(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهید سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي ...

شهید سیلاب( ساپي ) د لوړتفکراوسپیڅلي احساس شاعر او لیکوال
زموږ په ټولنه کې مدبره او علمي شخصیتونو، لیکوالانو، شاعرانو، او هنري استعدادونو پښتوژبې ، خپلې ټولنې اوخلکو ته د خپلې پوهې او طبیعي استعداد پر بنسټ او د قلم له لاری ډیر درانه خدمتونه کړې دي، چې د دوی کار نامې د قدر او ستاینې وړ دي. شعر ویل د پښتو په ژبه کې د پیړیو پیړیوراهیسي د هغودودونو اوعنعنو څخه دی چې زموږ شاعرانواو لیکوالانو د خپل قلم او ژبې په مټ د ادبیاتو په تاریخ کې په ډیرو حساسوشیبو کې خپلې ژبې ته او د کلتور او منل شوي دود او دستور د پیاوړتیا په لاره کې داسی ځانګړي کارونه کړې دي، چې هیریدل یې نا ممکنه خبره ده. دشعر او شاعري لاره اوږده او ستونزمنه ده، ډیرې ستړیاوې، پړاوونه او منزلونه لري . شعر د نورو هنرونو تر څنګ هغه هنر دی، چې شاعران خپله مینه، خپل فکر، خپل خیال، خپل احساس، خپله عاطفه، خپل انساني او ملي پیغام د شعر په ژبه کې خپلو خلکو او خپلې ټولنې ته وړاندې کوي. شاعران د ټولنو انځوران دي، چې دوی په خپلو شعري تصویرونو کې د بشري ټولنې حالات او پیښې او د خلکو د ویښولو او پوهولو مختلف اړخونه بیانوي، او د واقعي اوانساني ژوند لارې، چارې ور په ګوته کوي. ارواښاد امان الله(ساپی) چې زموږ د هیواد با استعداده، پیاوړې، ساده او سپیڅلې اونامتوشاعر و د ده نوم د ادبیاتو په تاریخ کې د یو ممتاز او با احساسه شاعر په توګه روښانه او ځلیدونکې دی.دی د یو عالي ادبي، ملي او علمي شخصیت څښتن و، او دشعر او شاعري بیرغ یې اوچت ساتلې و. سیلاب صیب دشعر او شاعري سره یوه ځانګړې مینه او علاقه درلوده او د ده د ژوند دایمي مصروفیت و. دی یو ستر اولسي شاعر و. د ده شعري کلام یوه خوږه ژبه لري، د ده خبرې د زړه خبرې دي. د ده په کلام کې دوستي، عشق اومحبت، مینه او خلوص، وفا او صمیمیت، رښتیا او صداقت، ایمان اوعقیده، جذابیت او ښایست، دروندوالې او وقار پروت دی. د ده په شعرونو کې سوزاودرد پروت دی، دی د یو ژور اغیز او دروند تاثیر خاوند دی. دا وتلې شاعر د خدای بخښلي وکیل صیب شهید نصراله خان ساپي زوی او د مرحوم مفتي عبدالغفورخان لمسې دی. دی په (۱۳۱۲) هجري شمسي کال کې د ننګرهارولایت د کامې ولسوالې په (غازي کلي)کې زیږدلې دی. لومړنۍ زده کړې یې د کامې د اخوند کلي په ښوونځې کې په (۱۳۲۵) لمریزکال کې په بري سر ته رسولي دي. بیا وروسته ده شپږ کاله په خصوصي توګه د علمي او ادبي آثارو په لوستلو ځان مشغول کړې و. ده په دغو کلونو کې ډیرکتابونه مطالعه کړې دي. که چیرې د ده شعرونه او نثرونه وڅیړل شي نو دا څرګندیږي چې دی د مروجو علومو لکه د فقهي اصول، تفسیر، حدیث، صرف، نحو، بدیع، بیان،عروض، قافیه، منطق، حکمت او داسی نوروعلومو سره بلد و، او خپل بنسټیز مالومات یې په دی هکله تکمیل کړې و. هغه سرشاره استعداد چې خدای پاک ده ته ورپه نصیب کړې و، دی په (۱۳۳۱) هجري شمسي کالکې د کابل د قاضیانو مدرسی په دوهم ټولګي کې شامل شو، او بیا له دریم ټولګي نه د کابل عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته ولاړ، او هلته یې خپله زده کړه په عالي کچه پای ته ورسوله. ده وروسته له زده کړې د هیواد په دولتي ادارو کې په کار پیل وکړ. دی د عدلې به وزارت، د ترانسپورت په ریاست، دقبایلومستقل ریاست او په رادیوافغانستان کې په دندې بوخت و. د سیلاب صیب خواږه شعرونه د ده د سپیڅلي زړه غږ دی. ده په شاعري کې یو څپاند او سرشاره استعداد درلود، خو د ده خدایي استعداد په هغو کلونو کې چې په رادیوافغانستان کې یې کار کاوه نور هم څپې ووهلې، او د زیاتې پوهې خاوند شو، اود وطن په فرهنګي حلقوکې د یو وتلي او نامتو شاعر په حیث وپیژندل شو. د ده کار په رادیوافغانستان کې ده ته دا چانس ور په برخه کړ، چې دی د لویو ادبي او فرهنګي شخصیتونوسره معرفي شي. ده په رادیوکې په ادبي پروګرامونوکې برخه اخیسته، اود ده خوږې ترانې د یو شمیرنامتواوتکړه هنرمندانو او سندرغاړو په خوږو آوازونو کي خپریدلې. په رادیو افغانستان کې د ده کار د هغه د ادبي او فرهنګي څیرې د پیژندګلوې او شهرت لپاره نه یوازی په کابل کې بلکې د هیواد په نورو سیموکې او په بهرنیو ادبي او فرهنګي ټولنو کې زیاته مرسته وکړه. سیلاب صیب خپل شعرونه زیاتره د موسیقې په طرزونو کې ویل او جوړول، او ده د هر چا په ذوق او علاقه او د هنرمندانو په غږ برابر شعرونه لیکلي دي، همدا وجه ده چې زموږ زیاتره هنرمندانودخپل په زړه پوري اوښکلي آوازونوپه وسیله وخت په وخت دسیلاب صیب شعرونه ، سندرې او ترانې د ساز په څپو کې خپلو مینه والوته په ډیرو ښکلو کمپوزونو او طرزونو کې رسول. تر هغه ځایه پورې چې څرګنده ده زموږ هنرمندانو او سندرغاړو د د سیلاب صیب د پنځو سوو(۵۰۰) په شاووخوا کې شعرونه په خپلو غږونو کې ثبت او خپاره کړي دي. ښاغلي( نصرالله حافظ ) چې د سیلاب صیب ډیرنږدې ملګرې او دوست و، او زموږ دهیواد یو خوږ ژبې او نامتوادیب او شاعر دی په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي: (د سیلاب صیب بعضی شعرونه نړیوال شهرت تر لاسه کړې دی، د مثال په توګه:

ستا دسترګو بلا واخلم بیا د سترګې ولې سرې دي پام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې دي

داشعرد لومړي ځل لپاره ځما په مخ کې د کابل رادیوپه پخوانۍ استدیوکې چې په باغ عمومي کې وه د هیواد نامتو هنرمند اومنلې شوې اوپیژندلې شوې سندرغاړي استاد اولمیر په خواږه آواز کې ثبت شو چې رباب ورسره استاد محمد عمرد رباب نومیالي غږاوه. کله چې دا غزل د رادیو په څپو کې خپور شو ، نو په آوریدونکو کې یې یو عجیبه زوږ شور او مستي راوپاروله.) په رښتیا سره هم چې دا سندره داستاد اولمیرلکه د ده دنوروسندرو په شان په ډیرښکلي طرز او ښایسته کمپوز کې جوړه شوې ده، او په کوم سوز او ګداز کې چې دا سندره استاد اولمیر ویلې ده نو زه فکر کوم چې نور هنرمندان یې په دا ډول ونشي ویلې. استاد اولمیر واقعا خپلې سندرې په ډیر عالي طرزونو او ښکلي غږکې ویلي دي، ده دسیلاب صیب نورشعرونه هم د موسیقې په پردو کې غږولي دي. د بیلګې په توګه دسیلاب صیب دا شعرونه:

سوز دمینې مې قلم را پاروي ولولې مې دم په دم را پاروي *** چیرته ته وای هلته زه وای د زړه سره ماته ګرانه ******************** نن بیا زړه سوز د مینې پارولې غوندې دي قلم یې په سرو سترګو ژړولي غوندې دي ******************** دسیند په غاړه--- شوه را په غاړه په ناز یې وویې--- بس دې مه ژاړه

ګوګل کې د مینې ...... دچا په څڼو په په اوربل خوښه ده زما شرینه په محل خوښه ده

بیا چې په ګوګل کې په ژړا...اوداسی نور شعرونه او سندرې. سیلاب صیب یو خوږ ژبې او با احساسه شاعر و. د ده شعرونه او سندرې او خواږې ترانې چې د هنري ارزښتونوخیال یې هم ساتلې دی د هیواد د تکړه هنرمندانو او سندرغاړوله خوا د رادیو افغانستان په څپو کې او د هیوادوالو په ودوونو اوښادیو او محفلونو کې په ډیر عالي کچه خپاره او خپریږي. میرمن پروین لومړنې ښځه وه چې په رادیو کې یې سندرې وویلې. دا هنرمنده یو په زړه پورې او خوږ آواز لري، دې هم د سیلاب صیب شعرونه په ډیر ښکلي طرز او کمپوز کې ویلي دي. هغه د سیلاب صیب شعرونه چې دې ویلي دي دا دي:

شمع که سوزیږي رڼا هم لري---- ګوره په خندا کې ژړا هم لري ******************** یومې ناز بل جفا ځوروي---- رنګ په رنګ مې آشنا ځوروي ********************* سوز دمینې مې قلم راپاروي---- ولولې مې دم په دم راپاروي

استاد ډاکتر صادق فطرت ناشناس چې د موسیقې په ډګر کې یو نامتو، ځلانده او روښانه ستورې دی او په پښتو، دري- فارسي او اردو ژبه ډیر ښکلي آهنګونه او سندرې لري، ده هم په خپل خوږ او ښکلي غږکې د سیلاب صیب شعرونه په ډیر ښکلي طرزونو کې ویلي دي، چې د دغو سندرو شعري بیلګه دا ده : ستا د بنګړو شرنګ دی.......... -------------------------------- او بله سندره یې چې د میرمن ژیلا سره یو ځای ویلې ده دا ده :

راشه خوا له غلې ---- ای نازولې ما منلي ستا نازونه ---- زما بلبلې زه هم ستا په مینه ---- ای نازنینه تیروم میاشتې کلونه---- زما لالیه

میرمن رخشانه چې د افغانستان د موسیقې یو تکړه او پخوانې سندرغاړې ده، دې هم په خپل ښایسته غږ کې د سیلاب صیب شعرونه په ډیر عالي کچه ویلي دي، چې د دغو شعرونو یوه بیلګه دا ده :

جان لالیه ! لالیه څو به مرور ګرځې زمانه یوځلې راشه بیا په خندا شه په مینه مینه را ته وګوره مینه

دې د استاد اولمیر سره د سیلاب صیب یو شعرهم یو ځای ویلې دی چې هغه شعر دا دی:

د سترګو جنګ دی---- زړونه درزیږي باڼه غشي واروینه ---- دسترګو جنګ دی د مینې ننګ دی ---- یار روانیږي سر زما په په مینه ژدینه ---- د مینې ننګ دی

میر من ژیلا چې زموږ د هیواد د موسیقې په ډګر کې يوه پخوانې نامتو اومشهوره څیره وه دې هم په خپل ښکلي آواز کې د سیلاب صیب شعرونه په خوند سره ویلي دي، چې د دغو شعرونو بیلګه دا ده:

نن چې په جهان کې هسکه غاړه سر اوچت لرو مونږ جمهوریت لرو زړه د ایشیا کې لرغونې شان و شوکت لرو مونږ جمهوریت لرو

زیری راغې چې ګلشن لره مالیار راځي نن مې یار راځي ، نن مې یا ر راځي دا ریبار چې ساه نیولې په تلوار راځي نن مې یار راځي ، نن مې یار راځي

ښاغلي استاد حفیظ اله خیال چې زموږ د هیواد د موسیقې تاریخ، په ده باندې ویاړي دی له هغو تکړه او نامتو استادانو څخه دی ، چې د ده نوم د موسیقې په ډګر کې نه ورکیدونکې او نه هیریدونکې دی. دی یو ښکلې سندرغاړې ، موسیقي پوه او کمپوز جوړوونکې دی، چې د ده له پوهی نه زیاتره هنرمندانو ګټه اخیستی ده. دی په خپل وخت کې په رادیو افغانستان کې د موسیقې لوی مدیر و. ده هم د سیلاب صیب شعرونه د میرمن ژیلا سره یوځای په خپل ښکلي او خواږه آواز کې ویلي دي، چې دهغوسندرود شعرونوبیاګې دا ده:

زما د ګلې لښتې ---- مغرورې په زړه سختې یو سوال درته کومه لالیه لیونیه ---- سر توره صحرانیه زه ستا په غم کې یمه

میرمن قمرګله چې زموږ د هیواد یوه درنه، نامتو او د ښکلي اوخواږه آوازخاونده ده، دې هم د سیلاب صیب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده: دا بیا مې په ګوګل کې ......... ------------------------------------------- استاد ایوب چې زموږ د هیواد یو پخوانۍ نامتواو ولسي هنرمند دی، ده هم دی سیلاب صیب شعرونه په خپل ښکلي او خواږه آواز کې ویلي دي، خود ده یوه سندره د موسیقې په ډګرکې ځلانده او تل پاتې ده چې د خلکو په منځ کې یو ځانګړې ځای او مقام لري او خلک یې ډیر زیات خوښوي هغه ښکلې سندره چې شعر یې هم دسیلاب صیب دی دا ده:

لیونې میني کړم آشنا د بیابانه سره پریدی چې ګرځم لیونې په غرونو ****************************** نا څاپه خواته شاه لیلا راغله له نازه ډکه په خندا راغله

څومره خوږه ستا دنیا دمینې ......... ------------------------------------- استاد شاه ولي چې یوپه زړه پورې آواز لري، او نن ورځ د پښتو د موسیقې په ډګر کې ډیر ښکلې ځلیدلې دی، ده هم د سیلاب صیب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده: هغه د غلام د آقا خبرې.......... ------------------------------------- استاد طلا محمد چې د رادیوافغانستان پخوانې هنرمنداو دخواږه آواز خاوند دی، او د پښتو موسیقې د ودې لپاره یې ډیر خدمتونه کړي دي، ده هم د سیلاب صیب شعرونه ویلي دي، چې بیلګه یې دا ده:

ستا مستو خماروسترګو په ما کړې اثر دی عالم په ما خبر دی ******************** بیا باغی ارم ته ځي ---- مسته خاپیرې په ناز

او بریالې ولي چې زموږد هیواد یو تکړه، خوږژبې ځوان هنرمند دی، ده هم دسیلاب صیب شعرونه ویلي دي ، چې بیلګه یې دا ده: دسیند په غاړه شوه را په غاړه .......... ----------------------------------------------- لنډه دا چې د سیلاب صیب شعرونه چې په دغو اشعارو کې زیاتره برخه د وطن ترانې،د موسیقې شعرونه دي، ډیرو نورو هنرمندانو هم ویلي دي د بیلګې په توګه: میرمن آزاده، استاد مهوش، لیلا، افسانه، ناهید، پشتون قمر، نغمه او داسی نورو هنرمندانو، چې د دوی ثبت شوي آوازونه د رادیوافغانستان د موسیقې په ارشیف کې موجود دي. په رښتیا، چې دموسیقې هنرد ډیرواولسي شاعرانوشعرونه ژوندي ساتلي دي. دسیلاب صیب خواږه شعرونه او ښکلې ترانې او سندرې کله چې د موسیقې په پردو کې راشي نو ځانته یو ځانګړې خوند لري، او مینه وال یې خوښوي او ترینه لذت وړي. سیلاب صیب ته خدای پاک یوڅپاند، ځلاند اوروښانه فکر،درک، احساس اوشاعرانه استعداد ورپه برخه کړې و.د ده په شعرونوکې د ملي،اجتماعي،اخلاقي،عشقي،تصوفي اوتنقیدي اړخ نه رانیولې تر غزل پورې ډیر پاک سپیڅلې ، ملي احساس پروت دی. دی د خپل وطن او د کړیدلي ولس د دردونو اوغمونو سره دردمن او غمجن و. ده د خپلی ژبې د ودی لپاره او د آزادې او خپلواکۍ په لاره ګې او دخپل هیواد د پر مختګ لپاره ځان لکه پتنګ سوځلې و. دی په خپل یو شعر کې د وطن سره مینه اود آزادې او خپلواکۍ د ښکلي نعمت پیغام داسی بیانوي:

ای ګرانه وطنه ته می ګل ز دې بورا یمه ستا په محبت کې تورې ډال ته په خندا یمه ای ګرانه وطنه سر او مال به تا نه جار کړمه مال به صدقه کړمه سر به تا ځنې نثار کړمه ورک به کړم غماز له تا، دامان به دې ګلزار کړمه تا به په ګاڼود آزادې همیش سینګار کړمه

او بیا په خپل یو شعر کې د آزادې درس او دیو خپلواک ژوند چغه داسی پورته کوي:

زه ستا د غیږې خوندورې شیبې قسم دی کله هیرولې شمه وطنه ستا دا دنګې هسکې څوکې کله پردو ته پر یښودلی شمه ستا په لمن کې د پردو حکمونه وطنه زه کله زغملی شمه که می پرې مال عیال شي واړه تباه پردي واکدار کله منلی شمه

سیلاب صیب د زړه له کومې په خپلو شعرونو کې د قوم اوهیواد د بیدارې، ترقې، پښتون اوپښتونوالۍ، آزادې او خپلواکۍ لوړ غږ او آواز پورته کړې دی، او په دی لاره کې دی د د خپل مال او عیال څخه تیریږي. زه هیله مندیم چې له دی قومي، ولسي ، ملي اواجتماعي شعرونواو سندرونه زموږ اوسني او راتلونکي نسلونه د عبرت پند واخلي. د ده خواږه اوپه زړه پوري شعرونه ،ملي سندرې اووطني ترانې په لره اوبره پختونخواکې دتل لپاره ژوندي پاتی شوې دي. سیلاب صیب د آزادې او خپلواکۍ ، شرافت او حیثیت او د یو خپلواکه ژوند عزت او د قلم فضیلت په ډیره میړانه او قربانې دخپل د ژوند تر پایه پورې وساته. ښاغلي نصرالله حافظ په حپله یوه لیکنه کې وایي، چې یوه ورځ سیلاب صیب ماته وویل: چې ما خپل قلم ته یو شعر لیکلی دی. ما ورته وویل، ژرشه د قلم شعر راته ولوله. سیلاب صیب چې ډیر شه دکلماتور و په خپل خوږغږ یې د قلم شعر ولوسته، چې د دغی شعر دوه بیته داسې دي:

قلمه! ښکل به دې کړم نوم د جانان ولیکه ولیکه مرور آشنا ته ، ټول زیات و کم د آشنا که زما لیکې ورته څیرې ګریوان ولیکه

د سیلاب صیب په شعرونو کې د ځوانانو بیدارول، پوهول، د هیواد سمسورتیا او پرختیا او د هوسا او آزاد ژوند هڅول نغښتی دي. دا د ده آرمان وه، چې ملي فکر او د آزادې مفکوره او د خاورې پت او عزت د خپلو وطنوالو په ذهنونوکې را وپاروي. سیلاب صیب ادبي نثرونوته هم پاملرنه کړې ده. خواږه او سلیس نثرونه یې لیکلي دي.لنډی کیسی یې هم لیکلي دي، او یو شمیر یې له نورو ژبو څخه ژباړلي دي. دسیلاب صیب شعري مجموعه وروسته له ده له مړینې څخه په کابل کې د لیکوالو انجمن له خوا چاپ شوه، او نورې شعري مجموعې یې په قلمي توګه د ده د فرهنګي او ادبي ملګرواو یارانو سره پاتې دي. دا هیله شته دی، چې د ده زوی ښاغلي الله نور سیلاب چې یوتکړه اوبا استعداده ادبي څیره ده وکړای شي د دغو مجموعې په راټولولو د سیلاب صیب نوې شعري ټولګه چاپ او د مینه والو په اختیار کې کیښودل شي. سیلاب صیب یو ریښتینې مسلمان او متدین انسان و، دی د تقوا او پرهیزګارې دروند شخصیت و. ده له خدای پاک سره، د وطن سره، انسان سره، انسانیت اوانساني کرامت سره سپیڅلې مینه اومحبت درلود.دی یومیلمه پال اوپه پښتواو پښتونوالي کې کلک اوټینګ انسان و. دی یوځوان شاعر و، شاعري یې ځوانه وه، احساس یې ځوان و، ده کولای شوې نورهم د پښتو د ادبیاتو د ودې لپاره ډیر ستر قدمونه اوچت کړي وای. سیلاب صیب یو پاک او سپیڅلې انسان و. ده له خپل هیواد او وطنوالو سره او د هیواد د خپلواکۍ او آزادې سره یوه ځانګړې مینه لرله، ده د پردو غلامي نه منله، یوآزاده او خپلواکه ژوند ته معتقد و.همدا وجه وه چې دی په (۱۳۵۷) هجري شمسي کال کې د وخت دحاکمانو له خوا ونیول شواو د دهمزنګ په محبس کې بندي شو، او وروسته د ځینو وحشي قاتلانو له خوا په شهادت ورسید. دی نه یوازی چې شهید او ځوانیمرګ شو بلکې د ده شاعري یې هم ځوانیمرګه کړه، اودی له دی دنیا څخه ارمانجن ولاړو، او دهیواد ادبي او فرهنګي ټولنه یې د یوه څپاند اوتکړه شاعر او له ادبي او فرهنګي نعمتونونه بی برخې کړه. د ده مړینه زموږ دوطن د ادبیاتو په تاریخ کې یوه لویه اونه جبیره کیدونکې ضایعه وه، چې د ادب او فرهنګ مینه وال به یې هیڅکله هیر نه کړي. خو زه باور لرم، چې زموږ د پښتوادبیاتو په غیږ کې به د ده نوم تل پاتې وي اوتاریخ به تل په داسې اتل میړني ویاړي.دی به دتل لپاره په خپلو با ارزښته لیکنوکې ژوندې پاتې وي، او د ادب او فرهنګ علاقمندان به د ده په خوږو او تودو شعرونو اونثرونو خپلې ذوقي تندې ماته وي. (خدای پاک ده سیلاب صیب وبخښي ) او د ده خواږه شعرونه او ښکلې ترانې ده تل تر تله ژوندۍ او تاندې لري. په درناوي: انجنیر عبدالقادر مسعود د ارواښاد سیلاب صیب څو شعرونه مو غوره کړې دي چی د تاسو پام ورته راګرځوم:

د مينې جام څه شو که نوم دې په خندا اخلمه هره سلګۍ درپسې سا اخلمه ساقي راواړوه يو جام د مينې څو به د ښکلو نوم په غلا اخلمه د محبت د هر تنيدک په نامه د شوخو سترګو نه سلا اخلمه نور به تسل د پاريدلي احساس د ميني هر قدم رسا اخلمه د ارمانجنو اميدو په خاطر په هر منزل کې دې رضا اخلمه ( سېلابه ) زړه راته په ډاک وويل سر ورکومه خو اشنا اخلمه

د اوښکو امېل ټکوروم د زړه داغونه مخ راواړوه ته بل مې ګوګل کې کړه اورونه مخ راواړوه ته کړه مې لمبه نيمکښو سترګو کې په غلي نظر چې وخورم نوي تيندکو نه مخ راواړوه ته د خزان باد مې لګېدلی دی د زړه په انګړ چې راستانه شي بهارونه مخ راواړوه ته د ژوندانه ډيوه مې ستا په اميد بله ده لا چې بيا ونه کړې ارمانونه مخ راواړوه ته که حوصله مې لوړه نه کړې ته په مسکو شونډو رانه ډوبيږي اميدونه مخ راواړوه ته (سېلاب ) د ميني په بدل کې رڼې اوښکې امېل درته راوړي سوغاتونه مخ راواړوه ته په انتظار يمه زه د پښتونخوا د آزادۍ تل اميدوار يمه زه په انتظار يمه زه وطن لپاره شا زلمى ويښ پهره دار يمه زه په انتظار يمه زه پردی واكدار نه منم ملك كې اغيار نه منم بل اختيار نه منم معلوم پښتون يم په دنياكې چې واكدار يمه زه په انتظار يمه زه وايمه ځانته پښتون وطن ليلا زه مجنون مقابلې ته د غليم مدام تيار يمه زه په انتظار يمه زه باغ او بوستان زمونږ دا ګلستان زمونږ پښتونستان زمونږ سر مې دى جار لـه وطن غواړم بهار د وطن په انتظار يمه زه وايي (سېلاب) په انتظار يمه زه

ادبي مسابقه لكه زه چې پرې شيدا يم بل به نه وي شيدا هسې لكه زه چې په ژړا يم څوك به نكړي ژړا هسې د ليلا په غم كې نشته خوشالي او ارامي هيڅ خو مين چې په ليلا يم بله نشته ليلا هسې د عشق اور مې تازه كيږي ستا په يادو د ريبار تل معتكف سر په سودايم اوس مجنون كړم سودا هسې دا ژوندون ندى عالمه چې په ما باندې تيريږي زه بې خوبه بې خندايم نور عالم كړي خندا هسې د وصال په تمه تمه دژوندون چوكاټ زړيږي ګرزيدونكى په صحرايم د اميد په صحرا هسې جام د سرو لبو نصيب مې دى كه ندى نه پوهيږم لا كن عشق كې چې رسوايم بل به نه وي رسوا هسې سينګاري سامان خونه دى دشهاب په څير لمبې دي كباب شوى بېنوا يم نشته بل بينوا هسې مصير دې عاشقي ده ملنګۍ ته ملنګۍ ته ستا په در چې زه ګدايم ګدا نشته ګدا هسې زړه زخمي وينې ترې څاڅي د وصال ملهم پرې كيده دا مې سوال دى چې ګويا يم پرې مې ندې ګويا هسې دوطن عاشقي نده زندګي ده زنده ګي ده زه عاشق په پښتونخوا يم نشته باغ و بيديا هسې د ظالم غماز له لاسه ورور عزيز سره بدبين يم دا علت دى چې پس پايم نشته څوك پس له ما هسې چې سېلاب ترې پروت بيماردى دامرض هغه مرض دى خپلواكي ورته دوايم آزادي هم دوا هسې

څه لټوم؟ پوله په پوله كور په كوركرځم وحدت لټوم دمساوات ښكلى قانون او عدالت لټوم چې دمظلوم څيرې ګرېوان ته كړي نظر د رحم په اوسنو زلمو كې داسې شخصيت لټوم پېغلې زلمي واړه زاړه چې اتفاق شي همه د شريعت په مقتضى ښه مدنيت لټوم د مسلمان په حال چې تل كوي ژړا د ورورۍ دغه شان تل په اخوت كې محبت لټوم چې غدارۍ جفا كارۍ تخم له ملكه كړي ورك داسې رښتېني فدايان دحقيقت لټوم د خوار يتيم اوښكې چې تل همېش مدام پاكوي هر مسلمان له دغه خوى داسې خصلت لټوم چې د بې وزلي بې نوا ژړا چې واوري تل په يو دانا انسان كې دغه لياقت لټوم چې د انصاف منګول يې سيورى په خوارانو كړي تل په دې ملت دا صفت دغه زينت لټوم چې كينه بغض حسد نه ساتي بڅرى زړه كې داسې حاكم داسې قاضي او قضاوت لټوم كچكول تر څنګ لكه ملنګ ګرځم كوڅه په كوڅه مزخرفاتو خرافاتو نه نفرت لټوم

هغه بينا څه كوم چې د ټګۍ دامونه ږدي هغه اشنا څه كوم چې حقيقت نه ښكاروي هغه ملا څه كوم دعدالت او مساوات نه چې بيرون اوسېږي هغه ژوندون هغه قانون هغه دنيا څه كوم چې ترحم عاطفه لطف په مسكين نلري هغسې خپل او هغه سيټ هغه بينا څه كوم په فقېرانو مسكينانو چې تيرى كوي تل هغه ظالم هغه جابر او بې وفا څه كوم چې جامعې ته په كې نفع يو بڅرى نه وي دتملق او چاپړوسۍ چټي وينا څه كوم چې په تنګسه او بى وسۍ كې مې پكار نشي يو داسې خپلوان له ما بې غم او بې پروا څه كوم چې د رحمت او فيض باران په كې يو څاڅكى نه وي دا بې اميده باد و ګرد رعد او بريښنا څه كوم چې ورځ په ورح مزخرفاتوته ترويج وركوي داسې سپين ګيرى كلټر او شش كلا څه كوم چې غلا زنا قمار هيڅ باك نه ګڼي تل يې كوي كه افلاطون وي په حكمت نو دا دانا څه كوم چې دين مذهب يې مزخرف بلي عامل يې وي دى د ناروا ليارې ملګرى رهنماه څه كوم - بېرته شاته