(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوږده خاموشی

نن سبا چې د پښتون قام او پښتنې خاورې سره کوم ناروا ظلمونه کيږی .ددې نور اسباب هم ډير دی .خو د ټولو لوي سبب ي د پښتون قام اوږده قومی خاموشی ده.کله چې په افغانستان کې سوړ جنګ روان وو.نو د لر پښتون هغه کردار نه وو ادا کړے.کوم چې ورله پکار وو.اګر چې دا قربانی ي ورکړې وه چې د بر پښتون له ي په حکومتی او عالمی سرپرستۍ کې پنا ورکړې وه.او ورکوی ي..کوم پښتانه ځوانان چې د روس خلاف جنګيدل د هغوي سرپرستی هم څو مذهبی تنظيمونو کوله.زما په خيال په دغه وخت د قامی جذبې راپارولو ښه موقع وه.خو سامراجانو خو صرف روس له شکست ورکول غوښتل .په خپل يو مقصد کې ي شل نور مقصدونه هم حاصل کړل.پښتانه ځلمی د يو سنګر په ځاي د ګنو سنګرونو نه وجنګيدل..يو بل به بدی شو.په مختلفو شخصياتو ورپسې شول .د مذهبی فريضې جهاد کولو نه پس ترې سياسی ګوندونه جوړ شول.هوښيارانو به چغې وهلې.چې عامو خلکو[عوامو]له وسله مه ورکوۍ.خو چا به اوريدلی وے؟په هاغه وخت کې خو د ډيرو مشرانو واګې د نورو خلکو[چې پښتانه نه وو]په لاسونو کې وې..انجام ي دا شو چې .....بد اثار ي اوس د شدت پسندۍ په شکل کې راښکاره شول.چې کله سوړ جنګ ختم شو.نو دغه اور د لر پښتون په لمن ولګيدو.د سر پرهر لا ورغلے نه وو.چې پښې زخمی شوې...وزيرستان سوزيدو خو نور پښتانه غلی ناست وو.ماته ياد نه شی چې څوک د باجوړ سوات چارسدې دير پيښور يا بونير په متاثر کن شمير سړکونو ته راوتی وو.نو سامراج ته معلومه شوه.چې پښتانه ښه ښخ ويده دی.هډو څوک غږ نه کوی.نو د باجوړ نمبر راغے.بمباريانې وشوې.په سلګونو ماشومان ځوانان او ښځې شهيدان شول.او درنو پښتنو کډې وکړې.په خپل وطن کې ي په خيمو او د بمونو نه بچ شوی.سکولونو په برنډو کې شپې تيرې کړې.خو پښتون په هغ قامی شکل کې احتجاج ونه کړو.څنګ چې نور قامونه کوی.زمونږ د کلی څه ملايانو به ويل.چې دا باجوړيان سود خواره دی.او خداي پاک ورله سزا ورکړه...ددغه مجرمانه خاموشۍ نتيجه دا شوه چې د شدت پسندۍ اور سوات ته راورسيدو.د زمکې په مخ دا د جنت ټوټه په دوزخ بدله شوه.ددې وادۍ په شينکو کې سکروټې وکرلے شوې.او دغه اور د دير ملاکنډ ايجنسۍ مردان چارسدې او پيښور سيمو ته خور شو....خو پښتون لا په قامی توګه هغسې ښخ ويده دے. د سازش تحت پښتون وږے او جاهل ساتلے شوے دے.تر اوسه خپل اتلان نه پيژنی.خپل عظيم د پښتون ولۍ روايات ترې هير کړے شوی دی.ددوي د ځوانانو په خالی او تشو ذهنونو کې د مذهبی شدت پسندۍ داسې کروندې شوی او کيږی.چې د راروان نسل مستقبل[راتلونکې]راته ددې نه هم تاريک ښکاری.مونږه خپل خوږ مذهب څو ناپوهو کسانو ته پريښے.چې څو مخصوصې ګوټه کړې قيصې په هر محفل کې بيانوی.د اسلام د اصلی او عالی روح نه هډو خبر نه دی.او دا عالمګير مذهب ورته د څو عبادتونو مجموعه ښکاری.او د ژوند د نورو معاملاتو نه ي بهر ويستلے دے.د انسان د عظمت او د وينې د حرمت نه خبر نه دی......خو زما په خيال ددې ټولو مسايلو حل په معياری تعليم کې دے .که مونږه پښتنو علم ته مخه کړه.نو ددې سره به د سوچه مذهبی پوهې سره سره په مونږ کې د قامی وحدت سوچ هم بيا راژوندے شی.او د خپل راروان نسل نه به تکړه قام جوړ کړو.بې دعلم د رڼا نه اوس د نفاق دا توره او بوګنونکې شپه د ختميدو نه ده.راځۍ چې خپلو بچو له قلم او کتاب ورکړو.د علم په رڼاګانو ي منور کړو.د ساينس او ټيکنالوجۍ د رازونو نه ي خبر کړو.او د نوې دنيا د نوو ستونزو سره ورته په نوې طريقه د مقابلې چل وښيو.خپل پښتانه اتلان ورته ورپه ګوته کړو.د خپلې مورنۍ ژبې پښتو د عظمت او ليک لوست نه ي خبر کړو.نو قامی شعور به لکه د پخوا يو ځل بيا راژوندے شی..او څوک به د اور وژنې په ځاي ورور وژنه نه کوی... د ليک په پاي کې خپلو پښتنو ته وايم.چې نور پخپله تاريخی خاوره اورونه مه کرۍ..ددې خاورې د هرې لوټې لاندې د شهيدانو وينې پرتی دی.که امی دے.که طالب دے.که فنکار دے.که ملا دے.ټول د يوه بابا اولاد يو.راځۍ چې خپلو ګريوانونو ته سرونه ښکته کړو.او سوچ وکړو.چې زمونږ د بې اتفاقۍ او مخالفتونو نه باراي خلک څومره ګټې اخلی..او زمونږ د قام نه خپلې زړې بدلې څومره په اسانه اخلی؟؟؟؟؟؟؟؟ تالاش دير - بېرته شاته