(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

كه سرزوري روانه وه افغانان به پوپناه شې

ليك:عبدالجبار كاكړ د 119 وروسته چې كله په امريكا كښې د نيويارك د ښار نړۍ وال سوداګرى مركز او پنسټاګان باندى بريدونه وشول او د دهغه پيښو تور په القائده او ددې ډلى په مشر اسامه بن لادن ولګيدى چې په دهغه شپو او ورځو كښې په افغانستان كښې د طالبانو ميلمه وو كه څه هم امريكا و طالبانو ته خبردارى وركړى وو چې اسامه بن لادن د افغانستان څخه وباسى هم په د هغه وخت كښې د افغانستان نزدې درې سوه لوړ پوړى دينى علماو غونډه وشوه او د وخت حكمرانانو (ولې چې دوى مخ آمخ حكمرانان ښكاره كيدل) څخه غوښتنه وكړه چې و ميلمه ته دى وويل شې چې د افغانستان څخه ولاړشى خو نه شو ويلې چې و طالبانو ته اجازه ورنه كړل شوه چې دوى داسې وكړى يا دا چې طالبانو و اسامه بن لادن ته اجازه ورنه كړى چې ولاړشى يا د هغه حكمران طالبان دومره پوه وو چې د خپلو استادانو خبرى ته غوږونه ونيوى هم د هغه وو چې امريكا د هوائى لارې په افغانستان يرغل وشو او يوواربيا افغانستان د نوى ډول جګړى سره مخامخ شو په دهغه دوران كښې چې د ناخبره او بې وزلى طالبانو سره په شمال كښې په زياته بيا په دشت ليلي كښې څه وشوه چا وكړو د څه دپاره وشو يوه ډله طالبان خو په شپه شپه كښې د افغانستان څخه واستل شول اونور ځوان تنكي چې يواځى د اسلام د سپيڅلى دين په نامه په وچ ډګار پاته شول او تراوسه ې ميندى خوندى پلرونه او خپلوان ې په دى هيله ناست دى چې خپلې تنكي ځوان زامن وروڼه اوخپل خپلوان به نن راشى سبا ته به راشى خو څوك چې راتلل هغه د پيسو او د نورو لارو راوستل شول خو چې تراوسه نه دى راغلې هغه د هميش دپاره تللې دى كه څه هم اوس هم داسې ميندى شته چې ورې وټكيږى نو وائى چې ذوى طالب ې راغلې په د هغه نهه كلو كښې چې نورې كومې زړه يږنونكى پيښې وشوى چې په دى ليك كښې دومره ځائى شته نه داسې څوك مشر شته چې په ټول لربر كښې ودى ته ورته پيښو پړو ولس ته ورپه ګوته كړى يواځى د لوئى څښتن(ج) څخه دا خواست دى چې هر څوك چې ظلم كوى هغه ته... كله چې امريكا و افغانستان ته د ناټو د زراو پوځيانو وسلو الوتكو اود بشپړه تيارى سره و ته دودى بيارغونى او د سولى او سوكالى او د جګړى څخه د هغه جنګ ځپلې ولس د ځغورلو ژمنه كړى وه خو د بده مرغه نهه كاله تېر شول د څه پرمختيا سره سره اوس هم افغانان هغه ډول په جنګ كښې راګير دى لكه پخوا چې وو هغه وخت داخبره كيدله چې امريكا ناټو او ملګرى ې افغانستان ته ددې دپاره راغلې دى چې د منځنى آسيا معدنى زيرمو څخه ګټه واخلې او امريكا به كله هم د افغانستان څخه ولاړه نه شى امريكا او ملګرى ې نهه كاله په افغانستان كښې په جګړو بوخت دې ښه كلك مالى او ځانى زيانونه ې كيږى ددې سره سره چې په افغانستان ې ډېرى ډالرى لګولى دى كله چې د افغانستان د جنګ دهغه نوى پړاو د تهره ګرى پيل شو يوه داخبره هم كيدله چې امريكا او ملګرى ې دونى توان نه لرى چې په افغانستان كښې د دومره اوږدى مودى دپاره پاته شى ددې مطلب دا وو چې كوم چا امريكا او ملګرى دلته سنكيل كړى دى هغو هم دومره تيارى كړى وو چې اوس هم تيارى لرى چې څومره دا جنګ اوږديږدى شى اوږد دى شى د دوى ې په څه ولې جګړه د بل په خاوره ده او وژل كيږى خو دا يوه خبره هم په يا د ساتل په كاردې چې چين د سنكيانګ په خاطر روس د چيچينا د انګوشتيا منځنى آسيا دپاره هند د هغه چا سره نه د جوړه چې د پاكستان لخوا ې ملاتړ كيږى ايران هم اوږد مهاله سياست كښې نه غواړى چې طالبان بيا واك ترلاسه كړى د هغه ټول ملكونه غواړى چې امريكا د القائده اود نورو په ضد په افغانستان كښې وجنګيږى كه څه همپه د هغه ملكو كښې زياتره د طالبانو هر اړخيزه مرسته دا وخت كوى ځكه چې د نړۍ سياست نن يو اړخيزه نه دى بلكې څو اړخيږى سياست دى چې ددې سره پوه كيدل ضرورى ده. موږ په د هغه پيښو ځكه ګرو مجن يو چې نه يواځى د يوديش كلو څخه د هغه نړۍ واله جګړه زموږ په خاوره روانه ده بلكې زموږ په لكاو وګړى دلاسه وركړى دى اوهر څه مودلاسه وركړى دى تر ټولو لويه بدمرغى داده كه چيرى امريكا او ناټو د افغان څخه غورځي بيرته به په د هغه خاوره د جګړى يو بل پړاو پيل كيږى كيدى شى چې د دمخه څخه ودهغه جګړى ته تيارى نيول شوى وى او ودى ته انتظار وى چې امريكا او ملګرى ې څنګه د افغانستان څخه ووځى او دوى د جګړى نوى پړاو ورسره پيل كړى خو د چا په خاوره هغه خو ښكاره ده. امريكا كه په افغانستان كښې پاته كيږى يا د افغانستان څخه كوچ كوى ددې ټولى سيمى دپاره به پخپل سياست كښې بدلون راولى بلكى په نړۍ كښې د يوه ستر قدرت څخه به هم وشاته تګ كوى ځكه كه د افغانستان جګړه هم په دى حال ايله كوى ددې مطلب به دا وى چې امريكا او ناټو د القائده او طالبانو څخه ماته وخوړه چې دا به و دوى ته د منلو وړنه وى او كه په رښتيا هم امريكا او ملګرى و افغانستان ته ددې دپاره راغلې وو چې د القائده څخه خپل ولس وځغورى نو بيا خو په دى يوه كال كښې ناټو داسې د خرپ جګړه كوى چې نه يواځىد افغانستان څخه خپل مخالفين وباسى بلكې ترهغه ځائى ځان ورسوى چيرى چې د دوى مركزونه دى چې دوى په دى ډاډمن شول چې اوس د تهره ګرى تر ډېره خاتمه وشوه نو بيا به و خپل خپل هيوادو ته په داسې حال كښې ستانه كيږى چې يوه خواته په نړۍ والو دا څرګنده كړى چې دوى برلاسه دى خو كه دوى غواړى چې د منځنې آسيا معدنى زيرمى څخه ګټه ترلاسه كړى نو بيا نوره ضرورى ده چې نه يواځى هغه اوسنې حالات هم داسې وساتى بلكې دوى به و القائده او نورو ته داسې ماته وركوىچې زياتره ځواكونه د افغانستان څخه وباسى او نور په افغانستان كښې وساتى افغانى ځواكونه په پښو و دروى چې د ملك كورنى چارى پخپله ترسره كوى شى او باندنى خطر دپاره دوى خپله وى خو كه القائده او نور دوى بې توانه كړى بيا به روس او چين په ځانګړى ډول د امريكا او دملګرود دلته پاته كيدو سره به مخالفت زيات كړى چې كيدى شى چې د جګړى وخواته هم سره ولاړشى داسې هم كه موږ و ګورو دروان جګړى په اړه په امريكا كښې دوه نظره دى او زياتره په امريكائى ولسمشر باراك اوباما باندى دا نيوكى كيږى چې ولې د افغانستان څخه دوتلو نيټه ې اعلان كړه. د بده مرغه افغانان په دا څو كلو كښې داسې عادت اخستى دى چې دهر چا ولوټو ته سر نيولى دى دومره مړى او زيانونه كه د بل هيواد د شوى وى كيدى شوى چې دنيا ې په سر اخستى وى دوى په سترګو وينې چې څه ورسره وشول او څه ورسره كيږى خو بيا ې هم سترګى پيټى دى دومره نه شى كولى چې خپل غم يو د بل سره ګډ كړى پښتانه وائى چې د قام ليرى ووسى د بادوړى ې باد به د يوسي افغانانو د ځان سره هغه وخت زياتوب وكړى چې په ډېر لوئى شمير د هيواد څخه كډه شول او داسې چا و لاس ته ولويدل چاچى د دوى د دهغه كډوالى څخه ګټه اخستل غوښتو نن چې په افغانستان كښې سوله او سوكالى نه راځى يو لوئى علت هم د هغه دى نن د نړۍ بې شميره ملكونه وله كه هغه ګاونډى وى خپلې خپلې ځائي ې په افغانستان كښې جوړى كړى دى چې د هغه ډول خلګه د خپل هيواد د ګټو په ځائى د نورو باندنيانو دپاره كار كوى د هغه ډول څوك په دولت كښې هم شته او څوك چې جګړى كوى په هغه كښې هم شته په عام ولس كښې هم بې شميره دى كوم ملتونه چې په تاريخ كښې تيروتني وكړى نو د دهغه ډول ناخوالو سره مخامخ كيږى د ظاهر شاه داود خان په حكومتو كښې د عام ولس د سوكالى دپاره څه ونه كړو چې د بې روزګارى د كبله افغانان ونورو ملكو ته ولاړو چې باندنيو ملكو د دهغه ډول كسانو څخه كار واخستې ددې د مخه انګريزانو هم داسې ملګرى د مخه جوړ كړى وو خو وروستې كار هغه چا وكړى چې د ثور د پيښې وروسته خو د هغه مخلوق دومره وده كړى ده چې افغانان په خپل هيوادكښې ويريږى او دوى پخپله يو په بل باور نه لرى افغان ولس كله ماته نه دخوړلى هغه هم د دهغه ډول چا څخه دماتى سره مخامخ شوى آيا افغان دولت به په دى و توانيږى چې د باندنيانو دوتلو د مخه افغانستان د داسې چا څخه خواپاكى كړى آيا افغان ملى اردو پوليس او نورې ادارى به دومره پياوړى شى چې د هر باندنى د سيسو او زور زياتوب په كلكه جواب وركړى د كورنيو او باندنيو لاسونه غوڅ كړى د افغانستان سياست مداران به ددې جوګه شى چې د ډالرو په ځائى دخپلې خاورى ولس ګټى خوندى كړى او داسې پريكړى به وكړى چې د خپلې خاورى او ولس په ګټه وى نه د نورو ملكو په ګټه دوى ته په كاردې چې په حجله ډول خپل ملى اردو كوټلي كړى وخپل اقتصاد ته وده وركړى او زده كړو او تعما ته ډېره زياته پاملرنه وكړى د بده مرغه د افغانانو د خپلو ناپوهي او د بې اتفاق د كبله ځينې ملكو نه په زياته بيا ګاونډيان نه غواړى چې دهغه هيواد پخپلو پښو و دريږى ولې چې دوى په دى ويريږى چې په داسې حالت كښې د دوى وګټو ته زيان ورسيږى خو افغانان دى د ځان سره دا ژمنه وكړى كه د چا زړه چا ودى كه سره چا ودى دوى بهد خپل هيواد ددې وروسته ورنه ايله كوى او هغه لوظ نامى چې په يوه او بل چل د وخت د افغان حكمرانانو سره كړى دى څخه به و دوى ته د منلو وړوى خو د وخت سره شوى وى په هغه دى د نوى سره څخه غور وشى. د بده مرغه زياتره افغانان داخبره كوى چې زموږ جغرافيه داسې جوړ ده چې د هر چا زموږ په هيواد نظر دى داخبره رښتيا ده خو د داسې جغرافيه څخه پوه قامونه ګټى ترلاسه كوى نه دا چې د خپلې جغرافيه ګټى و نورو ته وروسپارى يا دا چې خپل ولس د نړۍ والو د ګټو دپاره د جنګ ډګر وګرځوى ولكه هغه په هره بڼه او جامه كښې وى خو ددې سره سره افغان تاريخ موږ ته دا را ښائى چې افغانانو كله هم يو پوه زړور سياست مدارا مشر رامخ ته كړى دى نه يواځى خپله خاوره ې خوندى كړى ده بلكې د سيمى نورو ته هم درس وركړى دى د دومره زاره چاودونكو سره سره افغانانو د تاريخ څخه زده كړه نه د كړى زما په اند دا د دوى د پاته راتلو لوئى عامل او علتونه دى په د هغه ديش پنځه ديش كلو كښې چې په د هغه خاوره باندى څه وشو په كارو چې ددې څخه لويه زده كړه شوى وى نړۍ والو چې د يوى تګ لارې سره سم و افغانستان ته دريم نړۍ وال جنګ راوړى او د افغانان وې په لويه كچه ځانى او مالى زيان وكړى په كارو چې دوى بيا داسې سياست خپل كړى وى چې بيا به داسې موقعه او وار چاته نه وركوو خو لس كاله نه وو تېر شوى چې يو بل جنګ په دوى ثپول شوى دى او كه اوس بيا هر افغان پوښتنه د خپله ځانه ونه كړه نو به تر پخوانى وار هم په بده كښې راګير شى د بده مرغه دا ځينې سر زوره ډلى دى چې د هغه خوار ولس څخه ې د قصاب څاروى جوړ كړى دى چې د نورو باندنيانو كه هغه روسانو و يا كه برطانويان يا د هغه ځائى ناستى يا كه ايرانيان يا نور د نوى نه غواړى چې افغانستان په كراره شې او سوكاله شې ولې چې په دى كښې د دوى وګټو ته خطر دى افغان بې واكه دې چې نن د ختيځ جګړه په افغانستان كښې مخامخ ليدل كيږى لنډه دا چې دهغه ښكلى هيواد ته لوئى څښتن هر څه وركړى دى كه سوله او امنيت پكښې راشې هر وګړى به سوكاله وى نن چې دوى په نورو ملكو كښې خوارو زاردى سبا به د دوى هيواد ته د نورو ملكو وګړى خوارى ته راځې خو داهغه وخت چې افغانان من مانى پريږدى په يوه ځائى سره راټول شى په ګډه يوه پريكړه وكړى چې خپله خاوره دنورو ملكو د جنګ ډګرنه جوړ وو.. په فساد كښې هيڅ فائده نيشته خوشحاله دفساد په اور كښې سيزى واښه دروزه - بېرته شاته