(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبرمنګهم غونډی ته د نصیر ستوری وینا

July04 2010 که د پښتونخوا نوی تاریخ ته نظر واچوو، نو وبه وینو چی د پښتنو په خاوره دري قامي ازادي بخښونکي غورځنګونه منځ ته راغلي دی: ۱ ـ د مغلو په مقابل کی د خوشال خان بابا (۱۶۴۳ ـ ۱۷۲۱ ع) په مشرئ په ۱۶۹۹ ع کال کی قامي ازادی بخښونکی غورځنګ . ۲ ـ د ایرانیانو په مقابل کی د میرویس خان نیکه په مشرئ په ۱۷۵۹ ع کال کی قامي ازادی بخښونکی غورځنګ چی د خپل قامي دولت بنسټ ئی کیښود چی ناستون (پایتخت) ئی کندهار ؤ، او د کندهار په نامه یادیده چی وروسته بیا د احمدشاه بابا له خوا په ۱۷۴۷ ع کال کی د افغانستان په نامه ونومول شو. ۳ ـ د باچاخان د پښتنود قامي ازادئ د عدم تشدد غورځنګ. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) د پښتنو د قامي ازادئ د عدم تشدد د غورځنګ یوه برخه د ه چی په ۱۹۲۹ ع کال کی د انګریزي ښکیلاکی ځواک په مقابل کی دفخر افغان باچا خان (خان عبدالغفار خان ) په مشرئ منځ ته راغی. په بره پښتونخوا باندی د روسي پوځونو د یرغل وروسته ددی غورځنګ یو شمیر پلویانو د یو داسی ګوند د جوړیدو ضرورت ولیدچی په بنسټي حقیقی ولسولئ، په پښتني عنعنه او ټولنیز عدالت ولاړ وی. د اوږدی تیارئ او یو بل سره دتماسونو وروسته د ۱۹۸۱ ع کال د جنورئ د میاشتي په لومړئ نیټه د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Partyد جوړیدو پریکړه وشوه او د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری تر مشرئ لاندی یوی جرګه ګئ ته چی مهم سړیتوبونه ئی ښاغلی علی خان محسود، ښاغلی لیاقت وطنپال او ارواښاد قدوس تندر ؤ، دا دنده ورپغاړه شوه چی د ګوند بنسټیزه (منشور) ولیکی، ددغه ګوند منشور د هیواد دننه او بهر د پښتنو د ملی (قامي) ازادئ د غورځنګ د پلویانو له خوا تائید شواو د۱۹۸۱ ع کال د فبرورئ د میاشتی په ۲۷ مه نیټه په یوه بنسټیزه غونډه کی ومنل شو او د ګوند جوړیدل اعلان شول. د ټولو پښتنو د یووالي او ازادئ دګوند په توګه دارواښاد ډاکتر کبیر ستوری تر مشرئ لاندی پکی د لري او بري پښتونخوا پښتانه راټول شول او په ګوند کی د پښتنو یووالي په عمل کی پلي شو. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د باچاخان د ملي ازادئ د عدم تشدد د غورځنګ په نتیجه کی د نورو منځ ته راغلوقامپرستو ګوندونو لکه عوامی نیشنل ګوند اوپښتونخوا ملي عوامي ګوند سره نظریاتي یووالی او اړیکي لري. او دغه راز ټولو قامي مشرانو ته یو شان احترام لری. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی ، دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالئ، ابادئ، خپلواکئ او قامی وحدت لپاره د خپلی بنسټیزي (منشور) په رڼا کی هلی ځلي او مبارزه کوی. چی پدی لړ کی ئی وخت په وخت خپل غږ پورته کړی،د نظر څرګندونه ئی کړی، بی شمیره اعلامي (پریس ریلیزونه) غونډی ، کنفرانسونه، سیمینارونه ئی جوړ کړي ، خپل قامي مشران ئی ورته رابللی چی دعوامی نیشنل ګونداو د پښتونخوا ملی عوامي ګوند مشرانو پکي هم ګډون کړی ، چی د رهبر تحریک ارواښاد خان عبدالولي خان ،د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا)،قامی مشرښاغلی محمود خان اڅکزی، ارواښاد اجمل خټک بابا، میرمن نسیم ولی خان،ښاغلی اسفندیار ولي خان او ګڼ شمیر نور قامي مشرانو نومونه د یادولو وړ دی. دغه راز د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرانو د پښتنو دقامی ګوندونو او قامی مشرانو سره هم خپل غږ یو ځاي کړي او په پښتونخوا کی ئی په بیلابیلو وختونو کی په غونډو کی ګډون کړي او د پښتنو د قامي وحدت داحساس د رابیدارولو لپاره ئی عملي ګامونه اخستی دی. درنوحا ضرینو! داچی زمونږ ګوند د پښتنو قامي سنګر دی د لري او بري پښتونخوا پښتانه پکی راټول شوی دی چی د ګوند د بنسټیزي (منشور) سره سم د ۲۰۱۰ کال دجون په ۲۹ مه نیټه د جرمنی د مرکزي څانګی نوی ټاکنه وشوه چی شپږ کسان د بری خوا او اوه کسان د کوزي خوا د رایو په ډیره کی (قاطع اکثریت) سره بریالئ شوی، چی مونږ ته دا را په ګوته کوی چی زمونږ د ګوند په غړو کی ذهن ویشل شوی نه دی، د لر ي ا و بري پښتونخوا د پښتنو تر منځ توپیر نه کوی . چی پدی تړاو غواړم د ګوند د جرمنی د مرکزي څانګي د مشرانوجرګي نوی غړی هم تاسی ته درپیژنم: ښاغلی تاریخپوه علی خان محسود دPSDP مشر (صدر) توګه ښاغلی محمد شیرین ګردیوال د PSDPلومړی مرستیال (سینیئر نائب صدر) توګه ښاغلی نصیر خان دPSDP دوییم مرستیال ( نائب صدر) توګه ( نائب صدر) توګه ښاغلی ایډوکیټ هدایت الله خان بنګش د PSDP درییم مرستیال ښاغلی نصیر ستوری د PSDP جنرال سیکرټری (عمومي منشی) توګه ښاغلی سیدحسن علی شاه باچا د PSDP د جنرال سیکرټری مرستیال (ډیپټي جنرال سیکرټري) په توګه میرمن ښاپیرئ شینواری د PSDP د ښځو او ټولنیزو چارو دمشری توګه ښاغلی عزیز سرشار د PSDP د خپرونو چارود مشر توګه ښاغلی ډاکتر شیرولی شیر د PSDP د مشرتابه دفتر (دارالانشا) دمشر توګه ښاغلی محمد اقبال لالا د PSDP د بهرنیوچارود مشر توګه ښاغلی الحاج خان محمد مبارز څاپی د PSDP د کورنیو چارودمشر توګه ښاغلی ډوکتور ډګروال حضرت رسول دPSDP د پوځي د چارو مشرتوګه ښاغلی عبدالطیف اپریدی دPSDP د کولتوري چارو دمشر توګه په پائ کی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP په استازیتوب د نړئ په کوټ ګوټ کی ټول پښتون قام ته، د پښتنو ټولو پیاوړو قامي مشرانو اود پښتونخوا مئنانو ته ددی ستر او تاریخی بری مبارکی وایم. او دپښتنو خاوري ته د پښتونخوا نوم ،د پښتنو د قامی وحدت په لور یو نیکمرغه ګام بولم چی پدی سره د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند د مرام او هدف یوه برخه تر سره شوه. پښتونخوا دی ټولوته مبارک وی په درناوی نصیر ستوري د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP جنرال سیکرټري اخستونځي: پښتونخوا مجله اپریل۱۹۸۸ ټوک ۲ ګڼه پښتونخوا مجله نومبر ۱۹۹۲ ټوک ۶ ګڼه ۱۱ د حشن د راپور لپاره دلته ټک ورکړئ pashtoonkhwa.com/?page=news&id=1277 - بېرته شاته