(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هوښيارګل کاکا

په کلي کې چې به څه ستونزه پيښه شوه خلکو به هيځ فکر نه کولو څکه چې هوښيار ګل بابا وو کنه د هر مرض دارو. ژر به يې هوښيار ګل کاکا ته اواز وکړو. هغه به پخڼی پخڼی راغلواو ستونزه به يې په يو څو دقيقو کې حل کړه. ګل داد بابا تيره مياشت د ارټ کوهي ته ولويدلو. هوښيار ګل کاکا راغی ناړﺉ يې ورښکته کړه . او ګل داد بابا ته يې ووييل چې ناړﺉ د ملا نه تاو کړه او ځان کلک وتړه. بيا يې دوو ځوانانو ته ږغ وکړلو چې ناړﺉ پورته راکاږﺉ. ګل داد بابا روغ رمټ د کوهي نه راوتلو. پرون زيتون شاه کاکا خپل توت ته ختلی و چې کانګړئ له لښتې وريبي. خو چې راکوزيدلو نو دم ترينه وخوت او د راکوزيدلو چل ترينه هير شو. خلکو هوښيارګل کاکا خبر کړو. هغه بيا مشروټ مشروټ راغی هغه خپله زړه ناړﺉ يی زيتون شاه کاکا ته ورګوزار کړه. وييل زيتون شاه ځان کلک د ملا نه وتړه. بيا يې دوو ځوانانو ته ږغ وکړلو چې ناړئ په زوره راکاږﺉ. زيتونی خوار داسی په درز رپه وچه مځکه اولویدلو چې .....د زيتوني خوار ملا خو د ماتيدلو نه بچ شوه خو لاس يې مات شو. هوښیارګل کاکا خپل ځادر په اوږه سم کړلو او ورته يې ښه په قلاره ووييل زيتونيه نصيب دی خراب و کنی نو په دغه ناړﺉ مې تيره مياشت ګل داد د ډونګي کوهي نه روغ رمټ رايستلی دی. عزيزانو نور د نړﺉ سياست په يوه ناړﺉ نه کيږي. د هری ستونزی حل بيل بيل دی او په يو هوښيار ګل کيږي هم نه. هر څوک به د وطن او د ملت مالک کيږي. د نوي دور غوښتنې د پښتنو نه نوی ځوابونه غواړي. په ځانګړی توګه سياست به ډيجيټل کول غواړي . د سياسي ګوندونو ذمه وار خلک به انتر نيټ ته راخيژي. د مهاجرو د التاپ اوسين په کمپيوټر کې د مهاجرو د ګوند د ديرشو لکو کارکنانو او مشرانو بريښنا ليکونه خوندي دي. د هر سيکټر مشر يې په يو خاص وخت آن لاين کيږي. په يو کلېک پنځوس زره خلکو ته ايميل ليږل کيږي. پنځه څلويښت رضاکار هره ورځ اته ساعته کار کوي. زمونږه د سياسي ګوندونو څومره کارکوونکي او سيمه ييز مخکښان په کمپيوتر بلد دي. مونږه څومره تجربه لرو چې د نړئ نور قامونه د خپلو ستونزو نه خبر کړو؟ مونږه څومره پرانيستي ليکونه ورځپاڼو، او د بشري حقونو سازمانونو ته ليږو. اوبامه تر ۲۰۰۶ م کال پوری دغه کرکجنه توره کرښه نه پيژندله. د برتانيا لويي چارواکي ايف سي آر نه پيژني .آيا مونږه پښتانه سياسي ګوندونه دغه کار کولی شو. د پيښور پوهنتون ،د کويټي پوهنتون ، دکابل پوهنتون ،دخوست پوهنتون، د ګومل پوهنتون، د مالاکنډ پوهنتون، هزاره پوهنتون، اودل ولي خان پوهنتون مردان کې ښوونکي او زده کوونکي د پښتون افغان د پاره څه کوي ؟؟؟ په منځني ختيځ کې ميشت پښتانه افغانان ، په اروپا کې، امريکه کې او د لر اوبر پښتانه د يوه دريځ سره نړﺉ ته ودريدلی شي؟؟؟؟؟؟؟ ځواب لرﺉ ؟؟؟؟ په تاويلی ما ويلي نه وطن ساتلی شي او نه ملت، نور به د خپلو قلمونو توپې د خپلو نه راړوو او دوست دښمن به هم پخپله پيژنو او هم به يې نورو ته ورپيژنو. لندن - بېرته شاته