(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درمضان دمياشتې روژه

درمضان دمياشتې روژه فرض ده اودفرضيت دليل يې دبقرې دسورې (١٨٥) آيت شريف دى چې ژباړه يې ده:(څوک چې حاضرشول له تاسې څخه مياشتې دروژې ته نوروژه دې ونيسي).اودهمدې سورت په (١٨٣) آيت شريف کې دروژې پرفرضيت باندې دلالت کوي چې ژباړه يې ده:(فرض کړاي شوې ده په تاسې روژه لکه چې فرض کړل شوې وه په هغوکسانوچې ستاسونه مخکې وه).روژه ډېرفضيلتونه لري چې په کتاب الله اونبوي احاديثوسره ثابت شوي دي لکه دهمدې سورت (١٨٥) آيت شريف چې ژباړه يې ده: (دروژې مياشت هغه مياشت ده چې قرآن پکې نازل شوي دى). روژه داسلام درېيم رکن دى چې په لغت کې مطلق بندوالي ته وايي اوپه شريعت کې دنيت په بنادټاکل شويوشيانوڅخه په ټاکلي وخت ديومکلف شخص له خواپه خپل نفس باندې بنديزلګول دي،څرنګه چې روژه بې له نيت څخه نه صحيح کېږي نودرمضان مبارک دمياشتې دروژې اودټاکل شوې روژې نيت له شپې څخه ترزواله پورې صحت لري اوهمدارنګه دنيت تعين هم ضروري دى لکه دقضايي،نفلي اوکفارې روژې نيت نيسو،له نيت څخه مقصداراده کول دي اوپه خوله باندې دکوموخاصوالفاظوويل ضروري نه دي. که خوراک،څښاک په داسې حالت کې وشي چې روژه يې هېره وي يامحتلم اوشيطان يې وغولوي،ياځان غوړکړي يارانجه پورې کړي ياڅه ګرداوغباريې تېرشي ياپه ليدواوفکرکولوسره يې انزال صورت ومومي روژه يې نه ماتېږي. په دې باره کې حديث شريف هم راغلي دى چې دروژې دفضيلت باندې دلالت کوي،له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دى چې رسول الله (ص) فرمايلي دي (چاچې دروژې مياشت روژه ونيوله په کامله عقيده اودثواب په نيت به وبښل شي ورته ټول مخکښ ګناهونه). په بل حديث شريف کې ذکرشوي دي، (دهرنيک عمل اجريوپه لس اوتراوه سوه پورې ورکول کېږي لاتردې هم زياتېږي) خودروژې داجرپه باره کې په يوه قدسي حديث شريف کې الله (ج) فرمايلي دي:(روژه زمادپاره ده اجراوثواب يې زه ورکوم) داچې خداي(ج) يې دثواب ورکولونسبت ځانته کوي معلومه ده چې داډېرلوي اجرلري. يوبل حديث شريف په دې هکله دي چې خداي (ج) فرمايلي (دروژه داردخولې بوي ماته له مښکونه هم بهتردي). په بل حديث شريف کې ذکرشوي دې چې (په جنت کې يوه دروازه دريان په نوم ده چې غيرله روژه نيوونکې نه به په دې دروازه بل څوک نه ننوځي. خداي (ج) زمونږروژوته کوم احتياج نه لري،دروژې فضيلت اوبهتري يوازې په لوږه اوتنده کې نه ده،بلکه بهتري اوفضيلت په پوره روژه کې ده اوپوره روژه هغه ده چې لرونکي له خوراک،څښاک اوجماع څخه ځان وساتي،له دروغو،فساد، دحرامود ليدلواوحراموخوړلو،غيبت ويلواونورومنکراتوڅخه هم دخداي (ج) درضالپاره ځان وساتي اولمونځ په جماعت سره په مسجدکې ادا کړي اوهغه څه چې دخداي (ج) رضاپرې حاصلېږي،په ډېراخلاص سره هغه وکړي،له جنګ اوجلال څخه پرهېزوکړي اوڅوک يې شخړې ته مجبورهم کړي بايدشخړه ونه کړي اوورته ووايي چې زماروژه په خوله ده. که دروژې په مبارکه مياشت کې چاته هغسې شرعي عذرپېښ شي چې دروژې له نيولوسره هغه منافات اومشکلات ولري نوروژه لرونکي به روژه خوري خوبيابه يې قضايي راوړي. دروژې دخوړلولپاره شرعي عذرونه دادي.چې دسفرپرمهال هغه چاته چې په سفرکې روژه وخوري رواده مګرنيول يې ډېرفضيلت لري.همداشان دمريضي په وخت کې چې په روژه نيولوسره دمرګ وېره اويادمرض زياتوالى متصوره شي همدارنګه هغه چاته روژه خوړل روادي چې په روژه نيولوسره يې دځان اوياداولاددمرګ وېره وي.لکه تنده،لوږه،حمل،اوداسې نور. په حيض اونفاس کې روژه روانه ده.همداشان هغه چاته چې ډېرزوړوي روژه خوړل روادي چې دډېرزوړوالي له امله دروژې نيولوقدرت ونه لري که دفديې قدرت يې وي نوهغه به فديه ورکوي.فديه عبارت له نيم پيمانه غنم يايوه پيمانه اوربشې چې دهرې ورځې په مقابل کې به يې مسکينيانوته ورکوي يابه ددې قېمت ورکوي اوداوسنۍ وزن په اساس نيمه پيمانه خوردباندې يوچارک اويوه پيمانه نيم پاوباندې نيم من کېږي. په همدې ترتيب دروژې ماتوونکي ياهغه څيزونه چې روژه ماتوي په دوه ډوله دي.يوهغه شيان چې هم روژه ماتوي اوهم کفاره لازموي،هغه عبارت دي له خوراک،څښاک،غذاوي که دواوي،همداشان جماع (جنسي مقاربت). دوهم هغه چې کفاره نه لازموي يوازې روژه ماتوي اوقضاپرې لازموي لکه په شرعي عذرچې روژه وخوري اويايوداسي شى وخوري چې نه غذاوي اونه دوا،لکه لوټه،تيګه،لرګي اوهمداسې نوراوياپه زوراوجبرسره په چاباندې خوراک،څښاک اوجماع وشي. چيلم،سګرټ اونصوارپه روژه کې منع دى اوغوره خبره داده چې روژه پرې ماتېږي.له دې امله چې روژه يوداسې عبارت دى چې دروژه لرونکي دخولې بوي دخداي (ج) په نېزله مښکوځينې هم بهتردي،نوبايدچې غوره اوبهتره بوي په پليت اوچړمل بوي باندې بدل نشي. که څوک دروژې د مبارکې مياشتې روژه وخوري اوکفاره پرې لازمه شي کفايه يې بولي اوله دغودريوشيانوڅخه اداکېږي،لومړي ازادول دغلام اوکه غلام نه وي بيادوه مياشتې مسلسل روژه نيول په دې شرط چې دروژې مياشت ياهغه ورځې پکې رانه شي چې روژه نيول پکې حرام دي چې هغه ورځې عبارت دي له ددواړواخترونولومړي درې ورځې اودتشريق درې ورځې چې دلوي اختردوهمه، درېيمه اوڅلورمه ورځ دي چې ټولې پنځه ورځې کېږي ترڅوپورې يې چې کفاره په غاړه لازمه وي اوادا يې کړې نه وي،بله کفاره پرې نه لازمېږي.اوکه کفارې له اداکولووروسته دکفارې بله موجبه پيداشوه نوپه دې صورت کې بله کفاره هم پرې لازمېږي.درېېم شپېتوتنومسلمانانومسکينانوته دوه وخته متوسطه ډوډۍ ورکول اوياشپېته فديې ورکول دې ياددې قېمت ورکول دي. دروژې دمبارکې مياشتې ليدل: په شرعې دليل سره ثابته شوې ده چې قمري مياشتې يا ٢٩ ورځې اويادېرش ورځې وي کله چې دمياشتې ٢٩ ورځې پوره شي نوپه دېرشمه شپه بايددمياشتې دليدلولټون وشي که چېرې مياشت وليدلي شي که څه هم چې په مغرب کې وليدل شي. اوهغه خلکوته داسې خبرورکول شي چې خبرشرعاًدقبوليت اعتبارولري عمل کول په دې باندې ضروري دي برابره خبره ده که داخبردروژې وي اوکه داخترعمل دې ورباندې وشي. که چېرې تېره شوې مياشت دېرش (٣٠) ورځې پوره شوې وي په هغې پسې راتلوونکې مياشت که داخترمياشت وي که دروژې يابه روژه دې ونيسي اويابه اخترکوي (که راتلوونکي مياشت دروژې وه روژه نيول اوکه داختروي اخترکول ضروري دي.دروژې دمياشتې په ليدلوکې ديوه نفرشاهدي چې عادل وي احتياطاً دقبول وړده اماداختردمياشتې په ليدوکې اقلاًددووعاقلواو عادلو اشخاصوشاهدي اړينه ده. - بېرته شاته