(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عبد البا ری جها نی په ویا ړ

ښا غلی عبد ا لباری جهانی په اوسنی افغا نی ټولنه کی يو وتلی پیا وړی پیژندل شوی او خوږ ژبی شاعر دی.د جهانی صاحب شعرونه د پښتو په ډیره عا میانه ساده او سوچه ژبه کی را غلی دی .چه هر اوریدونکی او لوستونکی دده په شعرونوکی خپل احسا س پیدا کولای شی. دده د شعرونو په ټولګې کی به داسی کلمی جملی اصطلاح ګا نی او افا دی ونه لیدل شی چه د اوریدونکو او لو ستونکو لپاره بیګانه او نا اشنا وی .او دا د دی واقیعیت څر ګندونه ده چه دده د شعری نړی خوږ والی او خوند په همدی کی نغښتی دی چه ژبه یې ساده روانه اوپه عین حا ل کی پوره مکمله او معیاری ده. دجهانی صاحب شعر ته که څوک په ښه تو ګه ځیر شی نو دده په شعرونوکی یو بل په زړه پوری نوښت هم دادی چه د ی د نا زک خیا لی تصور او فکری خو ځښتو نه په نویو او بکرو تر کیبی ا نځو رونو سره په رښتنی او عینی احسا سا تو کی را نغا ړی او دافغا نی ټولنی د کلتور او فر هنګ په چو کا ټ کی د خلکو عنعنوی او دودویز کلچرونه د کیسو او افسانو له شکل څخه را اخلی او د شعر او نظم په چو کا ټ کی ورته رښتنی او اصلی بڼه ا وشکل ور کوی چه د ویونکی او اوریدونکی دلچسپی او علا قه نوره هم په ځلانده او رو ښانه تو ګه جلبوی او د بی صبری د انتظار منزل نو ر هم را لنډ وی. . جهانی صا حب د افغانی ټولنی په چو پړ کی د ننه د مینی او محبت وطن دوستی او وطن پا لنی پښتون او پښتونوالی غوره خیا لونه فکری خو ځښتونه او احسا سات په خپل شعر او نظم کی داسی سره یو ځای کړی دی چه څوک یې په نثر کی نشی را وستلی . چه دده دغه احساس هر څومره که نازک او خیالی دی هغومره د شاعری په ژبه کی یې په ډیر دقیق او ښه تو ګه سره پخپلو شعرونوکی ادا کړی دی چه مثا ل یې په شعرونوکی له ورا یه ښکا ری. . جهانی صا حب پخپله پر هیواد مین سړی دی. او دده په شعرونوکی د خلکو مینه د وطن مینه او د پر ګنواو او لس مینه پرته ده. دی در باری شا عر نه دی . او دده په شعرونوکی یواځی د خلکو او وطن درد او غم او د هغوی د ستونځو د حل لاره په ګو ته شویده. افغانی مینه او پښتنوالی احسا سات ازادی او خپلواکی ننګ او غیرت لوړ همت او ملی غرور دده د شعرونو په مجمو عه کی په ښکاره ډول سره ستا یل شوی دی او ویا ړنه یې کیږی .چه دا پخپله د شا عرد شخصی انځور او تصویر د وا قیعیت او حقییقت پر بنا او بنسټ ولاړ دی او د شا عر د شعرونو د کیفیت او محتوی رنګینی فضا ته یې خوند او رنګ ورکړی دی. او خیا لی تفکر یې نو رهم په عینی تفکر بد ل کړی دی . نو ځکه جها نی صا حب په خپلو وروستنیو شعرو نو کی خپل پیغام په دی بڼه بیا ن کړی دی چه(پښتنو بیړی ډوبیږی ږغ می اوری) د لر او بر پښتنو ته ور یا دوی او دهغوی نا خوالی ور په ګو ته کوی چه بیدار او هوښیار اوسی.وخت مو لږدی. او بیړی په ډوبیدو ده . د جها نی صا حب د شعری استعدادو نو او الهی پیر زوینی انګازی په افغا نی ټو لنه کی دومره شهرت و موند چه د پشتو ژبی د تکړه اوو تلو مشرانو شا عرانو او استا دانو پا ملرنه یې ځان ته را وا ړوله اوپه لږ وخت کی د شعر ډیر اوریدونکی او مینه وال یې و موندل او دشا عری په ډګر کی د یو پیا وړی شا عر په نوم او لقب و پیژندل شو. . کوم وخت چه په ګران هیواد افغا نستان کی انقلا بی خو ځښتونو او جګړه مارو ډلو د هیواد لمن ته د بد مر غیو او خونړیو نا ورین او نا تار راووست نو ډیر هیواد وال مجبور شول چه دداخلی او خارجی دښمنا نو ددی ناورین څخه د ژغورنی په اساس د خپل ګران وطن توده غیږ او پلرنی ټا ټوبی پر یږدی او د ژوند د پا تی کیدو لپاره د خپلو کورنیو سره د نړی و ګوټ ګو ټ ته د مها جرت کاروان ته ور ودانګل او دپردیو هیو ادونو په لور د هجرت او مها جرت جبری ژوندون ته ور داخل شول چه په دی کاروان کی ښا غلی جها نی صا حب هم ور ګډ شو او دخپل ژوند څه کم نیما یې بر خه یې له هیواد نه بهر د هجرت او بی وطنی لا لهانده او سر ګر دانه ژوند کی تیروی چه دا پخپله دده اود نورو هیواد والو لپاره د زغم او نا قراره زړونو د جدایې فر یا دونه را پا رولی دی چه تر نن ورځی پوری د ګران هیواد په غیږ کی د سولی د قراری او ارامی صا فه فضا او نښی او نښا نی نه لیدل کیږی او د افغان اولس دا نا وړه جګړه لا هم د پا ی ټکی ته نه د سید لی او د صبر کا سه په چپه کید و ده. . جهانی صا حب . نه یواځی شاعردی بلکه لیکوال ژورنا لست متر جم معلم او د کلا سیکی مو سیقی ا ما تور دقلم دژبی د لوړو اکا د میکو پوهو او د لوړ ملی احساس او عا لی تفکر څښتن هم دی. چه دغه علامی دده په شعری مجموعه کی له ورایه ښکاری. دی په خپل ژوند کی خوځښت او تلاښ ښه بولی او د ټولو انسا نانولپاره نیک مرغی او خوښالی ښه ګنی خو بر عکس د ظلم جفا او نا رسا یې څخه نفرت لری اودا کر غیړنی نا خوالی د شعر په ژبه کی بیله کو مه تر سه په ښکا ره ډول سره بیا نوی او له هغوی نه کرکه لری او په کلکه يې غندی چه دا مثال دده په شعروکی په ښکا ره ډول سره ا حسا سیږی. د جهانی صا حب د شعری مجموعی ټولګی د مینه والو د ذوق او علاقی لپاره په پوره پیما نه چا پ شوی دی. دده د شعرونو لمړنی ټولګی ورکه مینه نو میږی او دوهمه شعری ټولګی یې د پایکوپ په نا مه یا دیږی .او ددی نه ورسته د سباون په تمه نا می کتاب یو ه به زړه پوری مجموعه ده چه زیات ښکلی شعرونه په کی را غلی دی. او تر هغه وروسته بیا د شپیلی نو می کتاب خپله هنری ځلا او ښا یست د ډیرو مینه والو ذوق او تنده ماته کړی ده . د کوه طور کتاب یوه بله په زړه پوری شعری مجموعه ده چه غزلیا ت نظمونه او منظوم نکلو نه پکښی را غلی دی. د بګهت کبیر کتاب د جها نی صا حب د تر جمی ا ثر دی چه د هندی ټولنی د غټو صو فیانو شا عرانو څخه دی او دهند د ادبیاتو او لیکوالو په قطار کی د لوړ مقام خا وند دی. غر بی ګلونه اوشر قی لمنی یو بل په زړه پوری کتاب دی .چه د انګلسی ژبی څخه په جلا تو ګه تر جمه شوی دی. په دغه شعری ټو لګیو کی غر بی تصوف په داسی بڼه را غلی دی چه مونږ په شرقی ادبیاتو کی ډیر وخت ورسره بلد او اشنا یوو.چه په دغه ټولو پور تنیو شعری مجمو عوکی جها نی صا حب غزلیا ت پښتو متلونه ترجمی کیسی او نکلونه ازاد او بند نظمونه په بیلا بیلو بر خو کی را وړی دی چه د پښتنو په ادبی دیوان او روښا نه هنری غور زنګ کی ځا نګړی ځا ی لری. د جهانی صاحب نور په سلګو نو شعری نسخی د نړی د ګوټ ګوټ نشرا تی ارګانو افغا نی کلتوری فر هنګی ټو لنو او د کمپیوترپه انتر نتی سا یتو نو او ویبپا ڼو کی نشر شو ی دی او د مینه وا لو د ګتی لپاره آ ما ده دی. زه جها نی صا حب ته په دی فا نی نړی کی روغ صورت آرام فکر غواړم او د را تلونکی ښه او بسا ژوند په هیله یې یم. او زما هیله د جها نی صا حب څخه داده چه تر خپله وسه او توان پوری ز مونږ دا شا عرانه نړی روښا نه او ځلانده وساتی او دی کا رته ادامه ور کړی تر څو مونږ افغا نی ړون اندو مینه وال ستا سو دخوږوشعرو څخه برخمن شو او دا ډیوه همد غسی روښا نه او ځلانده و سا تل شی.پر قلم او شعری ژبه دی بر کت شه . . . ولی محمد * نورزی * افغان ژور نا لست ها لند

مسافر خوب برايي مي خوب ليدى چي مخ پر ښار ځم له پردۍ مېني پر لور د كندهار ځم په تندي كي مي سجدې ورته ساتلي په زيارت مي د مسجد د مور او پلار ځم د زاغانو جنازې له باغه وزي شين طوطي رنګه چمن ته په چيغار ځم پروانه يم پر زخمي ګلونو ګرځم په لېمو د رقيبانو لكه خار ځم د ازل وعده مي وړي د نصيب كور ته په اغزيو كي ور لغړم پر انګار ځم د رنځورو كنډوالو اسوېلي اورم طبيب نه يم تش كتو ته د پرهار ځم له زرينو پنجرو مي وزر خلاص كړ سوځېدلي ګلستان ته په اختيار ځم لا نسكوري بنګلې په ساندو ژاړي لا تپوس ته د زخمونو د بيمار ځم له شهيدي ويني څاڅي له بګړيو لا د مرګ د قافلو سره پر لار ځم لا يتيمو ګرېوانو ته اوښكي ګوري لا زلميو هديرو ته په كوكار ځم لا زګېروى دى د قبرونو د جنډيو لا د اوښكو د جرګو سره رويبار ځم نن له مځكي او آسمانه ګيله من يم چي د مستو ځوانيمرګو تر مزار ځم نور تر مرګه مرور يمه آسمانه چي له جوره دي پاتا ته د دلدار ځم جهاني لېونى مه بولئ يارانو چي د يار كوڅې ته ځمه نو هوښيار ځم

Written By: Wali Mohammad Noorzai Afghan Jurnalist Niedrland - بېرته شاته