(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اختلاف٠٠٠

کله چې د پوهانو تر مينځه په څه علمی خبره اختلاف راشی نو دا د عامو خلکو يا ليکوالو د پاره ګټور وي٠ ځکه چې پوهان د خپلې خبرې د پاره بلا دلايل لری٠ او هغه اختلافي بحثونه چې د ذات د سيوری نه لرې وی نو تودوخه ي د واورې نه هم سړه لګی او نوې نوې لارې پرانيزی٠ لکه د نړۍ پرمخ تللی قامونه په رواياتو کې دا خبره لری چې په يوه موضوع دوه ډلې بحث کوي يوه ډله د ټاکلې موضوع په حق کې وی او بله ي خلاف وی ٠ ددې عمل سره د اوريدونکو په علم کې زياتوالے کيږی او د خپلو ډيرو مسايلو حل ورته مخې ته راځی خو د پښتنو بد بختی داده چې اول خو نوے نسل خپل پوهان نه پيژنی او په دې ګناه زه د ټولو نه مخکې ليکوال نيسم ځکه چې دلته څوک يو څو نظمونه يا غزلې وليکی او عمر ي لګ زيات وي نو بيا ورته د بابا لقب ورکړل شی٠ څوک چې په ميډيا ډير او بيا بيا ښکاره کيږی هغه په غټو ليکوالو کې حسابيږی ٠ بله خبره داده چې کوم ليکوال ته اولس يا حکومت د خدمت موقع ورکړی نو هغه بيا تر نمسو او کړوسو پورې په هغه چوکۍ پورې ګنګوچے شوے وی او دغه شان د قام نوے ټيلنټ ضايع کيړی دغه ليکوال په دې خبره ښه پوهيږی خو د ذات د خول نه بهر نه راوزی لکه نن سبا چې د پښتو د املا سره کومې لوبې کيږی څوک واي س ليکۍ او څوک واي ش ليکۍ او بحثونه پرې هم په داسې اندازونو کې کيږی چې پوهه سړے په دې خبره کولو مجبور کړی چې پښتانه دومره ناقابله او بې حسه دی چې په زرګونو کاله پس ي هم د خپلې خوږې مورنۍ ژبې املا قدرې سمه نه کړه چې ټول لوستلي پښتانه پرې يو شان پوهيږی لکه زه به د ځان مثال درکړم زه ده پختونخواه د دير اوسيدونکے يم څه نه څه ليکل هم کوم د پښتو ورځپاڼې هم ډيرې ګورم مور او پلار مې هم پښتانه دی او د پښتنو په يو لوي کلی تالاش کې اوسيږم خو زه چې کله د پير محمد کاروان يا د جهانی صيب کتاب راواخلم نو چې يوه يوه مصرعه مې لس لس ځله نه وي لوستلي نو نه رسيږم پرې٠ زما د پاره دا شعرونه د سکتو او جغنډونو نه ډک وی٠ اوس خبره داده چې مونږ نوی او د تقليد قابل روايات هم نه شو تخليقولے او خپل زاړه عظيم روايات هم نه خپلوو٠ نو ته د قندهار خلکو ته خپله شاعری وايه او عندليب به د دير خلکو ته خپله شاعری واي٠ زما د ليک نه به بر پښتون څه ګټه پورته نه کړی او ستا د ليکلو نه به لر پښتون څه استفاده ونه کړی اے زما د قام ليکوالانو پوهانو شاعرانو او صحافيانو په مونږ کې څوک داسې سړے يا سړی نشته چې ددې لانجې حل رااوباسی چې مونږ ټول ورسره متفق شو او مونږ لکه د نورو قامونو په دې خبره قايل کړی چې ليکلے کيدونکې ژبه راته سوچه او يوه کړی او ټول پښتانه د يو بل په ليکلوز په اسانۍ سره پوهيږو زما په خيال که په دې خبره کې مونږه شخصيت پرستی پريښوده او د خپلو ذاتونو د خولونو نه رااوتلو نو مونږ به د راتلونکو نسلونو قرضداری پاتې نه شو او که داسې نه وي نه وی نو ته دغسې خپله نغاره غربوه او زه به خپله نغاره غربوم هيڅ به ترې جوړ نه کړو زه دا منم چې بنده د مور نه کومه ياده کړی هغې ته مورنۍ ژبه واي خو دا هم منم چې د سوچه پښتون درې مياندې وی يعنې مور ژبه او خاوره تالاش دير - بېرته شاته