(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنی کې د پښتنو د ملی یووالی تحریک

پښتون قوم چې پخ خپل تاریخی پس منظر کې کومې میړانې او تورې کړی هغه ټولې نړۍ ته په جوته توګه ثابتوی، چې پښتانه د هیڅ استعماری قوت غلامان نه شی جوړیدلی ځکه چې پښتون باتور ، غیرتی او ننګیالی قوم دی. خو سره ددې تر اوسه پښتنو خپل قومی تشخص او یووالی نه د ی موندلی او ددې لویه وجه دا ده چې استعماری قوتونو تل دا هڅه کړې چې پښتانه یود بل نه بیل وساتی او په خپل منځی تربګنۍ او بې اتفاقی ئې واچوی. ولی بیا هم پښتنو په هر وخت او زمان کې د خپل حق اواز پورته کړی او د قامی وحدت او خپل تشخص ( هویت ) د څرګندولو لو لپاره ئې بې شماره هلې ځلې کړی چې په دې لړ کې تر ټولو ستر او لوئې تحریک په ۱۹۲۸ ع کال کې د انګریزی ښکیلاک په ضد د باچاخان ( فخرافغان ) په مشرۍ منځ ته راغی . د باچاخان خدائی خدمتګاری تحریک نه یوازې د پښتنو په ذهنونو کې سیاسی شعور رابیدار کړ، بلکې دغه شعور ته ئې نوره هم وده ورکړه چې د خپل قام د حق او ازادۍ لپاره چغه پورته کړی. په اوسنی دور کې که هر څومره په پښتونخوا او یا د پښتونخوا نه بهر د پښتنو سیاسی تحریکونه په بیلو بیلو نومونو فعالیت او کار کوی خو اساسی او بنیادی هدف ئې مشترک او هغه د باچا خان د نظرئې ملاتړ ، تقویه کول او عملی کول دی او په مجموع کې د پښتنو ټول تحریکونه باچا خان عقیدت مند او د نظر پیروران دی . که د یوې خوا په پښتونخوا کې ددغه مقصد لپاره سیاسی تحریکونه ( پارټۍ ) خپل فعالیت کوی نو د بلې خوا د پښتونخوا نه بهر هم پښتنو د خپل ملی یووالی او بنیادی حق لپاره هلې ځلې تندې کړې دی د افغانستان په روان اتلس کلن جنګ کې ډیر پښتانه بې کوره او د نړۍ نورو هیوادونو ته په هجرت کولو مجبور شویدی خو له دې سره د پښتنو د قومی یووالی احساس او شعور بیدار او وده موندلی او دا ورته جوته شوی چې بې له قامی وحدت ( اتفاق ) او یووالی څخه پښتانه د صلحی ، امن ترقۍ ، سوکالی او پر مختګ ژوند هیڅ چیری نه شی موندلی ، نو په دې سلسله کې په جرمنی کې قام پرستو پښتنو چې ستر اکثریت تشکیلوی د پښتنو د یووالی د ترجمان ډاکتر کبیر ستوری په مشرۍ کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (Pashtoons Social Democratic Party)د ۱۹۸۱ ع کال د فبرورۍ د میاشتۍ څخه راپه دیخوا په کار او فعالیت شروع کړی ده . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د ټولو پښتنو د یووالی او خپلواکی ګوند دی، چې د یوې داسی ټولنې د جوړولو هڅه کوی چې هر څوک پکې په ازادانه توګه خپل شخصیت ته وده کوی او د انسانانو په خدمت کې د ټولنې په سیاسی ، اقتصادی او ګولتوری ژوند کې برخه اخلی . پښتونولی، ټولنولی او اولسولی د پښتنوټولنیز ولسولیز ګوند تاداؤ او بنسټ جوړوی . پښتونولی او ټولنولی د اولسولۍ په واسطه چې ګډ خوی یی دی یو دبل پورې تړلی او نه بیلیدونکی دی . پښتونولی په اولسی ټولنولۍکې او اولسی ټولنولی په پښتونولۍ پیاوړې او بشپړیږی. ازادی عدالت ( انصاف ) او ورورولی د پښتنې ټولنیزې اولسولی غوښتنې دی . له دې کبله پښتانه ټولنیز ولسوالی وال هر ډول امیرولی ( دیکتاتوری ) مطلقه ټولو اکی او یو ګوندیز حاکمیت نه منی چې د انسانانو ازادی او حقوق د منځه وړی . بنسټی اړخونه . ۱ ــ د پښتنو او پښتونخوا ویش سوله په خطر کې اچولی ده ، د سولی د ژغورلو لپاره د ټولو پښتنو یووالی او د پښتنو د خپل واک هیواد ( پښتونخوا جوړونه د پښتنو د ټولنیز ولسو ګوند تر هر څه مهمه تر ټولو ستره دنده او بنسټی غوښتنه ده . ۲ ـ د پښتونخوا د هیواد ( سټیټ ، دولت ) واک به د اولس په لاس کې وی ، ددې لپاره په کار دې چې د پښتنو داولس ویش ، جغرافیائی او اداری اسانتیاوې له مخې په سیمو ( صوبو ، ایالتونو ) وویشل شی ، او هره سیمه ( ایالت ) بیا په لویو ولسوالیو ( ضلعو ) او علاقه داریو ( تحصیلونو ) ویشل شوی وی. هره سیمه به ځانته سیمه ایزه جرګه ( صوبائی ، ایالتی ) جرګه او سر بیره په دی په د پښتونخوا یو ملی جرګه ( قومی جرګه ) او بله د مشرانو جرګه ( سټیټ) وی . سیمهایزه ( صوبائی ، ایالتی ) جرګه به د خپلو غړو څخه د سیمې ( صوبې ) حکومت او ملی جرګه ( قومی جرګه ) به د خپلو غړو څخه مرکزی حکومت ټاکی . د مشرانو جرګه ( سټیټ ) به د سیمو ( صوبو ) د حکومتونو د مشرانو او د هرې سیمې ( ایالت) د وګړو په حساب د سیده ټاکل شوو نمايندګانو څخه جوړه شوی وی . د ملی قومی او سیمه ایزو ( صوبائی ) جرګو غړی په سلو کې اتیا د اولسوالیو ( تحصیلونو ) په حساب، د والسواليو د وګړو له خوا په سیده توګه د ازادې ټاګنې د لارې او په سلو کې شل د هغه ګوند ونو د لارې چې په سلو کې ئې پنځه رائی ګټلی وی په غیری سیده توګه ټاکل کیږی . د پښتونخوا هر اوسیدونکی چې عمر ئې د تلسو کالو څخه کم نه وی ددوه ووټونو حق لری چې یو به ګوند او بل به کاندید ته ورکوی خو خپله د ملی ( قومی ) او سیمه ایزو جرګو لپاره هله ځان کاندیدولی شی چې عمر ئې د دیرش کلنو څخه کم نه وی . ۳ــ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپل مقدس دین اسلام د پر مختګ او ټینګښت لپاره هلی ځلی کوی او د نورو دینی عقیدوته په درنه سترګه ګوری. ۴ ــ ژبه او کلتور د قام او وطن په ابادۍ کی مهم رول لوبوی لدی امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلی ژبی او کلتور وده او پر مختګ خپله بنسټی دنده ګڼی او غواړی چې د هیواد ( سټیټ / دولت ) دری واړه قوی ( قانون جوړونکی ، اجرائیه او عدلیه ) د پښتونولئ په بنسټ ولاړوی او د پښتنو د جرګو پریکړې رسمی خوی پیدا کړی. ۵ ـــ د تولید په وسایلود خصوصی ملکیت د ژغورلو او تقویه کولو حق لری تر هغو چې د عادلانه ټولنیز نظم مخه ونه نیسی. د اقتصادی او خصوصی ملکیت داسی تقو یه کول پکار دی چې د یوی خوا د کار ځایونه پیدا شی او دبلی خوا وطن صنعتی وګرځی خو صنعت به په ټول وطن کی خوراو ور وی او مرکزی بڼه به نلری. ۶ ــ هر تن مجبور دی چې هیواد ( سټيټ / دولت ) ته د خپل عایدات په اندازه محصول ورکړی. ۷ ــ کار د پښتونخوا د هر اوسیدونکی حق دی او هیواد ( سټیټ / دولت ) د خپل وس سره سم د کار پیدا کولو ذمه واری په غاړه لری. هغه چا ته چې کار نه پیدا کیږی او یا د کار کولو توان نلری د هیواد( سټيټ / دولت ) له خوا دومره مرسته ورسره کیږی چې ګذاره پری وکړی. ۸ ـ د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د انسانانو ژوند او انسانی درناوی ته تر هر څه زیات ارزښت ورکوی او غواړی چې ټول انسانان مساوی حق ولری او هیڅوک د مرګ په جزا محکوم نه شی او هم په غیر انسانی توګه جسمانی او ساوال ( نفسی / روحی ) ونه ځورول شی. ۹ ــ ټولنیز امن او د ژوندانه د هر ډول شرائطو ښه کول او په تیره بیا د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د پښتنو د ټولنیزاولسولنیز ګوند غو ښتنه ده. ۱۰ ــ پوهنه دپښتونخوا د هر اوسیدونکی بنیادی حق دی او په معیاری پښتو ژبه به وی. پوهنه با یده ده چې هر چا ته ددی امکان ورکړی چې خپل استعداد ته بی د کوم خنډ څخه وده ورکړی. په پوهنه کی ډیره پاملرنه مسلکی ښوونځیو او زده کړی ته پکار ده ځکه چې د یوی خوا د مسلکی زده کړی پواسطه وطن ابادیدلی شی او د بلی خوا هر سړی په خپلو پښو ودریدلی شی. دلسم (۱۰) ټولګی پوری زده کړه جبری ده او چاری ئی د مرکزی حکومت په غاړه دی. پوهنیزه څیړنه بایده ده چې د مرکز حکومت له خوا غښتلی شی. او نتیجی ئی د عوامو په خدمت او د ټولنی په وده کی راوستل شی. ۱۱ ــ د فکر، نظریو، مظاهرو، جلسو او اتساب ازادی بی د رنګ، نسل، ښځی او نر د امتیاز څخه د پښتنی ټولنیزی ولسولۍ بنسټی غوښتنه ده. ۱۲ ــ خپرونی،مطبوعات، راډیو، تلویزون او فلمونه عامه دنده اجرا کوی. دوی بایده دی چې په ازادانه او ناپییلی توګه د پښتنی دود او دستور سره سم په هر ځای کی معلومات راغونډ او په خپل مسؤلیت ( زمه واری ) خپاره کاندی. ۱۳ ـــ د ګوندونو او ټولنو د جوړولو او فعالیت ازادی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند غوښتنه او د هیواد ( سټیټ / دولت ) بنسټی دنده ده. خو رسمی ګوندونه هله ګڼل کیدلی شی چې د پښتونخوا د سیمه ایزی ( سوبائی / ایالتی ) یا ملی جرګی ( قومی جرګی ) په ټاکنه کی په سلو کی پنځه ( ۵ ) ووټونه ( رای ) ګټلی وی. ۱۴ ــ د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپلو غړو کسبی اونور وعلایقو ته ډیر ارزښت ورکوی اود هر مسلک او کسب لپاره د مختلفو ټولنو د جوړولو هڅه کوی او يوه د « ځوان پښتون » په نامه ټولنه ضروری ګڼی. ددی ټولنی غړی د ګوند نیالګی دی چې په اتلس ( ۱۸ ) کلنۍ کی د ګوند غړیتوب تر لاسه کولی شی او د دیرش ( ۳۰ ) کلنۍ پوری د ټولنی او ګوند غړی پاتی کیدلی شی او د دیرش (۳۰ ) کلنۍ څخه ورسته بیا یوازی د ګوند غړی دی. ۱۵ ـــ د خپل وطن پښتونخوا ازادی ، دفاع او ساتنه او د ډیرو ګوندونو د لاری د ولسولۍ ټینګونه د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند غوښتنه او د پښتنو دنده ده . وسله وال پوځ او لښکر به خامخا د ملی جرګی د کنترول او د حکومت د لاس لاندی وی. ۱۶ ــ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نړۍ د ټولولنیزو ولسولیزو ګوندونو، ډلو، ټولنو، حکومتونو، او خلکو سره د نژدی اړیکو هڅه کوی. ۱۷ ــ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د ملګروملتونو د موسسی ( اقوام متحده ) د منشور او دانسانی حقوقو د اعلامیی او د ټولو اولسونو د خود اردیت او خپلواکۍ د حق دفاع او ملا تړ کوی او استعمار په کلکه سره غندی. ۱۸ ــ د پښتنوټولنیزولسولیز ګوند د نورو ورونو قومونو سره د ازاد خود ارادیت دلاری د پښتونخوا اتحادی جمهوریت ( فدرالی جمهوریت ) جوړول غواړی. تضادونه د ټولنې ارمانونــــــــــــــــــــه راپیدا کړی ارمان مور د نظریو ده، لوړ خیالونه راپیدا کړی نظری چې ولس شی سمه او غر شی خوځــــــولی د ارمان پوره کېدو ته غورځنګونه راپیدا کړی (ستوری) Layaqzada Layaq Wahdat Daily: Friday 29 August 1997 nr. 233 - بېرته شاته