(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښانک یاران

زما د ترور د ځوېي وقار احمد واده وو – د کلی د خلقونه علاوه د علاقي معزیزینو ته هم بلنه ورکړي شوی وا – د میلمنو د پاره د محمد آمین د نوی کورپه باغ کښي د میلمستیا بندوبست شوي وو- زه چه کله خبر شوم چه زمونږ د حلقي یو لوېي سیاسی مشر او لوېي خان چه تل په لوړ رتبه حکومتی منصبونو پاتي شوي دي هم په میلمنو کښی رابلل شوي نو ډیر خوشحال شوم چه عموماً خوزمونږ سیاسی مشران ډیر مصروفه وی وخت ورسره نه وی د واده میلمستیا ده یقینا چه څه وخت به ناست وی نو د کلی او علاقي په مسلو به خبري اتري اوکړو- دخپل د ماما ځوېی ته مي یوه کیمره هم پیدا کړه چه د مرکي په شکل دغه خبري اتري ریکارډ کړی – د میلمنو راتګ شروع شو خان هم سره د خپلو ټوپک زنو او انډیوالانو سعد الله خان او نورو خانانو سره راورسیده بړه ګړه اوشوه میلمانه کیناستل چه ساه صورت او دمه شول نو خبري اتري شروع شوي – زه هم په دغو خبرو اترو کښي شریک شوم او تپوس مي اوکړوچه خان ستاسو په حلقه کښي د علم او تعلیم څه وضعه ده او تاسو په مستقبل کښي د ځوانانو او جینکو د تعلیم څه منصوبه لرېي او که نا ؟ - خان اووېیل یره سعد الله خانه هغه وړاندي ورځو کښي په غره ایسوړو کښي د ګل باچا ماما د کورنېي واده وواو هغه مزیدار چرګان ېي پخ کړی وو چه سم خوند ېي کړي وو – ما بیا تپوس اوکړو چه خان په کلو کښي د صحت او د څښلو د صفا اوبو څه حال دي – خان بیا اوفرماېیل محمد فاېق خان د خیر آباد کنډ د داور خان مهیان خو به مي هیر نه شی او جهانګیری کښی خو جانس کبابی کباب جوړوی چه سړي ورسره ګوتي خوری- ما بیا تپوس اوکړو چه خان د کار روزګار څه مواقع متوقع دی او که نا ؟ - خان اووېیل عبد الاکبر خان هغه ورځ خوړه کښی واده وو الهام استاذ غوښه جوړه کړی وا خو څه بده مزه ېي کړی وا او ما خو الهام استاذ ته سل روپېي انعام هم ورکړو- زما د ماما ځوېي ماته بیا بیا کتل چه کیمره چالو کړی او که نا خو ما ورته اشاري کولي چه نا - زه فکرونو یوړم او د ښاغلی اجمل خټک بابا دا اشعار مي په مازغو کښي کړنګید ل
دا زه زوړ شوم فیصله نه شم کولي که نخري ډیري شوي نه ېي شم زغملي په یوه لاره په منډه منډه لاړم نن په ډیرو لارو تګ نه شم کولي باز په غر کښي کانړی خوری مرداري نه خوری اصل خپل کردار ته نه شی شا کولي د غرمي نه چه یخ سوری ته شی لټ شی دا کاروان منزل ته نه شی رسیدلي چه په هر قدم ېي سر وی په تلی کښي د غیرت میدان شی هغه ځوان ګټلي شیشم باغ او سردریاب دي پلوشي شی دي تیارو کښي لاره نه شمه وهلي د میدان سواره راپاتي رانه نه شول د ښانک یاران لښکر نه شی کولي
Mohammad Farooq Khattak Factory Admn International Telecommunication Systems operation . Riyadh Kingdom of Saudi Arabia Cell: +966 509957103 Tel. +966 1 2651997 Ext.102 Fax. +966 1 2651998 E-mail – [email protected] , [email protected]

مه راځه اختره مه راځه اختره پښتونخواه کښي نن ویرونه دی کډي مو په سر ډوب په اوبو کښي مو کورونه دی اختر چه د خپل کور کلی کوڅو کښي شی اختر شی مونږ خو یوُ بي کوره هر خواه بل راته اوروُنه دی نیم په آپریشن تباه څه خړو اوبو یوړلو اوسوزیدو ډوب شو نن هر خواه ته فریادونه دی چا نه به ګیله اوکړو چا ته به فریاد اوکړو برخه په نصیب مو نن هر خواه ته طوفانونه دی مونږتل لوبي کړی طوفانونو د چپو سره بل مو په جهان کښي د مړاني مشعلونه دی راشېی چه د میني رورولېي د ګلو کر اوکړو هر څو که د غم او حسرت ډک تراخه وختونه دی را به شی خټکه پښتونخواه باندي به وار راشی نُوره او همت چه مو د ژوند ټول سامانونه دی

ریاض سعودی عرب - بېرته شاته