(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خېبر پښتونخوا او د غلامې خاورې سرنوشت

رښتيا خبره دا ده، چي که خېبر پښتونخوا د لر وبر يو افغان د هدف د نظر انداز کېدنې باعث نه شي، نو د پاکستان په چوکاټ کي د محکومو قامونو د مبارزې په تاريخ کي ښه لاس ته راوړنه ده. اطمينان پر خپل ځاي (په غلامۍ کي اطمينان مشکل وي)، خو مهمه خبره دا ده چي بايلات نه دي شوي بلکې يو شی ګټل شوی دی، يو حقيقت ومنل شو. له حقيقت سره چي کوم تريخ ګوټ (خېبر) له حلقه تېر کړل شو، پر هغه جذباتي کېدل کومه ګټه نه لري، دا د پارليمان او غلامۍ د جبر تقاضا وي. سوال دا کېدی شي، چي له پارليمان او غلامۍ سره دي ولي مصلحت وشي؟ نو په دې حقله که څوک د پښتنو د سياست هر څومره کوتاهۍ او خامۍ هم په ګوته کړي، خو بين الاقوامي حالات او د پښتنو جيوپوليټکل موقعيت هر وخت د مبارزې په وړاندې خنډونه ايجادوي. وخت، د وخت جبر او مصلحت موږ غوندي په جنګ ځپلي نژاد کي د ټولې قامي نفسياتي برترۍ باوجود په څه نا څه شکل کي اثر لري. مهمه خبره دا نه ده، چي په پاکستان کي د پښتنو شناخت په کوم نوم شو بلکې مهمه خبره دا ده، چي په پاکستان کي د پښتنو حثيت د کوم نوعيت دی؟ د جشن او احتجاج د پس منظر نه قطع نظر، موږ ددې سوچ خلک يو، چي د نوم د بحالۍ نه پس دي نور پر جدي بنيادونو د پښتنو د قومي وجود د بحالۍ لپاره مبارزه پېل کړل شي. خېبر پښتونخوا، له بولانه تر چتراله پښتونخوا، افغانيه، پښتونستان او هر هر څه چي دي، دا هغه هدف نه دی، د کوم لپاره چي ځوانۍ لوګۍ کړل شوي وې او جېلونه او ټارچر سېلونه آباد کړل شوي وو. وئيل دا غواړم، چي خېبر پښتونخوا بايد په پاکستان کي د پښتنو د حب الوطنۍ باعث ونه ګرځي بلکې د وحدت د مبارزې د تودېدلو محرک شي. يقيناً اې اين پي د خېبر پښتونخوا په لاس ته راوړلو سره تاريخي کرېډټ تر لاسه کړ او هم يې ثابته کړه، چي د جنګ په مېدان کي او هم په پارليمان کي له خپل کمټمنټ سره وفاداري لري. ځکه نو دا تمه ترې هم بې ځايه نه ده، چي د وحدت د حصول په مبارزه کي به هم خپله وفاداري ثابتوي. شپېتو کلونو ثابته کړې ده، چي په پاکستان کي د پښتنو حثيت د چاکرۍ په لحاظ قابلِ قبول دی. پنجاب چي دا اوس د پښتونخوا د نوم پر مسئله کومه رويه څرګنده کړه، دې څه پېغام ورکاوه. پنجاب په انتهايي بې شرمۍ سره واضحه کړه، چي تر څو قامي جمهوري حقونه د پنجاب د پوسټم مارټم د پړاؤ نه تېر نه شي، تر هغو پوري کوم قانوني حثيت نه شي لرلی. هم دا په اوسني قانون کي (د اتلسم ترميم په بڼه) د پنجاب منشا وه. د پاکستان له سياسي سېټ اپ سره په زر کرته د اختلاف لرلو باوجود، اتلسم ترميم د جمهوريت يوه لويه کاميابي وه. د پښتنو په حواله د خېبر پښتونخوا نه علاوه يوه مهمه نکته دا هم وه، چي د ۷۳ء د آئين روايتي نقاد آرګن په اتلسم ترميم کي په يوې بېخي وړې برخې لرلو باندې شمله هسکه وګرځوله. آئين ومنل شو "نه مدعی نه شهادت حساب پاک هوا". د خېبر پښتونخوا په جشن کي شريک وو، آئيني کمېټۍ ته يې د مبارکۍ پېغامونه لېږل او دا يې د پاکستان په تاريخ کي يوه لويه کاميابي ګڼله. هغه لاسليک او دا لاسليک .....!! "ووايه جانانه فرق څه شو په دې دواړو کي؟؟". بلوچستان هم هاغه بلوچستان دی، تر پخوا په څو چنده په محروميتونو او مريتوبونو لړلی بلوچستان، بې سرنوشته او بې قيادته بلوچستان ....!! پارليمان دا سي يو شي دی، چي کله چانس ميلاؤ شي، هره کانه پکي روا شي. چي څوک د کرېډت نه پاته شي، نو د "تخت لاهور" پېغور ورکړي. د تختِ لاهور پېداوار چي بل ته د تختِ لاهور پېغور ورکوي، نو سړي ته په سياست کي د منافقت انتهاء څرګنده شي او بيا چي کله د لاهور پر مخالف لاهور دومره مئين شي، چي پکي د خپل ګوند د ضم کولو خواهش څرګند کړي. نو دا په سړي کي د تشکيک حس بېدار کړي. خو الميه دا ده، چي هم په قومي او هم په مذهبي سياست کي سوال او تشکيک پسندي شجرِ ممنوعه ده. ځکه چي د دوي په وړاندې د کارکن تعريف دا دی، چي کار کوه خو .......!! سوالونه پېدا کېدل لازمي دي. زموږ سياست اوس هم په دې جديد عصر کي د "علامت" په ژبه خبرې کوي. علامت د چينجنو او بدبودارو امريتونو پېداوار دی. اوس خلک نه يوازې صفا خبره غواړي بلکې د خبرې تر شا مضبوط دليل او منطق هم غواړي. تکراري تقريري لهجه که هر څو د پاکستان د سياست عادت دی، خو د قومي تحريکونو لپاره پر نړېواله کچه د دليل، مضبوط موقف او څرګند هدف ضرورت دی. پنجاب هر هر څه سهی، خو ولي دا يو حقيقت دی، چي پنجاب خپلو خلکو ته ډېر صفا موقف ورکړی دی. د پښتنو قام پرستي ولې د بې وسۍ پر دې انتهاء ولاړه ده؟ يو سبب که يې هر څو وړاندي ذکر شوی دليل بېن الاقوامي حالات او جغرافيايي موقعيت دی خو دوم موږ په خپله ټولنه کي هغه ګنجايش پرېيښی دی، چي پکي هر هر څه ځاېږي. د پښتنو قام پرستانو له قربانيو دا نن هم کوم روشن ضمير څوک سترګې نه شي پټولی، خو ددې قربانيو د نتايجو په حقله د سوچ کولو په وخت سړی له يو عجيب ډول صورتحال سره مخامخ شي او دوم د پښتنو قوم پرستي په خوله کي ژبه نه لري. دوي د دفاع لپاره د ټوپک خلک لري خو يو وړوکی زباني ډيفينس نه لري. زه دي دومره لوی جنګ په غاړه اخلم خو يو اخبار او ټي وي چېنل دي نه لرم. په داسي حالت کي به نو د پښتنو داد او تحسين ضرور حامد مير او سليم صافي ته روان وي. هغوي ورله په ګړه کي زهر ورکوي او دوي ورته په شاباشونو د عقيدت سر ټيټوي. دا رويه په عامو خلکو کي نه بلکې په خورا لوستې سياسي طبقه کي وليدل شوه. دلته سړی پوه شي، چي زموږ په سياست کي د وژن، علم، فهم او تجزيې څومره نېستي ده. موږ په خپله خپلې کمزورۍ او خامۍ دښمن ته ثابتو، بيا فرياد او ګيلې هم کوو او "پنجابي استعمار" ته ښکنځلې هم ډالۍ کوو. د قلم ځواب په مظاهرو د ورکولو قايل نه يم. د پنجاب د غېرسنجيده صحافت ځواب ته بايد خپل قومي صحافت ولرو. ددې لپاره د تقرير نه بلکې د تحرير خلک په کار دي. نن سبا چي د پښتنو خلاف په نړۍ کي کومې مغالطې خورول کېږي، ددې مخنيوی په مرده باد نه شي کېدی. پاکستان څومره نذير ناجيان پېدا کړي دي، د پښتنو خلاف يې د زهرو پاشلو اجرتي دندې ورسپارلي دي. خو موږ لا تر اوسه په ښکنځل نما تقريرونو ګزاره کوو. دا فکر چا کړی دی، چي د جماعتي او جهادي مطبوعاتو د پېخرو په مقابله کي د پښتنو ملي مطبوعات څومره دي؟ زموږ د مطالعې انحصار اوس هم د ايسټبلشمنټ پر ګنده اردو مېډيا دی. د داسي اپروچ قام به په خپل هدف ډېر ښه پوهېږي. په سياست کي چي مو ترڅو د خود احتسابۍ او خود تنقيدۍ رجحان پېدا نه شي، نجات مو د مار پښه ده. دا به د قام مجموعي تباهي او خودکشي وي، که قامي سياست هم د مذهبي سياست غوندې د جهل او جمود ښکر شي. په قامي سياست کي لومړنی فرض د خپل وجود او تاريخ پېژندنه ده. دا عمل پر جديدو مېتودونو پکار دی. تحريک او کتاب سره ګنډل دي، په ډنډه نه بلکې په دليل ځان مسلح کول دي. د پښتنو د قومي وجود مسئله د ډيورينډ د ښامار له غزېدلو سره کشف شوې ده. جغرافيايي تقسيم د نوابادياتي نظام د استعمار خلاف د مزاحمت د مخنيوي ښه پاليسي وه او هم دا د زاړه استعمار زړه پاليسي وه، چي تقسيم او حکومت. جغرافيايي تقسيم د ذهني تقسيم باعث ګرځي. تاريخي واقعيت دا دی، چي پښتنو کله هم د خپلې خاورې تقسيم منلی نه دی او خو ددې تر څنګ زميني واقعيت دا دی، چي د خپل جغرافيايي تقسيم پښتانه يو او بل ته پردي کړي دي. الميه خو دا وي، چي کله د سیاسي او دانشورې طبقې د اورېدلو په وخت سړي ته معلومه شي، چي يوازې جغرافيايي کرښې نه بلکې ذهني کرښې هم موجودې دي. ددې پردي دېوال سايې داسي پردي کړو چي اوس نه د پلار سيوری يادو، نه د ورور څنګ دروېشه د محکوم پښتون قامي مبارزې په حقيقت کي هم د افغان د وحدت شعور په پراخه کچه خور کړی دی. د پښتونستان خبره که هر څه وه، خو ولي د وحدت مزاحمتي عنصر يې په پراخه کچه د پښتنو سياست او ادب ته ورکړی دی. خو د افغان ثور انقلاب نه پس چي پلارنی مرکز د الميو ټاټوبی شو، د محکوم پښتون سياست ته هم الميې ورپه برخه شوې. هم دا د يو قومي وجود د حقيقت ثبوت دی، چي د آزاد اليمه د محکوم الميه ثابتېږي. په دې الميو کي چېري چي په آزاد وطن کي ملي سياست په شا ټېل وهل کېږي، هم دا له محکوم سره وشو. په پارليماني سياست کي موږ او هدف يقيناً سره لېري شو. ددې نه علاوه مي خپل شخصي نقطه نظر دا دی، چي په پاکستان کي د ټولو پښتنو سيمو د يو يونټ لپاره مبارزه هسې وخت ضايعه کول دي. تاريخي او فطري تقاضا دا ده، چي کومې سيمې د کوم مرکز نه په جبر بېلي کړل شوي دي، هم هغه د ي بېرته پېوند کړل شي. د کډوالۍ په سلسله کي افغانان په محکومه خاوره کي کاملاً ايډجسټ شول، رشتې وشوې، خو استخباراتي سياست بيا هم خپل رول ولوباوه، د وينې تعلق يې د برهمن او شودر تعلق کړ. پښتون قام پرست سياست په دې تناظر کي کوم د يادونې وړ کردار تر سره نه کړ. ولي خان وايي چي "موږ ته په دې حقله د بيان اجازت هم نه وو، صرف جماعتِ اسلامي د هر څه اجازت درلود. خو کله چي موقعه ميلاؤ شوه، نو موږ وويل چي زموږ او د افغانانو رشته صرف انساني او مذهبي نه بلکې قومي هم ده". هم دې قومي رشتې آبياري غوښته او هم يې غواړي. په ننني جديد عصر کي دا کار د پخوا په نسبت په څو چنده اسانه دی. مېډيا په دې حقله انقلابي کردار تر سره کولی شي. خو چي اول مېډيا ولرو نو بيا!! په ادبي حواله چي له دواړو خواوو د تبادلې کوم عمل روان دی، دا نور هم پياوړی کول پکار دی. "مېډ ان پاکستان پښتو ادبيات" موږ د افغانيت محافظ او امانتګر ادبيات نه ګڼو. څوک هم چي په پښتو ادب کي کرښو ته درناوی لري، د خپل ملي تاريخ او ملي وجود سره جفا کوي. الميه خو دا وي، چي کله مي "ياران" د ترقي پسند ادب په ذکر کي هم افغانستان نظر انداز کړي. حال دا چي ادب د کرښو محتاج نه وي او بالخصوص ترقي پسند ادب خو د کرښو دښمن ادب دی. خو د تاسف مقام هغه وخت وي، چي د ترقي پسند ادب په چوکاټ کي هم څوک د ډيورينډ د کرښې تقدس ته قايل شي. حالانکې د ترقي پسندۍ په حقله افغانستان د انقلاب حواله لري خو پاکستان صرف کاروبار کړی دی. افغانستان په رښتينې معنا د نړېوال معيار ترقي پسند لټرېچر تخليق کړی دی او هم يې د تصنيفاتو، تاليفاتو او ژباړو له لارې پښتو ته د ادب مارکسي او ترقي پسنده تيوري ورکړې ده. په محکومه خاوره کي زموږ د "نسلِ مشران" الميه دا ده، چي اکثره وخت د بې وسۍ، معروض او حالاتو په استدلال له غلامۍ سره د مصلحت تبليغات کوي. په پاکستان کي پښتو ادب د خپل وطن د دعوې له توانه هم ولوېدو، د يوې منصوبه بندۍ لاندې په پښتو ادب کي د پاکستانايزېشن د خورولو هڅې دوام لري. ژور نظر لرونکي پوهېږي، چي د ډيورينډ منحوسه کرښه يوازې د پښتنو د وطن پر سينه نه ده تېره شوې بلکې دا د تاريخ، کلتور او ژبې پر سينه کرښه ده او په نننيو حالاتو کي بېخي څرګند حقيقت دا دی، چي دا کرښه د پښتنو د امن پر سينه راکش ده. که مي څوک د وړې خولې خبره اوري، ددې کرښې په موجودګي کي د دايمي امن قيام راته بېخي ټوقه ښکاري. ددې کرښې تخريبي جبلت د لر و بر افغان په تخريبولو تسکين مومي. هم دا د پاکستان او افغانستان تر منځ د اخ و ډب بنياد دی او هم دا په دېرش کلنه غميزه کي د ډيورينډ د ښامار رول دی، چي د تخريب او فساد لپاره هر وخت فعال پاته شوی دی. سردار محمد داود خان وئيلي وو "افغانستان د پښتنو او بلوڅو د حقِ خوداراديت د موضوع څخه پرته له پاکستان سره بل هيڅ ډول اختلاف نه لري". دا اختلاف تاريخي او منطقي اختلاف دی. د جبر بېلتون کله هم د دايمي حثيت حامل نه شي ګرځېدی. د افغان وحدت به ددې سيمې د امن او سوکالۍ يوازينی حل ثابتېږي، پرته له دې د امن او سولې دعوه به د يوه اوږده جنګ لپاره وقفه وي، دهوکه به وي. دا اوس اوس چي د پاکستان ځينو محبِ وطنو کومه ويره احساس کړه، چي خېبر پښتونخوا به د لوي افغانستان سره د يوالي precursor ثابتيږي. بايد هم داسي وشي. که داسي ونه شي، نو د مريي په مريتوب کي به مو د قامي وجود خودکشي يقيني ګرځي، ځکه چي پاکستان هر وخت د ځان په تباهي کي اولسونه تباه کوي. که څوک داسي فکر کوي، چي ځه مړه نور مو په پاکستان کي خپل اعتماد بحال کړ، نو دا به د فيل په غوږ کي ويده وګړي وي. اوس هم اعتماد بحال نه دی او اوس مو هم لمنې سپينې نه دي. څوک چي تش پر نوم دومره بې شرمي کوي او دومره خنډونه ايجادوي. هغه به نور کوم پټکی راپه سر کړي او څه به پر اختياراتو، وسايلو او قامي حقونو راسره راضي شي. چي صرف د شناخت د ګټلو سفر دومره اوږد او کړاوجن دی، د يو قام په حېث به د ژوند او سيالۍ د نورو لوازماتو د حاصلولو سفر څنګه وي؟ زه داسي وينم، چي دا وخت د ترهګرۍ په تناظر کي نړېواله رايه د پښتنو د موقف په حق کي ده. دا رايه د پښتنو د وحدت د هدف د لاس ته راوړلو په لړ کي هم په کار راوستل کېدی شي. دا تش يو خوب او خوش فهمي نه ده بلکې په پاکستان کي د قامونو غېر فطري الحاق ته په پام سره د نړۍ د جمهوري اولسونو د رايې يو ښه استعمال کېدی شي، چي موقع شناس ذهنونه يې په ارزښت پوهېږي. پاکستان د نړېوالو ضابطو په مورد کي خپل اخلاقي جواز (Moral Authority) بايللی دی. اخلاقي جواز بايلل خپل وجود له لاسه ورکول وي. خو دا مسئله دومره اسانه هم نه ده، چي څوک به وحدت په تالي کي راکړي. ددې لپاره پر ساينسي بنيادونو د مقدمې د وړاندې کولو ضرورت دی. زموږ په سياسي رويو کي دې مقدمې اوس د ابهام جامې اغوستي دي. دا جامې به څيرل غواړي. دا په اوټ آف ډېټ سياسي مغزماري نه کېږي بلکې په علمي او ساينسي اپروچ کېږي. په سياست کي د قبايلي او جاهل ذهنيت د مخنيوي لپاره چي د اکېډمک ونګ کوم رول جوړېږي، دا به پر داسي بنيادونو تر سره کول وي، چي واضحه کړي، چي زموږ قام پرست سياست د فرسوده قبايلي ذهنيت پناه ګاه نه ده بلکې د قامي اهدافو د حصول يو سنجيده علمي سنګر دی. جهالت چي د هرې کچې دی، له منځه به وړل وي ګني حالات مو له منځه وړي. زموږ په قامي سياست کي عقيدت او بت پرستي د مذهبي سياست نه په يوه حواله هم کمه نه ده. څومره چي ملايان د مقدساتو په درناوي کي د جهل رويې پالي، په هم هغومره کچه په قامي سياست کي مقدسات د پېغمبرۍ د درجې دي. د پښتنو جذباتي قامي هيروورشيپ يو خطرناک رجحان دی، چي په سياست کي منطقي رويې يې تر انتهايي حده کمزورې کړي دي. نور بايد په ژبه سره وپوهېږو. په سړه سينه به يو او بل سره اورو. ددې پورتنيو معروضاتو په تناظر کي بېخي په پراخ ذهن او د جمهوري احساس په جذبه سياسي موقف لرونکو ته په دې بحث کي د ګډون بلنه و رکوو. صرف يو شرط دا لرو، چي د ګوندي عقيدت په ځاي دي د جديدې نړۍ په تناظر کي ساينسي او منطقي دلايل وړاندې کړل شي. د تقرير نه بلکې د تحرير په ژبه دي خبره راسره وشي. دا خو ده خپله تندرونو ته سپارلی دی ځان تندر په کور پرېوتی نه دی اسماني د پښتون څو چي يې خپل ادراک د نن دنيا کي کړی نه وي تر هغو ګرانه ده پخپل کور وداني د پښتون [email protected] - بېرته شاته