(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبابا طاهر عريان طنزی څلوریزې

بابا طاهر عریان د څلورمې پيړۍ یوشاعر دی چې په کال ( ۳۲۶ )هجري قمري کې په همدان کې زیږیدلی دی او ۸۵ کاله يې ژوند کړی دی. ویل کیږي هغه يې ددې لپاره عریان باله چې له دنیا څخه یې لاس اخیستی وو او ویل کیږي د طغرل بیګ سلجوقي په وخت کې اوسیده د هغه دو بیتي او ترانې په "ملی ترانو" مشهوري دي د هغه مقبره په همدان کې ده په یو حکایت کې راغلي : کله چي پاچا «طغرل بیګ» سلجوقي د یو سفر په لړ کې همدان ته ولاړهلته يې له بابا طاهر سره وکتله او له هغه څخه يې پند وغوښت. بابا طاهر ورته ویل: زه تا ته هغه وایم چې خدای (ج) په قران کریم کې ویلي دي:« انّ اللهَ يَأمُرُكُم بِالعَدلِ وَ الاِحسانِ» د خدای دبندګانو سره عدل او احسان کوه .بیا يي هغه ابریقی لوله چې په هغه يې اودس تازه کوه ماته او د ګوتمۍ پر ځای يې دهغه په ګوته کړه او هغه ته يي ویل: ځه د خدای په مرسته به بریالی اوسې! وایي تر هغه چې پاچا د بابا عریان ګوتمۍ په لاس وه هغه ټوله جنګونه وګتله. دهغه څلوریزې د لري په لهجه ډیر روانی او ساده دي چې سکالو يې ورم اوراشه ،د نیکي او خیرغوښتنې د ګټو، د تېرویو په پایلو او په ګناهکارو نیوکې دی چې ځینې يې طنزی وږم لري. هغه د انسان د ګناه په هکله نیوکه کوی او له درده خدای ته قسم ورکوی ددې خلکوله ګناه تیر شه او هغه متل ورته وايي اوښ دی ولید ،یا له هغې ورځي چې دی موږ کړو پیدا څه دي ونه لیدل له زموږه بېله ګنا ه خدایه په حق دی د اتو او څلورو زموږ له ګناه تیر شه اوښ دی ولید ، یا *** هغه په فلک باندې نیوکه کوي چې بېله وینو تویولواو خلک مړه کولو بل کار نه لري فلک نه سیال لري نه هم کوف اصلاً په وینو توېولو نه وایي اوف تل تر تله يي دا کار وبار دی چې زموږ شیطان څراغ کې پوف هغه د نړۍ د عدالت په هکله وایي: فلکه! ګډوډ دي کړل اخیر زما اساس ودي وهل په نیلي کټو زما لباس که لري حکم چې واخلې ساه زما وباسه اخیر له دې دنیا زما لباس *** هغه د دینا له څرخه په غاو نیوکه کوي اووايي: ولي یو وږی دی او بل موړ! که مي لاس برسي پر څرخ د ګردون د حق پوښتم چې دا څنګه ده او هغه چون یو ته يې ورکړ ي دی سل نازه او نعمت بل ته يي وکړي یو ه اوربښینه لړلې په خون *** هغه ځینې خلکو ته بې پردې وایي ستاسوټوله د شتو او مقامونو سوچونونیولی دی تاسو بېله د ظاهري ژونده په بل څه ان سوچ هم نه کوی. هغه له فلک څخه بیا بیل ګېله کوي او په طنز تر ې پوښتي فلکه! په قصد دځورولو مي یې ولي؟ چې ګل مي نه يې ځوز مي یي ولي؟ ته چې زما بار را څخه نه اخلې؟ د بار په منځ کې مې سر بار يې ولي ؟ *** - بېرته شاته