(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نهه کلن ناين اليون

ناين اليون نهه کلن شو. په دې نهه کلنه دوره کي د ترهګرۍ مظهر په نړېوال سياست کي يو بېخي وسيع البنياد ټرن ثابت شو. افغانستان د خپل ځانګړي جېو پوليټکل موقعيت په سبب براه راست د عالمي تبدل په پروسه کي تر ټولو زيات متاثره واقعيت دی. يو دلچسپ حقيقت، چي سرچينه يې د ناين الېون د سياست په فينومينا کي ده، هغه دا چي افغانستان د اسيا نه بلکې د دنيا زړه دی. که دا زړه ناښاد او نارامه وي، د دنيا په وجود کي د ښادۍ او آرامۍ ساه نه شي غوړېدی. په دنيا کي د امن د امکان تصور په افغانستان کي امن ته مشروط او پابند دی. دا شرط او پابندي د نړېوالو سټراټيجيو د تشکيل بنسټيزه تيږه تراشي. د امن د خواهش او تلاش واقعيت په خپل ځاي، ولي د امن د قيام انتظار تر اندازې زيات اوږد ثابت شو. دنيا په خپلو تجزيو کي غلطي کوي که رنځ بېخي ژور دی خو حقيقت دا دی، چي ددې خاورې مظلوم اولسونه نور د جنګونو متحمل نه شي کېدی. د افغانستان د مسئلې په تناظر کي د شريک ملت او شريکې جغرافيې په سبب پښتونخوا په بدترين جنګي عتاب کي ده. د لر و بر افغان په ضد د ترهګرۍ پديده په رياستي کچه روزل کېږي. د ويکي ليکس د زرګونو اسنادو تر انکشاف وړاندي دلته کي په لکونو اسناد او عيني شواهد موجود وو، چي ترهګري د پاکستان رياستي پديده ده. دپاکستان د پخوانيو استخباراتي مشرانو لپاره په خپل ماضي کي د افتخار تر ټولو ستره حواله په افغانستان کي د جهاد ايجاد دی. خو د دوي دا "افتخار" که نن په پنجاب کي خپله عملداري ثابتوي، نو دوي ته د ښو او بدو طالبانو د تميز څرګندول مهم شي. د دنيا د نړېوال کلي په حقيقت کي نن ترهګري د سرحداتو نه مبرا چېلنج دی. جنګ خور شوی دی. د جنګ نه د مسئلې اصلي خالق (پنجاب) هم محفوظ نه دی. تر ټولو مهم پرمختګ دا شوی دی، چي دنيا دې حقيقت ته رسېدلې ده، چي د ترهګرۍ جرړې په افغانستان او پښتونخوا کي نه بلکې په پنجاب کي دي. په دې حقله بې شميره مستند مواد مخې ته راغلي دي . تر ټولو دلچسپه نکته دا ده، چي د دنيا د سخت فشار او د پاکستان د لوېدلي معيار باوجود، په پنجاب کي منتخب عوامي حکومت جهادي تنظيمونه سپورټ کوي، رسمي تعلقات ورسره پالي او له سرکاري خزانو يې په مراعاتو نازوي. دا جهادي تنظيمونه يوازي د افغانستان او پښتونخوا په تخريب مامور نه دي بلکې په هند کي د ورانيو محرکين دي. آن دا چي بهترين دوست چين او اسلامي ورور ايران ته ترې هم ګواښونو ولاړ دي. کمال يې لا دا چي تر امريکې هم فېصل شهزادګان ايکسپورټ کوي. بنيادي نکته په اوسني سياسي تناظر کي دا مطرحه ده، چي پاکستان د ترهګرۍ ايکسپورټ کوي. له دنيا سره په تعلق کي د اجمل قصابانو او فېصل شهزادګانو لېن دېن کوي. په دې حقيقت نن ټوله دنيا قايله ده، چي تر څو د افغانستان د رنځ تشخيص او علاج نه وي شوی تر هغو په خطه کي امن دوست سياستونه کومې مثبتې نتيجې ته نه شي رسېدی. د افغانستان په حقله د امريکا په نوې سټراټيجي کي له ۲۰۱۱ نه د ځواکونو انخلا او د ولسمشر کرزي په قول په ۲۰۱۴ء کي په بشپړه توګه واک د افغان ملي قواوو ته د انتقال موضوع په تحليل کوونکو حلقو کي جدي ګرځېدلې ده. که امريکه وځي، آيا افغانان به پر خپلو پښو د ودرېدلو وي؟ د ګاونډيو د مداخلې ضمانت به څه وي؟ د افغانستان د تباه انفراسټکچر تعمير نو او د اقتصاد معيار به څنګه وي؟ او ددې نه علاوه دافغانستان د ملي قوې صلاحيت به څومره تقويه شوی وي، چي د وسلو پر رجحان قابو وساتي او د امنيت تامين يقيني کړي؟ د ولسمشر کرزي او نورو ملي کړيو لخوا په تکرار يوه خبره مخې ته راځي او هم د جرګو او کنفرانسونو مرکزي خيال جوړوي، چي نړېوال دي په افغانستان کي د عسکري انتظاماتو په نسبت د زړونو او ذهنونو د ګټلو مبارزه توده وګرځوي. د افغانستان د تاريخ او کلتور مزاج ته د ي جدي پاملرنه وشي. داسي فعاليتونه دي تر سره شي چي د يرغلګرۍ عنصر پکي محسوس نه شي بلکې د يوې پراخې انساني خواخوږۍ څرک ترې راڅرګند شي. د مفاهمت او مزاکراتو عمل عمده ګام دی، خو د مفاهمت او مزاکراتو په پروسه کي دي هغه لاسونه درک او افشاء کړل شي، چي د خنډونو د ايجادولو په موخه مخې ته راځي. په دې لړ کي د افغانستان د استقلال درناوی به د هرې ضابطې او اعلاميې سرفهرست نکته وي. نړېوال که انسانيت له ترهګريو محفوظ ساتل غواړي، په لومړني پړاؤ کي به د سټراټيجکي ژورتيا لېوني خوبونه په خاورو لړي.د سټراټيجکي ژورتيا مقصد د افغانستان پر استقلال او هويت يرغل راوړل دي. يوا خوا په افغانستان کي سټراټيجکي ژورتيا غوښتل او بل خوا د ترهګرۍ خلاف جنګ په نوم اجرتونه ټولول د منافقت انتهاء ده. نړېواله ټولنه او ددې سيمې امن دوست نهضتونه ددې منافقت په ضد د جنګېدلو بغېر خپل نجات نه شي يقيني کولی. وخت د دې دی، چي د ترهګرۍ سرچينې وچې کړل شي او د مبارزې په لار هر ډول غېر سنجيدګي او دوه مخي دي محکومه کړل شي. د مسئلې حل په دې کي نه دی، چي د ونې بالا څانګې دي پرې خو اوږدې جرړې دي په ځای پاته شي. ولسمشر محترم حامد کرزی رښتيا وايي، چي که نړېواله ټولنه په افغانستان او سيمه کي د امن تامين ته وفاداره ده، نو په زغرده دي د ترهګرۍ تربيت ګاه په نښه کړي. د افغانستان د مسئلې حل د افغانستان په داخل کي نه دی بلکې په بهر کي موقعيت لري. د روانو جنګونو په جريان کي مظلوم اولسونه داسي تراژيدۍ تېروي، چي د کلونو کلونو د محنت شتمني يې په څو شېبو کي د خاورو شومه ګرځي. د صنعتي ژوند په سبب انساني آبادي ښارونو ته منتقل شوې ده، خو په دهشت زده چاپيريال کي ښارونه د بې امنيتۍ لوی سمبولونه دي. د ويرې او دهشت په فضاء کي د ژوند ټولې چارې مفلوج دي. سرونه د سېورو په تلاش دي. هره عوامي اداره ورانه او تباه ده. د پښتنو په کلتوري چوکاټ کي د جومات او حجرې غوندي د شريک اجتماعي ژوند تصور په وينو سور او لولهان دی. ثقافتي او تفريحي مرکزونه وران دي، تعليمي ادارې تباه او د علم و ادب سرګرمۍ په ټپه ولاړې دي. د پرمختګ او پرمخيون هر ګنجايش په وحشتونو کي بنديوان او پاره پاره دی. په ټولنيزه توګه ذهنونه د مايوسۍ ګرځونو نيولي دي، د عدم ِ تحفظ احساس، بد اعتمادي او ډيپرېشن غوړېدلي رنځونه دي. په پاکستان کي د انساني حقونوهيڅ رياستي ضمانت او ذمه واري نشته. اوس دې ته "له انساني حقونو نه خالي خطه" وئيلی شي. په لنډه توګه دومره وئيل کېدی شي، چي انسانيت په الميو لړلی پروت دی. د انسانيت "قاتل" چي د رياست "اثاثه" وي، نو د بې تهذيبۍ او بربريت کوم صورتحال به وي؟ د ناين الېون په تناظر کي د پښتنو غوندي اولسونه يوازي پر دې سوچ نه کوي، چي د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره يو عارضي حل پېدا کړي بلکې د يو طويل المدتي او دايمي امن لپاره هغوي په يو پراخ تناظر کي داسي اپشنز هم تر غور لاندي نيسي، چي د خپلې بقاء ضمانت ورکوي. يو خوا دي غلامي وي، د ژبي، کلتور او تاريخ تحفظ دي نه وي، بې مکتبه او بې کتابخانې يرغماله خاوره دي وي، پر وسايلو مو دي اختيار نه وي خو بل خوا دي د چا د ترهګرۍ د فساد او کاروبار حق هم راباندي وي. داسي حب الوطنۍ د پاللو نه دي، په محکومو پښتنو کي که اوس هم څوک دې حب الوطنۍ ته وفادار وي، نو هغه به د دوي تنخواه دار وي. پښتون قامي تحريک د قام د بقاء په جنګ کي له يو سخت ترين پړاؤ نه تېرېږي، په دې لار د فساد د بېخ کنۍ تر څنګ د راتلونکي ژوند يوه داسي نقشه او خاکه هم ترتيبول پکار ده، چي نور بيا پښتانه او پردي فسادونه سره مخامخ نه شي او له پرديو فسادونو نجات په دې کي دی، چي له پردي غېر فطري حاکميت نه آزاد ملي هويت ولرو، يو مرکزيت او وحدت ولرو. نېمګړی او مات وجود پېوند غواړي، چي يو مرکز وي، د چېلنجونو د مقابلې توان به وي.
[email protected]
- بېرته شاته