(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حامد کرزۍ که افغانستان؟

لیک: فايق خان ايسفزﺉ ،لندن د طبيب دی عقل ته ګوره خوږ مې زړګې دی داغ په ولو راکوينه د تاريخ د لوستلو نه دا خبره هيچرته هم نه جوتيږي چې په يو هيواد کې د اولسمشر سره د هغه هيواد نظام هم ړنګ سي خو زموږ له بده مرغه په افغانستان کې زموږ ناپوهه يا لمسولي شوي ورورڼه په ځاﺉ د دی چې د نظام برخه شي او دغه نظام پياوړی کړي غواړي چې دا اوسنی اډاڼه رانسکوره شي او د پاکستان د هميدګل، منور حسن ، اسلم بيګ، ارون رشيد، رانا ثناالله، اکرم لاهوري، او د ډګروال امام چې اصل نوم يې امير سلتان په خوښه نوی نظام جوړ شي. د حامد کرزۍ دوه اړخيزه شخصيت دی ته اړتيا لري چې وسپړدل شي. او د هغه خلکو توپير وشي چې افغانستان جوړول غواړي او د خاورې ريښتونی بچيان دي او يا د ګران وطن دښمنان دي او غواړي چې افغانستان هم دغه شان وران ويجاړ وي او د نړيوالو ترهګرو او مذهبي تنګ نظروهغه اډه ترينه بيا جوړه کړي چې نه بشري حقونه وي او نه زدهکړې. د خلکو ږيری په ګلاسونو تيريږي چې لنډه ده که اوږده.. په دی کې يوه بله ډله هم شته چې هغوي مينه د وطن سره لري ډير ښه افغانان دي خو په ناپوهۍ کې په ملي ګټو او بهرنيو دسيسو کې توپير نه شي کولی. نو بايد دا خبره سپينه کړو چې په وطن ميين افغانان بايد حامد کرزۍ ته په کومه سترګه وګوري. حامد کرزۍ د يو سړي نوم و. هغه يو جګ غنم رنګه سړی و. په هند کې يې زدهکړی کړی وی او بيا يې د جنوبي پښتونخوا په کويټه نومې ښار کې ژوند کولو. پلار يې د شاه مامد ذاهر شاه په وخت کې د لويې جرګې مشر و. پلار يې په کويټه کې پيريانو ووژلو. خلکو کرزۍ ته ووييل چې د پلار مړی په کويټه کې خاورو ته وسپاري خو ده دا خبره ونه منله او د يو لوﺉ کاروان سره يې د خپل پلار مړی هغه کندهار ته يوړلو په کوم چې د هغه خلکو باچايي وه چې ژوندي خو پريږده مړي هم درې درې ورځي ځړوي.که هغه ډاکټر نجيب الله احمدزی وي او که د سوات پير سميع الله. نو دغه حامد کرزۍ که وي او که نه وي نو په ملت يې کوم اغيزه نشته. خو زمونږ ستونزه دا ده چۍ موږ د شخصي کرکې په اساس په اصل کې د خپل ملت او هيواد په کرکه ککړ شوي يو. الفنسټن چې افغانستان ته د فیرنګي لومړی استازی و او د افغانستان سلطنت نومې کتاب يې ليکلې دی په خپل کتاب کې کاږي چې زه په اس سور وم او چې په يو افغان مې سترګې ولګيدلی نو ده ماته داسی کتل چې زه پوهه شوم چې دی زما د سيالۍ دی. نور په ټول هند کې داسې سترګې نه وی چې مونږ سره يې سيالي کړی وی. فيرنګيانو چې ايسټ انډيا کمپني جوړه کړه او هند يې اونيولو نو برتانيا ته يې ليک واستولو چې ترڅو مونږه افغان زور نه وي مات کړی تر هغې موږ په هند کې واک نه شو خوندي کولی. هغه عمل نن هم روان دی. هغه د مارانو سوړه اوس هم شته خو مونږه د مارانو سوړه هيره کړی ده او په خپل لاس چکونه لګوو چې دښمنانو مونږ ته په خله کې راکړی دی. دښمن تل دا هڅه کړی ده چې افغانستان وران کړي ، د افغانستان ادارې له منځه يوسي، سوله ورکه کړي او ګډوډي رامنځ ته کړي. په دغه ناوړه عمل کې د افغانستان ډيره پياوړې اردو له منځه ولاړه. ياده دی وي چې دغه ملي اردو په هر ډول دفاع کې تجربه لرله . او ډير په مړانه يې وطن ساتلی و. د افغانستان اکمالات لوټ شول، او ټانکونه او توپونه په ارو پری شول او په لاهور کې د نوازشريف په کارخانو خرڅ شول. په تيرو ورځو کې امريکه پاکستان ته دوه ايف شپاړس جنګي الوتکې ورکړی ، د پاکستان واکدارانو لستوڼي ايستلي وو او د خوشالی نه ګډيدل. افغانستان مګ دوه ويشت او مګ دريويشت الوتکې لرلې. پنجاب هغه افغان بريتونه هم نه پريښودل چې افغانانو پري وياړ کولو او هغه بريتونه يې د کابل د دفاع له وزارت سره راوچت کړل د خداﺉ بخښلي اولسمشر ماڼی يې پری بمبار کړه او بيا د پيښور په بالاحصار کې هغه نيغ ولاړ بريتونه يې د لاهور په متيازو داسی راټيټ کړل چې لا تر اوسه نه پورته کيږي.دا د پنجاب هم په ګټه ده او د ايران هم چې افغانستان هيڅ اداره ونه لري. نو ځکه ښوونحي ړنګوي ښوونکي وژني ، ملي او قبايلي مشران په نښه کوي او بيا د اروپا او امريکې ياران راروان دي په مونږه احسان کوي چې تاسو له ښوونځي جوړوم ، افغانستان کې روغتون جوړوم، مونږه افغانان بايد د دغه خلکو احسان په ځان ونه منو او ورته ووايو چې وروره ما هر څه لرل خو تاسو ټول که مسلمانان وو، که يهود وو، که د چين کميونسټ واو سوشلسټ زموږ سړکونه مو وران کړي دي زمونږه ادارې مو ړنګی کړې دي نو دا خو زمونږ په تاسو تاوان جنګ دی او که يوه سترګه مو خاندي او بله ژاړي دا به راجوړوﺉ. په دی حالاتو کې چې باران په تيراه وشولو او خره يې د خالصی يوړل، په امريکه بريد عربانو او پنجابيانو وکړلو او نړيوال ځواکونه د بون د غونډی نه ورورستو د ملګرو ملتونو په قرارداد افغانستان ته راغلل. نو د افغانانو په خوښه او غوښتنه کرزۍ د افغانستان اولسمشر ونومول شولو. د هغه کور ودان چې دغه ګران کار ته يې غاړه ور لاندی کړله. خو اوس کرزۍ هغه پخوانۍ کرزۍ پاتی نه شولو بلکه د افغانستان د بيا رغاوڼی ، ملي روغې جوړی، او د وران ويجاړ افغانستان د بيا جوړولو د پروسی مخکښ شو. په يواځی ځان کابل ته تللی کرزۍ دوه واری په هغه هيواد کې ټولټاکنی ترسره کړلی په کوم هيواد کې چې سردار داود، نور مامد ترکی، حفيظ الله امين، او نجيب الله په ډيرې بې دردﺉ سره وژلي شوي دي او شاه ذاهر شاه او غازي امان الله خان د خپلو د لاسه په پردو وطنونو کې خپلې د بې وسی شپې ورځي د وطن په ارمان تيرې کړي دي. هر چا زمونږه په وطن خپلې خپلې تجربې وکړی چا ورته اسلام راوړلو خو د اسلام لکۍ په لاهور کې بانډه وه او چا ورته مترقي سوچ راوړلو خو د وطن کلتور، اولسي احساسات او ملي اړتياو ته يې په داسی ژبه ځواب وييلو چې اولس يې په سر کونه نه پوهيدلو.خو دښمن د اولس د بی لاری کولو لپاره ډيره ساده او اسانه ژبه کاروله او که يهود و هنودټولو غوښتل چې د افغانستان سپېڅلو مسلمانانو ته اسلام وښايي او د نړﺉ ښه مسلمانان ترينه جوړ کړي نو دغه ټولو بې اودسو د افغانانو امامت ته ملا وتړله. اوس چې د حامد کرزۍ په هکله د پنجابي جرنالستانو څخه وپوښتې نو ټول سره د اميدګله او اسلم بيګه يوه خله دي چې دا خو ګوډاګی دی. او چې امريکه (نړيوال ځواکونه) ولاړ شي نو يوه ورځ به په واک کې پاتی نه شي. پذل رامان او کازي اوسين هم دغه شليدلی ډول ډنګوي. خو که پښتنه ترينه وکړي چې زياوالهک خو هم ګوډاګۍ و او د امريکه ساتلی ګولډانګ و نو درته به ووايي چې هغه خو ملکي ګټې خوندي کړی وی. که ورته ووايي چې دا ستا پوځ د ملګرو ملتونو په مرستندويه ډلو کې نورو هيوادونو ته ځي او په موګاديشو کې خو ورباندی د زرو د غلا تورورنه هم لګيدلي و، نو وايي مونږه خو ملګري ملتونه منو. اوس دا کور ړنګی نه مسلمانان دی او نه انسانان.بيا کله چې په ۱۹۶۵ م کې پنجاب له هند سره په جګړه پوخت و نو مامد ذاهر شاه ورته استازی وليږلو چې زمونږه د اړخه بز فکره اوسه. هم دغه ډول استاذی پنجاب ته په ۱۹۷۱ م کال کې هم تللی و. خو دغه احسان هيره هند سره د امن هڅې کوي خو افغانستان سره په پټه او په ښکاره دښمني کوي. نو مانه يې دا جوړيږي چې دی د هند سره سوله ځکه غواړي چې افغانستان ته يو مخيزه اوزګار شي. دلته زړه په دی هم درد اوکړي چې هند او اوسنۍ پاکستان دواړه د افغان سلطنت برخي وی او اوس دواړه دايټمي طاقتونه دي . بادار فقير دی او مريانو ماڼې جوړی کړي دي. که حامد کرزۍ افغانستان کې اداری جوړوي نو هغه ګوډاګی دی او زياولهک ملکي ګټې خوندي کوي. پذل رامان پخپله په اسلام اباد کې ټولواکي غواړي او د پارليمان غړی دی ورور يې د سيلګرۍ وزير دی خو په افغانستان کې د ټوپک په زور باچاﺉ جوړه وي. دا په هيواد کې نشته چې د هغه هيواد نظام د اولسمشر د مړ کيدو يا ليری کيدو سره پاﺉ ته رسيږي. نو موږ ولی په سړي او په نظام کې توپير نه شو کولی داسی خو نه ده چې مونږ خپل هيواد ته د بل چا په سترګو ګورو ؟؟ دلته دا خبره سپينيږي چې حامد کرزۍ د دښمنانو ځکه نه دی خوښ چې هغه په افغانستان کې پارليمان جوړوي، هغه ملي اردو جوړوي،هغه اساسي قانون جوړوي، ښوونځي جوړه وي ، د بريښنا او اوبه خور پروژې پر مخ بيايي. نو ځکه د دښمن د سترګو ازغې دی. په دی حالاتو کې مونږه بايد په افغانستان کې د روانو پروژو په خاطر او د وران وطن د بيا جوړيدو په هيله د حامد کرزی څخه کرکه د خپل ملي دريځ سره ګډه وډه نه کړو. د حامد کرزي په ذات او د افغانستان د اولسمشر په اړينوالي کې توپير وساتو او لکه د اشرف غني احمدزي او نورو وطن پالو افغانانو په څير په وطن کې د روانو ادارو په جوړولو او د نړيوالو بې ځايه تورونو ته د افغان په حيث يو کوټلی او ننګيالی ځواب ووايو. دا د اشرف غني يو ډير د ستايينی وړ ګام دی چې د اوسني نړيوال کانفرنس کې يې د خپل هيواد د پاره ډير لوﺉ کار وکړلو . بايد افغانان هغه ته اوږه وټپوي. که وطن جوړ شي نو د وطن پوهنتونونه به د حامد کرزي نه ښه ښه مخکښان وروزي خو که نن موږ جنګ سالاران ګرموو نو په جګړو کې هم دغه خلک زيږيږي . په جنګونو کې پوهان او پروپيسران نه پيدا کيږي. خو په سوله او امن کې د ټوپک خاوند مخ پټوي او پوهان او سوله خوښان د وطن په پرمختګ او ژغورنه بوخت وي. بيا ځينې ناپوهان وايي چې ترڅو د افغانستان ستونزه نه ده حل شوی په پاکستان کې امن نه شي راتللی . دغه نام نهاد ملت پال داسی پروپيګنډه کوی لکه چې ستونزه په افغانستان کې وي. خو داسی نه ده د ستونزې جړې او ريښې د پنجاب نه خورې شوي دي او دغه جړی به په پنجاب کې سيزل غواړي.نو مونږه بايد مار چيچلی ونه وژنو بلکه د مارانو دغه سوړې چې په پنجاب کې دي او دغه پاړوګر چې د اسلام قبا يې په ځان راخوره کړی ده بربنډ کړو.موږه هيڅکله د لاهور او اسلام اباد ډول اسلام په پښتنه او افغانه خاوره نه غواړو. خپلو کې يو موټی شو او تر ټولو لومړی ، تر ټولو بالا، تر ټولو مهم افغانستان زمونږه ملي ناره شي. په خپلو سپک په پردو سپکه زغم درکې ډير دی چاته نه کړی فريادونه - بېرته شاته