(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دموسيقۍ نړيواله ورځ اؤ پښتو موسيقۍ ته اوختي زيانونه

نن په ٢١م جون دپاکستان په گډون په ټوله نړۍ کې دموسيقۍ ياټنگ ټکورنړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې دپاکستان په خيبرپښتونخواايالت اؤقبائيلي سيموکې دموسيقۍ لطيف اؤخواږۀ سُرونه او غږونه تر زياته حده دبمونو، توپو اؤ بارودو په خونړيوغږونوکې پناه شوي دي. په دغه ورځ دنړۍ په يو شميرپرمخ تللواو پرمختيايي هيوادونو کې دموسيقۍ دودې په حواله ځانگړې دستورې او دټنگ ټکور محفلونه جوړيږي ، خوسږ کال د پاکستان په قبائيلي سيمو او خيبرپښتونخوا صوبه کې په دغه ورځ هم دموسيقۍ دزړۀ خوشحالونکو سرونو پځايې دتوپونو او کلاشنکوفونو ډزې دخلکو تر غوږونو رسيدلي دي. په پاکستان کې دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد په روانه جگړه کې چې تر ټولو زيات زيان کومې څانگې ته اوښتى هغه موسيقي ده. په ځانگړي ډول دخيبرپښتونخواپه سرښار پيښور ، چارسده ، مردان ، کوهاټ ، ډيره اسماعيل خان ، بنو او گڼو نورو سيمو کې تر دې مهاله تندلارو يو شمير دټنگ ټکور دکاروبار دوکانونه په بمونو الوځولي او سندرغاړي يا دهنر دنړۍ سره تړلي نور هنرمندان يې دگواښونو لاندې نيولې دي. په دغه لړ کې په گڼو هنرمندانو تندلارو بريدونه هم کړي او دهنر دنړۍ څخه دلاس نۀ اخستلو په ترڅ کې يې ورته دمرگونو گواښونه کړي دي. ددغو گواښونو په نتيجه کې ډير هنرمندان دپاکستان څخه نورو هيوادونو کې په استوگنې اختيارولو مجبوره شوي او ځينې نور دپاکستان څخه دوتلو په هڅه کې دي. دامهال چې په دې سيمه کې دترهگرۍ په ضد کومه جگړه په مخکې وړل کيږي متاسفانه چې په هغې کې ټول په ټوله پام د وسلو اؤ ميډيا استعمال ته گرځول شوى دى خو دهنر اؤ په ځانگړي ډول دپښتوموسيقۍ له لارې دتندلاريتوب دمخنيوي اؤ دترهگرۍ دلۀ مينځه وړلو هيڅ رقم هڅې نۀ دي شوي. حالانکې دپښتوموسيقۍ لمنه دومره پراخه اؤ توانداره ده چې خلک دټوپک پځايې مينې ته راوگرځوي. د١١م ستمبر دپيښو څخه دمخه چې په پاکستان کې دتندلاريتوب گواښونه دهنرمندانو په وړاندې څيلمه نۀ وؤ دپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې دموسيقۍ سره دتړلو هنرمندانو خپلې بالاخانې يا دفترونه وؤ، چې هر وخت به پکې دسازاو اواز دنيا گرمه وه. همدغه راز په ودونو ، ښادو او نورو مهمو موقعو به په هوټلونو، حجرو ، بيټکونو او هالونو کې دموسيقۍ پروگرامونه ترسره کيدل چې پکې به نامتو سندرغاړو پخپلو خوږو اوازونو دخلکوغمونه غلطول. خو نن نۀ يواځې له ويرې هنرمندان دغه رقم محفلونو ته دورتگ څخه ډډه کوي بلکې عام خلک هم دتندلاريتوب دگواښونو له امله دخپلو ودونو او ښادو په موقع دموسيقۍ دمحفلونو جوړولو څخه ويريدلي او نۀ شي کولى خپلې ښادۍ يا مهم محفلونه په ټنگ ټکور گرم وساتي. دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې يو وخت داسې ؤ چې دډبگرۍ په بازار کې به په سوونو خلکود موسيقۍ د الاتو په جوړولو اؤپلورلو خپل رزق پيدا کولو. همدغه راز په دغه بازار کې به دوخت نامتو سندرغاړي او موسيقاران ميشته وؤ او خلکو به دخپلو ښادو دپاره بوتلل. ددې ترڅنگ به په دغه بازار کې درقص دنړۍ سره تړلي خلک هم دسوونو په شمير کې اباد وؤ، خو نن په دغه بازار کې نۀ خو دموسيقۍ الات په نظر راځي ، نۀ سندرغاړي او موسيقاران او نۀ هم رقاصان. همدغه راز دپيښور په گډون دصوبې دهر ښار په بازارونو کې به دکيسټونو، سي ډي گانو او دموسيقۍ دنورو الاتو دوکانونه په نظر راتلل خو نن په سلو کې نوي فيصده دغه دوکانونه تړل شوي او يواځې لس فيصده دوکانونه په داسې حال کې پرانستي دي چې کاروباريان يې هره لحظه دمرگ دگواښ سره مخ وي. دپښتو موسيقۍ يو وتلي هنرمند استاذ احمدگل چې اويا کاله عمرلري اؤ دتيرو ٥٥ کالو راهسې دپښتوموسيقۍ لۀ لارې دخپلې مورنۍ ژبې پښتو خدمت کوي د حکومت څخه سخت گيله مند دى اؤ وايي چې حکومت نۀ دموسيقۍ اؤ نۀ دهنرمندانو لوري ته پام گرځوي ، داستاذ احمدگل وينا ده چې پينځۀ پنځوس کاله يې سندرې وويلې خو بياهم دخټو په يوداسې کچه کور کې اوسيږي چې په باران کې يې کله کوټې راڅڅيږي نو دپلاسټک اچولو يا ليواولو وس يې هم نۀ لري. هغه وايي دومره څه په سندرو کې گټي چې ايله نيمه سپوره اؤ نيمه لمده يې دبچو وشي اؤ نور ورسره حکومت يا غيرسرکاري موسيسې هيڅ کمک نۀ کوي. همدغه راز يو بل زلمي هنرمند سرفراز دموسيقۍ دنړيوالې ورځې په حواله وويل اوس چې په پښتونخوا کې کوم دوير او ماتم حالت رامينځته شوى په دې کې کۀ بنده وغواړي نو هم ټنگ ټکور نۀ شي کولى. سرفراز وايي په دسوات ،وزيرستان اؤ دهيواد دبيلابيلو برخو دننه چې دامنيت کوم خراب وضعيت دى اؤ روزانه خپل خلک په وينو لمبيدلي وينونو څنگه به راته سندرې خوند راکړي؟ دهغه په وينا موسيقي او سندرې خلک دخوښۍ په حالت کې وايي، دماتم په حالت کې يواځې ساندې او ژړا کيدلى شي. نوموړى وايي څومره گواښ چې دا مهال په خيبرپښتونخوا کې دسندرغاړو او هنرمندانو ژوند ته متوجې دى شايد دبل هيچا ژوند ته نۀ وي. خو دتير وخت يوه تکړه هنرمنده ماه جبين قزلباش بيا ددغه وضعيت څخه مايوسه نۀ ده او وايي دقامونو په ژوند کې دغسې لوړې ژورې ارو مرو رامينځته کيږي خو يواځې هاغه قامونه بريالي وي چې همت ونۀ بائيلي. هغه وايي نن هم دتيرو وختونو په څير په ډاډه زړۀ دموسيقۍ پروگرامونو کې برخه اخلي او په دې باور ده چې مرگ او ژوند دخداې په لاس کې دى ، ځکه نو دمرگ له ويرې په کور کښيناستل ورته بزدلي ښکاري. دصوبه سرحد دکلتور وزير سيد عاقل شاه هم پخپله خاوره موسيقۍ ته په اوښتو زيانونو فکرمند او انديښمن دى خو ورسره دا هوډ او عزم هم لري چې دحالاتو په ښه کيدلو به حکومت يوځل بيا دموسيقۍ دودې دپاره کوټلي گامونه واخلي. هغه وايي دا مهال چې دپښتنو په خاوره دبدامنۍ کوم وضعيت رامينځته شوى ددې ترڅنگ هم حکومت دهنر او کلتور دودې څخه بې پرواه نۀ دى. عاقل شاه وايي صوبايي حکومت به ډير زر په پيښور کې دهنر او کلتور دودې دپاره يو کلتوري مرکز پرانيزي چې پکې به هنرمندانو او کلتور ته دپيښو ستونزو دهواري دپاره لارې چارې لټولى شي. - بېرته شاته