(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټولنپوهنيز –كلتوري بحثـ - لومړئ او دوېیمه برخه

لومړۍ مقاله ملا دروحانيت اوجومات نه په جلا تله كې شرقي فرهنگ ديو ډول روحانې اومعنوي ارزښتونو مجموعه ده ٠ داسلام سپيڅلي دين دافغانانو په فرهنگ اوټولنيز ژوند كې ژورې ريښې لري اويا په بل عبارت ټوله بوده اوتنسته يي له اسلامي عالي ارزښتونو جوړه ده ٠ زموږ په هيواد كې داسلام مقدس دين دعلم پوهي٬ ترقۍ اوتعالى له پاره مثالي اونمونه يي ارزښتونه را منځ ته كړي دي ٠ اسلام اواسلامي مناسك دپرديو په وړاندې تل زموږ دخلكو اواولسونو ديووالي اوپاڅون له پاره دالهام منبع وه ٠ دعلم اوپوهې په برخه كې موږ وينو چې زموږ په هيواد كې داوږدې كورنۍ جگړې وروسته دشلمې پيړۍ په سر كې مدرن تعليم رواج شو چې دحبيبې ليسې په پيل سره پيل شو ٠ له هغه دمخه زموږ دهيوادزياتره پوهان اوعالمان عارفان اوصوفيان ٬ فلاسفه اوحكيمان ٬ شاعران اواديبان داسلامي زده كړو له مركزونو ٬ مدارسو اوجوماتونو څخه راوتلي دي ٠ وايي چې دهارون الرشيد اومامون الرشيد په وختونو كې دبغداد په نسبت په بلخ كې دمدارسو شمير زيات و ٠ اوددغه مدارسو نصاب هغه مهال يوازې په دينې علومو پورې محدود نه و ٬بلكې ټول مضامين اوعلوم په كې شامل و ٠ زموږ په هيواد كې په كليو اوښارونو كې جامع جوماتونه دټولنيزو پريكړو مركزونه دي ٠ دغه راز مسجدونه دعلم اوپوهي دزده كړې مركزونه هم دي ٬ زموږ دهيواد ډير نامتو پوهان له همدغه جوماتونو څخه را پورته شوي دي ٠ خو پر دې ټولو سربيره چې ملې اسلامي ارزښتونو زموږ دهويت په ساتلو اوكره كولو كې مهم رول لوبولى دى ٬ دناپوهو اودپرديو سازمانونو له خوا داستخدام شويو ملايانو ډير بد تصوير زموږ په فرهنگ اوادب كې پرې ايښې دى ٠ زياتره څيړونكي دملا په اړوند يو خاص تفسير لري چې البته داسلامې زده كړو ٬پوهي اواصولو څخه جلا دى ٠ دملا په اړوند دغه تصوير دروحانيت دموسسې په باب تصور نه دى ٬ بلكې دروحانيت له موسسې څخه دناوړه گټه اخيستنې اوناسمو تعبيراتو په باب تصوير دى ٠ دپښتنو ټولنه په اوسنيو شرايطو كې يوه تيت پرك اوخوره وره پرته ټولنه ده دټولنيز اقتصادې ودې نشتوالي ددې سبب شوى دى چې يو ډول نه تواميت اونه انتيگريشن موجود اولاسبرى وي ٠ خو هغه څه چې په عامه سطحه كې په ټولو پښتنو كې څه كه دليكې اخوا ته اويا په افغانستان كې دي شريك دي چې هغه پښتو ژبه اوپښتنولي ده ٠ پښتو اوپښتنولي ددوى ديووالي اونږديوالي عمده فكتور دې ٠ دانگليسي پوه والتر بيلو H.W. Bellew په قول چې په نولسمه پيړۍ كې دپښتنو دټولنې دبيلابيلو قشرونو اوډلو څيړنه كوي اود A GENERAL REPORT ON THE YUSUFZAIS په نوم اثر يې كښلى د ٬دروحانيت په باب وايي : روحاني دملا طبقه (كلاس) ٬ يا دروحانيت نظم )) داستانه دار څخه توپير لري ٬ په دې كې چې دا دروحانيت يوه فعاله كتله ده ٠ دمذهبې ژوند له پاره دنړۍ يا دونيا پريښودل په خاطر دوې خپله انرژي داسلامي احكامو زده كړې اودرس وركولو په لار كې لگوي . استانه يا استانه دار كيداى شي خپل ځان دمذهبې احكامو له پاره وقف او يا وقف نه كړي.له دې امله كه دوى دا كار كوي دوى په اټكلى توگه خپل پلويان را پورته كوي ٠ خو يو لوى اكثريت ورسره زيات خوښ وي ٠دوى دونيايي ژوند په خوشالۍ اونيكمرغۍ سره پر مخ بيايي ٠ دوى دمذهب له پاره خپل ژوند وقف كو ي۔ په ټولنه كې ددوى كلاس اوس دپاملرنې وړ دى .ملا په څلورو كاتيگوريو( برخو) كې پيژندل كيږي ٠ امام - ملا – شيخ – اوطالب العلم ٬ امام په ساده توگه يودجماعت مشر دى چې په جومات كې را ټوليږي ٠ يا جماعت ورته ويل كيږي ٠همدارنگه رسمي دنده لري دجومات په اړوند په لمانځه كې ړومبنى مقام لري اوپه ځينو مواردو كې قران لولي اوهغه تشريح كوي . هر جومات خپل امام لري يا پيشوا ورته ويل كيږي ٠ دفتر اولقب دواړه ورته ميراثي دي ٠ ملا يو معمول روحاني دى ٠ په عمومي توگه څو ډوله اړيكي دهر جومات سره لري ٠ هغه اذان كوي ٠ لمونځ وركوي ٬ اوكله چې امام نه وي دهغه په غياب كې امامت كوي ٠ همدارنگه طالبانو ته مذهبي درس وركوي ٠ دلمانځه وركولو شكل داسلامي دوكتورين په اساس اودكلي ماشومانو ته درس وركوي چې څرنگه دلمانځه ډولونه زده كړي .همدارنگه دوى اكثرا دامامت په چوكاټ كې بريالي دي ٠ لقب اودنده اكثرا ميراثي ده خداى بخښلي كانديد اكاديميسين ابراهيم عطايي ليكي : (( مذهبي مشر ته ملا ويل كيږي ٠ ملا سربيره چې مسجد ساتي لمونځونه وركوي ٠ دمړې دگور اوكفن خدمت هم كوي ٠نكاح تړي ٠ ملا دسپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي اوكله چې ددوو رقيبانو ترمنځ توده جگړه روانه وي نو ملايان قرانونه پر سر نيسي اودجگړې ډگر ته داخليږي اوپه دې ډول جگړه بندوي ٠ كله كله په جرگو اومركو كې اصلي غړيتوب اخلي خو په لويو جرگو كې ملا دجرگې اصلي غړى نه وي ٠ بلكې ددعا له پاره هلته ورځي ٠ په دغسې جرگو كې ملا له جرگو څخه ليرې كښيني اوكله چې جرگه فيصله صادروي نو ملا ته دعوت وركوي اوهغه دخير دعا كوي ٠ دځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كيږي دهغه سرپرستي په منظم ډول دملا په لاس وي ٠ )) دپښتنو دقبيلوي حقوقي اصطلاحاتو قاموس ٠ ۲۵۶ مخ په وړو كليو كې يو اوپه لويو كليو كې تر څلورو پورې جوماتونه وجود لري ٠ دكلي خلك په گډه سره دجومات له پاره ملا نيسي ٠ دكلي خلك ملا ته سړي سر ( نارينه چې لمانځه ته ځي ٠ ) داوړي اومني په درمندونو كې غنم جوار ٬ د(اړى ) يا امامتۍ په نوم وركوي ٠ پردې برسيره ملا ته سرسايه ٬ خيرات ٬زكات ٬شكرانه ٬ اوداوسيدلو له پاره كور يا كوټه هم وركوي ٠ همدارنگه خلك دغم اوښادۍ په حالاتو كې دملا له پاره برخه هم ورليږي ٠ ملا يوازې دخپل ځان اودكور دافرادو له پاره جامې اخلي چې په ځينو وختونو كې دكلي شتمن اشخاص ملا ته دجامو داخيستلو له پاره نغدې پيسې هم وربخښي ٠ په كليو كې ملايان دا دندې تر سره كوي ٠ ۱. دكليو دخلكو له پاره پنځه وخته لمونځ وركوي ٬ اذان وركوي ٠ اومذهبي احكام تبليغوي ٠ ۲.په جوماتونو كې ملايان نجونو اوهلكانو ته درس وركوي اولمونځ ورزده كوي ٠ نجونې چې لږې غټې شي نو بيا جومات ته نه ورځي ٠ په جوماتونو كې دوه ډوله كسان درس وايي : يو هغه كليوال هلكان دي چې يا سهار دوخته اويا له ښوونځي وروسته جومات ته ورځي اوهلته مذهبي درس وايي ٠ بل هغه ماشومان يا هلكان دي چې په جومات كې په دايمي توگه مذهبې درس وايي ٠ دوي په لومړي قدم كې دچړي په نوم ياديږي ٠ دچړي دنده دا وي چې مشرو طالبانو اوملا ته دكلي دكورونو څخه ډوډۍ يا خواړه چې دټوك يا چنډې په نوم هم ياديږي ٬ راټولوي ٠ همدغه چړيان چې كله لږڅه زده كړي اولږ لوي شي نو دطالب په نوم ياديږي ٠ ملا همدارنگه دنوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې داذان كولو دنده لري ٠ كله ناكله دم اوتعويذ وركوي ٬ دقران مجيد په ختم كې برخه اخلي اوختم كوي ٠ دمړي دتدفين اوتكفين مراسم اومذهبى مراسمو څارنه اوپالنه كوي ٠ (۲)-- ۲۰۸ مخ دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت الفنستن چې دنولسمې پيړۍ په سر كې افغانستان ته راغلي اويو معتبر كتاب يې كښلى دى دملا په باب اودهغه دنقش په باب داسې يو تصوير وړاندي كوي وايي : ((په ټولنيز ډول دوى فعال اوپه نسبې توگه لايق كسان دي اودخپلې ډلې دگټو ښه پروا ساتي اواحتياط كوي چې خپل لوړ والي خوندي وساتي ٠ دوى دخپل ملك دډيرو برخو خاوندان دي ٬ دځوانانو روزنه دقانون تنفيذ اوپه ټول ملك كې دقضا اداره چې دپاچا تر واك لاندې ده پوره دوى ته ورسپارل شويده اودغه امتيازات له هغه احترام سره يو ځاى چې په ناپوهو اوخرافات خوښو خلكو كې ددوى دعلم په وجه دوى ته كيږي ٬ملايان په دې قادر گرځوي چې په ځينو خاصو حالاتو كې په افرادو او ان داشخاصو په يوې ډلې باندې نږدې نامحدود قدرت ولري ٠ حاكمان اونور ملكي مامورين تر څارنې لاندې ونيسي ٬ اوځينې وخت پخپله پاچا وبيروي اوزيان ورته ورسوي ٠ په مسلمانانو كې هغه وخت چې له شريعت نه خلاف كارونه كيږي له دغه قدرت څخه بده استفاده كيږي ٬خو په عين وخت كې زياتره وخت دملايانو له دغه نفوذ څخه دمملكت په ډيرو برخو كې چيرته چې دعامه سولي دټينگولو له پاره نور وسايل وي دشخړو اودعوو په فيصله كولو كې په گټور ډول استفاده كيږي ٬ ٠ ددغسې مذهبې شخصيتونو لښكرې زياتره وخت دهغسې دود ٬ دولسونو په منځ كې له اوږدو چپنو سره ښكاره كيږي چې دجنگ له پاره تيار اواماده وي ٠ )) ۲۲۱ مخ دكابل سلطنت بيان دپيښور چاپ الفنستن زياتوي : له هغو ملايانو پرته چې دينې منصبونه لري ٬ يا له دولت څخه وظيفې اومعاشونه اخلي ٠٠٠٠اوتر هغو لا ډير دكليو ملايانو ته چې دفصلونو يو څه ورته وركول كيږي اويا درمو گلو نه ورته يو څه وركول كيږي ډير نور ملايان دځمكو يوه برخه دبخشش په توگه په لاس كې لري ، چې يا يي پاچا يا يي دكليو مشران وركوي ٠ اويا ځيني افراد يې دميراث نه ورپه برخه كوي . ځينې نور ملايان دشرعي قانون په تدريس اوتمرين ژوند كوي ٬ نور يې په مكتبونو كې تدريس كوي اويا دشتمنو كسانو دزامنو شخصې معلمان وي ٠ ځينې نور يې دتبليغ په كار لگيا دي ٠ اواولس يې ژوند ورتامينوي ٬ځينې په هغو اوقافي وظيفو ژوند كوي ٬ چې دولت اوكلي يې شاگردانو ته ورپه برخه كوي چې دهغو په ملك كې سفر كوي اوځينې نور ملايان يا كوم كسب اويا دهقاني كوي ٠ اويا په خپلو نورو وسايلو خپل ژوند تامينوي اوپه خپله خوښه خپل تحصيل پر مخ بيايي اوسرگرمۍ لري .)) ۲۲۳ مخ هماغه اثر *****************

دوییمه مقاله

كله چې دپښتنوپه ټولنيز ٬سياسي اوپه تيره په كلتوري تاريخ خبرې كوو ٬ نو له لږې اولنډې سريزي وروسته ارو مرو چې په روښاني غورځنگ تم كيږو ۔ روښاني غورځنگ چې د بايزيد انصاري له خوا چې په روښان مشهور دى ٬پيل شو دپښتنو دهويت اوتشخص له پاره دعطف ټكى دى ۔ په دې مانا چې دغه نهضت داسې څه پښتنو ته وركړه چې دمخه يې نه درلودل : دمثال په توگه بايزيد روښان ديو متفكر په توگه يو لوى ذهني اوفكري انقلاب راووست ۔ دى پوره زړور سړى و ۔ چې په پوره زړورتيا يې وكړاى شول دمذهبي اوعرفاني پوهي په رڼا كي يو مشال بل كړي ۔ اودپښتنو دبرم اوعظمت د راژوندې كولو له پاره جنډه پورته كړي ۔ نوموړي دهيڅ راز تبليغاتو اوپروپاگندونو پروا ونه كړه ۔ اوپه پوره متانت يې هغه څه ( هم په مذهبي لحاظ اوهم په سياسي لحاظ ) وويل چې دمخه چا نه وويلي۔ بله داچى پيرو روښان اودهغه پيروانو وكړاى شول په پښتو ژبه كې دلومړي وار له پاره پوره اوبشپړ ديوانونه ايجاد كړي ۔ چې دمخه نه و ۔ همدا رنگه روښان پير دخيرا لبيان په ليكلو سره په پښتو كې داسې يو خط ايجاد كړ چې پښتو يې ددوزخ دژبې پر ځاى دجنت ژبه اودالهياتو ژبه وگرځوله ۔ په خيرالبيان كې دانسان هغه تهور اوجرات وينو چې په نورو نړيوالو اسماني كتابونو كې شته ۔ روښان اودهغه پيروانو په خپلو اثارو كې شرقي فلسفه اوتصوف اودهغه په رڼا كې دانسان يونيورسل ستونزه مطرح كړه ۔ اوبله داچې روښان يو سياسي شخصيت هم و چې ټولې ستونزى ورته له همدې زاويي ورپيښي اوځان يې په خپله لار كې فدا هم كړ ۔ كنه نو دى هم ملا وو ٬ په الهياتو له هر چا ښه پوهيده ٬ اودحالنامې په قول چې قاضې خان ورته وايي : (( ته په دغه جاهل (!) قوم ( مانا يې پښتانه دې ) څه كوي را ځه اوله موږ سره كار وكړه ۔ روښان په ځواب كې وايي : زه خداى پاك دهمدې قوم لارښووني ته پيدا كړى يم ۔ )) جوتيږي چې هغه په خپل سر كې ډيري سودا وى درلودې ۔ چې په دې بحث كې يې ځاى نشته ۔ ددبستان مذاهب مولف ليكي :....... راځو بلي مسالي ته اوهغه دروښان سره دپرديو زرخريدو ملايانو دوښمني وه ۔ په دې بحث كې په همدې مساله تمركز كوو . ځينې خلك وايي چې دروښان اواخوند درويزه مخالفت صرف مذهبي جنبه درلوده ۔ خو دا خبره اوس په ډاگه ده چې دروښاني غورځنگ سره دسياسي جنبش په توگه دمغلو دامپراتوري دپلويانو له خوا مخالفت كيدلو ٠ درويزه وايي :۰(( درويزه چې څه بيان كا واړه دين دپاك نبي بيانوينه ٬ پښتانه په بله ژبه نه پوهيږي ٬ ځكه دى يې په پښتو وروښيينه ٠ واړه دين دپاك نبي بيانومه ٬ وپوهيږئ مومنانو ددې پاك نبې له دينه په دا خپله ژبه پوه شئ افغانانو بل غرض مې په كې نشته مگر داچې شفقت كړم پر عاميانو ٬ هر چېي دا باور يې نه وي څه تهمت راباندې وايي ٬ هغه كس دې ودريږي له بې دينو له بې ايمانو ٠ )) سيد علي ترمذي مشهور په پير بابا اودده مريد اوخليفه اخوند درويزه دبايزيد روښان پر ضد دمخالفت جنډه پورته كړه ٠ سيد علي ترمذي دگورگانيانو خوريي اودگورگاني پاچا هانو له مقربينو اومعتمدينو څخه و ٠ كه چيرې دا خبره يعنې سياسې مخالفت نه وي نو ولې كله چې جلال الدين روښاني ماتې وخوړه اخوند درويزه هم خپلې ليكنې بس كړې ٠ تردې وخته پورې اخوند درويزه دمخزن الاسلام نه علاوه دارشادالطالبين ٬ تذكره الابرار والاشرار اوارشادالمريدين په نامه كتابونه ليكلي وو ٠ سيد تقويم الحق كاكاخيل مرحوم اوځينې نور پوهان په دې باور دي چې : .سره له دې چې ځينې كسان په دې باور دي چې اخوند درويزه بالكل په حقه وو اودده ټول تبليغ داسلام دمدافعيت له پاره و ليكن ځينې نور داسې عوامل اوخبرې منځ ته راغلې دي چې دهغو په وجه نن بعضې خلك داخوند درويزه اودهغه دپير طريقت پير بابا دغه ديني خدمتونو ته خالص په ديني نقطه نظر سره نه گوري ٬ بلكې په دې وجه چې بايزيد انصاري پښتون و اوپه مقابل كې اخوند درويزه اوپير بابا دواړه پښتانه نه و اوبل خواته بايزيد دهغې زمانې دمغول حكمرانانو په خلاف سياسي جد وجهد كولو ٬ نو دابعضې خلك دا خيال كوي چې كه اخوند درويزه دبايزيد انصاري مخالفت نه واى كړى نو بايزيد به دمغولو په مقابل كې دپښتنو دخودمختاره حكومت په جوړولو كې بريالي شوي واى ٬ اوهم په دې خيال نن ورځ داخوند درويزه په هكله نامناسب الفاظ هم استعمالوي ٬ ۔٬ ۔٠٠ داثارو اوشواهدو له مخې : سيد علي ترمذي شاه صاحب په اصل كې دتركستان و ٬ پلار يې دهمايون پاچا په پوځ كې صاحب منصب و ٬ كوم وخت چې شيرشاه همايون ته ماتې وركړه اوهمايون در په در گرځيده نو دسيد علي پلار هم ورسره ملگرى و ۔ ده داشرفيو ډكه هميانۍ خپل زوى (سيدعلي شاه ) ته وركړه اوپخپله له همايون سره ولاړ ۔ دشيرشاه سپاهيانو دغه هميانۍ له سيد علي نه واخيسته ٬بياكوم وخت چې دهمايون زوى اكبر پاچا هۍ ته ورسيده ٬ سيد علي دپير روښان سره مقابله شروع كړه ۔ (محمد اصف خان تاريخ سوات ۔ ) همدا ډول : داخوند درويزه تذكرت البرار والاشرار دوهمه برخه دافغانانوپه باب ده اوپه هغو كې دپښتنو داكثرو پيرانو ته بد ويل شوي د ي اودپښتنو په باب يې هم هر ډول بې مسووليته الفاظ كارولي دي٠ درويزه په دې خبره سخت تاسف كوي چې دپښتنو غرنۍ سيمې ولي دهغه وخت دپاچا هانو تابع نه دي ٠ اوباالمقابل دملكانو اوپيرانو تر نفوذ لاندې راغلي دي ٠ دا ټول داخوند درويزه دغوښتنو اوهدفونو نماينده گي كوي ٠ دمثال په توگه په تذكرت الابرار والاشرار كې ليكي :..... ۸۳ مخ قصه خانه چاپ ٠ اخوند درويزه نه يوازې يو ځاى بلكې ځاى ځاى پښتنو ته دجاهلو اوعهد شكنو اوپه خپل قوله دنه ولاړو خلكو اوداسې نور خطابونه كړي دي ۔ نوموړي چې په سيده توگه دمغلو دحكومت مبلغ وو ٬ په ډيره ماهرانه توگه دا خبره تلقينوي چې گويا پښتانه دخپل حاكميت دجوړولو وس اوتوان نه لري ۔ دا ځكه چې ډير خودخواه دي ۔ حال دا چې پښتانه دژوند انه له پاره اصول لري ٬ چې په هغه كودونو اومقرراتو كې هر څه حل دي ۔ خو اخوند درويزه دهغو يادونه نه كوي ۔ له بلې خوا داخوند درويزه اودپير روښان په وخت كې نور و اثارو دپير روښان اوافغانانو په باب دا ډول قضاوت نه دى كړى ۔ په ذخيرت الخوانين نومي كتاب كې چې دجهانگير پاچا ددورې نوابان معرفي شويدي ٬ روښاني نهضت ته داحترام په نظر كتل شوي دي ٬ دكتاب مولف شيخ فريدالدين بكري ددويم باب په سر كې وايي : (( درتبيين احوال امرايي عاليشان كه درزمان بهجت وسرور حضرت جنت مكاني جهانگير بادشاه عليه الرحمه والغفران بسروري وسرداري رسيده اند اوله دې څخه ښكاري چې شيخ فريد بكري جهانگير ته خاصه عقيده درلوده خو په عين زمان كې دى د روښانيانو په باب داسي ليكي : همدارنگه اخوند درويزه په دې ښه پوهيده چې روښان دپاچا هئ خيال په سر كې لري ٬ لكه چې وايي :...... (( دى هاله له ځانه خوښ شو چې مهدي شوم ٬ دمهدي چارې به كړمه ٬ لښكرې به كړم بنيادې هندوستان به ونيسمه ٠ اوازې يې كړلي گډې هر چې اس لري راځي اس په ما پورې باسي داكبر باچا ټانگې واړه زما دي ٠ )) مخزن ۱۲۳ مخ مشهور خدايي خدمتگار عبدالاكبر خان اكبر ليكي : دپير روښان اودروښانيانو پر خلاف مذهبي الزامونو اومخالفت كې لوى لاس دگورگاني بادشاهانو و ٬ هغوئ بادشاهي دپښتنو نه اخيستې وه اوپه دې وجهې دهغوئ سياسي دوښمنان پښتانه اولوديان كمزوري اووهل شوي وو ٠ دسرحد اودغرونو پښتانه يو لوى طاقت وو اوازاد وو په يوه مركز ددوى را جمع كيدل يعنې دكاڼې گرم نه تر سوات ٬باجوړ ه پورې دبايزيد دمريدانو پيدا كيدل اوبيا ليوني مريدان چې په هيڅ اړ نه و داداكبر لپاره لويه خطره وه ٠ ٠٠٠٠ حمزه شينوارى د(وركې خزانې )په سريزه كې خپل نظر داسې څرگندوي :(( پيرروښان دحنفي مذهب مقلد و اومسايل يې تر زياتره دحنفي فقې سره تعلق لري اخوند درويزه بابا په خپله په تذكرت الابرار والاشرار كې ليكي چې پير تاريك قايم اليل اوصايم الدهر دى ٬ ليكن دننه په زړه كې كافر دى ٠ اوس دا فيصله خو به انصاف پسند لوستونكي كوي چې كوم انسان ټول عمر روژه اوټوله شپه په لمانځه ولاړ وي هغه كافر كيداى څنگه شي اودزړه نه يې څوك خبر و ؟ زموږ كار خو هغه وخت دپښتو ادب دمعيار اندازه كول دي البته يو د وحدات الوجود مساله داسې شته ٬ چې دغو دواړو ترمنځه اختلاف سبب كيداى شي ٬ خو دا مساله بايد چې دچا دتكفير سبب ونه گرځول شي ځكه چې ډير اوچت اوسپيڅلي مسلمانان ددې مسالي معتقد وو ٠٠ په دې سلسله كې زياتره تحريك دمغولي پاچا اكبر ددين الهى داجرا هم مرهون دى ٠ داسې ښكاري چې پير روښان داكبر دكفر اوزندقئ په وجه توره ويستلي وه ٠ )) ۱۸۷ مخ ۔ادبي څيړنې ٠ (ماثرالامرا) چې دصمصام الدوله شاهنواز خان اثر اوپروفيسور محمد ايوب قادري په اردو ترجمه كړى دى ٬ روښاني نهضت دگورگانيانو په مقابل كي بغاوت اوفساد گڼل شوى دى نو له داسې مورخ څخه به څنگه دعيني قضاوت غوښتنه وشي ٠ ؟ دقاضي ميراحمد شاه په تحفت الاوليا كې داخوند درويزه نظر تكرار شوى دى ٠ ديوسف زايي پټان كتاب چې په اردو ليكل شوى دى روښاني نهضت ته دازادئ غوښتنې ٬ تحريك ويل شوى دى دكتاب مولف الله بخش يوسفي دمحمد عبدالشكور په حواله وايي چې بايزيد انصاري يو صحيح مبلغ ٬ رهنما ٬ سياستدان اواديب و ٬ خو حضرت اخوند درويزه دمذهبي تعصب دذاتي عناد اوسياسي اختلافاتو په وجه ده ته ملحد اوزنديق وويل ٠ مولف داخوند درويزه په باب ليكي چې دهغه اصلي نوم هم چاته مالوم نه دى خو دى په خپله شجره كې وايي چې دمور له خوا تاتاري مغول اودپلار له خوا يوناني يم ٠ دى ليكي چې اخوند درويزه پښتو ژبې ته دپير روښان دمخالفت په بركت ډير خدمت كړى دى ٠ پايله : دپښتو ادب يو عمده اولويه برخه دمغلوالې سره دمبارزې انعكاس دى ۔ دبايزيد اواخوند درويزه مخالفت سياسي مخالفت دمذهب په بڼه كې دى ۔ دواړه مذهبې عالمان دې خو توپير يې په دى كې دى چې اخوند درويزه ددربار په خدمت اودپښتنو دازادۍ دټكولو له پاره موظف دى ۔ نو له دې امله په بايزيد روښان اودهغه په غورځنگ دكفر تور لگوي ۔ اوس كه دغه اصل يعنې ازادي غوښتنه اواواسارت غوښتنه په فكري لحاظ وڅيړل شې ان زموږ ددوارن پوري داخوند درويزه ليكه اودروښان ليكه او صفونه سره دوام كوي ۔ په دې مقاله كې : دليكوال له يادښتونو سربيره ددې اثارو نه استفاده شويده : ۱۔ادبې څيړنې داستاد روهي اثر ۲۔ دبستان مذاهب ۳۔ دخوشال خټك اخلاقي ايديال ۴.روښان ياد نور بيا Mohmad Akbar Kargar - بېرته شاته