(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کیوکوشین کان کراټې ډلګه ګئ بیرته کابل ته راورسیده

لیک: احسان الله احسان منګل د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې ريس او د کراټو فدارسیون مرستیال ښاغلی شیهان انجینیر محمد سیر آزادنی د کابل نړیوال هوایی ډګر کې له جاپان نه په پنځه ورځنې سیمینار کې په بریالیتوب سره خپل هیواد ته راستون شو . ښاغلی سیر آزادنی د چنګاښ په ۳۱ مه د کابل هوايی ډګر نه د جاپان په لور سفر وکړ نوموړی د نړیوال کیوکوشین کان کراټې سازمان له خوا رسمی بلنه یی د افغانستان په استازیتوب ګډون درلود او نن بېرته راستون شو. د افغانستان د کیوکېشن کان کراټې سلاکار او د سهیل ختیځ ولایتونو لپاره مشر استاد ښاغلی محمد الله صابري ددې سیمنار اصلی موخه د همدې لوبې لا پرمختګ ، ، او د عملی کارپه برخه کې نوي تخنیکونه شریکول او په خپلو سیمو کې د همدې لوبې بنیادي تخنیکونه (کېهون وازه) ، کاتا (خیالې مسابقه) یا فورم په عملی توګه کار کول . صابری داهم وویل چې داسې روزنیز سیمینارونه د افغان لوبغاړو لپاره ډیر ګټور تمامیږی ، ځکه چې کال په کال نوې تازه تخنیکونه په همدې ورزش کې رامنځ ته کیږې نوموړۍ کلنی سیمنار او کېمپ د جاپان له بېلا بېلاو ایالاتونو نه د تجربه کار او فنی ښوونکو تر ځارنې لاندې پرمخ بیول کیږي . په افغانستان د همدې لوبې ریس ښاغلی آزادنی په دې سیمنار کې برخه واخېسته ، تر څو په جاپان کې د نړیوال کیوکېشن کراټې فنی تخنیکونه په هیواد کې افغان لوبغاړو ته وړاندې کړي. دا ډول سیمنارونه د کیوکیشن کان کراټې لوبه لا پیاوړی کوی . په هیواد کې د همدې لوبې مینه وال ورځ په ورځ زیاتیږي ، اود ورزش مینه والو لېوالتیا لامل همدا دی . په راتلونکې کې د افغان لوبغاړو لپاره په نړیواله کچه په مسلکی توګه تخنیک او فنی مهارت پیاوړی کړي. صابری زیاته کړه چې په دې سیمینار کې د آزادنی صیب ونډه زمونږ د هیواد لپاره ویاړدي چې په خپل شخصی لګښت یی په دې سیمنار کې ګډون وکړ، نړی ته روښانه ده چې افغان څوانان له تېرو درې لسیزو راهیسې د ژوند له ډول ډول ننګونو سره مخ دي خو بیا هم کولی شي چې په نشت امکاناتو سره د نړۍ د پرمختللیو هیوادونو د هغو ځوانانو سره چې د ژوند په هر ډګر کې ورته اسانتیاوې برابرې دي سیالی کوي او ددوی سره په یوه کتار کې درېږي. هره لوبه په مسلکی ډول زده کول او بیا په صحیح مانا ټولنې ته وړاندې کول د د هر مسؤل دنده ده. دا دی نن ورځ آزادنی صیب د جاپان هیواد نه بېرته راستون شو ، راتلونکی پروګرام لپاره مونږ په پام کې لرو چې په هیواد کې د ننه په ملی کچه دې ته ورته سیمینار د شیهان آزادنی صیب تر ځارنې لاندې یو سیمینار په لار واچوو . ترڅو د بېلابېلاو منتخب ولایتونو مسولین د راتلونکی ګټور سیمینار نه په بشپړه توګه برخه من شي . د کابل ولایت د کیوکېشن کان کراټې مسولینو په په تود هرکلی سره د آزادنی صیب راتګ بدرګه کړ . خو له بلې خوا د لوی پکتیا استازی سېنسي صابري د تلیفون له لارې ښه راغلاست او د هیواد لپاره راتلونکي نوی پروګرامونو په اړه یی خبرې وکړې . بشپړ جزیات وروسته په راتلونکی راپور کې . د لا بریاو په هیله - بېرته شاته