(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اڼډوخراو ریشخندی کور؟

یو کلی وه په د کلی یو کور وه په دی کورکی (۹) ورونه سره وسیدل هر وخت به د دغو ورونو خپل منزکی له یوبل سره جګړی ولی کله به چی د دوی جګړی سره شوروع شوی د ګاوڼډیانو په ماشومانو او ځوانانو باندی به له ډیره خوشحالی څخه اختر جوړ شو هرچا به هری خواته مڼډی وهلی خپل او پردی به نه وو معلوم غوغا به ګډه وه د دوی جګړی به چی سره ونښلی دلی د ګاوڼډیانو ماشومان اوځوانان به څوک به په دیوال ورواوښتل اوڅوک به په دروازه ورغلل اوڅوک به په بام ورواوښتل دوی به یی سره خلاسول او خپله ساتیری به یی په جوړه وله خندا مسخری به یی ورباندی کولی شور ماشوربه جوړ وه هرچا به هرڅه کول معلوم به نه وه چی څوک خپل دی څوک پردی ؛یو ورځ دهړاو ډوړ او شور ماشور کی یو ښه پوهه سپین ږیری سړی هم رانه نواته خو سړی چی داحال ولید څوک خاندی څوک ژاړی څوک حیران ولاړدی هیڅ څه نه څی کولی حیران حیران یوه خوا بله خواګوری نو سپین ږیری هم په خپله ډیر حیران شو د شور ماشور او خلکو ته خو د سپین ږیری هم یوه خوا بله خوا وکتل ګوری چی په یوه کونج کی یوه بوډی ښځه او بوډا سړی هم ناست دی دوی هم حیران حیران ګوری ډیر خپه او ژړونکی معلومیږی هیڅ څه نه وایی په چوفه خوله ناست دی خو اخیر دا سپین ږیری سړی هم د دوی خواته ورغی او ورته یی وویل وخلکو تاسو خو پوهیږی زاړه خلک یاست داڅه حال ده تاسوولی څه نه وایی ټول خلک له تاسو پوری خاندی دا څه حال مو جوړ کړی لیږ شرم وکړی تاسو خو لیږ څه وه وایی چوپه خوله ناست یاست هیڅ څه نه کوی ولی ؟ نو بوډی خځی او بوډا سړی یو ښه غټ هوسیلی وښکه او ورته یی وویل ویش وروره مونږ دومره ژړلی دی اودومره نصیحت او وصیحت مو کړی چی اوس په سترګو کی مو وښکی وچی سوی دی زمونګ خبره څوک اوری؛ دا متل خو به دی اوریدلی وی (چی وایی ځویه له ما لویه) دا بد بخته کله زمونږ خبره اوری مونږ ته خو دوی د پلار او مور په سترګو هم نه ګوری نو سړی ورڅخه وپښتل چی دا ستاسو ځامن دی ؟ نو بوډی خځی او بوډا سړی ورته وویل وه دا بد بخته زمونږ اولادونه دی سړی بیا پښتنه وکړه چی دا ولی او په څه یی جګړی دی ؟ نودوی بیرته په ځواب کی ورته وویل و وروره حرامی ګټی خو به هم دغه سی بدی او بی برکته اغیزی لری ؟ سړی بیا پښتنه وکړه چی زه سم پوهه نه شوم؟ نو دوی ورته وویل مونږ ته سم غوګ شه چی دا ولی او په څه یی جګړی دی ؟ سړی ورته وویل خه سمه ده تاسو کیسه وکړی دا څه بلا ویلی دی دوی وویل مونږ ( ۹) ځامن لرو او دا اوس جګړی د دوی په خپل منځ کی دی او دا نور خلک زمونږ ګاوڼډیان دی چی څوک غواړی دوی سره خلاس کړی او څوک یی خپل منځ کی جګړی ته توده وی او نور یی هم سره تشویقه وی که مونږه ورته وه وایو چی دا ډیرغلت اوبد کارده خپل منځ کی جنګونه مه کوی دا څه حال مو جوړ کړی ده بس کړی خلک درپوری خاندی شرم وکړی د دوی ځواب دا ده چی تاسو خو یی نه راګټی مونږه یی په خپله راګټو او تاسو یی په موپته باندی خوری دا دوی ځواب ده مونږ ته او بل په دوی باندی د الله پاک یو څو نور عذابونه را نازل شوی دی اول > هغه داسی دی چی دوی په خپل منځ کی ډیر بی اتفاقه او کینه کښ خلک دی هر څوک یی خپل ځانته ډنګه وی خپل منځ کی مشوره اتحاد او اتفاق نلری دوم > دا چی دوی یو بل باندی عتبار نه لری هر وخت یو بل باندی بی ځایه شکونه کوی دریم > دا چی دوی حرامه او ناروا ګټه کوی لکه قرز کول صوال او ګدایی کول څلرم > دا چی دوی نور ډیر بد عملونه لری لکه خپل منځ کی او مونږ ته دروغ وایی او ډیر ډوکه باځ خلک دی نفس کشه او بخیل هم دی او ډیر بیل ماځه خلک دی هر وخت دوی د خپل ځان او ګټو په غم کی دی د خپل ګټو لپاره د هی چاپروا نلری د خپل ځان دساتنواوګټوته دوی ډیر ښه وښیاردی له دغی وجی څخه د دوی جګړی دی او دا جګړی د دوی په حرامو او د خیر او خیرات دقرض په پیسو باندی ده او مونږ ته دومره څه راوړی چی نه رغیږو او نه مړه کیږو نو که یو کور یا یو نفر داسی بد او غلت عملونه ولری هغه خلک د خپل وطن او کور اویا د خپل اولادو او مور پلار څه پروا لری نو اوس زمونږ کور او ژوند د دغو بیغیرتو له لاسه په شرمونو وشرمی ده خدا د دوی غرق تبا تبا کړی دا ډیر بد او شرمیدلی خلک دی نوچی دوی داسی کارونه کوی له ګاوڼډیانواونورو خلکو څخه به څه ګیله کوو ا یو متل د چی وایی ( خپل کور وساته له ګاوڼډی څخه ګیله مه کوه )او دا پردی ماشومان اوځوانان خو له خدایه دغه څی ساتیری غواړی او پردی خلک د چا د عزت او ناموس اود شرم څه پروا لی او دا یو بل متل ده چی وایی ( وای د وچو له زوره لامده هم سوځی )نو د دوی له دغو بدو عملونو او کړو نو څخه زمونږ د عومر ټولی خواری او ښیګڼی هر څه مو لاړ برباد برباد شول او بل دا خبره خو به دی اوریدلی وی چی وایی وای د خځی میړه نر ده او د نر میړه قرض والا ده ) دا خبره می ځکه وکړه چی دوی د ټول کلی قرض داری دی د دوی سترګی اوس ټولو خلکو ته مړی شوی دی دوی هیڅ غیرت او عزت نه لری پاک خدای دی د دوی چاره وکړی زمونږ وسه خو په دوی نره سیږی نور به څه و وایو دا وه زمونږ کیسه ذبیح الله شریفی ګلالی افغانستان لیلامیږی ؟ د وطن بچیانو راویښ شی ښایسته لوی افغانستان ورکیږی له هرخوایی چور په نښلولی تبا کوی یی افغانستان ورکیږی د خدای لپاره تیری دښمنی هیری کړی دوست دښمن وپیژنی له تیرو جګړو څخه عبرت واخلی خیالی افغانستان ورکیږی زمونږ دخپلی بیغوری له لاسه له هرلوری افغانستان ژړیږی اول خپل جاهیل بچیان یی سوځوی ورانوی افغانستان ژړیږی زمونږه بی چاره وطن په ډیره بی رحمی خرڅیږی لیلا میږی اخری سلګی یی دی بیا به ارمان کړو ګلالی افغانستان ژړیږی بس ده نور خپل منځ کی صوله وکړی دافغانستان نوم پاک کیږی راټول شی پوخلا شی نور هم ځوریږی دافغانستان نوم پاک کیږی بس کړی دا جګړی لاړهرڅه مو تبا تبا شول دیوالی انقلاب وکړی راویښ شی په ډیر ناهقه وطن سوځیږی دافغانستان نوم پاک کیږی د دنیا داړماران او ګاوڼډیان مو پلان جوړوی افغانستان تقسیمیږی بی شرمه مشران موله هرچا سره سلاح شوی افغانستان تقسیمیږی د افغانستان ښکولی نوم مو په عمارت او نورد ارلیانسی بدلیږی ګامونه دیوالی واخلی بیا به هرارمان کوی افغانستان تقسیمیږی نوردبی غوری له هرخوبه ویښ شی افغانستان دغم ټالی وهی خدای خبرچی کومه خوا به ولیږی افغانستان دغم ټالی وهی نور راجګ شی د خرڅ شوی مشرانو په ځد پاسون وکړی خدایه په دعا د ذبیح رحم وکړی افغانستان دغم ټالی وهی ذ بیح الله شریفې ZABIHULLAH SHARIFI 05 / 07 / 2010 ۲۰/ ۴ / ١٣٨٩ - بېرته شاته