(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شين خالۍ ۱۴مه برخه

ډاکترزيړګل دواده لپاره پوره تياري نيولې وه ،هغه د کاکا ناوې په مصلحت دحاصلا تود زيرمو دخونې څخه د واده داړتيا وړ وريــــجې، اوړه اونورې غلې، دا نې دبزګرپه مرسته دتللووروسته اشپزې ته سپارلې وي او همدارنګه د خپلو څــارويو څخه يې توربخن سخوندر او يو ترکی وری حلال اوغوښه يې د پخولو لپاره برخې برخې کړې وه ٠ هغه د واده کارتونه د کلي د نائي په لاس نژدې او لرو دوستانو ته ليږلي وه او هم د ښځينه ميلمنو لپاره ېې د زرلښتې دپلار لعل مير آ کا کورچې په ګاونډکې وه فرش اوسمبال کړی وه اوهمدارنګه د نارينه ميلمنو لپاره يې د آ کا په بڼ کې چيرته چې دپخلي کارونه هم ترسره کيدل ځاې بر ابرکړې وه او د ټنګ ټکور لپاره يې مشهور سندرغاړي ګل محمد استاد چې په منطقه کې د پوره شهرت خاوند وه د محلي سند ر غـــاړي سړ ه چې په ګلرنګ مشهور وه بيانه کړي وه او دکلا بهر يې ورته ځای په ګلمونو ، توشکو او کټونو سمبال کړې وه ٠ مازيګر ميلمانه ورو وروپه راتلو پيل وکړ چې د ډاکتر زيړګل او د کلي اوسيدونکو به ورته هر کلی وايه او سمبال شوې ځای ته به بدرګه کيدل او هلته د هغو د ناستې سره سم مؤظفو کسانو به د لاس پرمينځلو او به راوړلي او د ډوډۍ سررشته به ورته ونيول شوه ٠ کله چې به ميلمنو ډوډۍ نوش جان کړه تر هغه وروسته به د ټنګ ټکور ځاې ته بدرګه کيدل او هلته به د چای ، اوبو او چلم تدابیر ورته نيول کيده او مؤظف کسانوبه د ميلمنو خيال ساته ٠ څه شيبې ورسته د ميلمنو د خوښې لپار سازيان راغله ، ګلکې استاد او ګلرنګ سره آرمونيې تر غاړې کړې او مستې بګتۍ ، چاربيتې او داستانونوپه ويلو سره د حاضرينو له خوا په چک چکو بدرګه کيدل ٠ د واده مراسم تر ناوخته دوام درلود ، هلته د زرڅانګې پلار لعل مير آ کا په کور کې چې د ښځينه ميلمنو لپار تياري نيول شوی وه، د شين خالۍ د واده مراسم هم هلته تر سره کيد ل ، چې د شين خالۍ خور لنډو دکلی ښځواونژدي دوستانو سره دداريا په وهلو،سندرو او نڅا محفل ته خوشاله بڼه ورکړې وه ٠ په همدې ترتيب ټنګ ټکوردشپې تر ناوخته دوام وکړ، دنژدي کليو ميلمانه ورو ورو په رخصتيدو شول ٠ سبا د چای اوسبا نــــاري وروسته دکلی ملا ، سپن ګيری، نــــژدی دوستانواو مشرانو په ګډون د ډاکتر زيړ ګل او شين خالۍ نکاح د اسلامي اصولوسره سم وتړله چې دنکاح ورسته د دوستانوله خوا ډاکتر زيړګل ، شين خالۍ او مور ته مبارکی وويل شوه ،حاضرینو په ناوی او ډاکټر زیړ ګل نقل ، پتاسې او میده پیسې وشیندلې. او سازيانو بيا خپل ټنګ ټکور تـــه ادامه ورکړ چې دکلې فضا د خوښی او خوشالۍ فضا ګرزيدلې وه ٠ مازيګر ځوانانو ډولې جوړه کړه او دلعل مير آ کا کورته لاړل او ورسته له يو لړ مراسمو شين خالۍ په ډولۍ کې سپره او خپل پــــلارني کورته د ساز ، سندر او خوشحاليـو په بدرګه راوستله چې په همدې تريب ډاکتر زيړګل او شين خالۍ پس له کلونو زحماتو او کړاونو خپل پاکو هيلو او ارمانو ته ورسيدل ٠ د شين خالۍ او ډاکتر زيړ ګل لا د واده شپږ مياشتې نه وې تيرې شوې چې په هيواد کې د پردو مداخله ګرانو او کورنۍ خرڅ شوو د افغا ن او افغانيت دښمنانو زموږ د بې ګناه خلکو په کلو او باڼډوداسې لوبې او محشر جوړ کړ چې زموږ ډير بې ګناه خلک ېې شهيدان ، معيوب او د وطن څخه ېې ا جبار ي مهاجرتونو ته اړ باستل چې زيړګل ، شين خالۍ او د کاکا ناوې هم ددې ناتار په پایله کې ګاوڼد ملک ته مها جر او د افغانانو په کمپونو کې هستوګن شول٠ ډاکتر زيړګل اوشين خالۍ ته پس له څو مياشتو په مهاجرت کې خداې يوه لور په نصيب کړه چې ښايسته نوم يې پرې کيښود او ښايسته لکه دخپل مور شين خالۍ ښکلۍ نجلکۍ وه٠ زيړګل ته د ا د کمپونو ژوند لکه د کمپ نورو او سيدونکو افغانانو په شان د کړاوه ډک ژوند وه او پس له ډيرو انديښنو دي پايلې ته ورسيد جې په هرډول وې ځان له دی بدحالته وباسي چې پس له ډيرو هلو ځلو زحمــــت او کړاونو د خپل لـــور ،شين خالی اوکاکا ناوې سره ځان اروپايي هيواد ته ورساوه چې ورسته له ډيرو پښتنو ، منډو او رامنــــډو ورته د اقامــت يا اوسیدنی اسناداو اجازه ورکړل شوه٠ ډاکتر زيړګل اوس په اروپا کې ډاکتر نــــه بلکه په يو رستورانـــت کې په مشقته کارو بوخت او د مهاجرت شپې اوورځې سبا کوې٠ د تأسف خبره خو داده چې زموږ ډير شمير هيوادوال د پوهې ، تعليم او د مسلک خاوندان چې په وطن کې دملت په مصرف د پوهې او مسلک رتبې ته رسيدلي دي په غير مسلکي اوشاقه کارونو بوخت دي چې د ډاکتر زيړګل او شين خالــــۍد ژوندکيسه ددې خبرېی يــــوه ژوندۍ او وړه شانې بيلګه ده ٠ زيړ ګل په مهاجرت کې دکار او زحمت تر څنګ دخپل پولې ، پټې او کورچې دوخت زور واکانو ترې غصب کړې وه په شاعرانه احساس داسې يادونه کوي ٠ زمــــــوږ دکـلــي هغه کور هغه خټين ديوال کې لور هــــــا نغری د لرګـــــو اور چا رانه واخسته په زور ؟ هغه د خپل د کلې د کور ماحول داسې تمثيلوي ٠ دکور په مينځ کې وه بياله هــــــا د انګـــــورو ښه چيله پکې يوښکلې شان حجره اوس ېې احتياج کړلو دنور چــــــا رانه واخسته په زور؟ د کلا د باغچې او حجرې په اړه تير وختونه داسې يا دوي٠ ښکلې باغچـــه دميلمنو دڅــــــڼه ورو شــــــا ځلمو وه د خوښۍا و بدو شپو اوس راته پاته دی پيغور چـــــا رانه واخسته په زور ؟ او د لوټمارو چور او چپاول ددوۍ په کو ر او هستي داسې بيان کوي٠ چا ترينه ويوړې دروازې هم ېې کرکۍ ماتې ښیښې نــــــې د تنورخـــــيژي لمبې اوس لوټې لوټې دی نسکور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ او خپل د مهاجرژوند راتلونکي ته داسې د شک په سترګوګوري٠ يمه مــــــحتاج د بل وطن نه مې شته کورنه مې مدفن وي بــــــه د هجــــــرځانکندن مات زړونه څنګه شي ټکور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ زيړ ګل دلوی خداې په دربار کې د دعا لاسونه اوچت او دا دوعا وکړه ٠ ربــــــه موږ ستا يو بنده ګان له تــــــانه غواړو موږ امان يو زوريدلــــــي په بد شان که ته زموږه شـــــې غمخور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ او په آ خر کې ېې د وطن د آ بادي او سولې لپاره داسې هيله وکړه ٠ چــــــې ګران وطن موشي آ باد دغــــه غمجن زړونه شي ښاد دســــــره جــــــوړ شي دا بنياد افغاني بياشــــــوکــــــلی کور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ درنو لوستو نکو ته د زيړګل دزړه خبرې زموږ دکلي هغه کور تر سرليک په لاندې ډول ډالۍ کوم ٠ زموږ دکلي هغه کور زمــــــوږ دکـلي هغه کــور هغه خټين ديوال کې لور هــــــا نغری د لرګـــــو اور چا رانه واخسته په زور ؟ دکور په مينځ کې وه بياله هــــــا د انګـــــورو ښه چيله پکې يوښکلې شان حجره اوس ېې احتياج کړلو دنور چــــــا رانه واخسته په زور؟ ښکلې باغچـــه دميلمنو دڅــــــڼه ورو شــــــا ځلمو وه د خوښۍا و بدو شپو اوس راته پاته دی پيغور چـــــا رانه واخسته په زور ؟ چا ترينه ويوړې دروازې هم ېې کرکۍ ماتې ښیښې نــــــې د تنورخـــــيژي لمبې اوس لوټې لوټې دی نسکور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ يمه مــــــحتاج د بل وطن نه مې شته کورنه مې مدفن وي بــــــه د هجــــــرځانکندن مات زړونه څنګه شي ټکور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ ربــــــه موږ ستا يو بنده ګان له تــــــانه غواړو موږ امان يو زوريدلــــــي په بد شان که ته زموږه شـــــې غمخور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ چــــــې ګران وطن موشي آباد دغــــه غمجن زړونه شي ښاد دســــــره جــــــوړ شي دا بنياد افغاني بياشــــــوکــــــلی کور چــــــا رانه واخسته په زور ؟ shin kalay 14ma barka By: Sameuddin Afghani م ٠ کال ١٧ - ٧ - ٢٠١٠ - بېرته شاته