(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورېنداري ته وايه موږ وبخښه

ليکوال: رحمت الله رحمت زحمتونه یې ګالل دهر چا خبري يې زغملې هرڅه به یې پرځان وړل خو چا یې هیڅ فریاد نه واورېدی . پرځوانۍ کونډه سوه دواده دوهم کال یې وچي خاوند " تورګل" یې دموټر دجنګېدو په پېښه کي مړ سو . دخاوند تربرو به هرکله چخني او کږې خبري ورته کولې او هر یوه به جلا – جلا په زړه کي ګوړي ورته ماتولې ، شاپېرۍ به یواځي داورته ویل : تاسي خو لږ صبر وکړئ چي زما "عیده " خو تېره سي .لنګه غوا ، داخترپسه او څو تلتکه چي ول هغه خو موراڅخه یووړل . څو ورځي لا نه وې تېري سوي چي شاپېرۍ وګل بختي ته کوچنی ورولېږی چي خاله ته وایه یوار خو راسه . " ګل بخته خاله چي هم یوه خورا خواخوږې ښځه وه او په توره شپه به دهر چار کره تلله . هرچا به له میني خاله بلله ، سمدستي ځان په یوه سا را ورساوه " : څپلۍ (ګوټونه ) یې لانه وې ایستلي چي پرشاپېرۍ یې ږغ وکړ : ولي خاله دي جارسم ولي داسي راتاوېږې څه درسوي دي ؟ وختي دي ولي حال نه رالېږئ چي داسي په عذاب یې زه نوکوم نه وم درمعلومه چي په توره شپه دهرچا خدمت کوم ، بیا نوستا . شاپېرۍ چي درد ډېره په عذابه کړې وه په ډېر تکلیف یې ورته وکتل او په ګانګوړاواز یې ورته وویل : ما ویل مه مي ښوره چي هسي مړه شم او څوک نه شي را خبر. بیا یې پر ډیډیو لاسونه ونیول او دېوال ته یې سرتکیه کړ او له ډېره درده یې غاښونه پرله ونیول بیا یې په ژړه غوندي ( ژړغوني ) اواز وویل : خاله څه درته ووایم شکایت او بې صبري هم نه ده ښه پرداسي ځوانۍ کونډه شوم چي زما او تور ګل ځوانیمرک ارمان نه سره وخوت ، نصیب ډېر ژر راڅخه مرور شو . اوس مي دده تر مرګ وروسته دده تربرونه لکه لېوان مځکي ته نه پرېږدي ، خاله زه به نو څه درته ووایم ته نو کوم نه یې راخبره زما دژوند نو کوم ځای دخوشحالۍ دی، بیا مي هم داسلا وکړه چي خاله ته حال ولېږه اوس که ژوند وي او که مرګ خاله خو به درته ناسته وي ، " ګل بخته " خاله چي هم ډېره تجربه لرونکې مېرمن وه او دشاپېرۍ له حاله خبرېدو سره سم یې دکوچني دپیداکېدو شیان په غوټه کي ورسره راوړي وو او خاله هم لاس په کاروه ، لږ ګړۍ وروسته چي شاپېرۍ ساسمه کړه او د کوچني آواز یې پرغوږولګېدی ، دګل بختي خاله هم څېره له خوشحالۍ ډګه وه ، او پرشاپېرۍ یې ږغ کړه : زویه مبارک دي شه ، هلک دی خدای ﷻ دي یې درصالح کړي ، خدای ﷻ دي ارمان په وکاږه . دشاپېرۍ چي دخوشحالۍ څخه سترګي له اوښکو ډکي وې وویل : خاله خدای ﷻ دي بې زویه مه کړه ، خدای ﷻ دي دبل له محتاجۍ وساته . " خاله چي ټوله شپه په ولاړه تېره کړې وه دغسي په ولاړو پښو کور ته ولاړه ، مشرزوی چي یې اودس تازه کړی واو جومات ته تلی هغه ته یې وویل :نصرو زویه پرتاهم ناوخته کیږي نوري خبري به وروسته کوو، په جومات کي به ملاصاحب او میردل اکا د " تورګل مسکین " دزوی په زوکړه خبر کړې ، چي ودغو لېوانو ته څه نصیحت وکړي ، نن سهار دملاصاحب قرائت څه بل شاني و ، هرسړی پوهېدی چي څه پېښه سوې ده ، دسلام له ګرزېدو سره سم ، میردل اکا و خلګو ته وویل : ټول کښېنئ نن ملاصاحب څه خبري درته کوي . هر سړي دنوي خبري د اورېدو لپاره پرخپل ځای انتظار کاوه دغه وخت ملا صاحب ښو توندو خبرو ته ځان جوړکړی و ، دڅو مبارکو آیتوترویلو وروسته یې دکلي پرملک مخ راواړاوه ، ته چي دکونډي او یتیم غم ونه کړې څوک به یې کوي ؟ زموږ دکلي دغه مسلماني ده ، چي موږ ورته ګورو ، دتورګل مسکین له کوره یې تربرو " رازکی " او "ښامیر " لنګه غوا داختر پسه او دکور لوښي په سپينه ورځ یووړل او دهغه کونډه یې په لندو سترګو پرېښوده . دالا څه نور ګواښونه هم ورته کوي ، مګر خدای ﷻبیا داسي نه کوي هغه دی برايي ( تېر ماښام ) دغه مېنه زرغونه شوه او دتور ګل مسکین زوی پیداسو. دکلي ملک موسی اکا چي په دغو خبرو خپل ځان او کلیوال ملامت بلل سر یې راپورته کړ او شا وخوایې وکتل دکلي پرڅو ځوانانو یې ږغ وکړ، ورسئ ددغو لېوانو له کوره څخه دغه څه چي یې وړي دي بیرته دغي کونډي ته وروړئ . میردل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه سترګي یې په شمله وچي کړې او دتور ګل مسکین په دروازه کي یې دغه پيسې ګل بختي خاله ته ورکړې او دايې ورته وویل : ورېنداري ته ووایه موږ وبخښه . *** دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه ژوند ټول په خوارۍ او غرېبۍ ورباندي تېر سو ، ټول عمر د بل همسایه و ، ښه راستمن سړی و، یو وزری و، یوه یې نه دوې کېدې هغه دچا خبره دیوه لاسه ټک نه خیژي دوه درې بچي یې لا دمخه مړه سوي وو، اوس یې داوروستی زوی " ګلاب " ځوانۍ ته نیژدې سوی ولاس یې په سپک و. دادمحمد اکا به هر وخت نصیحت ورته کاوه زویه دبې ځایه کارواو بې سره همځولو څخه ځان ګوره خدای ﷻ مه کړه چي یوه بده راته پېښه نه سي وایم دبدو خلګو څخه همېشه بد پېښېږي ، ماددې کلي دهر سړي خدمت کړی دی په توره شپه مي یا نه ده ورته کړې . وایم خپل وس مي نه دی ځني سپمولی ته به خپلو کاروته پام کوې اوبله خبره داده چي ستا لپاره مي یو کار په نیت کي دی بیا به یې درته ووایم . ګلاب هم ډېر ځیرک زلمی و ، سهار وختي به یې دملا صاحب څخه سبق واخیستی بیا به نو ټوله ورځ دپلار سره دمځکي په کار واخته و. په ټول کلي کي یې ښه نوم درلودی مازدیګر یې همځولي " زرین " ګیله ځني وکړه : داڅنګه انډیوالي ده چي زه دي نه یم خبر کړی او ټول کلی خبر دی . چي پلار دي " زرلښته " درغواړي ګلاب چي پر هوارپټو څنګ وهلي و راپورته سو او ویې ویل : ښه ته هم خبر سوی یې یاره زه شرمېدم نه مي شوای درته ویلای زه هم برايي ماښام خبر سوم پرون دورځي مي پلاریوه خبره راته کړې وه خو سرمي نه و په خلاص. ماښام چي مي پلار مورته داقصه کوله نو زه هم پوه شوم ، چي پلار مي ولي دڅه مودې څخه پرځان تنګي راوستلې وه . نور خو پرېږده زموږ دخوراک غنم او دلاندي پسه یې لا خرڅ کړ .بس دمسکین همداژوند دی چي دکوزدې او واده لپاره به دغاړي کالي خرڅوي دمړو او سرمایه دارو خلګو په ودو او ښادیو کي څنګه هشت ومشُت وي څنګه ټکان او اتڼونه وي . " زرین " چي دانډیوال ګلاب خبرو وسو هیڅ جواب ورسره نه و، صرف دومره یې ورته وویل چي : دټکانو لپاره خو ما دادی ډکه توپنچه رااخیستې ده چي صبا دي دسملان راوړل کیږي ټکان به په وکړو او یوڅه دجېب خرڅه مي هم درله برابره کړې ده دغه مي په وس و. ګلاب که له یوې خوا سبا دخپلي کوزدې خوشحالي لرله خو دبلي خوا دې ته حیران و ،چي په تش لاس په دغه دولور غاړه څنګه باسي او څنګه به یې اداکوي په دغو چورتو او فکرو کي خوشحالي ځني هېره وه پټو یې ټک واهه زرین ته یې وویل : ستا یې کور ودان مګر په دې سرنه سره رسیږي سبا به ټوله ورځ راسره تېروې اوس ناوخته دی کور ته به څوک راته ګوري . سهار چي دڅلورو کسانو مرکې دګلاب دکوزدې دسملان راورسول ، زرین توپنچه په لاس د ټکانو وار ته انتظار و، یو ناڅاپه ګوته دماشې سره ولګېده او ټک سو مخامخ ګولۍ دګلاب پر زړه ولګېده او دګلاب پرمځکه راچپه سو نارې او چغي سوې چي ګلاب مړ شو ، خلګ سره راورسېدل ګوري چي ګلاب لکه داختر پسه په خپلو وینو کي سور پروت دی او آخري ساه یې خیژي . ښادي په غم بدله سوه بس دمسکین دکور خوشحالي وه لږ ګړۍ وه دخلګو سترګي له اوښکو ډکي سوې او دایې ویل : دادمحمد اکا ته دي خدای ﷻ دزړه صبر ورکړي دغه یو زوی یې وهغه هم دمرګ په کار شو بیا پرداسي ځواني او دکوزدې په ورځ بس هغه دچا خبره"د خدای ﷻ دوستان ډېرزهېریږي " ګلاب مسکین چي یې خاورو ته وسپاری ، تردعا ګويي وروسته دکلي یو سپين ږیری لعل محمد اکا خلګو ته وویل : واورئ خلګو بیا که دچا زوی پیداشي یا کوزده یا واده وي بیا به دغه دغم ټکان نه کوئ ومولیدل چي دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه . *** یو ستا ورور تورک و خدای ﷻ سته ښه ورورګلوي یې ده ، یو دبل په خوله دي او مشر ورور نعمت لالا ته خو بیا ټول لاس په نامه ولاړ وي ښادي اکاچي دحجرې دېوال ته ډډه وهلې وه او دنسوارو په هینداره کي یې مخ ته کتل پر جانواکا ږغ وکړ ، ددغو هلکانو پلا ښه سړی و چي دوی دغسي صالح او دخپلي لاري دي ، مګر پلار یې نو اوسا (هوسا) ورځ ونه لیده دوی لاښه دي خوارۍ که پرتېري سوې ، خو اوس یې ژوند ښه دی ، څه مځکه ، یوه غوا ، اووه اته پُسونه لري . صوفي صالح چي ددوی خبرو ته غوږ واو پرمځکه یې لیکي کښلې زیاته کړه : خلکو تاسي لکه چي نور حال نه په لرئ ؟ نوري خبري خو سهي دي خو یوه ستړیا ورته ګوري جانو اکا خبره ورغبرګه کړه ، کومه ستړیا چي ته په خبریې او موږ نه یو خبر سم مو په خبره سر راخلاص کړه ! صوفي صالح وویل : ستړیا خو داده چي دغه کشر هلک یې ډېر بې لاري سوی دی په دغه حال کي نعمت لالا هم سلام ووایه خلکو ستړي مسیا ورته وویل صوفي صالح زیاته کړه ښه شو چي نعمت هم راورسېدی ماویل : زه به دی هم په خبروم وایم دچرګانو دغلا څخه نیولې په هره بده پېښه کي دده لاس وي . صوفي صالح لاخبره نه وه خلاصه کړې چي جماعت ودرېدی ترلمانځه وروسته چي نعمت لالا کور ته ولاړی ډېر زهېر و ، دمخکي په شان یې خوله له خندا نه وه ډکه ، دوهم ورور " پیداګل " پوښتنه ځني وکړه لالا ناجوړه خو به نه یې ؟ نعمت وویل : یا ناجوړه نه یم خو تر دې وروسته به ناجوړه سوپیداګل وویل : لالا نه شوم پوه چي څنګه به له دې وروسته ناجوړه شو؟ نعمت وویل : ستا په یاد دي چي ما به هر کله و تورک ته نصیحت یا منت کاوه مور به راڅخه خوابدې شوه ویل به یې دازما کشر زوی دی ، ته منتونه پرکوې او دې به بې ځایه نازاوه ، زه پوهېدم چي دغه نازونه به یوه ورځ راته غمونه شي ، مخکي هم زه څه غوږېدلی وم ، چي ځای بې ځایه سم نه ګرځي ، ماښام به ناوخته کور ته راتلی کله کله به دغه د " ګولک" چرسي پرکوټه هم یادېدی خودمور دلاسه مي هېڅ نه شوای ورته ویلای ، وړمه ورځ ستا په یاد دي چي ما نصیحت ورته کاوه ده څنګه جوابونه راکول ، تاولیدل مور پر مامنت کاوه او پر ده یې ژړل . پيداګل یو سوړ اسوېلی وکېښ او ویې وویل : لالا په هغه ورځ مي ډېر زړه درباندي وسو ، دده جوابونه پرماداسي لګېدل لکه چړې چي راپکښي وهي ، که دخلګو خندا او دمور ژړا نه وای زه به یې هم په هغه ورځ خوښ شوی وای مور چي یې هم ودغو خبرو ته غوږ نیولی و او دا خبرې ښې نه پرلګېد ې وویل : څه یې کړي دي چي ټول ورته بلا شوي یاست “ په ژړه غوني اواز یې وویل : ستاسي دلاسه نه دچا سره کښېنستای شي نه ولاړېدای شي کشر دی سم به شي نعمت وویل : هو! له دې وروسته به ښه سم شي ، که پرخاندې او که پر ژاړې ، داکور به خراب شي ، نن دکلي په مینځ کي خلګو دغه خبري کولې او دده بدي پېښي او غلاوي یې حسابلې ، درازو دپالیز ، دخان دباغ او د شاګل دپسوپه دغو ټولو غلاوو کي خلګو د ییاداوه ، نعمت چي ډېري ترخې خبري پرځان وړي وې ورور که یې بې لاري و ، خو بیا هم دده ورور و په هره بده یې خوابدی و او دمرګ خبره یې نوره نه شوه پټولای ، زنو یې بلګ شروع کړی ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ځان یې دغه دغم وخبري ته نه جوړېدی ، خو بیا هم مجبوره و او ویې ویل : آخیري خبره داده چي اوس په لاره کي سدوزی لالا راباندي پېښ شو چي له بازاره راغلی و اوویل یې : دلاري دنیوو په پېښه کي دوه غله مړه او یو زخمي و ، ما دتور پله سره ولیدل ، یو ستا ورور تورک و. *** چي په ژوند میراث شول نور محمد لالا ډېر خواخوږی سړی و، دهرچا په غم او ښادۍ یې ځان خبراوه ، ترخپله وسه یې دناتوانه اوبې وسو خلګو مرسته او کومک هم کاوه . په دغه خپله خواخوږي سره هرچا په ښه نامه یاداوه بس دهرچا غم ورسره و ، کله کله چي به څه بده پېښه یا ظلم شوی و نو اول به یې اثر دده پرمخ معلومېدی ، کله کله به دغو بې انصافیو او ناجایزه پېښو داسي زور پر وکړی چي ویل به یې راځئ له دې ښاره کډي بار کړو نه انسانیت شته او نه دانسان قدر هغه بله ورځ یې لالو اکا ته وویل : ته هره و رځ راته وایې صبر کوه دابه سړی څنګه وکړي ، لالو اکا خبره ورغبرګه کړه : بیا چا ګلان کرل چي مځکه یې ستا پرطبیعت نه وه ماته کړې ، نور محمد چي پېښي ډېر زهېر کړی و په لاس یې دتندي خوله وچه کړه ، دمنګي اوبه یې پرسرپورته کړې ، خبره ته حیران و چي له کومه یې شروع کړي خو آخیر یې وویل : لالو اکا څه درته ووایم : ته لکه چي نه څه اورې او نه څه وینې ، دلته څوک شته چي ګلان وکري یا دګلانو کار کړي ؟ دلته خو خلګ اځغي کري اځغي . لالو وویل : وروره زه خبر یم چي دغه حال دی چي هیڅوک ګلان نه کري .زما خپله په پښو کي ډېر اځغي مات شول چي لامي دګلانو پرخوا ډېر زور دی ، څه وکړم له وسه مو څه کیږي ، څوک به مو ناره واوري ، وایم ښار ناپرسان دی بس یو ګوزاره به کوو، ښه ته ووایه ، چي بیا دي څه اورېدلي دي چي داسي دي زړه درته ډک دی . نور محمد وویل : هرڅه مو اورېدل خو دژوند دمیراث مو نه و اورېدلي . هغه بله ورځ دلاندي کلي څخه راتلم چي په لاره کي مي یو سړی ترنظر شو ، ډېر مي حیران – حیران ورته کتل نه پوهېدم ، چي مسافر دی او که لېونی ، خواره واره وېښتان، رنګ یې تک ژېړ و ، دمخ بڼه الوتې ، حال یې ډېر خراب و په دغه چورت کي ورنژدې شوم سړی روغ راته ښکاره شو ، ترسلام د مخه يې ترلمن ټینګ کړم او راته ویل یې کښېنه ولي داسي په چورت کي راته ورک شوې ؟ دده سختي ورځي له ماڅه هم دسلام وراچولو وار خطاکړ، خو سلام مي ورته ووایه . دده په جواب مي سره نه شو خلاص ، ددوبي سره غرمه وه دکور پرخوا مي هم تلوار و، خوبس ورسره کښېنستم لږ ساعت وروسته مي سړی وپېژاندی چي سد و ګل دی دپلاني ....... دکاله ، ښه دپلار او نیکه سړی و، ورته ومي ویل : څه درپېښ شوي دي ؟ ته او داحال دی ؟ لږ ګړۍ خاموشه او پټه خوله و، اوښکي یې پر مځکه وڅڅېدې زماهم سترګي ورسره لندې شوې ، خدای ﷻ ﷻ شته دغریب پرحال مي ډېرزړه وسو ، ما هم په خبرو کي خپل نوم وریاد کړی ، دده به هم نه وهېر ، تاواورېدل لالو اکا : هو ما واورېدل نوره قصه راته کوه نور محمد وویل : بیا نو سدو ګل راته وویل نور محمد لالا چي ورځ تیریږي تیاره زیاتیږي . له کومه سره یې درته بیان کړم تاته ښه درمعلومه وه چي هیچا ته مي تاوان نه دی وررسولی او نه دچا په تاوان خوشحاله وم ، ښه ماجت (مسجد) ، ښه مېنه ، دمېلمه کوټه ، دوه باغه ، دپالېز او کښت مځکه ، دوې باوړۍ ، وایم ښه ژوند مي درولودی خو د خدای ﷻ کارونه دي خدای ﷻ ښه په پوهېږي چي نن بیا پر دې حال یم . نور محمد ما ورته وویل : بې شکه دادخدای ﷻ کارونه دي چي داسي کیږي وایم چي درپېښ شول چي دې حال ته راورسېدې ؟ زه سم په حال نه یم خبر . سدوګل وویل : نورک لالا څه به دي سرپرله ګرزوم “ جاندو “ خوښه پېژنې چي زما تربور دی چي زه خدای ﷻ په ښه باد وهلی یم ، له هغه وخته یې راسره اخیستې ده او تر ننه یې سم قدم نه دی راسره ایښی ، په حکومت یې بندي کړم یم ، څو ځایه مځکه یې راڅخه لاندي کړې ده ، هیڅ مي په وسه نه ورسره کیږي راباندي زورور دی او نه بل چا ږغ ورته کړی دی . چي ولي ظالمه : داظلم کوي ، وایم دغه کال په کال چي کاختۍ دي ، بارانونه نه کیږي ، برکتونه ټول شول ، خوشحالي نه شته وایم داخو ټول زموږ عملونه دي تاواورېدل نور محمد لالا ، نور محمد : هو ما واورېدل وایم په دې کي خو هیڅ شک نه شته چي موږ دزورور ملګري یو او ظالم ته مو په ظالم نه دي ویلي . ښه ته قصه کوه : سدوګل وویل : وایم هغه ډېر ظلمونه راسره وکړل ، دوه کاله مخکي يې ځوان زوی داسي راوواهه چي له هغو وهلو مړ شو، چامي ناره وانه ورېده . دحکومت خلګو ته یې پیسې ورکړې ویل یې داغل وموږ مړ کړی . ترهغه دمخه یې یو ه لور راڅخه وتښتوله ، ګوره چي مړه یې کړه کعه یې پریو چا خرڅه کړه ، توري مځکي مي پسي سپيني کړې پروطنو – وطنو وګرځېد م هیڅ درک مي یې پيدانه کړی ، بس نویوزه اویوه کوروالا سره پاته شوو او داغمونه “ . په دغه حال کي سدوګل سرکښته وځړاوه او څه اوښکي یې پر مځکه وڅڅولې ، لږ ساعت وروسته یې سر راپورته کړی او داسي یې وویل : شپږ میاشتي مخکي یې عرض راباندي وکړی ، ویل یې تازموږ درمې سپی وژلی دی ، بس دحکومت سړي راغله او زه یې لاس تړلی په بند کي واچولم . دپوښتني څوک مي نه و زما دځوان زوی غورچا ونه کړ، مګر دظالمانو او زورورو چي سپی په خپل مرګ مړ شي لا یې هم پوښتنه کیږي او ما غوندي غریبان یې په تور بند ته اچول کیږي . وایم څه درته ووایم : زړه مي له تورو وینو ډک دی “ خدای ﷻ پاک مو دي له دې ظالمانو خلاص کړي ، بس په دغه بند (زندان ) کي یې اچولی وم ، چي تاڅنګه زموږ سپی وژلی دی ، هلته مي تر شا په کور والا (مېرمني) پسي زړه ختلی و، چي پر هغې خوارکۍ به څه تیریږي . هغه هم دغو غمو لېونۍ کړې وه ، یو وار دوه مي حال په وشو چي کله –کله دکلي یوې سپين سري یوه ګوله ډوډۍ ورته راوړې ده یا یې داوبو لوښي ورسره ډک کړي وو، خو آخیر – آخیر دسدوګل ستونی له ژړا ډک شو، زني یې وبلګېدې ، له سترګو یې اوښکي کښته وڅڅېدې ، زما هم سترګي ورسره لندې شوې زړه مي راته وویل : چي مخ پرغره ونیسم یا یوه تېره چاړه پیداکړم او په د غو ظالمانو پسي یې را واخلم ، چي پېژنې یې وژنه یې ، خوله وسه مي هیڅ نه وه پوره بې له افسوسه ، لږ ګړۍ وروسته ما ورته وویل : سدوګل لالا بس خدای ﷻ ته به صبر کوو، نو آخیر څنګه شو ؟ سدوګل سترګي په لستوڼي وچي کړې او داسي یې وویل : هونور محمد لالا خدای ﷻ دي وکړي چي له دغو ظالمانو څخه خلاص شو ، نو آخیر داسي وشو چي یوه شپه مي مېرمن په اوبو پسي راوتلې وه ، چي څښاک یا اودس څه اوبه راوړي ، پام یې نه شته دباوړۍ و څاه ته ایله شوه ، دوې ورځي وروسته خلګو راکښلې وه ، بیا خو نو دمسکین کور دی چي دسپين کفن وس نه لري ، دکلي سپين سرو په هغو کالیو او پوړني کي ورته کفن ورکاوه ، چي د کلي څو ځوانانو په دغه وخت کي دکفن ټوکر ورته راوړی او ویل یې : دغه یې ورکفن کړی ، دغو ځوانانو داهم وویل : نور نو موږ دغه ظلمونه نه شو زغملای، موږ به نور دجاندو رنګه ظالمانو نسونه ورڅېرو او دسدوګل غوندي غریبو خلګو پرڅنګ به درېږو او غور به یې کوو، بس دغوځوانانو حاجي مدو اکا چي ښه مشر سړی د ی، حق نه پټوي دځان ملګری کړی و او راغلل زه یې دبنده څخه خلاص کړم ، کلي ته ولاړم څوک پاتا (فاتحې) ته نه دي راغلي ، ولي بې وسه سړی وم له بې وسه خلګو سره څوک غمرازي کوي ؟ شپه دوې مي هلته تېري کړې ، دیوازیتوب ژوند و که دیوې خوا د “ جاندو “ څخه مي دمرګ بېره وه ، خو هغه ما له خدای ﷻ راوستلې وه ، دبلي خوا بې کسي اونېستي وه لاره راڅخه ورکه وه چي څه وکړم هسي خو “ جاندو” په ژوند میراث کړی وم ، بس دغه لوښي او توري (کالي) مي په موټر کي راواچول ، موټروان ته مي یو دېګ او جوال په کرایه کي ورکړی، نغدي خوما نه درلودې اودلته یې راورسولم ، اوس که دي خوښه وي زما جایداد به ستا په نوم تاته درکړم وایم چي دغه ظالم یې خوري نو یې ستا . نورک وویل : زه چي کیسې ډېر سوځلی وم دغسي بې اختیاره ځیني راولاړشوم او دغه دی تراوسه مي سر پرله ګرځي . لالو اکا اوس یې نوګلان بولې ، که اځغي زموږ دخلګو دغه حال دی ، چي په ژوند میراث شول . *** دخندا او تعجب خبري دي ډېر خلګ راغلي وو، دعلاقې خانان ، ملکان ، دوکانداران او څه غریب خلګ او دحکومت چارواکي هر چا په زړه کي یو څه جوړه کړې وه چا فکر کاوه چي دلته به مي څوک وپېژني چا ویل ، چي حکومت به څه راکړي یا به څه محصول او غم راباندي کم کړي ولي چي دادترقۍ او پرمختګ لپاره مجلس او غونډه ده . خیرهر سړی دخپل فکر نیلی ښه پرځغلولی و “ که له یوې خوا ګرمي وه خوله بلي خوا نه اوبه و ې، نه داوبو خدمت ګار . څو دشېر بتو جېکونه وو هغه هم صرف دمعززینو مخ ته پراته وو، دچوکیو هم دغه حال و، درانه او سرمایه دارخلګ پرچوکیو او غریب خلګ پرمځکه ناست وو، ډېري خبري وشوې خو هرچا داکوښښ کاوه چي داسي خبره ونه کړي چي دحکومتي چارواکو باڼه درانه اوخوابده شي ، چا دامن او کرارۍ صفت کاوه ، چا دترقۍ کارونه ستایل ، ملک نصرو ، چي له حکومته یې ډېر څه وړې وو، څو کاله یې مالیه (ټیکس) هم نه و ورکړی اوڅه نور جرمونه یې هم کړي وو، دحکومت او حاکم صاحب ډېر صفتونه وکړل . حاجي شاګل وویل : دانوی حاکم چي راغلی دی دا د لوی او لوړ خاندان سړی دی ،هغه بل کال زه ددوی کور ته ورغلی وم دده له پلار سره شل کسه غله او بدماشان (بدمعاشان) په کوټه کي ناست وو، خلګو وویل : داکور هیڅکله له مېلمنو نه دی خالي شوی ، دوست محمد اکا چي ښه خواخوږی سړی و هم دلته ناست و داټولي خبري داسي پرلګېدې لکه دمار زهر ، خوبده داورپېښه وه چي سرمایه دار نه و ، په دې وخت کي دغونډي دمطلب او مقصد په باره کي لیکل شوي کاغذونه پردېوالو ولګول شول . چا – چا ته هم دانه مانه ورکړل شو او یوه حکومتي افسر دغونډي مقاصد هم بیان کړل ، دغه وخت چي دچا په دغو خبرو سر خلاصېدی په هغوی سرونه کښته وځړېدل ، نه پوهېدل چي څه وکړي او څنګه رشتیا ووايي او دغه خبري ردي کړي . “ په دې حال کي حاجي نذر ګل اکا لنګوټه پرسرسمه کړه ، پټو یې پراوږو واچاوه دغسي دخبرو ځای ته بې واره راولاړ شو خلګو ټولو یو بل ته سره وکتل او دایې سره وویل : اوس یې ګوره ما نه درته ویل ، چي حاجي صاحب دپلار اونیکه څخه خان دی ، دقام دینداره مشر دی ، هر وخت یې دولس غم خوړلی دی ، دظالمانو څخه نه بېرېږي او نه دغلو ملګری دی اوس یې ګوره ! حاجي نذر ګل اکا په دغه وخت کي په خبرو پيل وکړ، واورئ خلګو دغه څه چي تاسي واورېدل داصرف خطاایستل دي اولېوه په خړسپي تېرول دي . موږ نور دغه لېوان دخړ سپي په نوم په رمه کي نه پرېږدو ، چي دمېږو نسونه ورڅيري کړي . پرموږ یې لکه چي دحیوانانو فکر کړی دی که څه ؟ امنیت چېري و په سپینه ورځ غلو لاس اچولی دی ، شپه خو لا څه کو ې، هره ورځ چي اورې یوه دوې غلاوي شوي وي ، دالا څه کوې ، هغه بله ورځ یې په هغه لاندي کلي کي څنګه ښه ځوان ویشتلی و، سړی ماښام خپل کور ته زړور نه شي ورتلای ، دشپې چي سخت مریض پېښ شي هغه بله مري یا به یې خلګ دسر په سودا ترډاکټره رسوي ، دااوس امنیت دی دې ته تاسي امنیت وایاست ؟ ولي حکومت او مشران دغه شپږ کسه غله نه نیسي او سزا نه ورکوي ؟ دغه بې کاري خوټوله دغه زورور جوړه کړې ده ، ولي رشتیا نه سره وایو ؟ داسي معلومیږي چي ددې نوي حاکم سره نور غله ډېر شوي دي ، موږ له حکومته غواړو چي داحاکم لېري کړي او هغه بل پخوانی حاکم موږ ته راولي ، هغه حاکم ښه سړی و، هغه په هر کال کي عدل کاوه هغه دخان او غریب فرق نه کاوه ، “ په دې حال کي ډېرو خبرو او جذبې دحاجي صاحب په خوله کي ناړي وچي کړې ، سفر محمد دغه وخت یو ګلاس اوبه ورکړې ، ها حاجي صاحب یو وار دایو غوړپ اوبه وڅیښه تر ژبه دي جارشم ، رشتیا چي ایمانداره مشر یې ، وایم تا دي خدای ﷻ پاک زموږ له مینځه څو ورځي نه باسي ته خو دپلار اونیکه سړی یې “ . حاجي نذرګل اکا تراوبو څښلو وروسته وویل : دحکومت سړو داوویل ، چي موږ به درایت یا عوامو څخه دا... دادغم د محصو ل( ټیکس) په نامه اخلو او دوه کلي موپه دې درونړول چي هلته به یو پارک دساعت تېري لپاره جوړ کړو ، یو کلی او څو دوکانونه لا نور هم درنړوو، زه وایم چي حکومت داسي دی لکه ورور او رعیت یا عوام داسي دی ، لکه بل ورور نو زما په فکر ورور ته نه ښایي چي دورور کور ورونړوي . کاکا زموږ خلګ دماښام ډوډۍ نه لري ، دی موکورونه رانړوي او دساعت تېري میدان راته جوړوي. دغه ته حکومت ترقي وايي ؟ دخندا او تعجب خبري دي . *** اوس به دنړۍ اتل ستاسي بوټونه پالش کوي توروېښتان، ښې غټي سترګي ، دګلاب په شان مخ ، کړه وړه یې ښه پرله برابر وو، داسي معلومېدی لکه له یوې ښې درنې کورنۍ څخه چي وي ، مګر لباس یې داوخت نه وپرله پوري . خیرن او غوړ کالي ځای پرځای پینې هم باندي معلومېدې ، لکه دبل جامې(کالي) چي یې اغوستي وي ، پرتن یې برابري هم نه ښکارېدې ، دوکاندار ورته ووویل : ولي سبق نه وایې چي داکار کوې ، ګلزار چي په کار بوخت ووویل : ښه دی کاکا جانه وبه یې وایم . دوکاندار ورته وویل : کله به یې ووایې ؟ ګلزار وویل : چي مړ شم بیا به نو ډېر سبق ووایم : دوکاندار وویل : څنګه چي مړ شې بیا به نو ډېر سبق ووایې . “ګلزار چي ددوکاندار یو ګوټ (بوټ) پالش کړی و اوبل پاته وپرمخ راغلي خولې یې لکه پرګل دشبنم څاڅکي دلاس په چپه خواپاکي کړې او دوکاندار ته یې وویل : زه مجرم یم ، زه باید اول ووژل شم . دوکاندار چي یو لاس یې په سودا اخته و او فکر یې دهلک په وناولده خبروکي و او حیران و، ویې وویل : ښه هلکه ته سمه خبره وکړه ته څنګه مجرم یې او تا څه جرم کړی دی ؟ په دې کوچنیوالي کي خو زموږ کوچنیان هیڅ جرم نه شي کولای ، سها روخت ناری( ناشته ) وکړي ، شیدې ، هګۍ او څه نور شیان ورسره وخوري ، سرپه هنداره کي غوړ او برابر کړي بیا یې نو په موټر کي راواخلو او دښوونځي په دروازه کي یې کښته کړو، غرمه ناوخته یې بیا په موټر کي راولو ، ماپښین بیا بل استاذ چي موږ يې ماسټر بولو هغه ورته راځي ، انګلش او نور څه ورزده کوي ، مازدیګر بیا څوک کرکټ یا فټبال او نور څه کوي ، ښه ته ووایه : تاڅه جرم کړی دی ؟ دګلزار چي دغه وخت دخپل ولس ا و دځان ټول زحمتونه او دردونه یوپه یو مخ ته پراته وو او ددغه دوکاندار او دنوري نړۍ دولسونو ناز او نخرو دده دسترګو کاسې له اوښکو ډکي کړي وې ، داسي وویل : زه په دې مجرم یم چي زه دافغانستان یم او افغان یم ، موږ یو نیم میلیون شهیدان ورکړل ، دوه میلیونه معیوبین ، ګوډان او ړانده شول ، پنځه میلیونه زیات او کم مهاجر او کډوال شول، وطن مو کنډواله شو . کونډي او یتیمان مود مجبورۍ فقر ته اړشول ، څوک په نیم نس دنورو منتونه پرځان وړي ، په ګاونډي او عربو ملکو کي په نیمه مزدوري درانه کارونه کوي . دلته هلته چي دچا خوا ورته بده شي ورته وايي : ته هم خبري کوې ته خو ماجر(مهاجر) یې . هر ځای چي څه بده پېښه (واقعه ) وشي ، هرڅوک یې وکړي ، نوښه او آسانه کار دادی چي پر افغاتن وتړل شي ، ګلزار چي په خبرو ښه موسم نیولی و، دوکاندار هم لاس ترزني ملامت غوندي ورته کتل ، څه نور خلګ هم ودې مجلس ته غوږ وو، ګلزار وویل : کاکاجانه تا واورېدل ، موږ همدغسي هرڅه په خپل وطن کي درلودل . یوازي موږ دوې کوټۍ چي تاسي یې بنګلې بولئ ، دوه باغونه ، ښه ډېره مځکه ، درې غواوي ، شل دېرش پُسونه ، دوه ښه اسان ، دسپرتیا موټر وایم څه درته ووایم : خدای ﷻ پاک هرڅه راکړي ووداسي نو هرڅوک درواخله چي څه ناڅه شی یې درلودی ، ښه جنت غوندي وطن .... ښه باغونه ، رواني اوبه دوطن مېوې په مونورو ملکوو ته تللې ، وایم په جنت کي اوسېدو دلته خو اوبه لاپه بیه دي . ګلزار چي دمهاجر-مهاجر په نامه دنورو افغانانو په څېر ډېر تنګ شوی و ، ایله اوس یې دخپل زړه دتاوایستلو لپاره دوکاندار او څه نور کسان دخپلو خبرو تراغېز لاندي راوستي وو، دلته نژدې یوه سړي ګلزار ته اوبه ونیولې ها دا یو غوړپ اوبه وڅیښه هلکه ودي ژړولو ، ګزار اوبه پرسر پورته کړې ، بیا یې برش پرګوټ (بوټ) وګرځاوه او خپلو خبرو ته یې داسي دوام ورکړی ، تاواورېدل کاکاموږ دغه ښه ژوند ، جنت غوندي وطن ، په میلینو انسانان دخپل وطن ، ناموس او عزت لپاره قربان کړل ، که ددغه سره ښامار روس مخه موږ نه وای نیولې ستاسي به څه حال وای ، موږ په خپلو قربانیو سره دغه ښامار له دنیا څخه ورک کړي او دنړۍ نورولسونه مو هم ځیني خلاص کړل ، اورېدلي مي دي چي زموږنیکه ګانو په دې پېړۍ کي دنړۍ یو بل قوت “ انګرېزانو “ ته هم ماته ورکړې ده . اوس نو افغانان ددې وړ دي چي سړی یې پر لاسو مچ کړي او دنړۍ اتل او قهرمان ته اتل او قهرمان ووايي او که یې خلګ په ډبرو وولي او ددغه زخمي زمري پښې نوري هم ورماتي کړې . دادنړیوالو انصاف دی چي هغه سره ښاماران اوهغه زموږ قربانۍ یې هېري کړې ، چي لامي اوس هم پرکراره نه پرېږدي او زموږ پر سر سوداګري کوي ، دغه دلته هلته چي دخلګو بچیان او مېرمني بې غمه ګرځي داخوزموږ دمېړاني برکت دی . ولي لا داخلګ حقیقت نه مني او موږ ته په سپکه سترګه ګوري ، په دغه وخت کي ددوکاندار او څو نورو ولاړو کسانو په سترګو کي اوښکي ډم ولاړي وې او هېڅ جواب یې نه درلودی ، ګلزار چي دواړه ګوټه پالش کړي وو او له درده یې پر دوکاندار وروغورځول ، ها واخله ، اوس به دنړۍ اتل ستاسي ګوټونه پالش کوي . *** او آخري سلګۍ یې دي دګلاب ګل و، ټول کلی په ښایسته و ، پلار او مور به هم ښه نازاوه ، ماښام به یې له بازاره پلار څه ناڅه شی ورته راوړی ، په دغه کوچنیوالي کي خدای ﷻ له ښایست سره – سره ښه عقل او پوهه هم ورکړې وه . کله کله به دماما یا خاله زامنو کور ته بوتلی ، هلته به یې څو شپې وکړې هیڅ بد یې نه کول، هرشی که به بې ځایه پروت و، هغه به یې پرځای ایښوول . چاکو ، اورلګیت (باکس) او دوايي چي به يې دنورو کوچنیانو په لاس کي ولیدل مشران به یې په خبرول . هر وخت به یې لاس ، مخ او کالي پاک ساتل . بس هغه دچا خبره خدای ﷻ ورښوولي وو، هر چابه “ چار ګل “ ښه یاداوه . وایم په ټول کلي کي صفت یې کېدی ، له خپلي خور جمیلې او مور سره به هر وخت دکور په کاروکي بوخت و ماخوستن به مور ورته وویل : چارګله زویه ستړی شوی یې ، نور ځایونه به زه هوار کړم ته ورشه ویده شه شه ټوله ورځ دي آرام نه دی کړی . چارګل به ویل : موري ماته ښه کارونه خوند راکوي هغه بله ورځ مي پلار ویل : دهر چا سره مرسته کول دښه انسان علامه ده . کله – کله به له پلار سره دلویانو او مشرانو خلګو مجلس ته هم تلی او هلته به یې دمشرانو خبروته غوږ نیوی او خبري به یې زده کولې ، چېري چي به په کلي کي ډوډۍ او مېلمستیا وه ، نو هر چا به “ فتح لالا “ ته ویل ، چي چارګل دي هېر نه شي هغه به خامخا درسره راولې . دسبق سره یې ډېره مینه وه سهار وختي به مسجد ته د سبق لپاره تلی ، سکول (ښوونځی) په کلي کي نه و، ماښام تیاره چي به یې پلار له بازاره راتلی ، نو ده به تر راتلو پوري انتظار ورته کاوه ، اودلاري خواته به یې کتل . پلار که به یې ټوله ورځ ستړی و یا به یې څه خپګان یا خوابدي لرله ، نو ماښام به د چارګل او جمیلې په خوږو او ښو خبرو هوسا کېدی . چارګل به کله –کله پلار ته ویل : پلاره ما هم بازار ته درسره بیایه ، زه به هلته کومک درسره کوم خو پلار به ورته ویل : زویه ته لااوس کوچنی یې ، ته اوس خپل سبق وایه . چارګل : هو پلاره زه به سبق وایم ، سبق زما خوښ دی ، دهغه لاندي کلي ملا صاحب چي نصیحت کوي ، ږغ یې زموږ کورو ته رارسېږي ، داسي ښې خبري کوي زه هر وخت غوږ ورته نیسم . یوه ورځ چي فتح له بازاره ناوخته ماښام کورته راغلی د چارګل مور ورته ویل : سړیه یو وار دي داجمیله په موټر کي ډاکټر ته وړې وای ، له غرمې څخه ډېره په عذاب ده ، ماپښين مي حال درلېږی خو هغه څوک نه سو پیدا. فتح چي لور ته ورتېر شو ګوري چي هغه پربل حال ده ، ږغ یې پر وکړی ، لوري جمیلې څه درشوي دي ؟ خو جمیلې ږغ نه شو کولای ، یواځي یې سر ته لاس وروړی یعني دسر له درده ډېره په عذاب یم ، دپلار او مور سترګی په اوښکو لندې شوې چارګل هم ټوله ورځ دجمیلې په ناجوړۍ دیغ او اخوابدی و، له فتح څخه نوره ورکه شوه ، دغسي وموټر ته وخوت او په ډېره تېزۍ یې موټر پر شا راوست ، چي مخ یې راوګرځوي ، یو ناڅاپه یې ږغ ترغوږشو دغسي دچارګل مور هم په ناره کړه ، خوله دي له خاورو راډکه کړه فتح چي له موټره راکښته سو ، ګوري چي چارګل زوی یې په موټر وهلی دی او اخري سلګۍ يې دي . *** بس ټلفون کښېږدي پردل وویل : نوروز اکا په یاد دي ، دي . زموږ دکلي څنګه ښه ژوند و ، چا په لږ درلودل چا به کم ، دچابه لس دچابه شل دچابه زیاتي مېږي او وزې وې ، شپانه به خپله رمه پروخت د څړ لپاره بېوله . له رمې سره به دوه غښتلي سپي هم ورسره وو چي یو لنډی او بل برګی نومېدی . وایم : پردانژدې حد لېوان نه شوای پرراتلای ، رمه چي به کلي ته راورسېدله ، مېږي او وزې به پړکونه سوې او دخپلو کورو په لور به داسي ورپرېوتې لکه دډېرو شپو پردېسي چي وي ، د هر کور له خوا به دوریو او مرغو مانو اوازنونه پورته کېدل ، او دخپلو مندو و راتلو ته به په هر کلي کي وو، یووار به مېږي اوورۍ ، وزې او مرغومان سره ګډ شول ، مېرمني به کټوي او لوښي په لاس ورته ولاړي وې څو دلوشنګ له کاره ځان فارغه کړي . هوا او اوازونه به سره زمزمه کېدل ، دخوشحالۍ فضابه جوړه وه ، نو روز اکا پرتندي لاس تېر کړی ، لنګوټه يې ومخته کښېښودله ، سترګي یې له اوښکو ډکي وې ، زیاته یې کړه ، رشتیا هم پردل لالا هغه ښه وختونه وو ، شیدې ا و مستې هرځای ډېري وې ، غرمه به یخو او سړو شلومبو دتبۍ له ډوډۍ سره څنګه خوند کاوه ، دکلي شا وخوامځکي به په پالېزو کرل شوي وې ، هندوانې او خټکي خو بې حسابه وو، دغرو دچینو سړې اوبه او ددښت دګلانو بوی خو پر سړي باندي داسي لګېدی لکه شهد او عسل . وایم : لکه دلقمان حکیم صاحب دوا او درمل اوس خو مو دادی تر زړه ویني څاڅي او سترګي مو له اوښکو ډکي دي ، دغه دوه درې کاله کاختي او هغه پخوانیو مصیبتونو هیڅ نه راپرېښوول ، مېږي وزې ، خو مو ټولي مړې شوې ، باغونه وچ شول ، کښت کرونده ختم شوه ، دخوراک شی نه شورا پاته . وایم : وچ وړه لاله بازاره په پورراوړو، اوس خو دادی پور لا څوک نه راکوي ، چاچي څه وس درلودی هغه بازار و او ښارو ته کډه شول ، چاته خواري پيداکیږي او ډېري یې هلته دربدره ګرځي ، خواري او مزدوري هم نه ورپیداکیږي ، داوبو غوړپ په څاګانو کي ودرېدی چي باغونه او رمې یې درلودې هغه وفقر ته اړشول . پردل لالا وویل : هو نوروز اکا تا دفقر خبره وکړه ، هغه بله شپه مي په بازار کي وه ، په جومات کي یوه سړي دمرستي ږغ وکړی اویوې خوا ته یې پټو هوار کړی ، سړی شناخته رامعلوم شو، ښه مي ورته وکتل چي خدای ﷻ دوست اکا و ، چي خلګ سره ولاړل ، پوښتنه مي ځني وکړه ، دوې رمې یې مړې شوي وې ، په صحرا کي دځان پرمرګ بېرېدلی و ، بل چا کومک ورسره کړی و ، دیوچا تر غوږي یې راوستلی و ، دومره خرڅ نه و ورپاته چي ځان تریوځایه پوري ورسوي یا يې ماښام وخور ي، داسي نو ډېر درواخله ، نوروز اکا یو سوړ اسوېلی وکيښ او ویې ویل : یاره پردل لالا خدای ﷻ دي فضل کوي نیمه دنیا له فقره سره مخامخ شوه . وایم : یوازي دغه خدای ﷻ دوست اکا درواخله چي څه يې مانده و ، هرڅه خدای ﷻ ورکړي وو ، هر وخت پر شلو کسو مېلمنو غښتلی و، مګر خوارکی نن دادی سوال کوي ډېره سخته کاختي او وچکالي شوه . پردل لالا وویل : دالکه چي ټول زموږ عملونه دي ، چي داسي راسره کیږي ، وایم ، زموږ څه کول دخلګو سره مو معامله څنګه وه او له خدای ﷻ سره مو وعده څنګه وه ، دخیر او خیرات دروازې وتړل شوې . پخوا به څنګه پسونه او غوايي د رب د رضا لپاره حلالېدل ، وایم : خیرات خو څه کوې فرض زکوة هم نه ورکوي ، پخوا چي به یې نه وې لیدلی پوښتنه به یې کول اوس چي په مخه درشي مخ درڅخه اړوي ، هغه ښه سړی به نو درته وايي . بس شکر دی معنا دا چي نوري خبري مه کوه راڅخه ولاړشه ، ستا به داخیال وي چي دامي دکلي دی یا مي دکاکا زوی دی ، دوکان او کوټې ته به ورشم ، پوښتنه به پر وکړم چي دروازې ته ورنژدې شې ، توري هنداري به یې وي سړی به نه معلومیږي ، چي څوک سته او که نه ؟ بیا نو ددروازې دخلاصېدو په چم هم نه پوهیږي . کله-کله په لارکي یو سړی ولاړ وي ، هغه دمخه لا درباندي ږغ کړي چي حاجي صاحب نه شته معاف که ، وروره ولاړشه ، ته به پوښتني ته ورځې دوی چي وايي خیرات غواړي ،که دي بخت پرځای و ، نو به دي دننه ورپرېږدي ، بیا نو دادرک نه درمعلومیږي چي روغبړ یا ستړي مسیا څنګه ورسره وکړم او ګوټونه چیري وکاږم ، ته خپلي وصیلې او قرابت په مخه رااخستی یې ، خو په داسي ناولده ځای کي ورننوځې چي که خدای ﷻ په خیر ځني راوایستې ته چي روغبړ یا جوړ په خیر کوې په دغه حال کي دي دوه یا درې ګلاسونه چپه کړي یا مات کړي وي ، ولي ستا کوټ او پټو دواړه درځړیږي ، له نا پامۍ څخه دي پښه تر ځایه سمه نه رسېږي . وایم : څه سر دي پرله ګرځوم پریوه لویه سرګردانۍ واوښتې ، په دغه حال کي هغه ستا قریب یا شناخته هم پرځای نه وي ، یودوه منشیان یودوه کشران وي هغه هم چا پراخبار سر ځړولی وي ، چا یو کتاب یا دحساب ماشین مخي ته ايښی وي ، چا بیا ټلفون غوږ ته نیولی وي ، دالو الو (هیلو هیلو ) نارې پکښي وهي او دابه سره وايي : څنګه سو ، درورسېدی ، بازار څنګه دی ؟ بس درسره رایې نیسه ، دستي شل لکه درحواله کوم ، هو – هو بس صحیح دی ګټه کوي . دلته نو یو وار سره وخاندي په دغه حال کي بیا دټلیفون یوه کیلۍ (بټن) ووهي اوس نو دهغه بل سړي خبري هم اورېدل کیږي ، بیا ورته وايي ښه موسم څنګه دی؟ جواب : دباندي ګرمي ده ، خو موږ ایرکنډېشن ته ناست یو . پوښتنه : برايي مو څوک مېلمه و؟ جواب : لنډو او پیرک ، څنګه ورقي مو وکړې هوبازۍ چا وګټله ، موږ دوې بازۍ ځیني وګټلې ، ښې دوې بازۍ مو ځیني وګټلې ، بیا خو نو پر زورور واست . پوښتنه : څه وخت ویده شولاست ؟ جواب : داسي دسهار خوا وه دسهار لمونځ هم راڅخه قضا شو ښه دسهار لمونځ درڅخه قضا شو؟ هو . پوښتنه : هغه نور چیري دي ؟ جواب : هغه لا اوس هم ویده دي ، زه اوس داسي څاښت مهال ستا دټلیفونه په ږغ راويښ شوم مخ مي لا نه دی پرېولی . پوښتنه : ناری (ناشته ) خو مو هم نه دی کړی ؟ جواب : هو اوس به مزدور راشي شیان به راوړي . پوښتنه : نن ماښام چیري یاست ؟ ځواب : نن هم دلې یو ، نن نو بازي ډېره ګرمه ده . دلته بیا داخبري سره وکړي اوکې – اوکې (Ok, Ok ) بس ټلیفون کښېږدي . خدای ﷻ دي وبخښه چي دورې ورځي به یې نه سره ولیدل داسي به وتاچي ویل هیڅ خوشحالي یې نه ده لیدلې ، توري مځکي به یې سره سپيني کړې ، یو په بل پسي به ګرځېدل هیڅ ځای به خوند نه ورکاوه ، کله چي به یې سره پيداکړل تابه ویل دکلو پردېسان دي ، بیا به یې نو زړونه سره تش کړل او ټول رازونه به یې سره وویل : کله –کله به په یوه نیمه خبره کي ګیلې هم سره راغلې ، بیا به نوماڼېجن او په کاږه مغزي سره ولاړشو او یو بل ته به یې ویل ستا خوښه ده ته دغسي کوه . کله به ورځ دوې او کله به څو ورځي سره خوابدي وو، مګر صادق او زلمی دومره سره ګران وو چي بیا به یې یو بل ته دپخلا کېدو لپاره پلمې لټولې ، کله به یې ویل : یا ته مه ښوره بله ورځ به داسي نه کوي ، ددوی په خوابد ۍ به ټول کلی او ملګري پوهېدل ، ولي هر یو به داسي معلومېدی لکه پاچهي چي ځیني تللې وي ، ناسته ولاړه به یې دپخوا په شان نه وه ، کله به له صادق څخه نورو ملګرو پوښتنه وکړه : صادقه ! ډېر دیغ (خوابدی) یې سم مجلس نه کوې اونن دوهمه ده زلمی هم نه درسره معلومیږي ؟ صادق به وویل : کار به لري نه به وي خلاص ، جانان چي هم دکلي دښو هلکانو څخه و او دصادق او زلمي په خوابدۍ باندي خوابدی و ، شاوخوا یې وکتل خولۍ يې پر سرسمه کړه او صادق ته یې داسي وویل : یاره صادقه ستا او دزلمي په انډیوالۍ ټول کلی ښایسته و، همځولي به پرتاسي راټول وو ، اوس چي تاسي دوه خوابدي شولاست له مور څخه مو لا لارورکه کړې ده ، چي څه وکړو؟ یو وار یوه ته ورشو ، زارۍ ورته کوو او بیا بل ته ورځو چي څه پېښه ده ، خو یو هم حال نه وایاست ، څو شپې ژوند دی چي په خوشحالۍ تېرشي ښه دی که په خوابدۍ ، دابه تاسي موږ ته نصیحت کاوه چي سړی یو دبل سره ښه کوي ، دصادق چي دغه وخت خپل ګران ملګری زلمی سترګو ته ګرځېدی او هغه خواږه مجلسونه چي هر یو یې لکه دشب قدر شپه یا دکوچني اختر ورځ چي هر کله نه وي ، که به ټوله ورځ هر څه ستړي کېدل ، خو دمازدیګر په مجلس او لیدو به یې ځان هوسا کاوه او مازدیګر ته به داسي وو، لکه څوک چي دجنت پر لار باندي ځي . صادق په جواب کي وویل : جانانه ته خو ښه وایې مګر ما په ټول ژوند کي چپ قدم نه دی ورسره ایښی . صرف هغه بله ورځ ما دا ورته وویل : باغ ته درغلم تاهیڅ مجلس نه راسره وکړی، بس پردې خبره زلمی خوابدی شو ، دوه درې واره به زه نور ورسره مخامخ شوی یم ، خو ده ځان پر خوابدۍ باندي اچولی و او لاره یې بدله کړې ده ، ښه ته ووایه : دی به زما څخه پردغه لږ خبره او ګیله باندي دومره خوابدی کیږي ، زه چي خدای ﷻ مه کړه دی پرسرباندي ووهم ، لا باید دی خوابده نه کړي ، بیا زه ورغلم . په دغه وخت کي صادق دسمال له جېبه راوکېښ او سترګي یې په وچي کړې او ویې ویل : اوس ته ووایه چي زه ملامت یم او که دی . جانان ورته وویل : ماته همداسي معلومیږي لکه ده چي زیاتوب درسره کړی وي ، رشتیا هم څوک له انډیوال سره داسي نه کوي لکه ده چي له ستا سره کړي دي . هغه بله ورځ زه ددوی په باغ کي ورسره ناست وم دزلمي مشر ورور “مهربان” ورته وویل : هلکه داصادق دي لکه چي خوابدی کړی دی ، چي اوس نه درسره معلومیږي ، خو زلمی هیڅ جواب نه ورکاوه ، صرف یې داوویل : هیڅ نه ده پېښه . آخر مهربان ورته وویل : نن یا سبا به خامخا ورځې او صادق به پخلا کوې ! . “ په دې حال کي جانان دچايو پياله پورته کړه دصادق زړه له دردمنو خبرو ډک وو” ویې ویل : جانانه ! هسي مي تادزړه غوټه خلاصه کړه او زخمونه مي لا تازه کوې ، وایم څو ورځي مخکي دافغان اکا په پالېږ کي په مخه راغلی، مخ یې راڅخه واړاوه او لار یې راڅخه چپه کړه ، دبل چا خبره دوندي پرچانه درنېږي لکه دیو ګران دوست او انډیوال ، بیا دزلمي غوندي ښه انډیوال ، بس دی خدای ﷻ دې وساتي ما یې د انډیوال حق څه وراداکړی دی ، څو واره ورغلم چي زیاتوب لا هم ده کړی دی . جانان ورته وویل : صادقه چای درواخله ، سړې سوې ما ټولي درڅخه وکړې ، خدای ﷻ به یې خیر کړي . صادق چي پياله پورته کړه جانان ته یې وویل : صادقه ته دچایو خبره کوې ، وایم ما ته ددنیا هیڅ شی خوند نه راکوي او نه ددنیا په شیانو کي وفا پاته ده . وایم تردې وروسته ددنیا هیڅ شی پرهیڅ نه بولم مګر زلمی مي یو وخت نه هېږیږي ، کوښښ کوم چي هغو ځایوته ولاړنه شم چېري چي زه او دی سره ګرځېدو ، دده په رنګ چي څوک ووینم ، لا مي دی وسترګو ته ودریږي ، دجمعې په ورځ تا راته وویل چي ما او زلمی اختر ته یوه رنګه کالي کړي دي ، له هغه دوکاندارسره هغه رنګه یوه جوړه کالي لا نور هم پاته دي ، هغه به ته کوې او ځان ته به یې جوړوې . مادرته وویل : کوم شی چي ماته دزلمي یاد تازه کوي دهغه شي زه تاب نه لرم او بیا چي دزلمي په شان کالي ما اغوستي وي ، زما یو پټو دده دپټو په رنګه دی ، اوس زه هغه هم نه رااخلم او بیا زه اختر څه کوم ، اختر خو هغه وخت و ، چي زه په ښه زړه وم . جانان ورته وویل : نوري خبري پرېږده درځه چي یو وار ورشو . صادق وویل: دڅه لپاره ؟ بس دی نورنه ورځم . جانان ورته وویل : هغه برایي ناجوړه شوی و ، بیا یې ډاکټر ته یووړی . صادق وویل: دغه دی ولي یې ماته حال نه رالېږی ، زه به هم ورغلی وای . جانان وویل : ټوله شپه یې یادولې ، چي کله به یې درد سپک شو ، دستي به یې ماته وکتل او راته وبه یې ویل : ته وایه ما به صادق وبخښي او یووار به يې ووینم ؟ ماخو ډېري پړې وسره کړي دي ته وا اوس به یې نه راولې ؟ مابه ورته ویل اوس خو شپه ده سهار چي دی خبرشي خپله به راشي “ بیا به یې لږ تسلي او ارام وشو “ نو اوس درځه چي ورشو او هغه دی دزلمي ورور یونس هم زموږ وخواته په منډه راروان دی ، یونس چي رانژدې شو ، ساه وهي . هلئ –هلئ جانانه ، جانانه ، صادقه راځئ – راځئ ما ټول کلی درپسي ګښت کړی دی ، هلئ راځئ زملی ډېر په عذاب دی ویل یې صادق راولئ ، چي یو وار یې ووینم . “ دصادق او جانان هم په دې خبره سره حال بدل شو ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ، بس په منډه راروان شول چي راورسېدل ، دغسي په خلګو کي دزلمي وخواته ورتېر شول ، ګوري چي پرزلمي دمرګ خولې ورماتي دي ، صادق په ګانګوړه او ژړغوني آواز پرږغ کړه . زلمیه ، زلمیه ! زلمي چي داږغ واورېدی چي صادق دی سترګي يې راروڼي ړې ، شونډان یې سره وښورول ، معلومېدی لکه صادق ته چي وايي ما وبخښه او رخصت راکړه . په دغه حال کي دصادق پرمخ اوښکي رارواني وې او دآخر ځل لپاره یې پر تندي مچ کړ او دایې ورته وویل : ته ما وبخښه ته حق را پل (وبخښه ) کړه ! ماولي ستا په ناجوړۍ ځان نه وخبرکړی څنګه ژر راڅخه ولاړې ، زه هم نور ژوند نه غواړم صادق هم دغسي بې حاله ولوېد او دواړو خپل پور اداکړي . خدای ﷻ دي یې وبخښي - بېرته شاته