(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عزم، حوصله او جدوجهد

د سر د بقاء په جنګ کي د پښتون قومي تحريک له خپل مرام سره کمټنټ بېخي په څرګنده توګه ثابتوي، چي تحريک په دې مبارزه کي د کوم کنفيوژن ښکار نه دی بلکې له دې حتمي پرېکړې سره مخ په وړاندي روان دی، چي په دې خاوره کي به يا خېر او يا شر حاوي پاتې کېږي، د دواړو موجودګي بېخي ناممکن امر دی. د ژوند او مرګ په اخ و ډب کي غېر جانبدار پاته کېدل دښمن ته مرسته مهياء کول دي. په پښتونخوا کي د خپل واک په لار او هم د خپلې قامي پشت پناهۍ په زور پښتون قومي تحريک له يو څرګند سټېنډ او سټانس سره په ډګر کي ولاړ دی، د دښمن سرګرمۍ هم د تحريک د قيادت او هم د کارکنانو خلاف دوام لري. دا په لومړي ځل کېږي، چي قيادت او تحريک په يوه نښه برابرېږي. د قيادت او کارکن تر منځ هغه فاصله نشته، کومه چي غېر عوامي او استبدادي سياستونو د قيادتونو او خلکو تر منځ حايل ساتلې وه. خلک د ټوپکو د ګولو مخې ته لېږل پخپله پټ پاتېدل، په بل شهادت پيرزو کول او په خپله د اقتدار په جنت کي اوسېدل...........!! مذهبي ګوندونو همدا کړي او هم يې کوي. نن هم اکثر سياسي ګوندونه پر يو کناره يوې موقعې ته ولاړ دي، چي حالات په کومه ډډه اوړي او دوي پکي چرته ځان محفوظ ساتلی او ځايولی شي. په ټول جنګي تناظر کي يوازې يو ګوند ټارګټ ګرځېدل څه ښکاره کوي؟ همدا ښکاره کوي، چي دا تش يو ګوند نه دی بلکې په اصل کي د پښتنو رښتينی قامي تحريک دی. همدا د قومي تحريک فريضه ده، چي په سختو حالاتو کي د سختو فېصلو د کولو توان او جرات ولري. ددې توان او جرات مظاهره چي نن اې ين پي په کوم انداز کوي، ددې له اهميت او عظمت نه روشن ضمير څوک انکار نه شي کولی. پښتونخوا د ترهګرۍ په آفت کي وه، د سېلابونو آفت يې ځپلی انفراسټرکچر نور هم ور وران کړ. خو له دې باوجود په پښتونخوا کي ژوند له مرګ سره مصلحت ونه کړ، د ژوند تحريک د هلاکت خېزو افتونو په وړاندي ودرېد. په قدرتي او هم انساني آفتونو کي يوازې هم دا سياست له خپلو خلکو سره تړلی پاته دی، نور هيڅ نشته، نوره درنه خاموشي ده، ځکه چي ددې نورو سياستونو له خلکو سره تعلق د يو پارليماني مفاد دی، د خلکو بقاء دوی ته هيڅ ارزښت نه لري. پښتونخوا حکومت د وسايلو د فقدان باوجود د عوامو د خدمت په جذبه او د انسانيت د بقاء په مرام تر بل هر صوبايي حکومت ځان په څو چنده کامياب ثابتوي. په پاکستان کي له حکومتونو تمې نه شي کېدی خو د پښتنو حکومت يوازې حکومت نه بلکې د خپلې بقاء او ارتقاء دوامداره سياست هم دی. دې سياست په حکومت کي خپله لهجه بدله کړې نه ده بلکې د يو اوږد تاريخي سفر په جريان کي له جمهوري او سيکولرو قدرونو د برخمنې لهجې حامل دی. د قام سياست بايد د قام په ژبه د خبرو سليقه ولري. داسي نه ده، چي موږ مطمين يو، په غلامۍ کي اطمينان ډېر مشکل وي خو موږ د امکاناتو په صورت کي پرته ددې سياست د سپورټ کولو نه بله لار نه وينو، موږ که له دې سياست نه لرې کېږو نو د دښمن د سياست په ګټه تمامېږو. پکار دا ده، چي نور جذباتي او سطحي اپروچ غوړېدلو ته پرې نه ښودل شي ځکه چي دا وخت ساينسي بنيادونه معارفي کړل شوي دي، دا خبره په ډېر اعتماد سره کېدی شي، چي د پښتنو قومي سياست تر ډېره حده معاصر ساينسي بنيادونه افاده کوي، د مسايلو د فېس کولو او له نړۍ سره په ژبه د پوهېدلو توان لري او هم د مفاهمت هغه لازمي شرايط پېژني، له کومو بغېر چي په جديده دنيا کي ژوند ممکن نه دی. پر داسي لارو د مسلسل سوچ تقاضا کېږي، چي د امنيت منزل ته پرې په تګ کي اساني او هوسايي پېدا کېدلی شي. د تجسس عمل په افسانوي او جذباتي اپروچ شنډول ماتې ته ځان لنډول وي. اوس وخت ددې دی، چي ټول قام په وړاندې يوه سوالنامه ولري او د هغې د ځوابونو لټولو لپاره خپلې سترګې او خپل ذهن په آزاده توګه پکار واچوي. له لوستې طبقې نه دا تمه کېږي، چي د پاکستان مېډيا د خپلو معلوماتو او د نتيجې اخذکولو بنسټ ونه ګرځوي بلکي پر ساينسي لارو حقايقو ته رسايي وکړي. له موږ سره غميزه دا مطرحه ده، چي وطن زموږ دی، تشريح يې راته پردي کوي. دلته ددې سوال اوچتول راته بېخي برمحل ښکاري، چي زموږ د وطن دولتمنده طبقه موږ ته د معلوماتو کوم سورس ولي نه راکوي؟ د اليکټرانک مېډيا د افادي نه علاوه تجارتي اړخ ولي زموږ له خلکو پنهان پاته دی؟ د يو اوږد او لوی جنګ په تناظر کي خپل پښتون تحريک ته هم دا سوالونه پر ترجيحي لسټ ايښوول پکار دي. بې له مېډيا ګزاره نه شي کېدی او بل دا چي د پاکستان له مېډيا سره ګزاره نه شي کېدی. په داسي حالت کي خصوصي پاملرنې ته ضرورت دی.. په پاکستاني کي اداراتي پاليسۍ د خپلو سياسي مخالفتونو د وهلو او د تجارتي حرص مندۍ د څرګندولو لپاره شدت پسندۍ ته د جواز ورکولو په هڅه دي. په لوړه کچه په رياستي تناظر کي هيڅ داسي يو وژن نه ښکاري چي ترې د دهشت او شدت د مخنيوي تمه وشي. اکثر خو داسي ښکاري چي عوام تر مېډيا په څو چنده د بالغ نظرۍ مظاهره کوي. موږ د تاريخ په ارتقايي پړاؤ کي له يو شديد بحراني پړاؤ نه تېرېږو، په دې کي خپله بقاء يوازي په ساينسي بنيادونو ولاړ سياست باندي يقيني کولی شو. نور پتياوي او افسانوي سوچ کوم ځای نه شي نيولی. له ذهنونو د هغو رويوصفايي ضروري ده، چي تر اوسه يې له زمکنيو حقايقو سره اشنايي پېدا نه کړه. موږ نور له خپلې زمکې سره نابلد نه شو پاتېدی. زموږ زمکه زموږ سرپرستي غواړي. دا سرپرستي په ټينګ عزم، حوصله او جدوجهد کېږي. Azzam, Hauseela au Jedojahehad (Mabariza) By: Khanzaman Kakar - بېرته شاته