(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هنکونه یاSatires

سپی درنه غوږ يوړلو

خان داد بابا نن بيا قهريدلی دی او هغه هم خپل ځان ته قهريدلی دی ما ترينه په ويره ويره پوښتنه وکړله چې بابا خیر خو دی . خان داد بابا په نسوارو ابته توکاڼې توکړلی چې نيمې يې په ږيره لاړلې ويل خانه څه به اووايم خو چې دا چا ټيک وييلي دی چې د شپيتو شي نو د ويشتو شي. پرو ن سهار په لاره تللمه دغه د ميردادي زوي ناڅاپه چيغه کړه چې بابا غوږ درنه سپي يوړلو. بس ما نو ما هم دوه پښې خپلې کړی او دوه پردﺉ او په سپي پسی مې منډه کړه . يره داسی يو ميل به تللی ومه چې ګل مير بټياري وليدم ويل ولی ما ورته ويیل دغه سپي رانه غوږ يوړلو هغه وخاندل ويل خانداده غوږونه خو دی دواړه سم دم سلامت دي. ما چې غوږونه ومروړل نو دواړه سلامت و. نو بيا مې وييل چې اوس يو غوږ خامخا نيمول غواړي کني نو خلک به څه وايي . دغه زمونږه د ټولو پښتنو کيسه ده خپل مازغه مو د قبر چينجو له پټ ايښي دي او بيخي کار ترينه نه اخلو. او چې ريښتيا راځي نو دروغو راله کلي وران کړي وي . دغه لوبه موږ سره د پاکستان ميډيا کوي ګنګوسې چې ځينې خلک ورته افواګانې هم وايي په پښتون سيمه کې د دښمن يوه ډيره ګټه وره وسله ده. چې د ديرشو کلونو نه د افغانانو او افغانستان پر ضد کارول کيږي. چا ووييل چې امان الله خان په اروپا کې شراب وچښل او ملکه ثريا تنګ کالي واغوستل. بس ملا ورباندې ټاپه ووهله او پښتانه افغانان هله قلار شول چې خپل غازي امان الله خان يې روم ته ورسولو. نو د پنجاب لاسپوسو خبريالانو، ټيليويژنانو، ورځپاڼو ، ملانو او پوځيانو هم دغه د ګنګوسو په وسلو زمونږه وطن په دوزخ بدل کړی دی. اوسين احمد،سراج الهک پذل رامان او مناور اسن په خپلو ويناګانو کې د تورو اوبو يا بليک واټر ګنګوسه خپروي. اميد ګل ته د تاليبانو د ګټې او نړيوالو د باييلاد د ګنګوسو خپرولو کار په غاړه دی. پخواني ډګروال امام ته د لشکر طيبه د زور د ګنګوسو دنده په غاړه ده او رامان ملک ته په کراچۍ کې د پښتنو د تورنولو د ګنګوسو کار سپارلی شوې دی. انسار اباسي او کاشپ اباسي د سياستوالو پر ضد ګنګوسی خپروي. نو پښتانه ورورڼه بايد په دغه ګنګوسو ځان پوهه کړي او د خپلې ملي ګټې لپاره ګنګوسې خپرې کړي. يا د دغه ټولو ګنګوسو ريښتونولي ولټوي او لامل يې وسپړي چې دښمنان دا ګنګوسی د کومو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپروي *****

غويي ملا

غويې ملا زمونږه د صوابۍ د يوسفزو د حجرو او جماتونو د خبرو اترو يوه د خوند برخه ده. اوريدلي مې دي چې غويي ملا به يې ورته ځکه وييل چې دومره غښتلی و چې په يواځی ځان يې غويي راپرځولی و. يوه ورځ په زروبۍ کې يا په يخ کويي کې (ټهنډکوﺉ) کې د ملانو غونډه وه چې د مانځه وخت شو نو ملان نه سلا کيدل چې کوم ملا پسی لمونځ وکړي نو د ډيرو خبرو اترو نه ورورستو په غويي ملا سلا شول چې دی به امامتي راکړي. غويی ملا امامتۍ ته مخکې شو نيت يې وتړلو چې وړومبې سجدی له لاړو. نو ډير وخت تير شولو خو د غويي ملا د سجدی څخه د پاڅيدلو د الله اکبر ږغ رانغلو نو په مقتديانو کې يو تن سر راپورته کړلو چې ويي کتل نو غويي ملا نه و او د امام موسله خالي وه. هغه په نورو ملانو ږغ وکړلو چې ورڼو امام خو ورک دی. چې ټولو شاته وکتل نو په هغه جمات کې د لاشوړی ونه وه غويي ملا بره په لاشوړه کې ناست و او لاشوړې يې خوړلی. ملانو ورته په قهر ووييل چې دا څه کوی ؟؟ هغه ترينه پوښتنه وکړه چې تاسو ماته څه نوم اخلی هغوي ټولو په يوه خله ځواب ورکړلو چې غويی . غويي ملا وخندل وييل چې په غويي پسې څوک نيت وتړي هغه غټ خر وي. او زه د خرو امامتي نه کوم. نو ورڼو مونږه ټولو ځان له په چا بسې نيت تړلی دی. د يو چا سره عقيدت لرو. آيا مونږه چيرته د خپل سياسي يا مونځي امام په پوهه، کارونو او خبرو دا خپل د قبر د چينجو امانت يانی مازغه کارولي دي. چې زمونږه د دی امام پرون څه و. دده هغه بله ورځ څنګه وه ؟؟ د ده کارونه څه دي او دی د سړيتوب په کومه کچه کې دی. چيرته په ړنده خره خو سورلي نه کوو ؟؟ آيا مونږه د قران دغه ايات باندی فکر کړی دی چې هر وخت يې لولو، لعلکم یتفکرون، يا تتفکرون ؟؟؟ *****

ډم توتو

خان داد بابا نن بيا د مرچکو په سټه ناست و. يو خو دا بچلي سمه نه شوه بلونه په زرګونو راځي او بچلي لکه د اختر د مياشتې په نظر نه راځي . ما هم وييل راشه د بابا ستنې بيا ختلي دي ما وييل بابا که په سيندونو کې اوبه نشته نو د بريښنا محکمه څه اوکړي . بس بابا سره لمبه شو وييل دا خلک چې وايي اباسيند زمونږه دی او فلانی سيند زمونږه دی او ماموخان اڅکزۍ خو څه په ملينونو شميره کوي چې دومره اوبه دی او دومره اوبه دي. او هغه يې څه کوی مامود خان خو دا هم وايي چې د کراچۍ د څښلو اوبه هم دغه د صوابۍ د اباسيند څخه ځي . بابا د هغه خبره خو ټيک ده خو پښتانه واک نه لري . بابا بيا لکه د مچۍ تاو شو وييل يه خانه څه واک به ولري چې دا د ډم توتو اولادونه راکې وي. چې لکه د ډم توتو کله په يوه پارټۍ کې او کله په بله پارټۍ کې. نه نظريه لري او نه څه سر سترګې، شرم حيا ، پوهه او غيرت .دا ټول ناځران دي ، مريان دي ، د بل په اشارو نڅا کوي. بابا دا د ډم توتو څه کيسه ده. مړه !!!! دا د هغه سپي کيسه ده چې د سيند په غاړه په يو کلي کې به يې غپل او کوربه کوربه به کيدلو خو چې د سيند د بلې غاړی په کلي کې به چيرته واده ښادي وه او د ډم توتو به د ډولکي اواز تر غوږونو شو نو په سيند به يې سينه واچوله او بيا به يې د پوری کلي په کوڅو کې غپل . خو چې په راپوری کلي کې به د واده ښادﺉ ډولکې بيا وغږيدلو . ډم توتو به بيا راپوری وتلو نو ډم توتو د خيرات يار و. په دغه دواړو کلو کې د مستو ځوانانو کمې نه و. هغوي سلا وکړه او يو ډولکې مار يې د سيند نه پوری ودرولو او يو راپوري . بس چې ډم توتو به د سيند نيمې ته ورسيدلو نو دلته به ډول پيل شولو خو چې څه لامبو به يې ووهله نو راپوری به ډول بند شولو اوپوری به ډول پیل شولو دغه شان ډم توتو ستړی شولو او اوبو يوړلو. ما اوخاندل ماييل دی اوسنو ډم توتو دي خو ځان له کشتۍ اخيستلي دي چې د چا حکومت وي دوي په مخکې کتارونو کې استري کړي ناست وي *****

شامل باجه

وايي چې په يوه کلي کې يو کروندګر و. ټوله ورځ به يې په پټي کې کار کولو د پټي سر ته يې لويه لاره وه . ده به هره ورځ هنرمندان ليدل چې د باچا د ماڼۍ لور ته به تلل او دغه هنرمندان چې به ماښام بيرته راتلل نو پیسې به يې شميرلې. دغه کرونده ګر به چرت وهلو چې دوي دا دومره پېسې د کومی ترلاسه کوي. زه ټوله ورځ کار کومه او بيا هم تشه خيټه ګرځم. ده د هنرمندانو نه پوښتنه وکړله چې تاسو دا دومره پېسې د کومې تر لاسه کوﺉ. هغوي ورته ووييل چې مونږه باچا ته سازونه وغږوو او هغه خوشاله شي او مونږ ته پیسې راکړي. بزګر ماما هم بله ورځ خپل د کولبی جغ غاړی ته واچولو او د هنرمندانو سره د باچا ماڼۍ ته ولاړلو. بيا به هره ورځ تللو او د جغ جوغنډی به يې ښکته پورته کولو او سر به يې ورسره هم خوزولو او پېسې به يې هم ترلاسه کولی. څه وخت پس ورته د هنرمندانو نيت خراب شواو باچا ته يې ووييل چې دا جغ د کروندی د پاره دی اود يوی په وخت يې د غوايانو څټ ته اچوي ، دا ږغ نه کوي. باچا د ټنګ ټکور نه وروستو بزګر ته ووييل چې ته پاتې شه او ځه مه. بزګر ويری واخيستلو چې باچا به څه وايي. باچا ورته ووييل چې ماته دا خپله سازينده وغږوه. کروندکر وخاندل وييل باچا سلامت تاسو د څومره مودی نه موسيقي اورﺉ. باچا ورته ووييل چې وړوکې ومه نو پلار سره به ناست ومه او موزيک به مې اوريدلو او بيا چې باچا شوم نو هم يې اورم. بزګر وخاندل وييل خپه نه شی خو ته په موزيک نه پوهيږی . دا زه چې کوم شی غږومه دی ته شامل باجه وايي . دا يواځې نه غږيږي. دا هله غږيږي چې نور شيان غږيږي. مونږه هم شامل باجې يو. خپله نه نظريه لرو او نه نظر. نه مو د دريځ نه څوک خبر دي او نه فکر نه. بس چې څوک څه وايي نو مونږه ورسره ملګرتيا کوو. کله راله خلک د سيد قطب کتابونه راوړي او کله د مودودي. څوک مو يو ته تياروي او څوک راباندی کشمير ګتي خپل وطن مو وران دی او مونږه لکه د ګډو بيزو د کنډک چې يوه ګډه په کومه لاره لاړله ټولې ګډې ورپسی ځو. بايد په مونږه او شامل باجو يا د ګډو بيزو په کنډک کې فرق وي *****

يې خو يې خو پينځه روپۍ نشته

نن د جمعی بختوره ورځ وه خان داد بابا په بيړه بيړه اودس چاردام وکړل او په خپل زوړ څادر يې مخ لاس وچول او لاړو د جمات په منځ کې يې د لرګي ستنې ته ډډه ووهله. ملا بتي ډکه شمله وهلی وه او لکه د مغل اعظم په منبر ناست و خطبه يې کوله. !!!! نو مسلمانانو دا ټول زمونږه عملونه دي چې سيلابونه راځي، زلزلی راځي، افتونه راځي، دا مونږه زناکار يو، دروغژن يو...... خانداد بابا د ځان سره وګوريدلو ! ته به يې مونږه خو په ژوند کې يو ځل دروغ وييلي دي چې بابا راته وييل خانداده ؟ واده درته وکړو نو ما ورته وييل نه حالانکه زړه مې غوښتل. نور خو په والله که مو يا د چا تور سری ته کتلي يي او يا مو دروغ وييلي يي. سيلابونه او زلزلی خو جغرافيايي ستونزه ده. ملا غاړه تازه کړه وييل ايماندارو تور سرې زر واده کړئ او چې د چا وس کيږي حج له ولاړ شی، خان داد بابا وخندل وييل بيا جوړ چا کونډ رشوت درکړی دی. د واده غم يې کوی او دا چې ټول پښتانه د ميندو خوييندو خدايي برخی خوري د هغې ذکر نه کوي په سوره نسا دی ځان شپيلی کړی دی. ټول پښتانه که ږيره ور دي او که بی ږيری د مييندو خوييندو برخی نه مني او نه يې ورکوي. ....... ملا صيب ووييل دعا وکړی چې خدائ مونږ ته په مکه معظمه کې قبر نصيب کړي. !!!!!! خان داد بابا ډډه بدله کړه وييل دی خاين ته ګوره اتانيزي شنه خراشکي زمونږه په خاوره توکي او د تقاضې ډيری خو دی دومره غټ وي چې تازي سپی ترينه ټوپ نشي وهلی او ښخيدلو له بل خوا ځي. هلکه دلته خو به مو څوک دعا ته راشي مکی ته به دی هغه نيکه لاړ شي. هغوي مونږ ته د مزدورۍ ويزه نه راکوي نو د دعا د پاره به څه راکړي. يره ملا جانه يې خو يې خو پينځه روپې نشته. د والی سوات په وخت کې په سوات کې په کنځلو ناغه وه او چې چا به کنځل وکړل نو پينځه روپۍ جريمه به يې ورکوله. نو څوک چې به چاته ډير وخښميدلو نو ورته به يې غاښونه وچيچل چې يې خو يې خو پينځه روپۍ نشته. نو مونږه هم ټول يو خو يو ! خو پينځه روپۍ نشته .خلک راته په ډاګه غله او زناکار وايي د پنجاب نه راله مخه خدائ ته اړوي چې مونږه ورسره جنګ نه شو کولی. خدائ خو مونږ له هغه هر څه راکړي دی چې په سوره رحمان کې دي خو ساتو خوبه يې ځان ته پخپله *****

علي ښاديان

خان په حجره کې ډډه وهلی وه او په سبزو ترکارو خبرې روانۍ وی.. خان ووييل چې الو ډير ښه شی دی. ، د کټ لنګی ته ناست برګ ماما سر وخوزولو او په يوه ساه يې د الو لس دولس ګټې بيان کړې. خان ! دا الو خو د سبزو شهزاده دی. خوږ هم دی ،پخول يې هم اسان دي او کټوی پری هم ښايسته ښکاري. له بده مرغه خان الو وخوړلو خو ښه ورباندی رانغی او خيټه يې ورله خرابه کړه او هغه هم داسی چې خان غريب د شرمه حال هم نه شو وييلی چې څه ناروغي لري. خو خدائ رحم وکړو . بله ورځ خان حجری ته راوتلو. خان ووييل چې دا الو خو ډیر مردار شی دی برګ ماما غاښونه وچيچل وييل خان ! که زما واک وی بنديز به مې پری لګولی و. دا له څه سبزي ده، بس لکه د سادين لوټه، نه څه خوند، نه څه رنګ ، خان نوم يې مه اخله ډیر مې بدي شي. خان ورته وکتل وييل برګيه تا خو هغه بله ورځ وييل چې الو ښه دی او نن ............... برګۍ ماما مسګی شو وييل خان برګۍ په الو اور پوری کوي ؟ خو چې خان وايي ښه دی نو الو ښه دی او چې خان وايي الو بد دی نو الو بد دی. مونږه پښتانه هم ټول د لکه د برګي ماما علي ښاديان يو او د پنجاب اخبارونه او ټيليوژنان زمونږه خانان دي. نه څه خپل فکر لرو نه شعور لرو، نه د ځان نه پوښتنه کوو او نه د بل چا نه . جنګ اخبار وليکي چې په سويډن کې کارټون چاپ شو ، او مونږه د پيښور بسونه، دکانونه، څراغونه او هر څه تاله ترغه کړو. جيو ټي وي ووايي چې اله دته په حيدراباد کې واده وکړلو بس مونږه علي ښاديان په ګډيدو شو. او چې تر څو ډولۍ نه وی راغلي مونږه شرطونه لګوو. دغه خونه ړنګي اخبارونه او ټيليوژنان په اصل کې زمونږه فکر زمونږه د وطن نه بل اړخ ته اړوي. نو کله د چا پنجابي لوبغاړي واده وي،نو زمونږه خپلې جنازی هيرې وي کله چيرته عطا باد کې د اوبو ډنډ وي نو زمونږه په مهمندو کې د وينو ډنډونه هير وي. کله چيرته څوک فلسطينيانو له خوراک وړي نو بريد پری وشي او زمونږه د کرم ايجنسۍ، او سوات وږي تږي د پوځ او ترهګرو يرغمال پښتانه هير وي او د غزۍ د خلکو د غمه خوب نه راځي. چيرته پنجابيانو يو بلوڅ وژلی وي او مونږه په پيښور کې ماتمي غونډه کوو خو د خپل کور شاته مو ۱۰۵ مهمندان ښځې او ماشومان په چاودنه کې مړه وي او مونږه يې نه وينو. د کندهار مشران راله وژني ، د خوست ښوونځي راله ورانوي، د خيبر خلک مو در په در شول او مونږه د خير په ډيرﺉ ناست يو. وروڼړوخويندو خدائ ته وګورئ چې چاته په خپل کور کې مړی پروت وي او هغه د پردي کور رنځور ته ژاړي هغه ته مونږه روغ وييلی شو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ پردو ښادو کې به ګډيږي پهلوانه ښځه او په ډنګ اريانه ښځه فايق خان يوسفزی لندن - بېرته شاته