(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورنى ژبى پوپناه كيږى؟ مخنیوى ئی موږ كوى شو؟

په دى كښې شك نښته چې پښتو يوه پخوانى او لرغونى ژبه ده چې په كروړو وګړى د هغه ژبه وائى چې لوئى مركز ې افغانستان او په پاكستان كښې دپښتو مركزونه پيښور كوئټه او ددې په ګډون نور ښارونه دى خو ددې د څنګه د دهغه ملكو څخه د باندى په نورو ملكو كښې هم د پښتو د پرمختيا دپاره كار كيږى او په يوه كال كښې په سلاو سلاو كتابونه تر چاپ لاندى تيريږى خو د هغه كتابونه شاعران ليكوالان او د خپلې مورنى ژبى سره مينه لرونكى په خپل لګښت چاپ كوى خو د بده مرغه د دولتى لورى لخوا كتابونه نه چاپ كول كيږى نه ې دومره كار دپښتو دپاره د دهغه دولتو لخوا كيږى و لكه كه هغه افغانستان دولت دى كه څه هم پښتو ژبه د افغانستان دولتى ژبه هم نومول شوى ده او داناخواله د پښتو سره د نيمى پيړى څخه را روانه ده پهوارو وارو د وخت ولسى جرګى د مشرانو جرګى د وخت دولت د دى منظورى وركړى خو تراوسه دا د لوړى كچى پريكړى نه دى عملى شوى اونن هم دپښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره او نن هم د پښتو د حق د وركولو غوښتنه تر نن پورى كوى پښتو او پښتانه د بلې يوى ژبى سره ګوندى او سيالى كول نه غواړى نه غواړى چې د نورو ژبو برخه دى د پښتو دپاره ووهل شى بلكى د پښتو په ګډون دى د نورو ژبو د پرمختيا دپاره دولت كاروكړى دټولى نړۍ ژبى په كاردې چې نه يواځى وده وكړى بلكى دولت دى دخپلې بوديجى يوه برخه د دهغه ژبو د پرمختيا دپاره بيله كړى ولې چې د ملګروملتو د ژبو كلتور او دود دخوندى كولو څانګه يونيسكو غوښتنه هم داده اوددې سره سره هغه ژبى چې مخ په وړاندى روانى دىدولت ې بشپړه ملاتړ او مرسته كوى هغه دى هم د نورو ژبو څخه خپل ضد او ګوندى د كولو څخه لاس په سر شى ځكه چې د هغه ټولى ژبى زموږ لويه تاريخى او دودى پاته او وراثت دى د يوى ژبى د مينځ څخه د وړولو څخه ټوله نړۍ د ولس څخه ډېر څه وركوى چې د هغه اټكل موږ دا وخت نه شو كولى. موږ په وازه خوله داخبره كوو او كړى ده چې دولتونه د پښتو په ګډون د مورنى ژبو و پرمختيا ته يو ډول پاملرنه نه كوى چې د دهغه ژبو ويونكو ته د منلو وړنه ده او هميش ې د دهغه عمل په ضد ږغ پورته كړى دى او تر هغه وخته به د هغه ږغونه پورته كوى تر كله چې دوى ته د هغه حق نه وى وركړى خو ددې سره سره موږ ته په كاردې چې هغه كومى ناخوالى اوكمزورى دى چې زموږ ژبه پښتو وده نه كوى موږ ته په كاردې چې د خپله وسه مبارزه وكړو چې نه يواځى خپله مورنى ژبه د مينځ څخه د وړولو د سيسي ناكامه كړو بلكى دا ژمنه وكړو چې پښتو به د نړۍ د پرمخ تللو ژبو په ليكه كښې دروو خو په كاردې چې د هغه كار د يوى تګ لارې لاندى وكول شى او په هغه باندى بشپړه عمل وكول شى او كه دا كار موږ په رښتنې ډول وكړونو هيڅوك نه شى كولى چې زموږ ژبه دمينځ څخه يوشى بلكى د هغه پياوړى ژبه به نوره وده وكړى ولې چې پښتو زموږ پيژنده ده. په كاردې چې په ګډه موږ دا هڅه وكړو چې پښتو د لوست ژبه په هر هغه ځائى كښې جوړه شى چيرى چې پښتانه استوګن دى اوپه دى غوښتنه دى يو ډول راكړه وركړه نه كيږى بلكى دولتونو ته دى وخت په وخت خبردارى وركول كيږى ددې دپاره دى لاريونونه كيږى ليكوالان دى په دى اړه ليكني كوى تر هغه وخته چې په ښوونځيو كښې د پښتو لوست نه وى پيل شوى كوم څوك چې د ملك د پارليمان وچوكى ته دريږى د هغه څخه دى دا غوښتنه كيږى چې مورنى ژبه دى د لوست ژبه شى ځكه چې دا يواځى زموږ غوښتنه نه د بلكى دا د هر وګړى بشرى حق دى او نړۍ والو تعليم او زده كړو پوهانو نفسياتو او روحى چارو پوهانو ډېره په ټينګه دا غوښتنه كړى ده چې د هرى مورنې ژبى وګړو ته دى په مورنى ژبه زده كړى كيږى ولې چې دا يوه لوستكو ته ډېر ارزښت لرى. خپله د خپلې ژبى ويونكى ليكوالان شاعران او رڼ انده كه يوه خواته و پښتو ژبى ته ډېر كار كوى خو بلې خواته په پوهى او ناپوهى وخپلې ژبى ته زيان رسوى چې د هغه يوه ژوندى بيلګه د نورو ژبو بى شمير تورى په پښتو كښې ګارول دى كه څه هم پښتو دهر شى دپاره خپلې تورى لرى بيله د هغه سائنسى نوو تورو چې وخت په وخت جوړيږى او ايجاد كيږى زموږ د هغه ملګرى دومره نه شى كولى چې لږ خوارى په ځان يوشى او پښتو تورى ولټوى داردو ژبى په اړه پوهاند داوائى چې ديش كاله وروسته به اردو ژبه پاته نه وى ولې چې په اردو ژبه كښې د انګريزى ژبى تورى په دونى لويه كچه ګارول كيږى چې د هغه ژبه به د مينځ څخه وړى د بده مرغه موږ پښتانه نه يواځى په ليك كښې بلكى خبرواترو په وخت هم د خپلې ژبى تورى هم نه ګاروو بلكى د نورو ژبو ټكى ګاروو دا وخت د پښتو شميرنه او ګتنى بشپړه د بلې ژبى شميرنى ګاروو او يو هم داهڅه نه كوو چې خپلې شميرنى ګار كړو چې د ګټې په اړه دا ټوله په جبرپښتو باندى راځى اود نورو ژبو تورى ګارول زموږ د افغانستان او پښتونخوا دواړو باندى د هغه پړه راځى چې په رښتيا هم دا د پښتو سره يو لوئى جبر دى د بده مرغه د افغانستان وګړى چې تر ټولو زياته داخبره كوى چې د دوى د ژبى حق وهل كيږى خو كه په كابل كښې په يوه ناسته كښې څومره هم پښتانه ناست وى دوى د پښتو په ځائى په خپلو كښې درې ژبه خبرى اترى كوى كه څه هم داخبره د توپير په بنسټ نه كوو خو دا رښتيا دا او درښتيا څخه سترګى نه شى پټيدى يو بل لوئى مرض او ناروغى چې زموږ ليكوالانو اخستى ده هغه د پښتو ځانګړى ټكى په نورو ټكو بدلول دى چې دانه يواځى دپښتو سره لوئى جبر دى بلكى لويه پړه ده (جنايت) لكه ښ و خ ته اړول ږوګ ته اړول (ليكل)څ په چ بدلول ځ په سه بدلول او داسې نور.. تر هغه وخته چې موږ وپښتو ژبى ته په بيلا بيلو څانګو موضوعاتو باندى كتابونه نه وى ليكلى يا مو د نورو ژبو څخه كتابونه نه وى ژباړلى تر هغه وخته پښتو به هم دا ډول نيمګړى پاته وى نه په هيلو نه په خواستواونه په نورو باندى د نيوكو كولو څخه د كار پخپله كيږى موږ پښتو تراوسه د شعر او شاعرى يا د ادب په چوكاټ كښې ساتلې ده زموږ لوئى لوئى ليكوالانورڼ اندو خپل ټول زور په شاعرى باندى وركړى دى چې نن دا حال دى چې موږ په شاعرى باندى بې شميره كتابونه لرو خو په نثر په سائنس ارټس ټيكنالوجى ډاكټرىانجنئرنګ او نورو ډېرو څانګو كه داو وايو چې يو كتاب نه لرو هم به داخبره بيځايه نه وى ضرورت نه يواځى ددې چې شاعرى تر حد زياته شوى ده راشې چې دا نورو څانګو ته پاملرنه وكړو او ځانګړى ليكنې وكړو چې پخپله د لوستونكو پام راواړوى نن بې شميره شاعران كتابونه چاپ كوى خو د بده مرغه لوستونكې نه لرى چې ددې لومړى علت هم هغه دى چې زياتره پښتو په ښوونځى كښې ځائى وركول شې او ددې د څنګه دى حكومت دا دنده په غاړه واخلې چې په مورنيو ژبو چې څومره كتابونه ليكل كيږى د هغه يوه لويه برخه به دولت اخلى او ليكونكې ته به پيسې وركوى نو هر وګړى چې يو د لوړى كچې معيارى كتاب چا پوى هغه به نوره زياته هڅه ول كيږى او ښه ښه كتابونه به ليكې چې دا د ليكوال او د دولت د دواړو دنده ده.
((((((دويمه برخه))))))
ليك: عبدالجباركاكړ په هره ټولنه كښې د خپلې پاتى او ثقافت د څنګه ژبى هم خپله خپله ښكلا لرى او د هرى ژبى او كلتور وګړى قدرتى خبرى ده چې مينه او محبت لرى خو دا بيله خبره ده چې ځينې سړى او قامونه خپله ژبه دودكلتور ثقافت تر نورو لوړ او پورته ګڼي او داسې هم كيږى چې د يوه قام ناجوړه دماغونه او سوچ د نورو قامونو او ټولنو مخامخ ځلاو مخ ته ماته وخورى او د هغو چمنو او عادتونه خپل كړى خو د هرى ژبى د هغه ښكلا ځان ته ارزښت لرى چې ډېر پراخوالى او پرون لرى او د هر څه د خپرولو او وړاندى كولو څخه رابرسره كيږى ددې دپاره ددې اړتياده چې پوهان د ليك په وخت د ژبى روغتيا او رښتنې ارزښت وساتى د ژبى خپل ارزښت په ليك كښې ساتل د هر چا كار نه دى ولې كه هغه د مورنى ژبى ليكوال هم وى مطلب دا چې كله هغه خبرى اترى چې موږ سره كوو او بيا ې په ليك كښې راولو د عربى وارو يوه پراخه ژبه چې په بيلوبيلو ملكو كښې ځان ته د تورو او لهجى لرى خو ددې د څنګه په دى كښې يوه ولسى ژبه هم لرى ددې ولسى ژبى چې موږ ې پخپلو كښې سره وايو خو معياري ژبه هغه ته ويل كيږي چى په ليك كښې ګارول كيږى چې د فصحاء ژبه ورته ويل كيږى ولې چې رښتنې او اصلې ژبه هم هغه ده چې موږ ې په ليك كښې راوړو چې د هغه تګ لاره د نړۍ په ټولو ژبو باندى لاګو كيږى. ويل كيږى چې د ليك دپاره تورې او دهغو ارزښت زموږ په زړونو كښې پروت وى چې دهغه ارزښت بيځايه نه دى بلكې ددې بيل بيل وجې دى لومړى دا چې تورې د علم او زده كړو د خپرونو كار كوى او د زده كړو او پوهنې د كبله بشر د نورو مخلوقات څخه لوړ ځائى لرى بله دا چې د تورو په زور موږ خپرونى كوو او ددې سره سره چې موږ د هغه تورې تر زياته خلګو رسوو د هغه تورې هم دومره خوندى پاته كيږى او د هغه تورى موږ په ډېر پام سره ګاروو كله چې د خپلو ملګرو په مينځ كښې خبرى اترى كوو په هغه داسې تورې ګاروو چې هغه په راډيو او ټيلى ويژن نه شى ويل كيدى خو بيا چې كله هم د هغه تورى او خبرى چې موږ ې د ملګرو سره كوو هغه ډول ې په كتاب مجلى او ورځپاڼى كښې نه شوراوستلى. و ژبى ته د نورو ژبو بيځايه پينه(پيوند) لګول نه يواځى سم جوړ نه ښكاره كيږى بلكى و ژبى او ويونكو ته هم د منلو وړنه وى او كله كله دا يو پسخند ښكاره كيږى په كاردې چې بيځايه تورې او پينه ونه لګول شى خو ددې سره سره د نورو ژبو د تورو څخه په ځائى باندى ګټه اخستل كيدى شى ډېر خلګه په پښتو كښې د نورو ژبو په زياته بيا د انګريزى ژبى تورى ګاروى دا كار دوى ددې دپاره كوى چې و نورو ته دا وروښائى چې څومره زده كړى ې كړى دې او څومره رڼ انده او روشن فكر دى او د هغه ډول وګړى چې د خپلې مورنى ژبى سره زياته نزديوالى نه لرى هغه وائى چې پخپله ژبه كښې دا تورې نشته ځكه چې د بلې ژبى د هغه تورى ګاروى. د ژبو په ګډوډ كولو كښې تر ټولو لويه ونډه د ټيلى ويژن ده په پاكستان كښې چې په سلو كښې نيوى(۹۰%)وګړى د انګريزى يوه جمله نه شى ويلې خو ډېر تورى د خبرواترو په وخت ګارول كيږى كه څه هم د بلې ژبې په پرتله دخپلې ژبى تورې ډېر ارزښت او اغيزى په اوريدونكى لرى شى. پښتو ژبه چې ډېره پخوانى ژبه ده او داسې هم ويل كيږى چې د ډېرو ژبو مور هم ده خو ددې ټولو ارزښتونو سره سره پښتانه په دى نه دى توانيدلي چى پښتو و هغه ځائى او وياړ ته ورسوى كوم چې تاريخ ودى ژبى ته وركړى دى چې بيل بيل علتونه دى كه موږ غواړو چې د پښتو تاريخى ارزښت ورته وموندونو به لومړى د هغه علتونه رابرسره كول وى او بيا به د ليرى كوو كول وى د نړۍ د ديېرلږ قامونه په خپلو ژبو پيژندل كيږى خو پښتانه په بشپړه ډول په پښتو پيژندل. كه ژبى يواځى تر ويلو(بولى)پاته شى او ليك لوست او د كتابو زيرى (ذخيره)ونه لرى نو هغه خپل وجود او سباون نه شى ساتلې يا په ژبو كښې د نورو ژبو د تورو سيلو نه را ايله كړى هغه ژبى هم خپل سباون دلاسه وركوى نړۍ وال ژب پوهان وائى چى په اردو ژبه كښې په لوئى شمير د انګريزى تورې ګاريږى كه هم د هغه حال روان وو په ديش څلويشت كاله كښې به اردو ژبه خپل ارزښت دلاسه وركړى كه څه هم اردو ژبه جوړه شوى د نور ژبو څخه ده خواردو ژبه يواځى د بولى او خبرواترو ژبه نه ده بلكى په ډېره لويه كچه د كتابو زيرمى په اردو ژبه باندى نه يواځى دولتى كارونه كيږى بلكى هر وګړى دا هڅه كوى چې په دى ژبه باندى كار وكړى كه څه هم په هند او پاكستان كښې په كروړو ويونكى لرى په هند او پاكستان كښې د دولتو لخوا ودى ژبى ته دودى وركولو هڅې روانى دى يو دنړۍ په رسېنو كښې د اردو ژبى ډېره لويه برخه ده كه زه تېروتنه ونه كړم نو په ميډيا باندى د اردو مقام په نړۍ واله كچه سپږم ووم راځى خو د اردو ژبى ناخوالى دادې چې دا ځان ته يو بشپړه خاوره نه لرى او بله دا چې دا ژبه د انګريزى تر اغيزو لاندى ده د بده مرغه په پاكستان كښې و يوې قومى ژبى لكه پنجابى، پښتو، بلوڅى، بروهى، سرائيكى ژبو ته دومره ارزښت نه دى وركول شوى نو ځكه د هغه ژبه د دهغه نورو ژبو په سيالى كښې ليدل كيږى خو په پاكستان كښې يواځى سندهى ژبه ده چې د نورو په پرتله ې زياته وده كړى ده چې نه يواځى د لوست او ليك ژبه ده بلكې تر ډېره دفترى ژبه هم ده او د ليك او بريښنا په رسنېو كښې ډېره لويه برخه لرى بې شميره ورځپاڼى مجلى او كتابونه په سندهى ژبه كښې هر وخت تر چاپ تيريږى لكه پښتو، سندهى ژبه ځان ته بيل بيل ټكى (ALPHABET)لرى او څوك دا توان او جرآت نه شى كولى چې څوك په د هغه ټكو كښې بدلون راولى لكه په پښتو كښې چې ځينې ناجړه او ناپوه د پښتو ټكى د خپلې خوابدلوى رابدلوى او چې ورځ تيريږى د پښتو ځانګړى ټكې د مينځ څخه وړل كيږى چې دا كار په زياته بيا په خيبر پښتونخوا كښې روان دى او موږ په وارو وارو ودى ته ګوته نيولى ده لكه ددې ليك په وړاندى كښې چې راغلې دى چې نه يواځى په هره ژبه كښې بيلې بيلې لهجى دى لكه عربى،فارسى، اردو او نورې خو دوى په ټكو كښې كله هم بدلي نه راوړي خود پښتو سره د هغه جبر روان دى او ليكوالان هم په دى كښې باك نه كوى بله خبره داده چې د ويلو او ليكولو په پښتو كښې په كاردې چې توپيروى او ليكنه بازارى بڼه ونه لرى نه هغه څه وليكل شى چې موږ ې په عام ناستو كښې سره اوروراورو د بده مرغه زما اټكل دادې چې ځينې پټ لاسونه لكه څنګه چې زموږ وطن خاوره او موږ تباه او وران كړو دا ډول زموږ ژبه هم په پټه ورانول غواړى چې دا ناوړه كار د يوه ملك او سيمى پورى نه دى پاته بلكې دا نړۍ واله جمبه لرى د يوې پخوانى ورځپاڼى مشر مدير وماته وويل چې په كاردې چې موږ ورځپاڼه په هغه ژبه ليكنه وكړو چې موږ ې پخپلو كښې په عام ناستو كښې خبرى په كوو ما ورته چې موږ په ډېره لويه تيروتنه وپنځوست ته پچس وايو چې دا هم د ځغملو وړنه دى نو به موږ په ليك كښې پچيس ليكو. ځينى قومى ژبى چې په پاكستان كښې ځپل شوى او ترټل شوى دى او د مينځ څخه د وړولو هڅې ې شوى دى خو بيرته ې هم قدرت ځغورنه كړى ده كله چې موږ وهند ته ولاړو او ما داولويدو چې پنجابى ژبه ډېره مخ په وړاندى روانه ده د ورځپاڼو مجلو اود يو شمير كتابو سره سره د دكانو سائن بورډونه او نور هر څه په پنجابى ليكل شوى وو خو دا بيله خبره ده چې هغه د ګرو مكى په ليك كښې وو خو كله چې پنجابى ژب پوهان په دى پريكړه وكړى چې ټولى ليكني به يا په ګرومكى كښې يا په نستحليق كښې ددې وروسته كيږى نو ددې خو او پنجاب ته به د خپلې ژبى ډېره لويه زيرمه او مواد په لاس ورشې كه څه هم د دواړو خواو پنجابيان داهڅه كوى چې يو ګډ ليك خپل كړى او ددې دپاره ډېرى ناستى هم شوى دى خو د لويديځ پنجاب په پرتله په ختيځ پنجاب كښې د پنجابى ژبى دپاره ډېر كار شوى دى په پاكستان كښې د پښتو په ګډون ټولى ژبى چې پنجابى هم پكښې ده كلكې ترټل شوى دى خو په هندى پنجاب كښې پنجابى نه يواځى د ليك او لوست ژبه ده بلكى دفترى ژبه هم ده نه يواځى د هند مركزى حكومت بلكې د پنجاب ايالتى حكومتونه و خپلې ژبى ته ډېره وده وركوى دوى ژبى يو د بل په سيالى كښې نه دى درولى بلكې و هرى ژبى ته وده وركوى ولې چې ژبى زموږ تاريخ او زموږ پيژندنه ده..
((((((دريمه برخه))))))
ليك: عبدالجباركاكړ په تير ټوك كښې موږ په پنجاب (هند) كښې د پنجابى ژبي د پرمختيا په اړه وويل چى په هند كښې پنجابى ژبى ډيره پرمختيا كړي ده چى پنجابى ژبه نه يواځى دفتري ژبه ده بلكى دښوونځى څخه نيولي ترپوهنتون پوري په دي ژبه ګارول كيږى مركزى حكومت هم وپنجابى ژبى ته وده وركوي په سوچه پنجابى باندى ټيلى ويژنى خپرونىكيږى راډيو مركوزنه جوړدي چى دخيتځ پنجاب هم ددي څخه برخمن كيږى خو دا بيله خبره ده چى په هندى پنجاب كښې په ګرومكې ليك دود ليكني كيږى او ډيره لويه زيرمه دكتابونه مجلى او ورځپاڼى لري خودابيله خبره ده چى ددي خوا پنجاب دهغه كتابونه نه شى ويلى اولوستي خودا پخپله د پنجابينو دنده ده چى دوي ددي لانجى كوم اواري راباسي ولي چى ددهغه توپير د منځ څخه دنه وړولو څخه په ودواړو خواؤ ته لوئى زيان دي ځكه زده كړى كتاب لوستل آن داچى مذهب ددي چاروسره يو ډول اړه نه لري بيا په يو داسي مهال چى موږ د يوه نړۍ وال كلي د جوړيدو وخواته روان يوكه يوه خواته ګډه ژبه ګډدو د كلتور او خاوره سره تړى بلكي دبده مرغه هم دهغه نړۍ وال كلى كښې داهسي هم كيږى چى يوشمير ژبى او كلتورونه دمنځ څخه د وړولو دنده وركول شوي ده خوهغه قامونه او كلتورونه او دودونه ودته رڼي سترګي پاته شې اوپه خپله ژبه او كلتور ژوندي پاته كيدوته ځيرنه شي چى نړۍ وال زورور او ددوي ځائى سوټ خوران هم دهغه غواړي چى په ټوله نړۍ كښې يوه ژبه پاته وي نور دي تولي ژبى پوه پناه شي په دي په موږ وروسته څه ليكلى شوي. د ختيځ پنجاب په پرتله كه موږ د لوديځ پنجاب مورني ژبه راواخلونو دپاكستان د نورو مورنيو ژبو سره چى څه كيږى هغه د پنجابى ژبى سره شوي دي او كيږي بلكى كه په رښتيا وپنجابى ژبى ته وكتل شي چى دپاكستان دنورو ژبو لكه پښتو بلوڅي سرائيكي ژبى څخه هم بدچلن ورسره شوي دي ددي سره سره چى د پنجابى ژبى ويونكي ترهر چا زيات دي كه دوي غوښتي وي چى په پاكستان كښې دي مورني ژبي د ليك لوست او دفتر ژبه وګرځى نوبه داكارد مخه څخه شوي وي او دغنم درويه به دوزهم او به شوي وي خو په بشپړه پنجابيانو دهغه غوښتنه نه دكړي كه څه هم يوشمير ليكوالان رڼ انده اود پنجابى ورځپاڼو او مجلو لخوا داغوښتنى كيږي خو لوړ پوړو چارواكو ياسياست مدارانو څخه موږ داسي خبره نه د اوريدلى په دي اړه د پاكستان د نورو ژبو سياست مداران او چارواكى هم ددوي ملګرى دي بلكې موږ د او وايوچى دوي د انګريز په ټاكل شوي لاره روان دي كه څه هم ۶۳ كاله دمخه موږ د انګريز څخه د خپلواكى او آزادي ولاس ته دراوړولو دا وه لرو. كه د پاكستان ګاونډي هند ته موږ د مورنيو ژبو دچلن په اړه خبر شونو به ګوته په غاښ پاته شو د انګريزانو په وخت كښې زياتره كار په انګريزي وپه نومړيو وختو كښې چى دوى وهند ته راغلو خو د پارسي ژبى څخه كار اخستي بياي هغه په دفتر او ښوونځي كښې د منځ څخه يو وړه خپله ژبه ې وتپله او لږ ځائى اردو ته وركړي نوري ژبى لكه هندي او بنګالي ته هم څه ارزښت وركړي خو انګريزى ژبه په ټولو برلاسه پاته شوه كله چى انګريز دهند څخه وژړل شول د هند سياست مدارانو په خپله تګ لاره كښې بدلون راوستي ځائى او مورنيو ژپو ته ارزښت وركړي چى ترښووښځيو او تردفترونو پوري ورسولي په مورنيو ژبو وخپرونو ته اجازه وركړه خو انګريزي ژبه ې هم وساتله دا وخت د يوه راپور سره سم د هند خبره روانه ده په ټول هند كښې دا وخت 1.2 ارب وګړي لرى اوبى شميره ژبى كښې ويل كيږى دا وخت دووښت(22) داسى دي چى په دولتى چوكاټ كښې منل شوي دي او دفترى كار پكښې كيږى ددي د څنګه څلور او يا(74000) زره خپروني په دولت كښې ليكل شوي او رجسټر دي او ددي د څنګه 82% وګړي ې لوستي دي ترټولي زياتى خپرونى لكه ورځپاڼى مجلى د اترپرديش په ولايت كښې ترټولو زياتى دي چى ددي څخه موږ اټكل كولي شوچى په هند كښې كښې وځائى ژبى څوني ارزښت وركول كيږى. اصل خبره دا ده چى په هند كښې وټولو ژبو ته موقعه وركول شوي ده چى دوي مورنى ژبى په ښووڼځى كښې ځائى وركړى او دا ټولي ژبى او كلتورې خپله تاريخي پاته او وراثت ګڼلى ده يواځى د هندى ژبى ورځپاڼه ډي نګ جګران(DAINIK JAGRAN) پنځه پنځوس ملين لوستونكى لري خوځائى ژبو هروخت په دي اړه په چغاري وهى دهند لس وړاندي ورځپاڼى په دي ډول په ګډون ډي نك جګران(۲) ډائى نك باسكر (۳) لوكمات چى په مرهټى ژبه كښې دي(۴) دائينا تهامنتي په تامل ژبه (۵) ماليالامينو راما(۶) ايندوانندا(۷) بازاپتريكا او د راجستان پتريكا او نوري ژبي ورځپاڼه دي چى ډير زيات لوستونكى لري داځكه چى د لومړى ورځى څخه دهغه ژبى په ښوونځيو كښې ويل كيږى او دولتى ارزښت وركول شوي دي او دفتري بڼه ې خپله كړي ده هم دهغه خبره ده چى د هغه ژبى مخ په وړاندى رواني دي او يوه داسي ويره نشته چى دهغه د نورو نړۍ والو ژبو وارو دمنځ څخه ولاړي شى. يوه نړۍ واله چيړنه او سروي چى په كال ۲۰۰۹ء كښې شوي ده په هغه كښې دا ښوونه شوي ده چى په ټوله نړۍ كښې لږو ډير وه زره(7000) ژبى ويل كيږى خو ددهغه ژبو ويونكى يو د بل سره برابر نه دي د بيلګي په ډول دښاغلى ډيوډ كرسټل په وينا د ټولو نړۍ والو ژبو څخه په سلو كښې څلور(4%) ژبى په سلو كښې سپږنوي (96%) وګړي خبري په كوي په بله مانا په سلو كښې شپږ نوي نړۍ وال وګړي يواځي په سلو كښې څلور ژبى ګاروي او ددي د څنګه نړۍ واله اداره (UNESCO)راپور كښې راغلي دي چى 2471 نړۍ والي ژبى دخطر سره مخامخ دي د ژبو نړۍ والو پوهان وائى چى دهغه ژبى په دوه ډول دمنځ څخه د وړولو هڅي رواني دي دوي وائى...... HISTORICALLY, WE SEE TWO APPROCHES TO THE ISSUE OF LANGUAGES. THE FIRST CAN BE CALLED THE MELTING POT APPROACH THAT BE MELTING POT APPROACH THAT BELIVES THAT THERE IS NO JUSTIFICATION FOR THE EXISTENCF OF ANUMBER OF MINOR LANGUAGES THAT THEY SHOULD BE PUT IN TO THE MELTING POT OF THE DOMINANT LANGUAGE THAT REPRESENTS POWER THIS APPROACH WAS ADVOCATED AND PRACTICED BY IMPERIAL POWER AS THEY TRIED TO IMPOSE THEIR OWN LANGUAGE OVER NATIVE POPLILATIONS AND IGNORED THE LOCAL LANGUAGES ژباړه:- د تاريخ د لاري ودي ژبوته (دمنځ څخه وړل) دوه نظري لرى يوداچى د خاوري دلوښى غوندى وګڼل شي او هغه چل ورسره وشي لكه دخاوري د لوښى سره چى كيږى دوي په دي باور لرى او دا لاره سمه بوبي چى ديو شميرژبو چى هغه نه ارزښت لري په كاردي چى دمنځ ولاړي شې اودهغه ژبى دي دمنځ څخه ولاړي شي او دخاوري د لوښي چلن دي ورسره وشې هغه لوئى ژبى چى سياسى زور او واك هم ورسره دي غواړي چى دهغه ژبى د منځ څخه ولاړى شى اودوي دخپل زور او امپراتوتوري لاره په زوره غواړي چى دهغه ژبى دمنځ څخه وباسي او غواړي چى د زور د لاري نوري ژبى د منځ وباسي او خپلى ژبى په نورو ناولده سيمو خلګو وتپوي او ځائى ژبى و ركي او ايري كړي (دوام لرى) ليك: عبدالجباركاكړ - بېرته شاته