(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاعلي مفتاح الدین ساپي اثارو ته یوه کتنه

د ښاعلي مفتاح الدین ساپي ادبي اوفرهنګي اثارو ته یوه کتنه دپښتو ژبه دنورو ژبوپه څنګ کې یوه اصالت لرونکې، تاریخي، قوي، پیاوړې او دعلم دپراخو سر چینو لرونکې اودسترو ادیبانو اوشاعرانوژبه ده، چې یو شمیر بهرنیولیکوالانواوادب پوهانوپه خپلوآثاروکې په دې هکله ډیرې څیړنې او پلټنې کړي دي . زموږ په ګران هیواد کې دپښتوادب په آسمان کې لیکوالان ،ادیبان اوشاعران هغه ځلیدونکي ستوري دي چې دهغوی په ځلا او ښکلا اودهغوی دآثاروپه وړانګوبه هر وخت زموږ د پښتو ادب روښانه ساتل کیږي. په یوه ټولنه کې شعر او شاعري ځانګړې مقام لري .دشاعرانواحساس او عاطفه دټولنې انځور بلل کیږي اوشاعران د یوې ټولنې د عیني او واقعي مسایلو او پیښو څیړنه کوي اوپه خپلو شعرونوکې خپل احساس،عاطفه اودرد بیانوي .دوی په خپل کلام کې دخپل زړه احساس اودردونه انعکاسوي او کوشش کوي چې په بل زړه اغیز ولري .دا جوته ده چې شعر ویل هم آسان کار نه دی ځانته یو ځانګړې استعداد غواړي . شاعري یو سپیڅلې، نرم، نازک اولطیف فن دی او په دې لاره تلل ډیر مشکل کار دی، دا یوه نادره تحفه ده چې دخدای پاک له طرفه چاته ډالي کیږي . ښاغلي مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی، چې د وږی میاشت په (۱۳۱۵)کال کې دکنړ ولایت په مزار دره کې زیږیدلې دی. ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل اوامریکې کې پای ته رسولې دي ، وروسته له خپلو لوړو زده کړو دی په مختلفودولتي دندې کې بوخت و. دی له هغوستورو څخه دی چې دده فرهنګي څیره دپښتوادب په ډګر کې روښانه او ځلیدونکې ده. . دی یو پیاوړې لیکوال، خوږ ژبې شاعر،ممتاز ډرامه لیکونکې اووتلې ژباړونکې دی. دی په خپلو شعرونوکې دټولنې دځوریدلو خلکوویاړونه، ستوونځی، کړاوونه، ناخوالې، خوږې اوترخې اود شهیدانوآرمانونه اودغربت، مهاجرت اوجلا وطنې ستوونځې اودوطن اوهیوادوالوسره خپله ژوره مینه ، محبت اواحساس په ډیروښکلو سمبولونو،تصویرونواوانځورونوکې ترسیموي اوانعکاس ورکوي . ښاغلي اکادیمسن سلیمان لایق چې یونامتو، وتلې شاعر اولیکوال دی اود اوسنیوشاعرانو اولیکوالانو په منځ کې یو ځانګړې ځای او مقام لري په خپله یوه لیکنه کې دساپي صاحب دیوې ټولګې په هکله چې (نیمګړي انځورونه) نومیږي داسې وایي د (نیمګړي انځورونه) زیاتره شعرونه له سولې، سوکالۍ، له هیواد او نړۍ سره د مینې په څرګندولوډک شوي اوله نوع پالنې ، انصاف اودخلکو له یوالي سره لیونۍ مینه او لیوالتیاښیي. د دې په خلاف، ناسړیتوب، ښکیلاک، زبیښاک ،جګړه،توپیرپالنه اوپردي غلامي محکوموي . دشعر ژبه یې ساده او سپیڅلې ده، خو د شمال ختیزوپښتنوتر منځ دمروجوالفاظواو ترکیبونودکارولوپه وجه یې لوستونکوته د تامل ضرورت رامنځ ته کړی دی. د وزن له پلوه ساپي داسې تګ توګه خپله کړې ده چې هر راځ وزن ته لاره ورکوي، خو دهیڅ یوه التزام هم نه کوي. ده د دې دفتر په شعرونوکې عروضي، نیم عروضي، فلکلوري اوزان او بې وزنه قافیه لرونکي او حتی د منثور شعربې وزنه فورم هم کارولی دی.ده ددی آسانه او میسرې بڼې دخپلولو په وجه دقافیې او اوزانو د انتخاب ستونزمنه لاره چې د هنري فکر د الوتنې فضاتر فشار لاندې راولي، ځان ته هواره کړې ده. زما په فکر، دخیالونود تصویرولواوحسي کولوداسانولولپاره له بڼې سره دساپي په طریقه عمل کول یو ابتکار دی، د وزن د غوراوي په برخه کې دغه تګ توګه له شاعر سره د نویو خیالونوپه پیدا کولواو پا للوکې مرسته کوي. که څه هم ساپي صاحب په شعر کې د تجربې دلږوالي په سبب د زړور پر مختګ زړه نه کوي او نګوښي، خو له بل پلوه دشعر د عنعنو نوي کول پیچلی تمرین دی او پوره ادبي صلاحیت غواړي. موږ په خپله په تیرو دیرشوکلونو کې ولیدل چې څنګه د نوي وزن د مخکښانو ځینې وګړي بیرته پر شا وګرځیدل او د غزل د قلندرانولمن یې ونیوله ساپي صاحب دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالانوآثار په پښتو ژبه ژباړلي اوخپاره کړي دي .د ده ادبي اوفرهنګي شخصیت نه یوازی په هیواد کې دننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې دی.دی په انګریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري . پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار چې دپښتو ادب په ډګر کې یوخوږ ژبې، نامتواو وتلې شاعر او لیکوال دی په خپله یوه لیکنه کې د ساپي صاحب په هکله داسې وایي: (او زموږ نوښتګر ساپي له هغو کم پیښو پښتنو او بیا د خپل پوخ منګي پښت زده کړه والواولیکوالوڅخه دی، بې له دې چې دنظم، پښیلی(قافیې) اوتول وتال پر دودیزه لیاره یو پل هومره واخلي اوخپل کړاواوازمیښت په کې پوخ کړي، وار له واره یې له شعر او بیا ژمن شعره راپیلوي او تر هغې چې اروپایي وزمه بې تول وتاله (سپین) شعر ازمایي، پوره بری تر لاسه کوي اودیوه شاعر په توګه راڅرګندیږي، خو کله چې د تولیز یا موزون (ازاد) شعر اویا هم ګرد سره دودیز یا کلاسیک پښیلیز(قافیه واله) او بیا غزل خواته راستنیږي، له ټول ژب- ښکلاییز او ژب – اندیز پخوالي او سمبولتیا سره سره د (دودیزو) عروض پوهانوپام ځانته را اړوي او یو مخیزه یې له شعر وشاعرۍ څخه نټه او نمښته کوي . دا چې ساپي ولې وار له واره له ناپېيلي شعر راپیل کړی، دک توسن یې داوو چې په امریکاکې یې د زده کړې له مهاله په نړیواله کچه د نومیالو ژمنو اوهومانیستو شاعرانوخورا په زړه پورې شعري بیلګې په ناپېيلي بڼه پښتو ته رااړولي او ورو ورو یې دی هم شعر ویلو ته راهڅاوه او ښکلایيز څوب(ذوق) او وړتیا یې ورسره غځونې کولې او په پای کې یې د ورته ازادویا سپینو بیلګو پنځونې ته مټې را ونغښتې او دا توسن چې ولې وروسته وروسته لنډ تنګ فورم ته راواوښت او د خوشحال خبره دا ارت جهان یې په لوی لاس پر ځان تنګ وتورش کړ، همداوو چې څوک ونه وایې(ساپي) شاعر نه دی او هسې (ادبي ټوټې) کاږي) . په رښتیا هم چې ساپي صاحب له هغوشاعرانو او لیکوالانو څخه دی چې د ده خوږ کلام ، شعروشاعري دپښتو دادبیاتو په تاریخ کې ځلانده،روښانه او نه ورکیدونکی دی، او د ده ادبي او فر هنګي شخصیت دقدر او ستاینې وړ دی . دی یودروند،مهربان ، اومتواضع انسان دی. دی دښه او نیکو اوصافواو نرم مزاج او لوړ اخلاق څښتن دی. دساپي صاحب چاپ شوي اثار دا دي : ۱- نړیوالې سندرې (ژباړه). ۲- سپیدې- نړیوال شعرونه ( ژباړه). ۳- مات وزر- نړیوال لنډ داستانونه ( ژباړه). ۴- ادبي او هنري څیړنې (لیکنه او څیړنه). ۵- د هیواد په مطبوعاتو کې ګڼ شمیر چاپ شوې مقالې. ۶- نیمګړي انځورونه – شعري ټولګه (لیکنه) په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود دښاغلي ساپي صاحب د شعري ټولګې څخه مو یو څو شعرونه غوره کړي دي چې د تاسو پام ورته راګرځوم . سپوږمۍ که سپینې سپینې، سپوږمیه سپینې! پورژلې شپې مې، له بره وینې پردی هیواد دی، پردۍ ده مینه نه تروښي زړه مې پردۍ سترګلینې په خوله ګونګۍ شې، ولې نه خاندې په څه پردۍ شوې، زما له مینې دخدای لپاره، حال د یار وایه، په غم یې ګوټم دځیګر وینې! هالینډ- جنوري ۱۹۹۸ برخه د زمانې له مړه وجدانه بې سروبوله ګرمانې وړم تل دشکڼو له تیروغشو دټپونونښانې وړم دبیلتون له سوځند اوره تورې ایرې دیارانې وړم له منګنوسړو سیلیو مړاوی ګل له ګلخانې وړم له لوټ شوي شرابتونه هسې تشتورې پیمانې وړم دخپلو اوښکو له امیله نن په بڼوکې څو دانې وړم د وسمهال له تاړاکونو غملړلې افسانې وړم له مینه وړي سوزوسازه ویرژړلې ترانې وړم! هالینډ- اپریل ۱۹۹۸ دشړونتیا رنځ زما دشونډو پر پردیسه للمه ستا د خولګیوباران نه اوریږي زمادسترګو پر تورتمو شپولو ستا دسپوږمۍ پلوشې نه ځلیږي زما دغوږ په دې ویده شپیلۍ کې دا ستا دمینې پټ راز نه پسیږي په دی سابندې او پردۍ هواکې ستا دلونګو وږمې نه چلیږي دزمانې له دې بوینې بوښتې زمانښتی برخلیک نه ورهیږي! هالینډ- فبروري ۱۹۹۹ سوکمار دزمانې په (رینګ) کې پرون د کفر په تور، سوکمار (رامبو) په توغندیز سوکانو وځپلم او دا دی نن مې سټوي یو ځلې بیا داسلامي بنسټپالۍ په ګناه چې په خپل لاس لکه کوکنار یې وه کرلي راته! هالینډ- فبروري ۲۰۰۲ پروني اشنا ته تا له پردۍ بدلې خپله سندره ځار کړه ماته له لیږمي چلندکرکه راغله تاپه پردي پرتوګ کې ځان وپوښه ما دپردیوپر برم ویاړ وغنده تاته تر خپل پردی کلتورښه ایسي خوماته خپل زما دآر و دپیژندنښه ده تاخپل تور سر د بور سرو همرنګ کړ او زما خپل دا له څرمنې سره ښکلی ښکاري ستا اننګي تر شونډو سره دمیمو اودازماهم دمور مړو ماشومانو د غومبوروپه رنګ اشنا! ته ، پوروړی نه یې زه دپورونوبد پور ته د پیسو د ښکارولواتل زه د ښکاري کیسه برانوبلهار زما او ستا ترمنځ سپین غر ودرید ته پر ما اوزه به پر تاخاندم! هالینډ- جون ۲۰۰۳ خوب زما له تاندې ځوانۍ تر اوسني زړښته لومړنی ځل وو دغه چې ما دخپلې پخوانۍ مینې له ګلابي شونډو نه د خوږې مینې یوه خولګۍ واخیسته ، آه! چې دا یو خوب وو هسې... هغه زما نوخندیدلی ګل خو تربویولو مخکې هغه مهال وو لا زموللی خزان! هالینډ- اکتوبر ۲۰۰۳ شتمن او نیستمن جنایتکار دسرو زرینو سکو نمنځونکی سماو نیستمن او بې زورو زر ګناهکار پرسولۍ ځړوي خو، شتمن تباهکار چې خپل بوږنوړی جرم د سرو سپینو زرو او میراثي ښاڅ وپرتم تر شا پټوي، پتمن او ښکومی بولي! هالینډ- دسمبر ۲۰۰۴ دمینې میراث دپسرلي له شنه بار خونه دخزان سپیره خولګۍ وړم د لونلي ګل له غاړې ترمې ترمې غاړه کۍ وړم دبرخلیک له شومو چارو تتې وړانګې د سپوږمۍ وړم د(وینوس) د داد نیاوتون ته تاند لبانه ناوکۍ وړم او د مینې له میراث نه پر سر ایرې لکه سپرغۍ وړم کابل - ۱۳۴۲ تلین چې په مینه کې یې مینه راښووله نن پریاد یې تړمې اوښکې دروږوم چې دسیند څپو په غیږ کې به رااوښته نن خیالي انځور یې غیږ کې ویدوم چې سپوږمۍ به پرې له هسک ګلپاڼې نوستې نن تصویر یې په ډیوو کې بلیږدوم چې پرمخ به یې وږموڅڼې وېړلې نن ایرې یې په وږمو کې لیږدوم تازه ګل مې منګنو سیلیو ومروړ نن په تلین کې یې غمونه ژړوم کابل – ۱۳۴۲ دسهار باد دسهار باده! له سپینوڅوکو، راوچلیږه! په ځغل رادرومه! مه ایساریږه خبر یې راوړه! راولوریږه! داهم دساپي صاحب یو تراژیک او غمجن شعر په انګریزۍ ژبه :
Poet : Meftahudin safi Tulip Spring is here again as a beautiful lass With all its glory and charming grace Tulips are bursting into smile Worth of looking, beauty of soil Folk here and there around Their every cluster is bound To go and join the feast of tulips With heartfelt joy and cheerful lips But I !!! As the fading tulips of native my land Bear no spring like a succession of seasons *********************************************** In the perpetual succession of seasons In the battle of false and reasons In the endless stream of time In the harmony of eternal rhyme Many years died away As an elegy in musical play And thus, I suffer a lamentable life Burning nostalgia for children and wife As a frozen smile on the lips of pain Am a wondering soul and anxious brain And I keep your memory in my tears I mourn for you and for all my dears *********************************************** My country is but a burnt down garden For the ashes of which no one begged a pardon My home land demolished under the heels of cruelty But the powers involved are sensing no guilty My birth land is, but a land from which the tears escape And seek a refuge into a mirage lap They fall as a rain over dry desert And soak the earth the earth in every pace and effort My country is, but a land of torture The scene carnage, the rule of butcher My country is, but the victim of barbarity It is our harsh and bitter reality She crawls ahead as a wounded deer And leaves the blood at her back and rear ************* په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادر مسعود - بېرته شاته