی وه او په خپرونه کی کوچیانو له کرزی څخه دا کیله درلوده چی مونږ ورته رای ورکړی او مونږ د استوکنی هیڅ ځای نلرو دا خبره چی ښاغلی کرزی واوریده سمدستی یی په لسکونودملکیت نمری کوچیانو ته ورکړی دریم د افغانستان له ویاړه ډکه د کرکټ لوبډله او لوبی په لومړیو سرونو کی حتی چا نه پيژندی او ه نورو تلویزونو د تعصب په بنسټ نه غوښتل چی دا خپرونی خپری کړی ځکه که څه هم دا لوبډله ملی ده خو سل فیصده تشکیل یی له پښتنو نه جوړ دی بیا هم همدا شمشاد وه چی د نوموړی لوبډلی څپرونی یی پیل کړی لوبغاړی یی تشویق کړل مډالونه یی ورکړل میلمستیا ګانی یی ورله وکړی او د هغوی اتلو لی به یی هره ورځ د میډیا له لاری نشر کولی تر دی حده پوری چی نور تلویزونونه تری عبرت واخلی او همدا وه چی بیا نورو رسنیو هم د حیا او شرم له مخی ځانته د وړو او اوبو پوزه کیښوده څلورم ډیره تازه خبره دا ده چی د ستمی افکارو خاوندانو لکه ډاکتر عبدالله امرالله صالح او دوستم په هندوستان کی او احمد ضیا مسعود او محقق په برلین کی د اجنبیانو سره په دی وروستیو ورځو کی د ګران هیواد افغانستان د تجزیی غونډی جوړی کړی او دا خبر بیا د تل په څیرپرته له بینوا او لراو بر ویبپاڼو څخه شمشاد تلویزون په ډیر متانت خپور او د بیلتون پالو څیری ی رسوا کړی او د هر یوه نوم یی بیل بیل واخیسته او ښه پدی پوهیږم چی تاسی محترم به حتی ونکړای شی چی له داره دغه نومونه په خپل کور کی هم په ازاده واخلی او نه به کله دا ووایی چی نوموړی کسان خایینین دی ځکه چی تاسی ته شخصی خطر درونه رسیږی پدی خاطر چی هر چا ته ځان خوږ دی دا چی شمشاد تلویزون څومره خدمت کړی اویا اوس مهال دا افغان ولس په چوپړ کی لګیا دی او کوی یی دلته یی زه د لیکلو توان نلرم ځکه زه کوم مسلکی لیکوال نه یم خوبیا هم دومره وایم چی د شمشاد خدمت د سمندر هومره دی او پدی خبره به افعانان د تل په څیر ډیر وروسته پوه شی لکه یبا هم ستر خوشال بابا وایی د خوشال قدر که اوس په هیڅ چا نسته پس له مرګه به یی یاد کا ډیر عالم قدرمن لیکوال صیب پدی هر انسان پوهیږی چی اسانان نیمګړی دی او د اشتباه څخه مبرا ندی یواځی د رب لعزت زات دی چی اشتباه نکوی پدی کی به شک نه وی چی د شمشاد مشران او تلویزون به هم خالیګانی لری طبعان لکه هر انسان هغوی به د خوخواهی حس او یا ځانته د ښه خدمت حس ولری دا خو یو ښه کار دی هر څوک دی خدای نر کړی چی اول ځانته او بیا نوروته خدمت وکړی او دا د هر انسان حق دی او زما په اند د شمشاد مشر دغه کار کړی دی چی هم یی ځان ته او هم یی نورو ته خدمت کړی د بیلګی په تو ګه د هغه سره څه له پاسه دوه زره زما او ستا ورونه ځینی په تلویزونی چینل او نور یی د مین پاکی په موسسه کی بوخت دی او خپله حلاله ډوډی ځانته پیدا کوی دلته ډیره مهمه خبره دا ده چی که تاسی محترم لیکوال صیب نه غواړی چی زما او ستا بچیان په خپله مورنی زبه یعنی پښتو کارتونی فلم ونه ګوری او تاسی یی پاکستانی عمل ګڼی نو مونږ به د شمشاد مشرانو نه په درنشت هیله وکړو چی نوموړی تلویزون بند کړی دلته یوه بله موضوع می راپه یاده شوه او یادول یی ډیره اړین بولم هغه دا چی پدی ورستیو ورځو کی ځینی خود غرضو او وزګارو عناصرو د وتلی او نومیالی لیکوال زرین انځور په اړه غیری منصفانه او کاملان بی مسولیته خبری لیکلی وی چی هیڅ ډول قضاوت پکی نه وه او خالی دشخصی عقدو په بنسټ څرخیده زه دغو دوستانو ته دومره وایم چی هغه متل دی وایی غوایا لا حلال شوی ندی خو خانکونه خلکو په سر نیولی دی تر اوسه دښاعلی انځور لا دوه میاشتی ندی شوی او دومره د کینی څخه ډکی لیکنی کوی ددغی برخی درنو لیکوالانو صاحبانو زه له تاسی څخه دا تپوس کوم چی ولی دومره ظلم د هغه په وړاندی کوی ایا تاسو ته د هغه په خدمتونه چی پدغه ورستیو څوارلس یا پنځلس کلونو کیی کړی ولی سترګی پټوی دښاغلی انځور په چوپړ خو هر د سالم عقل خاوند بوهیږی که نور هیڅ نه وی هغه خو دومره وکړه چی په سراسر اروپا کی یی د یوی کلتوری ټولنی بنسټ د نن نه دولس کاله مخکی کیښود او د دغی ټولنی له برکته فرهنګی اشخاص په یو مدار راجمع او یو له بل سره یی کلتوری اړیکی ټینګی کړی او تاسی وګوری چی له یو سلو شلو نه سوا کتابونه د دغی ټولنی په مرسته چاپ شول تاسو چی د ښاعلی زرین انځور خدمت ته په سپکه ګوری هغه نو تاسی او ستاسی وجدان او راځی چی د خدای لپاره ووایو ایا ښاغلی انځور د افغا ن خاوری بچی نه دی ایا د بل کوم ځای نه راغلی ایا هغه دا حق نلری چی ریس معین او یا وزیر شی او یا تاسی درانه دوستان د دغی څوکی لپاره بل کوم څوک له بلی نړی او یا کومه ملایکه له اسمانه غواړی بله خبره د ښا غلی واحد نظری په اړه زه د ښاغلی لیکوال صیب نه دا پوښتنه کوم چی تاسو ښاغلی نظری څومره پیژنی او د هغه سره څومره مو یو ځای کار کړی دی زه چی تر هغه څایه ښاغلی نظری پیژنم هغه یو اکادیمیک مسلکی او په خپل مسلک کی وتلی نامتو یو پوه سناریست ډایرکتر او د هنرونو د مسلک ډاکتر دی هغه تر اوسه پوری د خپل کلتور لپاره ډیر څه کړی دی د پښتو او فارسی په برخه کی یی نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی د هغه فلمونه هم په پښتو او هم په فارسی کی شته او د کوندی زوی یی هغه شاهکار دی چی ساری یی تر اوسه پوری نه لیدل کیږی ښاغلی لیکوال لیکلی وه چی نوموړی فلم د نطری نه دی بللکی نورو جوړ کړیدی دا داسی مانا لری لکه چوک چی شپی ته ورځ او ورځ ته شپه ووایی پدی خو ټول هیواد وال پوهیږی او هرسړی پری خبر دی چی دغه فلم د چا دی او چا جوړ کړیدی بیشکه یو سړی په تنهایی هیڅ شی نشی کولای یو یونټ یا ګروپ غواړی نو دا خبره ښکاره ده چی پدغه فلم کی په ډیرو پوه کسانو ګډون درلوده او د فلم مرکزی لو بغاړی ښاغلی ممنون مقصودی دی چی په هنر کی د هغه سیال زما په اند ډیر کم به وی نو ګران لیکوال صیب ولی تاسی دومره د عقدی نه ډک عمل یا ظلم کوی مونږ د نطری غوندی کسان د کوتو په شمار لرو او بیا په ځانګړی تو ګه د پښتو په برخه کی خو دغه یو د هنرونو ډاکټر لرو چی نظری نومیږی او تاسی یی د لاس ته راوړلو نه په ډیر افسوس منکر یاستی یو متل رایاد شوه چا د یو چا څخه پوښتنه وکړه ویل څه کار کوی هغه ورته په ځواب کی وویل چی موچی یم نو بیا هغه ورته وویل ګوره پام کوه د بوت څخه پورته به نور په هیخ کی غر ض نلری نو زه هم تاسو لیکوال صیب ته دا وایم چی ستاسو دفلم یا د بل چا د مسلک سره څه دی خپل کار وکړی او ډیری نیوکی مکوی او که زه اوس له ځان او تاسو محترم لیکوال صیب نه دا پوښتنه وکړم چی ما او تاسو په ژوند کی څه کړی دی چا ته مو کوم خدمت کړی دی او یا به ما او تا کله داسی کار کړی وی چی په سلو وارزی او یا لږ تر لږه ځان یا خلکو ته مو لږه ګته رسولی وی او یا زه او ته ددی جوګه یو چی ډیر نه لس کسان دی زما او ستا معاش حواره وی نو ځکه دا ویلای شم چی تجر بی ښودلی ده هغه څوک چی بی بنسټه نیوکی کوی هغوی د هیڅ شی او هیڅ ځیز جوګه ندی او که تاسو محترم کی دا میړانه وی نو مهربانی وکړی د مستعار نوم څخه راووځی او په ښکاره ځان ټولو ته ورو پيژنی او دا وښایه چی تاسی د کوم شی جوګه یاستی او یا لږ تر لږه په کوم کار کی د څه شی جوهر لری نو راځی دا ګز او دا میدان او د الله په توره د ټولو سره په ښکاره حساب او کتاب وکړی او با لږ تر لږه د شمشاد او نظری سره په پرتله کی د هغوی په سلمه حصه مو کوم کار کړی وی نو لطفان ووایی او که چیری تاسی دا دلیل وایی چی ما ته د هغوی په شان د کار زمینه نده برابره شوی نو دا حبره غلطه ده ځکه کله چی د لیکلو توان او یالاسرسی انترنیت ته لری نومالومیږی چی فصیح ژبه هم لری او کولای شی د خپل دریځ څخه دفاع وکړی او لکه د شمشاد او یا نورو په شان د خدمت وړ وګرځی نو لهذا که تاسی په ریشتیا په خپل ولس مهربان یاواقعی خدمت غواړی نو کولای شی بی له ډاره د الله لپاره د خپل ولس لپاره سالمی نیوکی سالمی مشوری سالم وړاندیزونه که د رسنیو له لاری او یا د میدیا له لاری او یا حتی د شخصی اړیکو له لاری وی په کار واچوی باید د خدمت خاوندان تشویق کړی شابسی او مننه تری وکړی او خپلو غلطی ته یی متوجی کړی او د خپلو خلکو خدمت ګار شی نیوکی او پرو پاګنډ اسان کار دی هر سړی یی شی کولای نر هغه څوک دی چی خدمت وکړی خیر که اشتباه هم ورسره وی سل افسوسه زه یواځی تاسی نه ګرموم زمونږ اکثره افعانان په ځانګړی تو ګه پښتانه دا ډول خصوصیات لری چی نه یی خپله خورم او نه یی بل ته ورکوم او یا نه یی پخپله کولای شی او نه بل کار ته پریږدی او دغه لیکوال صیب خو په وړه کچه زما په شان وړوکی اسان به وی زه د هغه نه به د څه ګیله وکړم زمونږ لوی لوی لیکوالان استادان عالمان پوهاندان پدی مرض اخته دی نیوکو ته زمریان دی خو یو توت یا یو خس کار یی له لاسه نه راځی ماته پدی خبره ډیر افسوس راځی چی خدایه کله به مونږ پښتانه د اسلام او پښتو مزل زده کړو کله به اصلاح شوه کله به سالم فکر وکړو کله به د ورور یا عزیز یا ګاوندی کار ته ښه ووایو کله به هغه او د هغه کار تشویق کړو کله په د کینی او بغض نه لاس واخلو کله به د عقدو نه خلاص شوه کله به مونږ ملی فکر وکړو کله به ملی شعور زده کړو تر کله په د دشمنی په غرض او یا د عقدو له مخی د نورو ملی خدمتونو ته په سپکه ګورواو کله به لدی فکر څخه واوړو چی نو رخپل ټټو او د بل اس برابر نه کړو لومړی دی خدای ج ماته او بیا نورو ته دنیکی هدایت وکړی چی د ښو او بدو توپير نور زده کړو دوست او دشمن وپیژنو د خپلو شخصی سلیقو لپاره د بل چا ښه کار ته بد ونه وایو تر څو پوری به نور د پردیو په دوستیو کی کړیږو او هیواد او ولس به مو د غم په لمبو سوځی ان تر دی چی د تجزیی خبری راپورته شوی د پورتنیو خبرو په تر څ کی ماته یوه بله خبره را یاده شوه چی ولی مونږ پښتانه تل د خپل ورور یا عزیز په ښه ژوند خفه کیږو او نه خوشالیږود بیلګی په تو که که چیری یو پردی سړی ډیر مال او دولت ولری او ډیر شتمن وی زمونږ ورته هیڅ فکر نه وی خو که چیرته مو ورور یا ګاونډی یو څه پیسی یا شتمنی پیدا کړه نو له حسده نه نه پوهیږو چی څنګه هغه تخریب او له پښو څخه وغورزو څومره چی مو وس وی هغومره یی په هر ځای کی سپک کوو قدرمنو لو ستونکو که زما انګیرنه غلطه نه وی نو ډیر دغسی اشخاص چی نیوکی او په ځانګړی توګه یی په شمشاد کوی زما په اند دری علتونه لری اول یا داچی ډیر صادق دی خو د نړی له احوالو څخه په تمامه مانا ناخبره دی او هغه مخکینی خبره چی د هاتی په غوږ کی لا تر اوسه ویده دی دوهم یا دا چی ډیر سخت دریځه افراطیان دی چی نه موسیقی نه میډیا او نه ټنګ ټکور خو ښوی موسیقی دیره حجره منګی او رباب د نن نه پنځوس سل او زر کاله پخوا مو هم درلودل او زمونږ د کلتور یوه برخه جوړوی که دغه ورونه یو خالص سوچه شرعی نظام لکه د خلفاوو د وخت غواړی زه یی هم پلوی یم خو په یو شرط چی داغوښتنه باید د سیمی چم کاونداو د ټولی اسلامی نړی لپاره یو شان وشی او نه دا چی د اسلام د پاک نامه لاندی یواځی پښتانه قربان او داور په لمبو په یو او بل نوم سوځی دغه ورونه دا نیوکی ولی په طلوع اریانا او نورو چینلونو نه کوی چی د اسلامیت او افغانیت پکی څرک هم نه لیدل کیږی که نه یواځی پښتانه د قربانی ګډوری دی مونږ شکر الحمد الله مسلمانان یو او د اسلام مقدس دین زمونږ دین او زمونږ پلرونو نیکونو او مونږ پری د زړه له کومی ایمان راوړی پدغه ډول د شمشاد تلویزون مشر بادیانته او ښه مسلمان او د اسلام سره مینه لری چی بیلګه یی سږنی د روژی مبارکه میاشت وه چی ټوله یی د اسلام مقدس دین ته ځانګړی کړی وه مونږ اوس د نړی یوه برخه یو بی له تمدنه بی له میډیا او بی له اقتصاده هیڅ مخی ته نشو تللی دا د دنیا تقاضا ده او که پدی تمه یو چی اوس به بابا غوښه ډوډی راوړی نو هغه خبری نشته او یا دا چی که د چا نیوکه پدی وی چی په نوموړی تلویزون کی پیښوری پښتو سندری ډیری نشریږی نو ددی دا علت دی چی د کوزی خوا او د بری خوا پښتانه یو دی پدی کی کوم کوم تو پیر نشته او نه یی څوک جلا کولای شی او د شمشاد تلویزون د همدی ارمان لپاره کار کوی او همدارنګه ډیر سندرغاری شته چی خلک پری د لری خوا پښتنو ګمان کوی خو هغوی په حقیقت کی د بری خوا دی صرف هلته یی ژوند کړی دی او لحجه یی څّه بدله شوی ده دریم یا دا چی داسی اشخاص د بل چا مزدوران او اجیران دی او د نورو په اشاره د پيسو په مقابل کی په شعوری توګه د خپلو خادمانو سپکاوی کوی او د پښتنو په جامه کی د پښتنو سر او پښی وهی ځکه هغه کار چی خپل ښه شی کولای پردی یی نشی کولای نو په پای کی وایم هر څوک چی څه کار کوی اشتباه ورسره ملکری وی مونږ انسانان یو د کمزوری نه خالی نه یو پدی هیله چی ډیر محترم دوستان او ډیر درانه لیکوالان د داسو لیکنو نه ډډه وکړی خدای مکه که ګستاخی رانه شوی وی زه معافی غواړم په درناوی همایون روفی۰ ۰۰۴۹۲۱۴۹۶۰۰۶۳۰ شمشاد زمونږ د ارمانونو هنداره شمشاد هعه ملی ، افغانی او د ټولو افغانانو تلویزونی چینل دی چی د څلو رو کالو راهیسی یی د محترم حاجی صیب فضل کریم فضل په نو ښت د بنسټ ډبره ایښودل شوی ده په دغو کمو کلونو کی د شمشاد تلویزون محترم کار کونکی د محترم حاجی صیب فضل په مرسته په ډیرو لږو امکاناتو وتوانیدل چی دغه تلویزون چی یو افغانی او ملی تلویزون داسی یوتلویزون چی په هغه کی د ټولو افغانانو د ارادی تمثیل وشی جوړ کړی او الحمدالله دا کا ر تر سره شوه د شمشاد تلویزون دمګړی داسی په زړه پوری او ښکلی پروګرامونه د مینوالو لپاره تهیه کوی چی نور چیینلونه د دی جوګه کیدای نشی او نوموړی تلویزون د خدای په مرحمت سره د نورو تلویزونونو سره د سیالی په ډګر کی حتی د ملی تلویزون څخه هم مخکی دی نوموړی تلویزون که په نامه یو شخصی تلویزون دی خو په ماهیت کی هغه تلویزون دی چی د ملی او ولسی ارادو هره کړنه یی سر ته رسولی ده او رسویی د شمشاد تلویزون په هره برخه کی د افغان ولس د ملی وحدت لپاره پوره ګامونه پورته کړی دی او له بلی خوا داسی پروګرامونه لری چی نه یواځی د هر چا خوند او زوق پکی شته بلکی د افغانستان د ټولو قومونو مختلفو خلکود رواجونو او رسمونو سره سم هغه په زړه پوری پورګرانونه جوړوی چی بیلګه یی کمه لیدل کیږی که له یوی خوا فلکولوریکه اصلی افغانی موسیقی نو له بلی خوا عصری او د ورځی د زوق سره سمه موسیقی هم تل وړاندی کوی د ستا تیک یعنی ښکلا په برخه کی د لبا سونو نه نیولی ان تر ټول هر هغه څه پوری چی لازم وی په واقعی ډول افغانی دی د بیلګی په توګه که چیری سړی د شمشاد تلویزون پروګرانونه د تلویزون په پرده بی له اوازه صوته ووینی نو سړی هرو مرو پوهیږی چی دا افغانی چینل دی ځکه چی دا تو پیر سړی له لباس له طریقه قیاس کولای شی او ویلای شی چی دا یو افغانی تلویزون دی د شمشاد تلویزون د هر سمت لپاره ځانګړی پروګرامونه او موسیقی لری او که ښه ورته ځیر شوه نو بیا هم ویلای شی چی د کلی نه نیولی ان تر ښاره پوری پکی ټول روا جونه خوندی دی د بیلګی په تو ګه د کوچیانو پروګرام زه فکر کوم چی پدغه برخه کی لا تر اوسه هیڅ چا به پروګرامونه نه وی جوړ کړی او حتی دا کار د ملی تلویزون په کچه هم ندی شوی دوهم د ګودر غاړه پروګرام واقعی چی افغانی د کلی او کور پروګرام دی او زمونږ ورځنی انځور پکی پروت دی د ریم ترنګ د کابل نه نیولی ان تر کویتی او پيښوره پوری د خلکو د حال او احوال څخه مو خبروی څلورم د حجری مجلسونه چی د هر سمت او هر ولایت اصیله موسیقی د مینوالو په حضور کی وړاندی کوی او همداسی نور په لسګونو پروګرامونه چی د افغانی اصلی کلتور مینه پری ماتیږی دشمشاد له لاری تل خپریږی نوموړی تلویزون اوس مهال د خلکو په رړونو کی ځانګړی ځای لری او د خلکو زړونو ته یی لاره موندلی ده او افغانان یی په ډیره مینه وینی ځکه یو متل دی چی ځی ځی نو ابا ځو له به راځی یعنی که انسان هر څومره د بل عصری کلتور چی هغه دهغوی موسیقی فلمونه او نور داسی شیان دی ووینی د دغو شیانو خوند فقط د یو څو لحظو وی خو خپل کلتور او خپله موسیقی د سړی تل خو ښیږی او ترینه هیڅ نه خسته کیږی راځی چی ووایو شمشاد تلویزون زمونږ تلویزون او د ټولو افغانانو تلویزون دی مونږ د شمشاد تلویزون مشر او د دعه تلویزون ټولو کارکونکو ته د الله له دربار ه اوږد عمر او همدا رازور ته په ورځینو شخصی او رسمی چارو کی تل بریا غواړو په درناوی - بېرته شاته