(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستاد اسد اسمايي لمړی تلین او زموږ بې غوري

ددرانه استاد افغان فیلسوف اسد اسمايي لمړی تلین او زموږ بې غوري د ګران استاد لمړی تلین هم دا دی راغی خو نه یې سرکار یاد وکړ او نه کوم یار یوازې عبدالمالک بېکسیار د بېکس او مسکین استاد په یاد خپل قلم وژړاوه زه چې د ګردون په دې لوی سمندر کې سرګردانې غوټې وهم، د قدرمن استادلمړی تلین نږدې را څخه هېر شوی وخو دبېکسیار دې الله یار وي چې متوجه یې کړم اوس مې نو دا زړه په ګران او درانه استادپسې داسې نری نری وخوږېد چې داوږدې لیکنې وس را سره نشته، د استاد رنګ اوخاطرې مې په زړه او سترګو داسې را وریږي لکه په شاړودښتو پر له پسې بارانونه . ارمان ارمان چې ژوند وفا نه لري هو! ژوند که وفا نه لري خو نه به یې لري حیران خو دا بن ادمانو ته یم چې په دې کم او بې وفا عمر کې هم یو د بل په قدر نه پوهیږي په یو اوبل یې ښه ورځ نه لوریږي یوچې هڅاند او وړ تیا ولري دابل بیا هلته ورته خښمیږي . د نړۍ په مخ کم کسان دي چې دانسان او انسانیت له لویې فلسفې سره اشنايي او مینه لري استاد یوله همدې ډول کسانو څخه و. تر کومه چې ما ته پته ده استاد د انسانانو په حال ډېر ځورېده هغه به د تیلیفون په کرښه له خپلو دوستانو سره ګړۍ ګړۍ تېرولې پام به یې غلطاوه هغه ټول درد درد و کله کله خو به یې دبېوسي داسې اوږد اه له خولې څخه راووت چې په دا مغزو به مې دیو تندر په ډول ولږېد خو ما به په یوه داسې ټوکه بلې خوا ته بوت چې دی به هم حیران شو خو خبرې به یې نه خلاصېدې هغه دخدای (ج) په دالویه نړۍ کې ډېر تنګ راغلی و دځان دتسکین او ارامولولپاره یې درانه شعرونه له خوږې موسیقي سره تل اورول دهرچا ډهل او ډومبک ته یې غوږ نه نیو استاد له سپېڅلتیا څخه ډک او خاکسار انسان و هغه دمینې او درناوي په قدر ښه پوهېده استاد دومره لایق و چې په یوه وړه جمله کې به یې کتابونه ونغښتل هره خبره یې دکاڼي کرښه وه خو ارمان ارمان چې نه خو په ژوند چا وپاله او نه په مرګ اوس چې له موږ تللی اود تل لپاره له سختو دردونو څخه فارغ شو اروا دې ښاده او موږ ته دې الله پاک ددې وس راکړي چې دانسان او انسانیت په درد وخوړل شو. محمدامین بسمل - بېرته شاته