(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يادونه اونكلونه

خبر يې !زموږ دكلي فتح خان دشپيتو بړيڅو سره له ملكه ودانگل ٠ كرمى هم ورسره و ٠ كرمي ډيرې لاري ووهلي ډير كاروانونه يې لوټ كړل ٬ بيا يې ډير پاټكونه جوړ كړل اوډير څه يې را ټول كړل خو اخير چې دمغلو په چړو ومړ نو بيا رابيا گلې ورته جسد څيرې كړ ٠جسد يې ورته وچ كړ اودگوارو په لويه كلا كې يې وساته ٠چې گوندې يوه ورځ يې كلي ته يوسي خو باالاخره ۰۰۰۰ ٠ داموده دڅو ورځو اوڅو ساعتونو په څير تيره شوه ٠ بلكې دڅو ساعتونو په څير اودڅو شيبو په څير تيره شوه ٠ زموږ دنسل تور بريت اوتور ويښتان په كې سپين شول ٠ چې شاته مخ اړوو نو اوس يوه پراخه هديره پرته ده ۔دكلي دچنار ډډ هم چنجو خوړلى دى٠ښارو گانې اوكوترې په كې خپل غومبر وهي ٠ خو يوه خبره په كې داده چې اوس زموږ همزولې نجونې دويالې پر سر دلمر خاته په لور اوربل نه ږمنځوي دا ځكه چې وايي : كونډې بايد سينگار ونه كړي ٠ راشه له بلې دې خبر كړم ٠ رښتيا مامونۍ يې ووژله ٠ هغې دپښتنې پت يو رسم پر ځاى كاوه ٠ ميلمه ته يې تمباكو وركول ٠ خو ميړه ته يې تربره پيغور وركړى و چې ميرمن دې دميلمه سره پسېدله ٠ شيرعلم ناڅاپه راغى ٠ له سترگو يې وينو دارې وهلې ٠ دهغې لا دواده كالي په تن كې و اودلاسونو نكريزې يې لا نه وى سپينې شوې ٠ چارگل يې دمخ په كاسه كې رڼا كوله ٠اوږدې زلفې يې په ټټر ځنگيدلې خو دشيرعلم دچاقو گانو په وارونو سره دهغې خنداله مرۍ سره يو ځاى غوڅه شوه ٬خندا څه په خوله كې اوڅه هم په ټټر كې پاتې شوه ٠ په خوړ كې ټكى اوبه نه وې دمامونۍ په وينو راغلل سيلابونه نو دمامونۍ داستان اوس هره ورځ زموږ په چم گاونډ كې تكراريږي ٠ مامونۍ هره ورځ حلاليږي ٠ رابيا گله هم نشته چې پوښتنې ته يې ورشې اودشيرعلم په مخ توف وكي ٠ داځل په وستل كې هغه شور نشته اوهغه زور هم نشته ٠ په كلي كې ارامه بده ورځ ده ٠ ښاروگانې دچاودلو ديوالونو په سوړو ننوځي اونورې ترې راووځي ٠ ونې سمسورى دي خو اوس هر سهار ددنگې ونې اوچنار په جگه لښته هغه توراڼكه نه كښيني چې سندره ووايي ٠ يوازې گوگوشتكه كله ناكله راځي اوهمدا سندره ترپايه وايي : گوگو شتو ٬ گوگو شتو كه غوښي مو خوږى نه واى چا به ولې وويشتو ٠ رښتيا خبر يې ؟ يو وخت چې دپشه كال ډيره سخته گرمي وه كربوړو دديوالونو له سوړو گز گز ژبې راويستې وې ماران له تندې لښتيوته راوتلي و ٠ زه په لاره تيريدم ٠ دخپل كلي دوستل دخنډي ديوال شاته يو زلمى ناست و ٠ رباب يې غږولو ٠ پوه شوم چې داادم خان دى هغه په خوند رباب غږولو ٠ دسيد كمال اوببوجانې دمينې داستان يې د رباب په پردو كې غږولو ٠ پوه شوم چې دهغه په ذهن كې سيدكمال پښې ابلې سرتور سر اوچاودې پوندى دښيوې په سړك پورته روان دى ٠ دتوكل بابا زيارت ته ورځي چې ورته دوعا وكړي اوووايي : چې اى توكل بابا يا خو ببوجانه زما كړې اويا خو مې په دې تنكۍ ځوانۍ اور راپورې كړې ٠ بيا ادم خان ناڅاپه تال بدل كړدسيدكمال كيسه يې نيمگړې پريښوده ٠ ديوسف خان اوشيربانو غمجنه كيسه يې درباب په پردو كې سوره كړه اوټوله صحنه يې خپلې مخې ته راحاضره كړه ٠ ادم خان په رباب كې هغه كيسه را واخيسته چې يوسف خان هندوستان ته په لاره دى ٬ اوپه يوه ځنگله كې په يوه بوډا اوپير وربرابريږي ٠ هغه ترې پوښتنه كوي ٠ اودې ورته دخپلوتربورانو له لاسه شكايتونه كوي ٠ پير يې پر سر لاس راكاږي ٠ اويوسف خان ته دشيربانو دوصال دوعاهم كوي ٠ يو سف خان رخصتيږي ٠ پير ترى تم كيږي په دې دومره اوږده موده كې ان تر ننه پورې زموږ كليوال دهغه پير په لټه كي دي اوڅوك يې نه مومي ٠پير ورك اوترى تم دى كليوال يي گوري ٬ خلك وايي چې پير په كلي كې دى خو چاته ځان ورښكاره كوي اوچاته هم نه ٠ دا ځكه چې پير زموږ له كليوالو سخت خپه دى ٠ ادم خان لا په همدې نغمه كې و چې درخانۍ ورته ديخو اوبو له جام سره سرته ولاړه وه ٠ هغه سترگې راپورته كړې ددرخو په ليدو يي درباب شهباز له لاسه ولويد اوبيايي سترگې همداسې ددرخو په اننگو اودټټر په كوترو نښتې پاتې شوې ٠ زه لا دديوال شاته ولاړوم چې دشاعر دا خبره راته فكر كې راغله چې ويلي يې و ٠ درخانۍ به په سرتورې گډيدله چې به چيرته دادم درباب ترنگ شو له ځانه سره مې وويل : دا شاعران هم بلا كوي ٠ له ځانه خبرې جوړوي ٠ دلته خو چې زه گورم ددرخانۍ په ليدو دادم خان له لاسه شهباز ولويده اودرخانې چې گورم دادم خان په ليدو پركاله شوه اوداوبو ډك جام يې واړاوه ٠ شاعران دې هم خداى لري چې څومره اوتې بوتى وايي ٠ په همدغه شيبه کې دجومات له موړې نه پايو خان پر ادم خان غږ وكړ چې ادمه نور دې له كلي پښې وباسه ٠ خو په هغه ورځ دځمكې په پاس چت كې هيڅ نوكريوال نه و دنغلو دبرښنا پايه هم چا الوزولى وه برښنا نه وه كنه نو ما به دادم اودرخو دزړونو درزاوى تاسو ته په ام پي ترې كې ثبتې كړى واى اواوس به مو اوريدلې واى خو وروسته خبر شوم چې دبرښنا دستنې الوژونکې په پښه ټپي دى او اوس په لار گوډ گوډ ځي ٠ ياره داسمه ده !كه زموږ دليدو كتو كلونه لږ تير شوي دي خو دا دروغ په شرع روغ دې چې موږ يوه پيړۍ شاته واچوله ٠ په دې موده كې مو ايله بيله دومره وكړل چې دژوند خوند زده كړو ٠ خو زه چې وينم ستاسو تور ويښتان هم رنگي دي ٬ عينكې مو هم ذره بيني كړي دي ٠ خو يوه پوښتنه درنه كوم چې څرنگه يي دشعر ملايكه درته كله نا كله دخشكيار اوشاه تريني كيسه كوي اوكنه ؟ شاترينې دخشكيارد ځوانۍ په ليدو سره ځان له موذې وژغوره اودخشكيار دغاړې هار شوه ٠ ځكه هغه په دې پوه وه چې : موذې په مينه څه پوهيږي ٠ په گيډه يې موړ كه تر سبا كوي خوبونه خو يوه بله به هم درته ووايم : ارومرو چې خواشينى به شې ٠ مومن خان تيره اونۍ دشيرينو دپلار په باغ كې له شيرينو سره وليدل ٠ لومړى يې خواوشا وكتل چې څوك نه وي ٠ خو چې ډاډه شول نودواړه دگلابو دبوټې لاندې كښيناستل اودواړو يو بل ته دمينې اظهار وكړ ٠ شيرينو دمومن خان خبرې په زور وزير واورېدې ٠ اومومن خان هم ومنلې ٠ تيره پنجشنبه مومن په دروازه كې دقران پاک لاندې تير شو ٠مچ يې كړ اودبلخ په لور روان شو دا ځكه چې شيرينو ورته ويلي و چې : ورشه له بلخه دونيا راوړه په رواجې دونيا مې پلار نه دركوينه له دروازې څخه په وتلو سره دمومن خان مور داوداسه دكوزې يوه ډكه كوزه اوبه دهغه پسې وشيندلې اوبيا يې دجوارو سوكړك ورپسې تول كړ ٠ دكابل نه واوښت ٠ اودشمال په لار دجنگل باغ په سيمه كې څو تنو ټوپك والاو ودرولو ٠ په بډه يې څلور سپينې روپۍ وى ٠ ترى راوې ويستلي اوترې وايي اخيستلي ٠ خو چې كله تاشقرغان ته ورسيد ٬ نو يو پهلوان پخپله ولاړ و جيبونه يې ورته وپلټل ٠ يوازې يوه سړه چنډه سوكړك ورسره و٠ له هغې يې هم نيمايي لا له مخه د اوبو اوايلنې سره خوړلي و ٠د پهلوان سړو هغه په مرگ وواهه ٬ يوازې دومره يې ورته وويل : په دې لار بيا بې پيسو رانه شي ٠ مومن له څه زياتې مودې وروسته بيرته تيره شپه كلي ته راغى ٠ په كلي كې يوه اوږده شپه وه ٠ دا شپه لكه دولس كاله شپه ٬ داسې لكه چې كوم استازى معراج ته دراز ونياز له پاره تللو ٠ خو دمومن صبر ونه شو په توره شپه كې دشيرينو كټ ته ودريد اوچې هغې چيغه كړه نو ظفر په خپلو چاقوگانو سورى سوى كړ ٬ اوچې كله شيرينو دتيلو چمنۍ ولگوله نو ظفر خان هاغه وخت وپيژندلو چې دا خو مومن خان دى٠مومن سورى سورى په وينو كې سور پروت و ٬ خو ظفر خان هم چاقو پخپله گيډه ومانډه اوشيرينو هم چې كله پوهه شوه نو په مومن پريوته اوان ترننه دهغه له سره ټټر نه راپورته نه شوه ٠همداسې پرته ده او اوس هم سلگۍ وهي ٠ ابله ورځ رابيا گلې دفتح خان مړى په اوښ تړلى و٬نور اته پنځوس بړيڅ يې ښخ كړي و ٠ بيا په وطن راغله ٠ دمومن خان دكلا له مخې په داسې حال كې تيرېدله چې داوښ جلو يې په لاس كې نيولى و ٠ خو دليلامي سراى دوكاندار په نريو قمچينو رابيا په پښو ووهله ورته وې ويل چې ولې دې دپښو بيجلكونه ښكاري ٠ فتح خان له تابوت نه سر راپورته كړ ٠ دليلامي سراى پلورونكي ته يې وكتل ٠ همدومره يي له ځانه سره وويل ٠لكه چې قيامت رانږدي شويدى ٠ بيرته يې په تابوت كې سركيښود ٠جنازه زموږ دكلي په كوڅو ننوته دكلي په وستل كې ډير خلك راټول و٠ ما چې مخ واړاوه نو يو بريتور ځوان مې په ونې پورې تړلي وليد ۔ داكبر پاچا سپاهيان ترې تاو وه ٠ په لښتويې وهلو٠ ماويل دا څوك دى ؟۔ يو ماشوم وويل دادشهۍ عاشق دلى دى٠ هغه ددې له پاره چې خپله معشوقه ترلاسه كړي اوواده يي كړې نو داكبر پاچا غلا يي كوله خود اكبر پاچاسړو ونيو بندي يې كړ اوس هالته گورې شهۍ هم هالته په هاغه كونج كې ناسته ده ۔ شهۍ ورته له ورايه كتل ۔ شهۍ سرتوره وه ۔ ټكرى يې پر لاره لويدلى و اودهغې مجنون دلى په لښتو وهل كيده ٬ سپاهي چيغه كړه چې ژر يې مړ كړى كه ژوندى پاتې شو نو له ټولې پاچاهې نه به گرد پورته كړي ٠ خو شهئ ورته له ورايه كتل ٠دلي ورته په موسكو شونډو وويل مه خپه كيږه كه زه چا نه واى تړلى نو ستا له سره به ټكرې نه و لويدلى ٠ شهۍ ويل ستا ژوند مې په كار دى ۔ دلي وويل :مه خپه كيږه زموږ مور ډير ارموني زيږولي دي ۔ ولد يې زما دپلار كښلى خو خداى خبر چې دچا اولاد دى ۔ تابه هم كوم يوچاته په نكاح كړې ۔ شهۍ ويل : سودا مه كوه ٠ هغه بيا ويل : زه پوهيږم كه زه ژوندى نه ووم ستا چړ ي ليورونه به تا په كوم لاروي وپلوري ۔ ما اوس په خپل نوي سفر كې شرم نه دى بار كړى ۔ زه په دې پوهيږم چې يو وخت به وروستي نسلونه ووايي چې دلى غل نه و بلكې دشهى عاشق و ۔ دعشق مرتبه تر هرڅه لوړه ده ۔ په همدې خبره دلي خپل روح حق ته وسپاره ۔ لندن ۔ ۱۸ ۵-۲۰۰۹ Yadoona ua Nakloona By: Mohammad Akbar Kargar - بېرته شاته