(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبلوک ویل دڅرګندونوپه وړاندې دپښتوانجمن غبرګون

دبلوک ویل د وروستیوڅرګندونوپه وړاندې دپښتوانجمن غبرګون په انګلستان کې دلر اوبرو افغانانو ادبي ،کلتوري او فرهنګي ټولنه (( پښتون انجمن)) په هند کې دامریکې دمتحده ایالاتو پخوانی سفیر(بلوک دیل) بې مسئولیته څرګندونې،چې غواړي زموږپه هېواد کې دمېشتې نړۍ والې ټولنې ټولې هڅې،ځاني او مالي سرشارې قربانۍ اوپه خاصه توګه دقدروړلاس ته راغلي بریاوې،له خاوروسره خاورې او دوړاندې شوو موخو څخه په یوسلواتیا درجې شاګرس،دالقاعدې اونړۍوال تروریزم دنابودۍ پر ځای هغه ته په تاریخي اوجغرافیایي لحاظ دمظلومو،معصومو اوپه نړۍ واله کچه دتورو پردو ترشا دناخبروپښتنوپه ټاټوبوکې ، منل شوي،قانوني اورسمي قلمرو وټاکي .وروسته بیا ترې دعصري او اټومي وسلوداستعمال لپاره ددې مظلوم قوم دعام وژنې اونسل وژنې په موخه داړتیا اوضرورت په وخت کې ، دنظامي اوڅارګري لوبو ډګرجوړ کړي، نه یوازې په کلکه غندو،بلکې هغه دآزاداوخپلواک افغانستان په کورنیوچاروکې دټولو نړۍ والوکنوانسیونونو،خلاف یوڅرګند،بربنډ اوسپین سترګی عمل اودروانې پېړۍ یوه بشري فاجعه بولو.داخبره په ناڅاپي توګه دښاغلي بلوک له خولې نه ده وتلې،بلکې زموږ په اټکل داپه ملي،منطقوي اونړۍ والې کچې دیوه پراخ اوسنجول شوي،څارګري پروژې دڅرک یوه برخه ده . دې موخې ته پړاوـ په پړاودمستقیم اوغیرمستقیم تړاوپه اړوند ددوستانوپام په نژدې ماضي کې کړۍ په کړۍ،تېروپېښوته اړوو: ددې پروژې اساسات څه باندې دو ویشت کاله دمخه دیو شمېرخود غرضو،په منطقوي اونړۍ والې کچې د ناپوهو اوناخبرو،په اصطلاح په سیاسي اونظامي مسایلوپوه،روسي سیاست والوله خواهم مطرح شوې وه. ورته یوڅه کارهم وشو.دشمالي اوجنوبی افغانستان اوفدریشن خبرې راپورته شوې.دآزادبیک په مشرۍ دشمال اتحا دچې اوس ورته دشمال تړواله وایي،نطفه ګذاري هم وشوه. دداکترنجیب اله پرمهال یو چارواکي دشمالي افغانستان دمشرپه توګه ،نوماند هم دولت ته وپېژندل شو.کله چې د وخت دولت داطرحه په کلکه رده کړه،نوسم دلاسه دشوروي درې کسیز پلاوی کابل ته راغی ترڅوجمهوررئیس دفشارپه وسیله دطرحې منلوته وهڅوي .دجمهوري ریاست د دفتررئیس اسحاق توخي له قوله:کله چې پلاوی د درې ساعته خبروـ اترو وروسته، وته نو د وتوپرمهال،یوه داکترنجیب په شا وډباوه ،فکروکړه ! دابه دې دسرپه بیه تمامه شي . داکتروویل:زماسردنوروافغانانودسرونوڅخه کومه ځانګړتیانه لري.که داخبره رښتیاوي هغه پوهېده چې په افغانستان مېشت اقوام د اقتصادي،اجتماعي،سیاسي اوحتی خوني اوبیالوژیکي پلوه دروانواوبوپه شان داسې په خپلوکې سره ول خوړلي،چې بیلول یې په ډانګ نه یوازې عملي نه ده،بلکې اصلا امکان هم نه لري.تردې وروسته دایران په لمسون درژیم لومړي وزیرسلطان علي کشمند له خوا په لومه کې د ترټولومعصوم قوم هزاره ګانود راښکېلولو په موخه د افغانستان اوایران په پوله دهغود مېشت وړاندیزهم وشو.چې یې مخه ونیول شوه.کله چې درژیم څخه دباندې دموخوتحقق ستونزمنده شوه نو دنجیب اله اوشهنوازټني،په خپلوکې سره اچول او یوه پربل باندې ،هغوۍ کودتاووته دهڅولو وارراغی.چې ترهغه وروسته په رڼا ورځ دملي دفاع په وزارت کې دخلقي په نوم څه باندې شپږسوه بې ګناه پښتانه له تېغه تېر شول. .ورپسې دهمدې موخې دیوې برخې په توګه نه یوازې د ملګروملتودسولې پنځه فقریزپلان دشمالي تړوالې له خواسبوتاژشو بلکې دهمدې بدمرغوپه وسیله،اسلامي احکامونه په سوئ استفادې سره، زموږ دهېواد امنیتي سیستم،دولتي جوړښت اوګرد سره د خلکو اودولت، ټول هست وبود له خاورو سره خاورې شو. د موخې نسبي وروستی پوړ، په ناڅاپي توګه د طالبي غورځنګ مېدان ته کول اوبیاپه بشپړتوهین دلوبوڅخه دمخه په ورته تلوارد هغو وېستل اوپرځول وو.هغه هم دقوماندان عبدالحق په سروالي نه ،بلکې داپلا بیا هم دشمالي ټړوالې په مرسته،چې محترم کرزی ورکې په تش لاس له څلوروخواو محاصره ،مېدان ته راووت. داپلابیاهم دطالب په نوم په زرګونو،زرګونوپښتانه په خاصه توګه دشمال پښتانه،په داسې وحشت له تېغه تېرشول چې دبشریت تاریخ یې لیکل اوراجستر،ځانته شرم اوتوهین بولي... دیوه سپېڅلی افغان په نوم دمېشتو ورونواقواموترمنځ،چې دتاریخ په اوږدو کې یې دیوه کورنۍ دغړوپه شان سره په مېنه اومحبت ژوند کاوه،دمېنې اواوخوت پرځای دکرکې او نفرت داسې اوربل کړ،چې دواړه خواوو دانساني کرامت څخه بهریو دبل په وړاندې هغه وحشیانه کړه ـ وړه ترسره کړل چې د ځنګله ځناوروته دمنلونه وه اونه دي. دکوزې پښتون خوا په صوات سېمه کې په لوی لاس دخلکو بې ځایه کول او د هغومېنې اوجونګړې په بمونو اوتوپونو الوځول،دپښتون خواپه علاقوکې دهواشناسۍ داټکل له مخې دبندونو څخه دپېچونو سستول اوپه ټڅ کې یې له کنتروله وتلوسیلابونوپه وجه دزرګونو انسانانو مرګ ـژوبله اوروانه فاجعه. هم مې وژني هم پرماباندې ژړاکا ـ څه ښه یار دی ښه یې مېنه وژل هڅې شئون هڅې دنوی زرو څارګري اسنادوڅرګندول،په ګوته کړه چې په افغانستان کې روانه چګړه دنسل وژنې په موخه،دمخه جوړشوی،یوخونړی سریال دی،چې پړاو ـ په پړدمختلفو لوبغاړو له خوا ترسره کېږي. ((مادظلم څپېړې تل پرمخ خوړلي دي ـ ښه مې لیدلي دي ددئ ظلمونه)) زمانې ماله اوس هم یوڅه ښودلي دي ـ ښه مې ليدلي دي ددئ ظلمونه دسیمې اونړۍ هېوادوڅخه زمونږه غوښتنه داده،چې نورنوهرافغان اوهرپښتون دتېرو او روانوپېښودعېني اوژوندي شاهدانوپه توګه،دتوراوسپین توپیرکولای شي.ددومخیزوسیاـ ستونوبازارتېرشوی.په ځانګړې توګه زمونږه هېله دنړۍ والې ټولنې او دهغوپه سرکې دامریکې دمتحده ایالاتوڅخه داده،چې دروسانوپه شان دخپلوبچو(راغلوسربازانواوافسرانو سرشارۍ ځاني اومالي قربانۍ دشلغموپه بیه مه پلورئ.په لوی لاس،یوه ملت سره دتل پاتې بې علایشانه دوستۍ پرځای دهغه کرکه اونفرت مه خپلوئ.دګلوبلیزم په روانې(۲۱) پېړۍ کې کټ ـ مټ داروپایي هېوادونوپه شان دنړۍ په هرګوټ کې،هرملت سره دمتقابل احترام،متقابلوملي ګټو،فرهنګي اوتاریخي ارزښتونوپرمبنا اوبنسټ دتل پاتې دوستۍ او ورورۍ،بنیادممکنه ده.زمونږتېرتاریخ یوه پلا له سره په ژوره توګه مطالعه کړئ.زمونږ ولس ناسپاسه ولس نه وه اوده.دتنګ لاسۍ پرمهال دغلامۍ کړۍ په غاړه،ځاراوقربان نه کوي.دبرلاسۍ پرمهال دتمې اوتوقوع پرته،درنه خپل سراومال ځاروي . ((ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه ـ زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم) لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم ـ که خزان راباندې راشي که بهار)) موږسره لدې چې پیاوړي افغانان یو،کلک اوغښتلی مسلمانان هم یو.دخپلواصلوله مخې تېر په هېر،له سره درېښتینولۍ په پېمان اوعمل هرنوعه دوستۍ ته تیاریوو،خوچې ورکې زموږملي غرورپه خپل قوت اوطاقت خوندي وي... اوس چې مو ددوستۍ ټټروهلی راځئ پټ اوڅرګند همداسې وکړئ. تراوسم خوپه لاش خوړونکوټپسانو،خپلې پانګې، لګولې.داټپسان چې خپل ځانته پاکه اوخوندور خواړه نه شي پېدا کوای،نوتاسوته به په کوم جرآت اوطاقت،زرکې اومړزان ونیسی.ددې ټپسانوپه لمسون دداسې بې مسئولیته کسانو مخه باید ونیسئ،چې په خپلوبې مسئوولیته څرګندونو دیوه ملت په برخلیک اوڅوزره کلن تاریخ،جغرافیه،کلتوراوفرهنګ لوبې کوي.په ځانګړې توګه دهغه مظلوم اومعصوم اودتاریخ په اوږدوکې په رازـ رازټپونو،ټپي ملت پرټپونو مالګې اومرچ شیندي،چې له یوه پلوه ستاسودمرستواوسرښندنوپه برکت دخپلو ټپونوددرملنې اودخپلوورانوجونګړو درغاوي اوبیا رغاوي،په درشل کې سراوتندی وهي تاسوپه واقیعت دافغانستان څخه داسیا اواوروپا دیوه ډاډمن اومطمین پله په توګه دخپلو سیاسي اواقتصادي موخولپاره په بشپړه توګه دکومې سرخوږۍ پرته،ګټه پورته کولای شئ،چې غښتلي،ازاد،خپلواک اوپه خپلوپښوولاړوي.داځکه چې ستاسوملي اونړۍ والې ګټې زموږه ملي ګټوسره په یوه لیکه کې دودې اوپراختیا په حال کې،پرمخ درومې.دا بهېردسېمې دیو شمېرهېوادولپاره دهغودعتیقه اوتنګ نظرانه لید لورو له مخې دمنلونه ده. په پای کې زموږه هېله له خپلودرنو،پتمنو،شریفو،په افعان اوافغانیت مینوهېوادوالوداده چې دخپل پت،شرف،ایمان،وجدان،ګډ اوواحدکورګران افغانستان څخه دحراست اوساتنې په موخه دداډول بې مسئولیته څرګندونوپه وړاندې په پوره مېړانې،غبرګون ښکاره کړئ. هم دشمالي تړوالې په مرسته ،چې محترم کرزی ورکې په تش لاس له څلورو خواوو، محاصره ،دموخې دیوې معینې مرحلې په توګه ،میدان ته راووت .که چېرې دملي منطقوي اونړۍ وال څوبعدیز فشار لاندې ، له ریالیسیکوزوایاوو څخه دکرزي پوزیشن ته وکتل شي،چې نوموړی بیا هم دخپل سالم بګروند په مټ،کاملا په تش لاس، ښامارانو سره، په راشه درشه کې دخپل هېواد دملي ګټو او فرهنګي ارزښتونوپرمبناپه متقابل احترام اونسبتآ مساوي حقوقو، ټینګارکوي ،معجزې جوړوي. د دادومره باور اواعتماد باوجود که دتصویب شوې موخې په وړاندې،خنډ شي مانا داچې دخپل اعدام فرمان په خپله لاسلیکوي. عنایت پښتونمل برمنګهم ، انګلستان - بېرته شاته